For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ شعري او تیوري کتابونه شپېلۍ
سترګي

پرون مي ناببره
پس له كلونو ستا پر لور سترګي در واوښتلې
او د عينكو شاته
يوازي ستا د خمارو سترګو كيسه پاته وه
نه له اوبو ډكي وې
نه له رمزو ډكي وې
نه له نخرو ډكي وې
پكښي مي ونه ليدل
د مستۍ ډك سره او نري رګونه
نه يې رازونه ويل
نه يې نازونه كول
نه يې باڼو پيره دار
نه يې وارونه كول
نه يې ښكارونه كول
نه يې د زړونو امېلونه پېيل
نه يې وعدې د سباوون كولې
نه يې كيسې د مستو شپو نه د پرون كولې
نه يې كاږه باڼو حملې د شواخون كولې
نه يې پر زړونو اورول نوي تازه وارونه
نه يې له سترګو تښتوله د ځوانۍ خوبونه
پرون مي ناببره
پس له كلونو ستا پر لور سترګي در واوښتلې
درته كتل مي چي ښايستې سترګي دي
هغه د ميو پيمانې سترګي دي
له بېخوبيه له مستيه تكي سرې سترګي دي
د غزلونو افسانې سترګي دي
بنګ د ځوانۍ او د مستۍ نه لري
ناز د ورېښميني ناوكۍ نه لري
تمه د عمر د نازونو د پېړۍ نه لري
او له كونجونو څخه غلي غلي
د بلي مستي غنم رنګي نازولي نجلۍ
ها د ښكلا له تارو پوه ده د اودلې نجلۍ
د غټو بورو سترګو
په ننداره پسي كرار كرار مزلونه وهي
چي خپلي شپې به يې يادېږي كنه
چي خاطرې به يې پارېږي كنه
پټي له ځان سره ژړېږي كنه

ويرجينيا
2001- 3- 17