For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ سیاسي او ټولنیز کتابونه ټولـــــــواک
ټولواك او نيكولو مكياويلې

ټولواك په ۱۵۱۳ ز كال په فلورينس كې د ميديچيانو بيا واك ته رسيدلو پر مهال وليكل شو. دغه اثر اوس هم پر څو توكميزو اولسونو د ولكې ساتلو ساتلو لپاره هومره ګټور دى لكه د لومړي چاپ پرمهال چې يې و. همداراز ټولواك د سوداګريزو مسئلو او د بېلابېلو ادارو او شركتونو د اداره كولو او ستونزو د اواري لپاره، چې د دې عصر اداري مشران ورسره مخامخ دي، يو ښه لارښود دى. د كتاب ليكوال نېكولو مكياويلې د سياستپوهنې بنسټ ايښودونكى بلل كيږي. هغه د ۱۴۶۹ز كال د مې په درېيمه په فلورېنس كې زېږېدلى دى. له كال ۱۴۹۴ څخه يې تر ۱۵۱۲ز پورې يوه رسمي دنده پرغاړه واخيسته چې په ترڅ كې يې په ګڼو اروپايي دربارونو كې ماموريتونه ترسره كړل. په ۱۵۱۲ز كال په فلورينس كې بندي شو او بيا له بند خلاص او سان كاسيانو كې مېشت شو چې بيا هلته يې د يو شمېر نورو مهمو اثارو ترڅنګ دغه اثر هم وليكه. او په كال ۱۵۲۷ز كې يې د جون د مياشتې په ۲۲مه له دې نړۍ سترګې پټې كړې.