For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه دنیمو شپو خبري
جانانه ټوله دې په ننګ ولاړه يمه

درنو لوستونکو! دادنيموشپو خبرې چې تاسو په خپلو ګوتو سپړلي ، گورئ يې ،لولئ يې اوبلاخره خوندورڅخه اخلئ ، دانه يوازې دتاسو لپاره په زړه پورې دي بلکه زما لپاره هم ....... ولې چې دعامر دنيموشپو دخاموشۍ اودتنهايۍ خبرې اوس زما مخې ته سپړل شوي دي - که رښتيا راباندې وايئ څرنګه چې دکتاب له نوم څخه راپيدادى په واقعيت سره داټولې اوټولې دنيمو شپو خبرې، رازونه ، کيسې اوګيلې دي - عامر په تېر دوه کلونوکې دشپې په زړه کې له ماڅخه پټ لرې کېناستلى او دادلفظو نو يوه يوه ملغلره يې دشعر په تارکې اوبدلې ده ، امېل يې ترې جوړکړى چې دامېل يې کله خپلې معشوقې ته په سوغات کې ورکړى اوکله يې هم يو يو يې خپلو هيوادولو ته هم ډالۍ کړى دى - زه چې ګورم دعامر په قلم کې نوى رڼ له ورايه ښکاري ، دهغه شاعري تر پخوا ډېره بدله بدله مالوميږي - هغه غواړي په خپل دې سفر کې نوې منظرې وګوري اوهمداراز دشعر دادب مينه وال هم له ځانه سره يوې نوې تماشې ته کېنوي - دمثال په ټوگه زمونږ ډېر شمير شاعران دي چې هغوى په ښارکې اوسيږي خواوس هم دکلي په ښکلا ګانو پسې ليوني دي ، دهغوى په اند چې په ښاري سيموکې دومره ښکلا نشته اويا دښار ژوند ورته له مينې اوښکلا نه تش ښکاري ، همدا ده چې ټول عمر دگودرنو په غاړو دميني تږي وچ حلق په لپې اوبو پسې ګرځي خودعامر اوسنۍ شاعرى يو څه ددې پرخلاف ده ، هغه په شاعرۍ کې دکلي اوگودرونو، دبيديا دکوچۍ نه ترکېژدۍ پورې ، دښار ښکلاوې هم ستايلي دي - هغه داثابته کړې چې دښار په رڼا ګانوکې هم رڼې رڼې ښاپېرۍ شته ،مينه شته ، او ژوند له ښکلا سره پوره مل دى- له بلې خوا عامر پخپلې اوسنۍ شاعرۍ کې تخيل ښه لوبولى ، دهغه خيال دومره اوچت دى چې لوستونکى له ريالستکي ژوند څخه بهر نه اوباسي - زه نور دهغه په شاعرۍ ډېر بحث نه کوم ، يوازې دې مختصرو ټکوته مې اشاره وکړه ، په دې لاره کې هغه ته نوربرياليتوبونه له پاکه خدايه غواړم ، وروستې قضاوتونه تاسوته درپريږدمه - داهم تاسو اوداهم دعامر دنيموشپو خبرې .......
په درناوي
وږمه سبا عامر
2006 مارچ 18مه
پېښور