For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
تاریخي اسناد او لوی جنایتکاران
بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي چي روسانو دستروتېریو په پایله کي ئې  زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه  تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څېرو د بربنډولو لپاره  مهم او داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي  په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه  دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او لیکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټولزه توګه خوندي دي
افغان مخالفین د ( وحشت ریکارډ)

آدېنه : د اکتوبر ۱۹ ، ۲۰۰۱ ز کال
شمالي ټلواله د طالبانو ډیر څرگند بدیل


په افغانستان کې د طالبانو او اسامه بن لادن پروړاندې د امریکا تر مشرۍ لاندې جنگیدونکې ټلواله د افغانستان له پياوړې مخالفې ډلې شمالي ټلوالې سره کلکې همکارۍ او مرستې ته دومره لیواله نه ده ځکه شمالي ټلواله تورنه ده چې له بشري حقونو څخه بې شمیره سړغړونې کړې دي.

امریکا او د هغې د ټلوالې ملگري دې له هغو بولندویانو سره مرسته نه کوي چې د هغوی و حشي کرو وړو د هغوی د مشروعیت پوښتنې رامنځته کړي دي.
سیدني جونز : د بشري حقونو د څار ټولنه

په امریکا کې میشتې او له ملگرو ملتونو سره په همکارې کې د بشری حقونو د څار ټولنې د اکتوبر په شپږمې نېټې اخطار ورکړ چې شمالي ټلوالې ته دې د پوځي ملاتړ مرسته نه ورکوي. دغه ټلواله په ۱۹۹۷ زکال کې رامنځته شوه.
د بشري حقونو د څار ټولنې وویل چې د افغانستان په کورنیو جگړو کې ښکیلو خواوو د بې شمیرو وژنو ، ړندو بمباریو ، پر ملکي وگړو د بریدونو ، د ډله ییزو وژنو له لارې بې شمیره بشري حقونه ترپښو لاندې کړي دي.
که دا سمه و خیږي نو د شمالي ټلواله به د طالبانو په پرتله په چې د ټول افغانستان د نیولو لپاره یې ملا تړلې وه او له ډیرو پخوا وختونو په جنگې جنایاتو کې تورن بلل شوي ، ښايي باالنسبه ښه دریځ کې ودرَوي.
په آسیایي چارو کې د بشري حقونو د څار د ټولنې مشر ښاغلي سیندي جونز وویل چې امریکا دې په خپله ټلواله کې له ډیر احتیاط او ځیر څخه کارواخلي او پوهه دې شي چې د شمالي ټلوالې له کوم بولندوی سره کار وکړي.
سیندی جونز زیاته کړه : " امریکا او د هغې د ټلوالې ملگري دې له هغو بولندویانو سره مرسته نه کوي چې د هغوی و حشي کرو وړو د هغوی د مشروعیت په اړوند پوښتنې رامنځته کړي دي."
" هر هیواد چې له افغان مخالفینو سره مرسته کوي باید دا پازوالي هم په غاړه واخلي چې د هغوی مرستې پر کومې لارې لگول کیږي."

ځورونې او ناوړه چلند
گزارش د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۱ زو کلونو ترمنځ د څلورو مېاشتو په اوږدو کې د پښتـانه توکم د وگړو هغو سیستیماتیکو او پراخو ځورونو ته نغوته کوي چې شمالي ټلوالې د سمنگانو د ولایت د نیولو په لړ کې تر سره کړل.

د شمالي ټلوالې یو بولندوی چې نوم یې په گٕزارش کې راغلی دی رشیددوستم دی
ویل کیږي چې د شمالي ټلوالې د بولندوی ، احمدشاه مسعود ځواکونو د ۱۹۸۸ز کال د سپتامبر په مېاشت کې د کابل په شمال کې د ملکي وگړو گڼ میشتې سیمې بمبارد کړې او ۱۸۰ تنه ملکي وگړي یې ووژل.
د ۱۹۹۷ز کال د مې په مېاشت کې د طالبانو له یوه ناکام برید وروسته د جنرال عبدالملک ځواکونو د مزارشریف په ښار کې څه د باندې ۳۰۰۰ تنه بندیان اعدام کړل.
پر شمالي ټلوالې د نورو لگول شویو تورنو په لړ کې ویل شوي چې د احمدشاه مسعود د جمعیت ځواکونو د ۱۹۹۵ز کال د مارچ په مېاشت کې د هزاره توکم په لږکي برید کړی ، د برید په لړ کې یې پر ښځو ډله ییز جنسي تیري کړي او د وگړو کورونه یې لوټ کړي دي.

شمالي ټلواله او طالبان دواړه پر بلل شوي چې له بندیانو سره نا وړه چلند کوي.
که څه هم جمعیت او جنبش په خپلو منځو کې له یو شمیر جگړو وروسته یوه ټلواله جوړه کړه خو ددوې جگړې دې هم باید په کلکه په پام کې و نیول شي.
اټکل شوی چې تر ۱۹۹۴ز کال پورې د کابل د ځواکجگړې او ځواک ویشنې په اخ و ډب کې ۲۵۰۰۰ تنه ملکي وگړي د توغندیو او د توپچي ځواکونو د اور په لړ کې وژل شوي دي.
په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په تور د شمالي ټلوالی هېڅ بولندوی تر اوسه نه دی محکمه شوی او د بشري حقونو نړیواله ټولنه ویره لري چې له هغوی سره د نوې ټلوالې په رامنځته کیدلو او هغوی ته د نویو امکاناتو په ورکولو به د ځورونو او د بشري حقونو د ځپنې یو نوی پړاو رامنځته شي.

سرچینه و گورﺉ :
http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/1608504.stm
 

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com