For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه
مونږ ـــ موږ ـــ موږه


دليکني معيارلارويان داسي فکرکوي چي ليکنه په فيصله باندي سميږي . که دکاغذ پرمخ څه وليکل سول نوګويا معيارهم تطبيق سو . پوهاندزيارصاحب وايي ٌ …. موږپه ننګرهارکي داستونزه درلوده چي موږ، مونږاو…. موږدومره وکړه چي ليکدودموورسم کړ. اوس ننګرهاري ليکوال ، شاعر، څېړونکي ( ن) غورځولی دئ . ٌ (١)
خودهمدې مجلې په ١٧مخ کي داستاديوه ارواښادشاګرد، چي استاد يې دروزني خبره لاهم کوي ، په يوه شعرکي مونږ،موږ ، موږه درې واړه
استعمال کړی دئ .
ٌ موږه دې وينوماڼو !
خوموږدې وينوبېړۍ
زمونږميلې ، پرهديروټولېدل ٌ
زه له دغه استعمال سره هيڅ رازمشکل نه لرم . دشاعرشعر مې خوښ دئ اودپښتوشعرپه وياړونوکې شمېرم . نه کوم اعتراض پرلرم اونه په زړه کي کومه خيره . نه له نوموړي لهجې سره دښمني لرم اونه بې احترامي . له يادوني څخه مي مراددادئ چي يوازي مودکاغذپرمخ په فيصلوځان خوشاله کړی دئ . ژبني ، ټولنيز ، اوسياسي اصلاحات که په فرمانوباندي منځ ته راتللای نوبه زموږهيواداوس دنړۍ په ډېرو پرمختللو هيوادوکي شمېرل کېدلای .
تردې يادونووروسته نوبايدپوښتنه وسي چي : آيادمعياريت هڅه بري ته رسېدلې ده ؟
(١) ښکلامجله ٤کال ٣ګڼه ٥٠مخ