For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
تاریخي اسناد او لوی جنایتکاران
بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي چي روسانو دستروتېریو په پایله کي ئې  زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه  تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څېرو د بربنډولو لپاره  مهم او داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي  په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه  دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او لیکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټولزه توګه خوندي دي
احمدشاه مسعود او روسي سلاکار

پښتو ژباړه: رحمت آریا
سپتامبر: ۲۰۰۸

د ببرک کارمل او د چک د دیپلوماتیک تړون د مشر ترمنځ د خبرو د ثبت لنډیز
نېته
۰۹/۱۲/۱۹۷۸
سرچېنه:
مرکزي دولتي آرشیف، د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د کمونیست گوند د مرکزي کمېټې آرشیف، د هوسک دوسیه، نا زیرمه شوي توکي، د افغانستان بکس. [موږته] د اولدریچ توما له پلوه را چمتو سوي دي.
د لاسوندي لنډیز:
د ببرک کارمل او د دیپلوماتیک تړون د مشرترمنځ د خبرو اترولنډیز چې کارمل د خپلې سفارتي چارواکۍ د پاي په ترڅ کې په چکسلواکیا کې د سیاسي پناه غوښتنه کوي


ببرک کارمل د سپتامبر په ۱۱ نېټه د ماسپښین په دریو بجو د دیپلوماتیک تړون له مشره سره وکتل. هغه خپلې خبرې په چکسلواکیا کې د هغه د اړوندو دیپلوماتیکو چارو په پای موندلو راپیل کړې. د دیپلوماېتک تړون مشرځواب ورکړ چې د بهرنیو چار وزارت غه خبر په کابل کې د چکوسلواکیا د استوگن سفارت له لارې تر لاسه کړی دی.
کارمل وویل چې هغه پوهېده د هغه اړوندې چارې په چکوسلواکیا کې په رسمي ډول پاې ته رسیدلې خو د خپل گوند د مشرتابه د یوه غړي په توگه غواړي له ملگري بیلک سره وگوري چې د خپل هېواد داړوپیچ او د خپل ځان په تړاو ورسره خبرې وکړی. همداشان کارمل خبر ورکړ چې د اوسني روان کورني اړوپیچ په اړو دوړ کې نه غواړي خپل مورني ټاټوبي ته بیرته ستون شي خو یوه پانگوال هېواد ته په هېڅ ډول کډوال کېدنې ته لیوال نه دی. هغه خپله موخه رابربنډه کړه او د سیاسي پناه غوښتنه یې وکړه.
کله چې کارمل د سفارت له کاره له گوښه کېدلو وروسته په چکسلواکیا کې د خپل مدني حالت په تړاو پوښتنه وکړه چې مدني حالت به یې څه وي نو د دیپلوماتیک تړون مشر ځواب ورکړ چې تاسو د یوه افغان تبعه په توگه د افغان د سفارت تر ساتنې لاندې یاست.
اخځ :
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D0DB-96B6-175C-90CF0C4CC31CC1C6&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com