For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه پریشانه افکار
یا دا وکړه، یا دا ...

یا انجام شه یا آغاز شه = حقیقت شه یا مجاز شه
طبیعت د نغمې سازشه = یا پخپله نغمه ســاز شه
یا فطرت سره همراز شه = د قدرت د بال پرواز شه
یا قدسي مرغه آواز شه = یا پخپله قدسي بـــاز شه
د آسمان د ښکلیو نازشه = یا د ځمکي د مخ رازشه
مشه مشه ګوره مشه
تش خیالي پوچه سودا = یا دا وکړه یــــا دا
===========
یا د خپل حیات تقدیر شه = یا په فکر د تدبیر شه
د زاړه ژوندون په ویر شه = یا خپل نوي ژوند ته ځیر شه
یا په بل تاثیر تغیر شه = یا پخپله ټول تاثیر شه
یا د نورو دستګیر شه = یا خو ته د نورو پیر شه
مقتدا د خپل ضمیر شه = یا د بل چا په تکبیر شه
دا هستی واړه نیستي ده
بې جنبشه بې صدا = یا دا وکړه یـــادا
============
یا آسمان د هستۍ رنګ کړه = یا دنیا جوړه د ننګ کړه
یا ژوند خوله کښي دنهنګ کړه = یا دژوند سره جنګ کړه
یا دښمن په وینورنګ ګړه = یا بدل دوینو رنګ کړه
یا جال لري د فرنګ کړه = یاومړګ ته سرپه سنګ کړه
یا خاموشه زوړ آهنګ کړه = یا د نوي نغمې ترنګ کړه
پاڅه پاڅه دا ژوند مړګ دی
چي نه هغه کړې نه دا = یا دا وکړه یــا دی
=============
یا آسمان د سوځند اور شه = پرظالم باندي نسکور شه
یا څپانده سیند په شور شه = خونړی سیلاب په زور شه
له دې هسکو غرونو خپورشه = د اټک سیلابي ورور شه
د دښمن په کلي کور شه = له خپل دوست نه ځار هر لور شه
یا د ټول اولس پېغور شه = ځان زوندی ښخ کړه په ګور شه
وایــه وایــه راتــه وایــه
چي ته څه ته یي پیدا ؟ = یا دا وکړه یــا دا
=============
یا خپل واک شه ځان دځان کړه = ځانته بېل جهان ودان کړه
سره ګډ دا زوړ جهان کړه = بله ځمکه بل آسمان کړه
نوی غر نوی دامان کړه = نوی ژوند د کوهستان کړه
نوی عزم نمایان کړه = د زوړ فکر دماغ وران کړه
ځان دي سم د سیال په شان کړه = یا بدل نوم د افغان کړه
یا ژونــدون دی یا مرګی دی
خو که نن وي که سبا = یا دا وکړه یـــادا