For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه د لمر په لټون
دزړه كعبه
زما د زړه د مقدسې كعبې
دتلوسو په دې ودان حرم كې
ددې ښايسته دنيا ښايسته ښاپيرو
دعقيدت نه طوافونه كول؛

او دوفا او محبت په نوم يې
دابراهيم دنذرانې په مثل
دخپل زړګي د قدرمنو تكړو
په ډېر خلوص سره نذرونه كول

خو ددې تېرو ورځو شپو راهيسې
زما دزړه دغه سپېڅلې كعبه
دازارونو او توهين موخه ده،
دابرهه په څېر ظالم وګړي
ترې راچاپير دي چې يې ونړوي؛

دمحبت او صداقت خيالونه
او دوفا هغه محكم برجونه
چې انسانانو ته دمينې ځاى دى

په خپلو شومو او ناولو هڅو
لكه دتل لپاره وشړوي

زه انتظار يم ابابيل مرغوته
چې له مښو كو په ويشتونكو ګاټو
دابراهه لښكرې تار په تار كړي؛

او زما د زړه ددې سپېڅلې كعبې
دورانوونكو دا مغروره لښكر
ددې كعبې له ورانېدو اېسار كړي



25 ډسمبر 1992
كاهي كنډو- ټل - پښتونخوا