For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه غربي ګلونه شرقي لمني
رنځور ګلاب

William Blake

زه دي وينم چي رنځور يې سور ګلابه !
ژر به ولوېږې د ژوند له آب و تابه
يو چينجى دى چي په سترګو نه ښكارېږي
نه په شپه كي نه په ورځ كي معلومېږي
خپروي په نيمه شپه كي وزرونه
په توپان كي يې په برخه دي مزلونه
ستا بستر دى دې ظالم چينجي ليدلى
تر غونچې پوري څو ځله درغلى
ستا پر سرو نازكو پاڼو باندي پرېوزي
ستا د زړه ستا د سينې په اوبو كښېوزي
له ښكلا سره دي كړي نامرده مينه
وچوي دي د سينې رنګينه وينه

William Blake
The Sick Rose

O Rose, thou art sick !
The invisible worm
That flies in the night,
In the howling storm,

Has found out thy bed
Of crimson joy,
And his dark secret love
Does thy life destroy