|
تاریخي اسناد او لوی جنایتکاران
بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي
چي روسانو دستروتېریو په پایله کي ئې زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه
تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څېرو د بربنډولو لپاره مهم او
داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه
وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او لیکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي
دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټولزه توګه خوندي دي
د افغانستان د دیموکرایتک جمهوریت خاورې ته د یوه امریکایي د ننوتل
اخیستل شوې د شوروی اتحاد د کې جې بې او د ستردرستیز له گزارش څخه د ۱۹۸۲زکال
ددیسامبر ۱۶
پښتو ژباړه:
رحمت آریا
اگست ۲۰۰۸
سرچینه: اکلساندرلیاخوفسکي، د افغانانو زړورتیا او غمیزه، ایسکون، ماسکو ۱۹۹۵
پ.۲۶۳، د سوتیلانا ساورانسکایا ژباړه
۱۱. د افغانستان د دیموکرایتک جمهوریت خاورې ته د یوه امریکایي د ننوتلو په اړه له
واشنگتن څخه د ملگري الف. ف.دیمیترین د مالوماتو پربنسټ:
الف: موږ د پراودا او ایزویستیا ورځپاڼو ته د افغانستان په کورنیو چارو کې دامریکاد
لاسوهنو په اړه لېکنه چمتو کوو(یوه لېکنه چې د امریکا دادارې دمشرانو په ورانکارو
کړنو نیغه وي، افغان انقلاب ضد ډلو ته وسلو او مهماتو د برابرولو،خپلو ترهرگرو ته د
پیسو د برابرولو، د قانوني چارواکوپه وړاندې داقداماتو د پورته کولواو د افغانستان
دیموکراتیک جمهوریت خاورې ته د یوه امریکایي د راننوتلو په اړه سکالو روښانه کړي )-
ورځپاڼی او رسنۍ دې په دغه ډله کې راودانگي،
ب:د ترکوو(د ترکمن پوځي سېمه) د ځواکونوبولندویانو اود افغانستان په دیموکراتیک
جمهوریت کې لویو سلاکارانو ته دنده ورسپارل شوې چې امریکایي تبعه چې د افغانستان په
خاوره کې له انقلابي ضد ډلو سره بوخت دی، ونیسي.
ج:هغه څوک چې د یاغیانو په ډله کې نېول کیږي، هڅه وکړﺉ ومومـﺊ چې په پاکستان کې د
خپلې استوگنې په موده کې چا د امریکا د څارکښې ادارې له چارواکو سره تړاو درلود. له
هغوی سره وړ چال چلند وکړﺉ. له هغه وروسته،د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا
د لاسوهنو په اړه په کابل کې یوه خبري غونډه جوړه کړﺉ.
د شوروي اتحاد د کې جې بي او د وسله ځواکونو د ستردرستیز له دفتر څخه
د ۱۹۸۲ کال، دیسامبر
Source: Alexander Lyakhovsky, Tragedy and Valor of Afghan, Iskon, Moscow 1995,
p. 263, Translated by Svetlana Savranskaya]

تجارتي اعلانونه په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي call :+93(0)700300169 www.arakozia.com
|