For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه پښتو ګرامر
ضمير
ضمير هغه كليمه ده چې د تكرار د مخنيوى او د غونډلې د لنډولو لپاره د نوم پر ځاى كاريږي ، لكه :
محمد جان زمونږ هټۍ ( دوكان ) ته راغي ،هغه زما تر څنګ كېناست ، د چاى له څښلو څخه يې وروسته د خپل سفر كيسه وكړه .
په پورتني مطلب كې د (محمد جان ) نوم درې ځله راغى ، چې د تكرار د مخنيوي لپاره يې يو ځاى ( هغه ) او بل ځاى ( يې ) غايب ضمير وكارول شو . كه ضمير كارول شوى نه واى نو غونډله ډيره بدرنګه ښكارېده ،لكه : محمد جان زمونږ هټۍ ته راغى ، محمد جان زما ترڅنګ كېناست ، د چاى له څښلو څخه وروسته محمد جان د خپل سفر كيسه وكړه .
د يادونې وړ : هغه ضمير چې د نوم لپاره كاريږي نوموړى نوم د هغه ضمير ( سر چينه ) يا مرجع بلل كيږي ضميرونه د مرجع له پلوه په څلور ډوله دي .
لومړى : هغه ضميرونه چې د هغو كسانو يا نومونو لپاره وكاريږي چې د خبر و پر وخت شتون ونه لري ( موجود نه وي ) غايب ضمير بلل كيږي چې په دوه ډوله دي .
-مفرد لكه هغه .
- جمع : هغوي .
دوهم : هغه ضميرونه چې د هغو كسانو يا نومونو لپاره استعمال شي چې د خبرو پر وخت شتون ولري خو ويونكي يې خبرې له بل چا سره كوي يانې دوي مخاطب نه وي د غايب (قريب) ضمير بلل كيږي لكه دوي ، دا ، دى .
دريم : هغه ضميرونه چې يو خبرې كوونكي يي دخپل نوم پر ځاىوكاروي ،د (متكليم ضمير) په نامه ياديږي لكه : زه ، مونږ .
څلورم :هغه ضميرونه چې د اوريدنكي د نامه پر ځاى استعماليږي د مخاطب ضمير ونه بلل كيږي لكه : مفرد: ته .
جمع : تاسو .