For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه پریشانه افکار
بېـــنوا بلبــــــل
په خزان کښي :


سر تر پایه سره لمبه شوم = روغ زړګی مي سوی سکور شو
نه ایرې نه مي دود ښکاري = بل راباندي څنــــــــــګه اورشو
نه لمبه مي شوه خاموشه = نه رڼا دا تیـــــــــــاره کور شه
په نارو مي ګل ویښ نشو = څه عبث مي د خولې شور شو
آه سپېـــره لو هدیـــره وه = له بلبــــــلو دا بڼ تــــور شـــو
ټــوله مړه دي ، ټوله مړه دي
که زاړه دي ، کــــه واړه دي
د لباخته شیدا بلبـــل وم = کــړه پر ګــل می آوازونــــه
سحري نغمو کښې ګل ته = را وړه ما پټ الهـــــــــامونه
ما وې زه به ګل خبر کړم = د خزان له شـــوا خونـــــــــه
ګل ویده غمــاز را پاڅېـد = زمانــې مات کړه وزرونـــه
آه ،وچاته درد اظهار کړم = په سینه مي ځي خــــــارونه
ټولـــه مړه دی ، ټوله مړه دي
کــه زاړه دي ، کـــه واړه دي
په خندا په نڅا راغلــــم = ما وېل اوس به نو هوس کړم
د سره ګل پر څانګو باندي = به خوشحاله خپل نفس کړم
د بوستان زیب و زینت به = په نغمو کشي یو په لس کړم
دا ویدي غنچې به ویښي = په آهنګ د خپل جرس کړم
له صیاده چاته زار کړم = چي بندي ئې د قــــفس کړم
ټوله مړه دي ، ټوله مړه دي
کــه زاړه دي ، کـــه واړه دي
پرون ګل سره همراز وم = نن ئې بوی لاموندای نه شم
چا له سېــله را جلا کړم = خپل همزولي لیدای نه شم
وزرونه ئې را مات کړه = په هوا الوتـــــای نه شم
ژبه تېــزه لرم خوله کښي = خو آزاد ږغېــــدای نه شم
غم شریک یاران مي ولاړل = زه تنها پاتېـــــــدای نه شم
ټولـــه مړه دی ، ټوله مړه دي
کــه زاړه دي ، کـــه واړه دي
بڼ خالی له زوږ او شوره = آواز نشـــته د بـــلبـــــلو
ځالۍ وراني پــاڼي ژړي = سرخي والـوته له ګــــلو
نه به بیــــا د ګل لمن وي = چي ئې نیسم په منګـــلو
نه غیبي قاصد به راشي = چي احوال را وړي د تللو
نه ملګری شو را پاتـــه = د خپــل زړه د راز ویــلو
ټولـــه مړه دی ، ټوله مړه دي
کــه زاړه دي ، کـــه واړه دي
ښه دی ښه چي ګل تالا شو = له خزانـــه به څه وایـــــم
جوړ بهار پر ما خزان دی = چي قفس کښي مبتلا یـــم
آه صیاد له سختـــــه دلــه = لابه څو په واویــــلا یـــم
له ازلــــــه بد نصیـب یم = داسي نه چي نن پیــدا یـــم
څوک مي نشته چي مي یاد کړي = بېنـــوا یـــم بېنــــــــوا یــم
ټولـــه مړه دی ، ټوله مړه دي
کــه زاړه دي ، کـــه واړه دي