For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه شلیدلی امیل
انتساب دَ کتاب ....

ـ ـ ـ ( ( دَ پخواني چاپ ))

• په نامه دَ هغې جذبې ، چې ژبه په پښتو وئیلو، سترګې په پښتو لوستلو او قلم په پښتو لیکلو پارَوي –

• په نامه دَ خپل محترم اُستاد پروفېسر ربنواز مایل، چې دَ پښتو او اُردو ادب په اړه دَ لفظونو په لوبه کې دَ فکرونو دَ یو نامتو لوبغاړي په حېث پېژندګلوي لري –

ـ ـ ـ (( دَ اوسني بریښائی چاپ ))

• په نامه دَ خپل وجود دَ هغه نیمي خوا، چې زه یې په زمیني سفرونو باندي په نیمي نړۍ کي او دَ ویښو سترګو دَخوبونو په خیالوَرو فکري جهانونو کې تر دې دمه نه یوازې کړَولی یم بلکې اوس خو مې لا دَ ځان سره دَ لا محدودو آسمانونو په لور دَ بوتللو دپاره دَ تکمیل په غرض په داسې زینو هم خېږوي لګیا ده ، چې بیرته ورباندي راکُوزېدل په ممکناتو کې نه راځي -

• په نامه دَ هغه چا، چې پښتنه نه ده خو زما دَ ځینو پښتوکتابونو دَ چاپَولو سره سره یې زما دَ پښتني شعري افکارو په انګلسۍ کې ژباړل شوې کتاب (ټوئیسټ آف فېټس) په نړۍ کې دَ خپرَولو دَ پاره دَ الې بولنګ سره تر خپله وسه کومک هم شامل کړی دی – هو ـ ـ ـ زما اشاره دلته زما دَ ګرانې کور وداني ډاکټر وهیبه سکاني افضل په لور ده، چې زما دَ ژوند دَ اصل روح او خوږې لورکۍ هدیل بریښنا افضل خان مثالي مور هم ده -
ـــــــ افضل شوق