For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
تاریخي اسناد او لوی جنایتکاران
بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي چي روسانو دستروتېریو په پایله کي ئې  زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه  تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څېرو د بربنډولو لپاره  مهم او داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي  په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه  دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او لیکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټولزه توګه خوندي دي
افغانستان ته د شوروي اتحاد د سفیر الف. میم . پوزانوف او د تره کي منځ د خبرو لنډیز


پښتو ژباړه : رحمت آریا
سپتامبر، ۲۰۰۸

افغانستان ته د شوروي اتحاد د سفیر الف. میم . پوزانوف او د تره کي منځ د خبرو لنډیز
نېټه
۱۹۷۹/۲۲/۰۳
 
سرچینه:
Notes by O.A. Westad in TsKhSD, f. 5, op. 76, d. 1044, ll. 29-30
 
دلاسوندي د پېژندنې لنډیز: افغانستان ته د شوروي اتحاد د سفیر الف. میم. پوزانوف او تره کي ترمنځ د خبرولنډیزچې په ترڅ یې کې تره کی د پوزانوف له لارې د شوروي له مشرتابه څخه مننه کوي او سفیر ته د هغو خبرواترو په تړاومالومات ورکوي چې ده د شوروي له مشرانوسره کړې وې.

تره کي پوزانوف ته د خپلو هغو خبرو اترو په اړه خبر ورکړ چې نوموړي د پياوړو خوندي څپو لرونکوې (های فریکوینسي) راډیو له لارې له برژینیف، کاسیگین، اوستینوف، گرومیکو او پونیماریف سره کړې وې. شوروي مشرانو پریکړه وکړه چې که ایران، پاکستان او نورهېوادونه د افغانستان پرډیموکراتیک جمهوریت برید وکړي نو شوروي اتحاد به ورسره سیاسي او پوځي مرسته وکړي، ددې لپاره چې د هوا له لارې د لیږد چارو ته چټکتیا ورکړل شي نو د کریدیتونو د نېټې د پای نیټې دې وځنډول شي، د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت ته دې سل زره ټنه دانه باب ورکړل شي او د هغه طبیعي گازو بیه دې لوړه کړای شي چې شوروي اتحاد له افغانستانه راپیرودلي دي. تره کي د شوروي اتحاد له سوسیالیستي جمهوریتونو څخه مننه کړې چې دافغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت په کورنیو چاروکې د پاکستان او ایران د لاسوهنې د غندنې په موخې یې اعلامیه خپره کړې ده.

[پالیزه یادښت: د افغانستان د اړوپیچ په تړاو د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمېټې ته د جوړ کړل شوي گزارش د ژباړې لپاره چې گرومیکو، اوستینوف او پونیمارییف د ۱۹۷۹زکال د اپریل په لومړۍ نېټه چمتو کړی او سیاسي بیرو ه د ۱۹۷۹زکال د اپریل د مېاشتې په ۱۲ نېټې منلای وو ، د سړې جگړې د نړیوال تأریخ د پروژې دریم بولتن وگورﺉ (د ۱۹۹۳ زکال منی) ۶۷ – ۷۹]

اخځ :
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DBF6-96B6-175C-935A5B274DB250F0&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan

 

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com