For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه
دنوو جوړوسوو لغتونودتلفظ ستونزه

لکه دليکدودپه برخه چي وړاندي اشاره ورته سوې ده ، پښتوالفبې د پښتوژبي دټولوږغونودتمثيلولوترعهدې نسي وتلای . دراديو ويندويان نوي لغتونه دهمدې نيمګړي الفبې له لاري لولي اوپخپل اټکل يې تلفظ کوي . دااټکلي تلفظ هرومرودلغات دجوړوونکي د تلفظ نمايندګي نه سي کولای اوپه دې ډول دغلط تلفظ خوراډېر احتمالات سته . دويندويانوغلطي دژبي عاموويونکوته لارپيداکوي اوپسي عامېږي . زه دخپلي مشاهدې له مخي وايم چي غلط تلفظ نوی جوړسوی لغات بېخونده اوپټخ کړی دئ . دلغات جوړوونکي نه په دې جريان خبرېږي اونه يې دتعقيبولوامکانات لري . که چيري خبرهم سي ، بيا دومره ری هم نه پکښې وهي .
که دنوولغاتوله پاره يوې صلاحيت لرونکي موسسې وجود درلودای ، نوبه يې لومړی ويندويانوته سم تلفظ ورښوولای اوبيابه يې دميډيانشرات هم ورپسې تعقيبولای (١) .

(١) وګ : دضميمې دوهمه مقاله .