For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دتاریخ څیړنیز کتابونه ستر نړیوال ناورین
په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

دوهمه انتفاده:
د مېشته كېدني په اړه د فلسطين او اسرائيلو تر منځ خبري اتري د 2000م كال په جولاى كي پاى ته ورسېدې، فلسطينېانو ټينګار كاوه چي اسرائيل دي هغه كډوالو ته چي و اسرائيلي سيمو ته راستنېدل غواړي، اجازه وركړي، او په دې كار كي د فلسطينېانو موخه دا وه چي په اسرائيلو كي د فلسطېنېانو ټولني جوړي كړي، خو اسرائيلو ددې كار مخالفت كاوه، او هم ئې په څو مهمو فلسطيني سيمو خپل كنترول غوښت
د فلسطېنېانو پاڅون د 2000م كال د سپتمبر په 28مه هله زور واخيست چي اسرائيلي وزير ايرېل شېرون په بيت المقدس كي د مسجد اقصى څخه ليدنه كوله. د فلسطيني وګړو دا دوهم ستر پاڅون هم د اسرائيلو ځواكونو له خوا د فلسطينېانو د كورونو د نړولو او پر هغو د ظلمونو په نتيجه كي سر را پورته كړي، چي ددوهمي انتفادې په نامه و نومول سو.
د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د سولې راوستلو په بهير كي د تابا يا Tabaپنامه خبري اتري هم و سوې، او په دې خبرو اترو كي فلسطېنېانو د متحدو اېالاتو د ولس مشر بيل كلنتن هغه پلان چي د مېشته كيدني لپاره جوړ سوى وو، رد كړ.
تر دې مذاكراتو وروسته اسرائيلي لومړى وزير يهود بارك چي د همدې پلان په پروسه كي ئې مهم رول درولود، په اسرائيلي ټولټاكنو كي ماته و خوړه او پر ځاى ئې اوسنى لومړى وزير اېريل شېرون و ټاكل سو.
د متحده اېالاتو د زېاتو هڅو سره سره چي غوښتل ئې دوهمه انتفاده ارامه كړي، دا انتفاده تر 2002كال پوري راوانه وه.
د 2001 كال د سپتمبر يولسمي، د فلسطين او اسرائيلو تر منځ تاو تريخوالى لا زېات كړ، عرب هيوادونو غوښتل په ټوليز ډول د فلسطېنېانو دفاع و كړي، خو له بل لوري متحدو اېالاتو په لبنان كي د حزب الله او په فلـسطين كي د حماس مذهبي ډول فعاليتونه تر خپلي پوره څارني لاندي راوستلي وو، هغې مظاهرې چي د القاعده ډلي د مشر اسامه بن لادن په پلوي جوړه سوې وه، د فلسطيني مذهبي ډلو پر سېاست بېله اغېزه وكړه.
اسرائيلو د 2003كا ل د جنوري په دريمه په وسلو بار هغه بېړۍ چي و فلسطين ته پر لاره وه، و نيول او شواهدو وروسته څرګنده كړې وه چي نوموړې كښتي د ايراني دولت لخوا و حزب الله ته لېږل كېده.
همدې پېښو ته په كتنه، متحدو اېالاتو او اروپائي ټولني و اسرائيلو ته واك وركاوه، چي د فلسطين دولت پر ضد اقدامات و كړي. اسرائيلو هم دا ډول اقدمات پيل كړي او بې ګناه فلسطېنېان ئې سخت و ځپل، پر فلسطيني سيمو ئې يرغلونه و كړل او د فلسطيني دولت مشر ېاسر عرفات ئې پر خپل هستوګنځي Ramalahكي نظر بند كړ، خو د اسرائيلو دې بې رحمانه اعمالو كله د فلسطېنېانو سپېڅلې عقيده او خپلواكي غوښتونكي روحيه اړولاىسواى، فلسطېنېانو هم له خپلو بريدونو لاس وانه خيست او ځان مرګي بريدونه ئې تر سره كړل.


د سعودي د سولي تړون او د فلسطيني دولت د رسميت پېژندني معاهده:
د سعودي ملك شهزاده عبدالله هم د فلسطين او اسرائيلو د اوږدمهاله ناورين د پاى ته رسولو لپاره يو وړانديز چي Saudi Peace Proposalنوميږي، وړاندي كړى دى، دا طرحه د فلسطيني سيمو څخه د اسرائيلو د وتلو اوهم د مهاجرت پر سر موضوعاتو متمركزدى، او د عرب سرمشريزي ېا Arab Leagueتر غونډي وروسته منل سوى دى.
د 2002كال د مارچ پر دولسمه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا 1397نمبر معاهده صادره كړه، چي يو ځل بېا ئې له دواړو خواو څخه د بريدونو پاى ته رسول غوښتل، دې معاهدې هم د ملك عبدالله د پلان ېادونه كړې او په لومړې ځل ئې د فلسطين دولت د جوړېدو ژمنه كړې وه.