For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
تاریخي اسناد او لوی جنایتکاران
بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي چي روسانو دستروتېریو په پایله کي ئې  زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه  تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څېرو د بربنډولو لپاره  مهم او داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي  په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه  دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او لیکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټولزه توګه خوندي دي
د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د سیاسي بېرو پریکړه لیک
پښتو ژباړه: رحمت آریا
جولای ۲۰۰۸
نوټ: ددغه لاسوندي اصلي برخه نه ده ترلاسه شوي دغه برخه د لیاخوفسکي له کتابه 'افغان غمیزه او زړورتیا' رااخیستل شوې

اندروپوف، گرومیکو،اوستینوف اوپونیماریوف دافغانستان پرحالت د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو دکمونیست گوند مرکزي کمیټی ته گزارش ورکوي ۱۹۷۹ جون ۲۸

ډیر پټ (کاملأ سري)
ځانگړې دوسیه


دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو دکمونیست گوند مرکزي کمیټی ته

..... دافغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت جوړونه هغه ستونزمنه ننگونه ده چې په عیني توگه ټول ورباندې پوهېږو . دغه ستونزې له اقتصادي وروسته پاتې والي،په هېواد کې دکارگرې پاړکې یا طبقې کوشنی والی او دافغانستان دخلق ډیموکراتیک گوند له زمولتیا یا ضعف سره تړاو لري. خو دځېنو ځاني یا (عـِنـدي) لاملونو له امله سختۍ لا نورې هم هغه مهال پیاوړې کیږي چې له عملي ډگره ورته وگورو: دولت اوگوند دواړه د کارپوه اوله یوبل سره د همکار مشرتابه له نشتوالي سره مخامخ دي ،ټول ځواک یوازې د تره کي او امین په منگولو کې رامتمرکزشوی اوښکاري چې دواړه په گډه په خپلو کړنوکې سره لدې چې ډیرې تیروتنې کوی خو تیروتنې نه مني او په دې ډول قانون ترپښولاندې کوي او.....

له انقلاب ضد ډلو سره په ننگونې کې دافغان دولت لپاره د ملاتړ یوازېنۍ بنسټیزه سرچېنه پوځ دی اوبس. په وروستیو وختونوکې امنیتي او نويو رامنځ ته شويو د ځاني دفاع (دفاع خودي ناحیوي/کمیته های دفاع ازانقلاب)ځواکونو په دغې ننگونې کې فعاله ونډه لوبولې ده. په دغۍ ننگونې کې یوازې دوگړو غبرگون ته لاریونونواوشعارونو کافي نه دي اوڅرگنده شوه چې دحالاتو په راکابو کولو کې دافغانستان ډیموکراتیک جمهوریت هڅې بې اغیرې پایلې درلودلې دي....
ددغو مالوماتوپربنسټ دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو دبهرنیو چارووزارت او دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو دکې جي بي او دشوروي دکمونیست گوند دمرکزي کمیتې دنړیوالو اړیکو له څانگې غوښتل کیږي چې لاندیني مصلحتونه په پام کې ونیسي چې:

......۳. دپوځي چارولوی سلاکار ته د مرستې لپاره دې یو پوخ اوکارپوه جنرال اوپاخه او په کارپوه افسران افغانستان ته ولېږل شي چې نیغ په نیغه دې په(فرقو اوغـُنـډونو) کې له سرتیرو سره روزنیزکار وکړي.
۴. ددې لپاره چې دبا گرام په هوايي ډگرکې دشوروي د هوایي ډلگي امنیت په خوندي ټوگه ونیول شي نو دافغان له دولت سره په همغږۍ کې دې دافغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته په بـَدَلو جاموکې (په عمومي ډول)دترانسپورتي الوتکو دترمیم په جامو کې دپارشوټ یوه امنیتي لېوا واستول شي.
دشوروي اتحاد دسفارت دساتنې لپاره دې کابل ته دسفارت دکارکوونکوپه جامو کې دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو دکې جي بي له (۱۲۵- ۱۵۰) تنه ولیږل شي. دآگست دمېاشتې په پیل کې وروسته له دې چې دترتیباتو ټوله لړۍ بشپړه شوه داوضاع د ډیرخرابوالي په صورت کې دامنیت ، په ځانگړې توگه ددولتي ودانیو دساتلو لپاره دې دافغانستان دیموکراتیک جمهوریت د(باگرام هوایي ډگر) ته د جي آریو له عمومي پرسونل څخه یوه ځانگړې ډله واستول شي چې داړتیا په وخت کې ورڅخه کارواخیستل شي .

الف.گرومیکو، آی یو اندروپوف، د.اوستینوف ، ب.پونیمارییف

[سرچېنه : الف.الف.لیاخوفسکي،افغاني غمیزه او زړورتیا، (ماسکو،جي پي آی 'ایسکان' ۱۹۹۵') پي.۷۶. لیخانوفسکي لیکي چې هغه لارښوونې چې په دغه لاسوندي کې ویل شوې دي د۱۹۷۹
P.156/XI زکال دجون په ۲۸ دشوروي اتحاد دمرکزي کمیټې دسیاسي بیرو دڅانگې دغونډې په
پریکړه کې نېول شوې وې. ]
ددغې ژباړې اصلي متن ته د کتلو لپاره دغه ځای کښېکاږﺉ
تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com