For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه پریشانه افکار
بیـــــــاباني ګـــــــل

د عدم په غېـږ کښي پروت وم ، خبر نه وم له جهانه
نه محتاجه د نسیم وم ، نه مي وېره له : خــــــــــزانه

نه مي پاڼي وې نه څانګي، نه غوټۍ چیري خندانه
څنګه راغلم څه را وشو،چي هیڅ پوه نشوم له ځانه

څه شیرین خوب د عدم و ، له هرڅه فراموشي وه
کم بې نیازه را بیدار کړم،هري خواته خاموشي وه
============
نه د شپې تیاره خوره وه، نه د ورځي څه رڼا وه
نه ښادي نه غم و هلته ، نه ژړا وه نه خنــــدا وه

نه د میاشتو کلو شمېر و ، نه د نن پرون سودا وه
خو به څه وایم چي څه و ، د سکوت پټه دنیا وه

نه وږمه نه بوی نه رنګ و،چي اوس پاڅي له دې ګلو
نه کـــــړاو د بوراګــــانو ، نه اتـڼ و د بلبـــــلو
============
څه فایده له دې وجوده،چي مي دوې ورځي ژوندون دی
غنچه خوله له خندا ډکه ، ګړی پس ئې بیا رژون دی

لاله سر له خاورو هسک کړ، بیا په زړه داغ ځګرخون دی
غېـږ په غېږ پاڼي دي ریږدي،چی په مخ کښي ئې بېلتون دی

نن که زېب یمه د ځمکی ، سبا خاوري د بیابان یم
دا هوس به نیمه خوا شی ، تر پښو لاندي داسمان یم
============
نن که نجوني راته خاندي ، بویوم د دوي لمني
یائې پاس پراوربل ایښی،چي په ماځي کبرجني

یا امېل د دوي د غاړي ، چي ئې پروت پر سینې سپیني
بیا مي دوی لاسو کښي موږي ، چي خزان راشي دمني

دا دنیا دائې وفاده ، هر ژوندی مطلب آشنا دی
که انسان که ځناوردی،که بلبل دی که بورا دی
============
ځما په څېردي ډیرګلونه،دې بیدیا کښي غوړیدلي
یو عالم آرزو ګاني ، دوی خاطر کښي وې ساتلي

بیرته ډک زړه له ارمانه ، دعدم ولور ته تللي
د فلک له لاسه خوارشول،چي فلک وه نازولي

آه زلمیه!هوس مه کړه،ستا هم دا رنګه حیات دی
پوه به نشې راغلې لوی شوې،هم په دې شان دي وفات دی
============
که یو بوټی د صحرا یم ، که ګل ښکارم ګلالی یم
فکر بویه غلط نشې ، زه هم تا غوندي زلمی یم

چي لامست په زلمیتوب و ، د هغه نامراد زړګی یم
نورصورت ئې خاورې شوی،زې د میني سورغمی یم

اوس خندا سبا ژړا ده ، نن راغلی سبا درومــــم
نه پوهېږم چي به ورک شم،او که بیابه ژوندون مومم