For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه د لمر په لټون
سا، رې، ګا، ما

ممتاز اوركزى ته

ورځ ټوله ستار سره
شپه د رباب تار سره
داد طبل دروند اواز
څه وايي هر وار سره؟
خوږ د سرېندې اواز
راګ راګ شي ګفتار سره
توره وړۍ سپينه ده
ستا له يكه زار سره
لار دې دمنصور لاره
ژوند دې دى له دار سره
وير دې دى دخلكو وير
خوښ وې تل له يار سره
زړه دې سمندر غوندې
مل وي هر كنار سره
څومره هم منزله يې
ته خيام په لار سره
ښكلې ملغلرې دې
نه تلم اشعار سره
ښكلې ملغلرې دې
نه تلم اشعار سره
زړه دې خرڅ په مينه ده
نه در هم دينار سره
تن دې شارجې كې وي
روح پاړه چنار سره
ياد دې د مشعل دى مل
يې كه هر ديار سره

مارچ (2000)- توره وړۍ، اوركزي، پښتونخوا