For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه پښتو ګرامر
ښځينه او نارينه
 
په پښتوكې ټول نومونه د كيفيت او جنسيت له مخې پر دوه ډوله دي او پر ښځينه او نارينه نومونو ويشل كيږي دغه دوه ډوله ځنې نښې هم لري چې په لاندي ډول ښودل كيږي:
-دنارينه نوم نښي :

هغه نومونه او صفتونه چې په پاى كې يې لاندينۍ نښې او توري راشي نارينه ګڼل كيږي :
۱ – نرمه(ى ) لكه: لرګى، منګى ، سړى ، نوى ، وږى ، تږى .......
۲ – څرګند واو لكه: تالو ، بانو ، چالو .
۳ – نرم واو لكه : پلو ، چلو ، كنډو .
۴ - كوچنۍ(هه) لكه : تره ، وراره ، زړه ، نيكه.
۵ – هغه ټول نومونه چې په پاى كې يې اصلي توري راغلي وي نارينه ګنل كيږي .
لكه : ميز ، لاس ، غل ، مل .
- دښځينه نوم نښي :
هغه نوم يا صفت چې په پاى كې يې دغه وروسته نښې راغلې وي مونث (ښځينه) نوم ګنل كيږي .
۱ – څرګنده(هـ) لكه : اسپه ،لښته ، پنبه ، پوښتنه ، توره ، سپينه ، .
۲ – ښځينه يا زور كۍ ولا (ۍ ) لكه : خولۍ ، ډوډۍ ، څپلۍ ، څوكۍ ، .
۳ – الف : ژړا ، خندا ، نڅا ، ملا ، شا ، ښوروا ، .
مګر الف د بې سا نومونو په پاى كې ښځينه نښه ګڼل كيږي .
۴ – اوږد(واو) لكه :ښارو،ځانګو ، لامبو .
۵ – څرګنده (ي) لكه: بياتي ( قيچي ) دوستي ، ښادي ، وروري ، خوري ، خپلوي.
مګر په نسبتي صفتونو كې څرګنده (ي) د نارينه لپاره راځي لكه : دوبي ، موچي، ډولچي ، ربابي .
۶ - اوږده (ې) لكه : ادې ، ناوې ، ملګرې ، تږې .