For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه دسباوون په تمه
آيينه

زه نور د مستي ځوانۍ چيغه نه يم
چي په قاه قاه مي كڼوله د رقيب غوږونه
نور دي كوڅو كي نڅېدلاى نه سم
نور مي جنون زولنې نه مستوي
نور مي آواز خوبونه نه تخنوي
او نه مي تږې جل وهلې سينه
ستا د خيالونو په كوثر اوبيږي
اوس كه درځم نو ته مي نه پېژنې
اوس په كوڅه كي دي زما پلونه بېګانه ښكاريږي
زه بوډا سوى يمه
زما په آواز كي زګېروي ځاله كړې
نور مي سندري ستا د ناز خوبونه نه ويښوي
لاس مي رباب ته نه ځي
نغمه مي ګوتو كي بې سوره سي
كږه وږه سي
شهباز خوله خوله سي
زما له لاسونو هنر كډه كړې
زما له قلمه ښكلا كوچ كړى دى
چي ستا د ښكلي مخ تصوير جوړوم
تندي كي راسي بې حسابه ګونجي
شونډي بې واكه سي راوځړېږي
اوښكي راتوى سي تصوير وژړېږي
زه د كلو د سودايي په رسم
پر آيينه ټپروم لاسونه

ويرجينيا 1994/28/2