For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه د لمر په لټون
ملي سرود

دمحروميت او ناهيليو
دې كركجن پړاو كې
مونږ له هر څه محروم يو،

ما مې د خپلې ازادۍ او سوكالۍ په ورځ هم
دخپلو ګڼو مشرانو او ښاغلو سره
ديوې لوې پرتمينې غونډې
په اوږد بهير كې
خپل ملي سرود وانه ورېدلو،

مونږ به تر څو داسې محرومه اوسو
او لاترڅو به
داسې ورك او نامعلومه اوسو

د زمري اته ويشتمه- 1382
غازي شټيډيم، كابل