For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه دسباوون په تمه
امريكا دي آباده وي


كه سبا مي دا هستي ټوله تباه سي
د ژوندون توښه مي ټوله اوبه يو سي
زه به بيا له سره نوى ژوند آغاز كړم
د اميد غوټۍ به بيا پر غوړېدو سي
راسره به مي مېرمن او ماشومان وي
له تيارو به د رڼا پر لور روان وي
زه راضي له خپله بخته يم يارانو
چي مي كور په دې وطن كي دى دوستانو
لا بيرغ د آزادۍ په نوم رپيږي
رانه وړاى يې نه سي پوځ د دښمنانو
افتخار كوم په دې چي امريكن يم
چي آزاد يمه بچى د دې وطن يم
هېر به نه كړم شهيدان د دغي لاري
زور د دوى له بركته پر دښمن يم
څنګ پر څنګ يم درسره د مرګ تر پولي
زه مين پر دې وطن پر دې هيواد يم
خدايه ته مي امريكا لرې آباده
زه د دې د نېكمرغيه خوښ او ښاد يم
د ښايستې ميني سو تا له شنو ډنډونو
د آبادي ټينيسي تر جګو غرونو
د ټكساس له پراخو دښتو له ډاګونو
د دې مېني تر ويالو تر شنو سندونو
له ډېرويټه تر هيوسټن او تر نيوياركه
له اېل وې تر نورو كليو او ښارونو
هر بچى د دې وطن دي پكښي وياړي
له څښتنه دي آباد خپل وطن غواړي
افتخار كوم په دې چي امريكن يم
چي آزاد يمه بچى د دې وطن يم
هېر به نه كړم شهيدان د دغي لاري
زور د دوى له بركته پر دښمن يم
څنګ پر څنګ يم درسره د مرګ تر پولي
زه مين پر دې وطن پر دې هيواد يم
خدايه ته مي امريكا لرې آباده
زه د دې له نېكمرغيه خوښ او ښاد يم

د يوې ترانې په شكل ډېرو زياتو امريكايي
هنرمندانو كمپوز كړې او ويلې ده.