بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي
چي روسانو دستروتېریو په پایله کي ئې زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه
تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څېرو د بربنډولو لپاره مهم او
داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه
وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او لیکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي
دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټولزه توګه خوندي دي
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو دغونډې له پریکړې
اخیستل شوې
نېټه : ۱۲/۶/۱۹۷۹
سرچینه: الف.الف.لیاخوفسکي، کتاب: د افغان زړورتیا او غمیزه، ماسکو، جي پي آی،
ایسکون، ۱۹۹۵ پ.۱۰۷
پیژندنه: د امین په غوښتنې د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي
بیرو دغونډې له پریکړې رااخیستل شوې چې یوه ځانگړې فرقه دې افغانستان ته ور ولیږل
شي
ډیر محرم
ځانگړې دوسېه
ملگرو: برژنیف، اندروپوف، گرومېکو، سولوسوف، اوستیوف ته
اخیستل شوې له: د ۱۹۷۹زکال د دیسامبر د ۶ نیټې د شوروي اتحاد د کمونیست گوند د
مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو دغونډې د پریکړې له ۱۷۶ پرتوکول څخه
افغانستان ته د ځانگړي پوځ لیږنه
په دې تړاو ټولو منلې او د شوروي اتحاد د کې جي بي او ددفاع وزارت ته لارښوونه شوې
او لارښود لېک ورسره مل دی، نېټه ۱۹۷۹زکال د دیسامبر ۴ . شمیره۳۱۲/۲/۰۰۷۳ (مل لېک
ورسره دی)
کاپي: سکترجنرال ل. برژنیف
[له مل لېک سره]
تر ټولو محرم
د شوروي اتحاد د کمونیست گوند مرکزي کمېټې ته
د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي او د انقلابي شوری مشر
او د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت سروزیر ح. امین په ډیرټینگار د خپل استوگنځي د
ساتنې لپاره کابل ته د یوه موتوریزه غونډ د ور لیږلو سکالوراپورته کړېده. د مخ په
ودې اړوپیچ اود ح. امین د غوښتنې په پام کې نېولو سره مصلحت وگڼل شو چې د جي.آر.یو
او د ستردرستیز د ډلې له ځانگړو سرتیرو څخه دې یوه گډه ډله چې د همدغې موخې لپاره
چمتوشوې، او په افغاني جامو کې دې ۵۰۰ نور مرستندویه سرتیري افغانستان ته ولیږل شي
خو د شوروي اتحاد پوځي ځواکونو ته دی څرگنده نه شي چې گڼې دوې زموږ سرتیري دي. د
افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته د دغې ډلې دشوني لیږد سکالو د شوروي اتحاد د
کمونیست گوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیرو د ۹۷/۲۹/۰۶ پروتوکول شمیره پ. ۱۵۶ / ای
ایکس کې غبرگون موندلی دی.
کابل ته دپوځي ډلو د استولو په تړاو موږ له افغان خوا څخه همغږي ترلاسه کړېده، موږ
وړاندیزکړی چې سرتیري د پوځي ترانسپورت د الوتکو له لارې د سږکال د دیسامبر د
مېاشتې په لومړۍ نېمایۍ کې کوزولای شو. ملگری د.ف. اوستینوف له موږ سره همغږی دی.
یو.اندروپوف ، ن. اوگراکوف
شمیره: ۳۱۲/۲/۰۰۷۳
۱۹۷۹ ددیسامبر ۴
اخځ:
دلاسوندو راټولوونکي: په منځني ختیځ کې سړه جگړه
جوړونکی:اوگراکوف
دلاسوندي ورکوونکی: یوري. ی. اندروپوف
بڼه: گزارش
سکالو:پرافغانستان د شوروي یرغل
لېک بڼه: له روسي ژباړل شوی
سرچینه :
[Source: As cited in A.A. Liakhovskii, The Tragedy and Valour of the Afghani
(Moscow: GPI "Iskon", 1995), p. 107.]
د ژباړې سرچینه:
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034DDFA-96B6-175C-97451DDBC39B5A35&sort=Subject&item=Ogarkov