For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه پښتو کتابښود
ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

١٦٢- د فراه د سميې پښتني دودونه:
پر ١٣٥٩ل کال د عبدالرزاق له خوا په (٣٥) مخونو کې ليکل شوى دى، چې دفراه ولايت ځينې دودونه په کې معرفي شوي دي.

١٦٣- د خوشال په غزلياتو کې ښکلا:
غلام مصطفى نږدې پر ١٣٥٩ل کال د ډاکتر زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٥٨) مخونو کې ليکلى دى، چې د خوشال په شعرونو کې حسن، مينه، عشق، هنر او اقتصادي موقف په کې څېړل شوى دى.

١٦٤- د دولت لواڼي په دېوان کې د نومونو برخه:
محمدصابر حقمل پر ١٣٦٠ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٥٣) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د دولت لواڼي په دېوان کې د راغليو نومونو لکه د مېږيو، ګلانو او مرغانو يادونه شوې ده.

١٦٥- سترګې:
فاطمې اسد حسيني پر ١٣٦٠ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٤٦) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې هغه لنډۍ د الفبا په حساب راوړل شوي، چې سترګې په کې يادې شوې دي.

١٦٦- د خوست په خبرو اترو کې نادر لغات:
ګلاب خان پر ١٣٦٠ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې په ورځنيو خبرو کې د خوست ځينې نادر لغات په ګوته شوي او بيا تشريح شوي دي.

١٦٧- يو لړ هغه لنډۍ چې د ښځو له لوري په محروميت کې ويل شوي:
هما اختري پر ١٣٦٠ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې ليکلى دى او هغو لنډيو ته په کې اشاره شوې، چې د ژوند د ځينو برخو د محروميت په نتيجه کې د ښځو له خوا ويل شوي دي.

١٦٨- دکونړ ولايت په باره کې عمومي معلومات:
محمدقدير پر ١٣٦٠ل کال د نورمحمد غمجن تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کونړ ولايت جغرافيايي موقعيت، د خلکو پېژندنه، تاريخي سوابق، زراعت، کرنې، اداري تشکيلات او ټولنيزو دودونو په باب ځينې معلومات راغلي دي.

١٦٩- د کرکو او کږو د پيدايښت عوامل او ډولونه:
نواز پر ١٣٦٠ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د کرکو او کږنو په باب ځينې معلومات راغلي دي، لکه: له يو چا څخه کرکه، له ناروغۍ څڅه کرکه او داسې نورې بېلګې.

١٧٠- فولکوري طب:
حضرت ګل احساس پر ١٣٦٠ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٤) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د فولکوري طب په باب يو لړ معلومات راغلي دي.

١٧١- د مقر د ګيلان علاقه دارۍ د واده دودونه:
محمد عمر ګيلاني مقري پر ١٣٦١ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٢٨) مخونو کې ليکلى دى او د يادې شوې سيمې د واده دودونه په کې بيان شوي دي.

١٧٢- په پښتو لنډيو کې شونډې، خوله، خالونه او مخ:
نظيفې پر ١٣٦١ل کال د بايزيد اڅک تر لارښوونې لاندې په (٢٧) مخونو کې ليکلى دى او هغه لنډۍ په کې راغلي دي، چې ياد شوي موضوعګانې په کې يادې شوې دي.

١٧٣- د محمدجان فنا ادبي ټوټې:
کاملې پښېمان پر ١٣٦١ل کال د لطيف بهاند تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې دمحمد جان فنا ژوند ليک د هغه اثار او تاليفاتو پېژندنه او د هغه يو لړ ادبي ټوټې راغلي دي.

١٧٤- د لوګر دودونه:
آصفې احمدزۍ پر ١٣٦١ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د لوګر جغرافيايي موقعيت او د هغه ځاى ځينې پښتني دودونه بيان شوي دي.
١٧٥- د کونړونو ولسي شاعران:
سيدمحى الدين پر ١٣٦٢ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٥٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کونړ د سيمې يو شمېر ولسي شاعران او د هغوى د ځينو شعرونو بېلګې راوړل شوي دي.

١٧٦- د کليوالو پر ورځني ژوند د فولکور اغېزه:
غوټۍ خاورې پر ١٣٦٢ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (١٦) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کليوالو د مېړانې، اتلولۍ، زړورتيا او ټولنيز ژوند په باب معلومات راغلي دي.

١٧٧- په فولکور کې د کيسې ماهيت او وظيفه:
زرغونې احمدزۍ پر ١٣٦٢ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د اتلانو د کيسو په باب يو لړ معلومات راغلي دي.

١٧٨- خوشال خان د پخوانيو او اوسنيو شاعرانو په نظر کې:
خدايداد پر ١٣٦٣ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې ليکلى دى، (٥٣) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې لومړى د خوشال د ملي مبارزو په باب يو لړ معلومات راغلي او بيا د خوشال په باب د پخوانيو او اوسنيو شاعرانو نظرونه راوړل شوي دي.

١٧٩- د دولت لواڼي په دېوان کې قافيوي نيمګړتياوې:
عزيزالله پاک جبارخېل پر ١٣٦٣ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٥٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د دولت لواڼي د دېوان ځينو قافيوي نيمګړتياوو ته نغوته شوې ده.

١٨٠- په اندړو کې د واده دودونه:
مهتاب الدين وحدت پر ١٣٦٤ل کال د پوهنيار جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونوکې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د واده دودونه تشريح شوي دي.

١٨١- کلمه داره روپۍ:
عزيزې شېرزاد پر ١٣٦٤ل کال د دوکتور زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٢٢) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې کلمه داره روپۍ (ډرامې) خبرې شوي.

١٨٢- د خوشال په دېوان کې د ځينو ځايونو نومونه:
ذکريا پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٢٩) مخونو کې ليکلى دى. په دې مونوګراف کې د خوشال په غزلونو، رباعياتو او قصايدو کې د مهمو ځايونو نومونه په ګوته شوي دي.

١٨٣- د روښاني نهضت بېل بېل اړخونه:
محمدرسول باوري پر ١٣٦٤ل کال د استاد ضمير ساپي تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د بايزيد روښان ژوند ليک، مبارزې، اثار، مذهبي عرفاني اړخ او ملي فکر بيان شوي دي.

١٨٤- د خوشال خان ژوند ليک:
محمد قدوس پر ١٣٦٤ل کال د ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د خوشال د کوچنيوالي دوره، د ژوند ځينې پېښې او د کورنۍ په باب معلومات راغلي دي.

١٨٥- د خوشال خان په اشعارو کې د ازادۍ انعکاس او د ازادۍ له اوسني مفهوم سره د هغه پرتله:
حکيم محمد خاورين پر ١٣٦٤ل کال د ګل محمد نورزي تر لارښوونې لاندې په (٥٥) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د خوشال خان په شعرونو کې د ازادۍ موضوع څېړل شوې ده او د هغه يو شمېر حماسي شعرونه هم راوړل شوي دي.

١٨٦- د تاريخ په پوړيو کې د پښتو هنري ادبياتو ته يوه کتنه:
دادمحمد راسا پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٢٦) مخونو کې ليکلى دى. په ياد شوي مونوګراف کې د لرغونې دورې د ادبياتو او شاعرانو او همدارنګه د معاصرې دورې د ادبياتو او شاعرانو په باب يو لړ معلومات راغلي دي.

١٨٧- د سيد جمال الدين افغان ژوند او مبارزې:
پر ١٣٦٤ل کال محمد عارف طاهر د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د سيدجمال الدين افغان د ژوند او مبارزو په باب يو لړ معلومات راغلي دي.

١٨٨- د لرغوني مصر، يونان او روم په افسانو کې د خلقت مفکوره:
محمدقاسم هيله من پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د لرغوني مصر تاريخچه او په افسانو کې د ارباب الانواعو خلقت څېړل شوى دى.

١٨٩- په پښتو معاصرو ادبياتو کې ځينې ريالستيکي موضوعات:
د شمس الله مجمر له خوا پر ١٣٦٤ل کال د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣٦) مخونو کې ليکلى شوى دى. په دغه مونوګراف کې د رياليزم په هکله، د ريالستيکي هنر او د رنساس د دورې د رياليزم په باب معلومات ليکل شوي دي، دغه راز د استاد الفت، اجمل خټک او سليمان لايق په اثارو کې ځينې ريالستيکي افکار څېړل شوي دي.


١٩٠- په پښتو ادب کې د مولوي صالح محمد ونډه:
اسدالله کاروان پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د مولوي صالح محمد ژوند ليک او اثارو په باب معلومات راغلي دي.

١٩١- دلعل ګل شاعر پېژندنه:
محمدنذير بري پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣١) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د لعل ګل د کورني ژوند او د شعر د ويلو د عواملو په باب معلومات راغلي دي او هم د شاعر د شعرونو بېلګې په کې راوړل شوي دي.

١٩٢- د حميد په دېوان کې بديع صنايع:
حضرت يوسف افتخار پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښونې لاندې په (٤٢) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د حميد په دېوان کې بديع صنايع په ترتيب سره ښوول شوي دي.


١٩٣- پښتو منظومې کيسې:
عبدالغني اقبال پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٣٢) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې (٩) منظومې او مشهورې فولکوري کيسې ليکل شوي دي.

١٩٤- په پښتو منظوم ادب کې د نظم شکلي ډولونه:
سيدکريم ملګري پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٤٧) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې ځينې شعري فورمونه لکه: مربع، رباعي، مثنوي، قصيده، مخمس او داسې نور تشريح شوي دي.

١٩٥- چاربيته او د هغې ډولونه:
عاشق الله فرياد پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٣٩) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د چاربيتو پر فورم باندې رڼا اچول شوې ده او هم د چاربيتو بېلګې راوړل شوي دي.
١٩٦- د لنډ داستان پيدايښت:
نفيسې طوطاخېل پر ١٣٦٤ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د لنډې کيسې ځانګړنې او پړاوونه بيان شوي دي او اوسنۍ لنډې کيسې ته په کې هم کتنه شوې ده.

١٩٧- د اديپوس افسانه او پر هغې يوه انتقادي تبصره:
ګل غوټۍ نايب خېل پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤١) مخونو کې ليکلى دى، په دغه مونوګراف کې د يونان لنډه تاريخچه او د اديپوس پاچا د کيسې مضمون ليکل شوى دى.

١٩٨- په ولسي ادب کې د جمعه ګل د اشعارو دريځ:
د احمدشاه ويښ له خوا پر ١٣٦٤ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکل شوى دى. په نوموړي مونوګراف کې دشاعر پېژندګلوي، د هغه چاپېريال، د هغه په شعر کې انځورونه بيان او د شعرونو بېلګې راوړل شوي دي.

١٩٩- په پښتو ادبياتو کې د ناول پيدايښت:
شريفې احمدزۍ کوچۍ پر ١٣٦٤ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د ناول ډولونه، ځانګړنې او په پښتو ادب کې د ناول په باب خبرې شوي دي.

٢٠٠- پښتو د امير شېرعلي خان په دوره کې:
مامور مموزي پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين خان تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې پښتو ژبه د امير شېرعلي خان په دوره کې د پوځي او رسمي ژبې په توګه څېړل شوې ده او د هغه وخت سياسي او اقتصادي اوضاع هم تر څېړنې لاندې نيول شوې ده.

٢٠١- يوسفزي د خوشال بابا په نظر:
عبدالغني بشردوست پر ١٣٦٤ل کال د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣٥) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د خوشال د ژوند حالات، د سوات يوسفزي او د هغوى ژوند او د خوشال او يوسفزيو ترمنځ مناسبات څېړل شوي دي.
٢٠٢- د پرامېته داستان ته يوه انتقادي کتنه:
جانانې ځاځۍ پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٥٥) مخونو کې ليکلى دى او د پرومېتې پر داستان يې يوه انتقادي تبصره کړې ده.

٢٠٣- مومن خان او شيرينو:
هنګامې ظاهر پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د داستان اصلي متن، د لغتونو څېړنه، د ځايونو نومونه او د فولکوري عباراتو څېړنه راغلې ده.

٢٠٤- نمرو او تاج محمد:
ماه جبينې لمر پر ١٣٦٤ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٧) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د دغه منظوم داستان د نظم د برخې وزن و قافيه، د لغتونو څېړنه، د ځايونو نومونه، د شعر ساده ګي او د داستان د موضوع څېړنه راغلې ده.

٢٠٥- د قصيدې وده او پيدايښت:
محبوبې پر ١٣٦٤ل کال د جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٤٣) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د قصيدې تعريف او د غوريانو روښانيانو او خوشال په دوره کې د قصيدې په باب معلومات راټول شوي دي.

٢٠٦- د الفت په نثر کې د لنډې کيسې بېلګې:
نفس ګل شريفي پر ١٣٦٤ل کال د محمد صابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٣٠) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د الفت ژوند ليک، د الفت په نثر کې دلنډو کيسو ځانګړتياوو او د نثر بېلګې راوړل شوي دي.

٢٠٧- اويرجل د اينيا د تحليل او د روم تشکل:
د راحلې احمدي وردګ له خوا د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې پر ١٣٦٤ل کال ليکل شوى، چې (٣١) مخونه لري. په دغه مونوګراف کې د ټراى او سپارتا ترمنځ د لس کلن جنګ علتونه بيان شوي دي.

٢٠٨- په فولکور مجله کې د پښتني فولکور انعکاس:
زرلښتې اورياخېلې پر ١٣٦٥ل کال د پوهنمل بايزيد اڅک تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې هغو ليکنو ته اشاره شوې، چې د پښتني فولکور په باب په فولکور مجله کې خپرې شوې دي.
٢٠٩- په سراج الاخبار کې د پښتو شعر:
محمدشاه پور احمدزي پر ١٣٦٥ل کال د دوکتور زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٧٨) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې په سراج الاخبار کې د پښتو شعر د خپرېدو او څومره والي په باب معلومات راغلي دي.

٢١٠- د کندهار مجلې فهرست د تاسيس له وخته تر ١٣٥٦ل کال پورې:
سردار محمد راستمل پر ١٣٦٥ل کال د دوکتور زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤١) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د کندهار مجلې نيوليک راغلى ( د ليکوال نوم او د ليکنې سرليک).

٢١١- د روښان د مبارزې تصوفي اړخ:
نسيمې فقير پر ١٣٦٥ل کال د پوهنمل محمدصابر خويشکي تر لارښوونې لاندې په (٤٠) مخونو کې ليکلى دى. دا مونوګراف دوه څپرکي لري، په لومړي څپرکي کې يې د روښان پېژندنه او په دويم کې يې د روښاني تصوف د اتو مرحلو په باب خبرې شوې دي.

٢١٢- د بي بي نېکبختې مموزۍ ژوند او ادب:
صاحب ګل مموزي پر ١٣٦٥ل کال د دوکتور زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٧) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د بي بي نېکبختې پر ژوند ليک سربېره د هغې پر ادبي ژوند هم رڼا اچول شوې ده.

٢١٣- د ګيلګه مېش حماسه او د هغې څېړنه:
مصري خان کليوال پر ١٣٦٥ل کال د جاج پښتون زوى تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د ګيلګه مېش د حماسې پيدايښت او مضمون شامل دى.

٢١٤- د چغه سراى نرخونه او دودونه:
مرسلين روغوال پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٣٣) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د چغه سراى د پېژندګلوۍ او دودونو په باب معلومات راغلي دي.

٢١٥- د کوهدامن د داودزو اجتماعي، تاريخي او ادبي فعاليت:
وجيهې داودزۍ پر ١٣٦٥ل کال د زېورالدين زېور تر لارښوونې لاندې په (٢٦) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې د سيمې د داودزيو ټولنيز، تاريخي او ادبي فعاليتونه ياد شوي دي.

٢١٦- د مستورې شال شاعري:
سيدمحقق پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى ډاکترې زرغونې زېور تر لارښوونې لاندې په (٤٧) مخونو کې ليکلى دى. په نوموړي مونوګراف کې دپښتنې شاعرې (مستورې شال) پر ادبي ژوند رڼا اچول شوې ده.

٢١٧- د خوشال په کلياتو کې ادبي صنايع:
فهيمې هاشمي پر ١٣٦٥ل کال د پوهندوى جلال الدين تر لارښوونې لاندې په (٣٤) مخونو کې ليکلى دى. په دغه مونوګراف کې د خوشال ژوند ليک، اثار او د هغه په کلياتو کې ادبي صنايع په ګوته شوي دي.
 
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com