For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
تاریخي اسناد او لوی جنایتکاران
بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي چي روسانو دستروتېریو په پایله کي ئې  زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه  تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څېرو د بربنډولو لپاره  مهم او داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي  په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه  دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او لیکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټولزه توګه خوندي دي
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو پریکړه

په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د بدلېدونکي مأموریت په اړه
[د الکساندرلېاخوفسکې له پلوه، د افغان زړورتیا او غمیزه، ماسکو، جي پي آی ایسکون' ۱۹۹۵]
پښتو ژباړه:
رحمت آریا
۲۰۰۸ زکال جولای

غواړم ټینگار وکړم چې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د اتحاد مشرتابه او زموږ پوځي بولندیانو تر یوه ځانگړي مهاله د مخالفینو له پوځي ډلگیو سره د جگړې په اړه د ببرک کارمل غوښتنې ته د ځواب له ورکړې ډه ډه کوله. د شوروي اتحاد د دفاع د وزارت د عملیاتي څانگې مشرانو، دشوروي اتحاد مارشال س.ل. سوکولوف او ډگرجنرال س.ف. اخریموف ټینگارکاوه چې هغوی د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت په خاوره کې د پوځي ښکېلوالي لیرلېد نه درلود. که له هغوی (سرتیرو) غوښتل شوي وای چې دغسې یوې غوښتني ته ځواب ووایي نو دیاغیانو د ناڅاپه اغیزمن اور ته غبرگون یا زموږ د پوځي سلاکارانو د ژغورنې او خلاصون عملیات یې نشوای کولای ترلاس لاندې ونیسي. خو د ۱۹۸۰زکال د فبروري د مېاشتې په پای کې په کابل کې له ډله یز دولتي ضد پاڅون (د کب پاڅون- ژ) اود ب.کارمل له دویمې غوښتنې وروسته چې له پاڅونه ډیر سخت ویرېدلی وو، په افغانستان کې د شوروي ځواکونو مشرانو له ماسکوه یو پرېکنده پیغام ترلاسه کړ چې : 'د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت له پوځ سره اوږه په اوږه د مخالفینو د ډلگیو دړې وړې کول پيل کړﺉ...' څرگنده ده چې دغه امر له لومړني ټاکل شوي پلان سره سمون نه خوړ او له هغه اوښتنگ وو خو امر له دولته راغلی وو او سرتیري اړ ول امرهرومرو پلي کړي.
د ۱۹۸۰زکال د مارچ د مېاشتې له پېله د شوروي پوځي لښکر او ل.سي. س.ت (د شوروي محدودو پوځي قطعاتو) د کنړ په ولایت کې خپل پوځي عملیات پیل کړل. هغوی په افغانستان کې خپل ځانونو د یوې غچ اخیستونکي جگړې په هېنداره کې ولېدل او د یاغیانو د دړې وړې کولو د سپارل شوې دندې په تر سره کولو یې پیل وکړ او دا د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو په لومړني پلان کې په پام کې نه وو نېول شوي.

غواړم ټینگار وکړم چې د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د اتحاد مشرتابه او زموږ پوځي بولندیانو تر یوه ځانگړي مهاله د مخالفینو له پوځي ډلگیو سره د جگړې په اړه د ببرک کارمل غوښتنې ته د ځواب له ورکړې ډه ډه کوله.

د ستردرستیز د عمومي عملیاتو د څانگې د لاسوندونو پربنسټ ... د ۱۹۸۰ز کال د فبرورۍ د مېاشتې په پای کې د شوروي مشرتابه (د ل. الف. برژنیف په نوښت) له افغانستانه د شوروي پوځ د ډلگیو د بیرته را ایستلو تابیا ترلاس لاندې ونېوله، ځکه په پام کې نېول شوې وه چې د امین په راپرځولواو د ب. کارمل تر مشرۍ لاندې د افغان دولت له ټېنگولووروسته د هغوی دنده پای ته رسیدله. خو هغوی د څو لاملونو له کبله دغه کار ونه کړ. د.ف اوستینوف او یو. وي اندروپوف (او ښایي الف. الف. گرومېکو هم) له افغانستانه د شوروي پوځونو د بیرته راغوښتلو پرضد ول. په بله وینا ، په هغه وخت کې د سرتیرو را ایستل د امریکا یرغلگري پالیسې ته د ځانگړې شېبې د په لاس ورکولو مانا درلوده؛ په امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو کې یې دشوروي اتحاد په وړاندې د ترخو نظریاتو او استدلالونودریز ته لا اوږه ورکوله، دهغو تړونونو په اړه چې شوروي اتحاد لاسلېک کړي ول او شوروي اتحاد دغو تړونونو ته ځان ژمن گاڼه دشوروي اتحاد مخورتوب او پرستیژ ته یې تاوان رساوه، د افغانستان په ډیموکراتیک جمهوریت کې یې دگوند، ددولتي کارکوونکو او دپوځ د کمزورۍ په پای کې اړوپیچ لا بې ثباته کېده او په پای کې افغانستان له لاسه تللو،او دشوروي اتحاد د کرښو په څنډو کې د اسلامي بنسټپالو چټکې ودې ته یې لاره پرانیستله. د پورتنیو خبرو په پام کې نېولو سره د سرتیرو درا ایستلو سکالو په دې آړ 'شرط' په پام کې ونېول شوه چې گوند او دولتي ځواکونه پياوړتیا او په هېواد کې سیاسي اړوپیچ ټیکاو ومومي. ډیره شوني ښکاري چې د فبرورۍ د مېاشتې په پای کې د کابل د حالت کړکیچن کېدلو د هغوی په پریکړې اغیزه کړي وي؛ هرگوره.... له افغانستانه د شوروي د سرتیرو د راایستلو (پریکړه) ناشونې وه او په پای کې سرتیري د افغانستان په کورنۍ جگړې کې راښکېل شول.

خو د ۱۹۸۰زکال د فبروري د مېاشتې په پای کې په کابل کې له ډله یز دولتي ضد پاڅون (د کب پاڅون- ژ) اود ب.کارمل له دویمې غوښتنې وروسته چې له پاڅونه ډیر سخت ویرېدلی وو، په افغانستان کې د شوروي ځواکونو مشرانو له ماسکوه یو پرېکنده پیغام ترلاسه کړ چې : 'د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت له پوځ سره اوږه په اوږه د مخالفینو د ډلگیو دړې وړې کول پيل کړﺉ...

کله چې څرگنده شوه چې دشوروي محدود پوځي ډلگي د یوه اوږده مهال لپاره پاتې کېږي نو پوځ احتیاطي سرتیري او افسران راوبلل. د احتیاط د سرتیرو او افسرانو د رابللو لړۍ داسې پیل او پای ته ورسېدله:افسران د ۱۹۸۰زکال تر نوامبرپورې، برېدگي او سرتیري ترمارچه پورې. ټول ټال درې دیرش نیم زره کسان را وبلل شول، له هغې ډلې دوزه دوه سوه افسران او یودیرش زره او درې سوه تنه برېدگي او سرتیري. په همدغه وخت کې ټول ملکي موټران او د لیږد وسایل په پوځي گاډو بدل شول.
سرچېنه:
[Lyakhovsky, pp. 176-177]

Translated by Svetlana Savranskaya, The National Security Archive.
سرچېنه:
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB57/soviet2.html
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com