For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
تاریخي اسناد او لوی جنایتکاران
بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي چي روسانو دستروتېریو په پایله کي ئې  زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه  تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څېرو د بربنډولو لپاره  مهم او داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي  په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه  دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او لیکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټولزه توګه خوندي دي
احمدشاه مسعود او روسي سلاکار
پښتو ژباړه : رحمت آریا
سپتامبر ۲۰۰۸
د احمدشاه مسعود لېک د روسانو لوی سلاکار ته
نېټه
۱۹۸۸/۲۶/۱۲
سرچېنه:
باریس گروموف، " اوگرانیچیني کونتینجنت" (محمود قطعات)، پروگرس، ماسکو، ۱۹۹۴
د لاسوندي پیژندنه:
دغه لاسوندی د احمدشاه مسعود له پلوه یولېک دی چې په افغانستان کې د شوروي پوځیانو د ښکېلوالي په تړاو د هغه چال چلند رابربنډوي

ښاغلی سلاکار!
کله چې ما ستاسو لېک تر لاسه کړ نو تر هغه لا مخکې ما غوښتل چې په ټاکل شوي ځای کې د شوروي له استازي سره وگورم. د لاڅرگندولو لپاره باید راغبرگه کړم چې : موږ د لسو کالو په اوږدو کې جگړه او ستاسو شتون زغملی دی. انشاالله د څورنورو ورځو لپاره به یې نور هم و زغمو. خو که تاسو پوځي عملیات راپیل کړﺉ نو موږ به یې د مخنیوۍ لپاره غبرگ ځواب ورکړو. بس همدا ده. موږ به سر له ننه خپلو ټولگيو او ډلو ته د عملیاتو لپاره د بشپړه جگړه ییز تیارسی دنده وسپارو.
په درناوي،

احمدشاه مسعود
۱۹۸۸ دیسامبر ۲۶


د لاسوندي سرچېنه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D290-96B6-175C-9E996A8244FE5265&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan
 

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com