For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دتاریخ څیړنیز کتابونه ستر نړیوال ناورین
په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

د صهيونيت رامنځ ته كېدل The Rise of Zionism

په نولسمه ميلادي پېړۍ كي په اروپا كي د يهودو ازادي منل سوې وه او يهودو په تدريجي ډول مليت پالنه يا نېشنليستي اختېاروله، ( Rabbi Yehudda Alcaly) لومړنى څوك وو چي د صهيونيستانو لومړنۍ ليكنه يې په ( 1840) مو كلونو كي خپره كړه.
همدې او دې ته ورته ډيرو ليكنو د صهيونيت نظريه په لومړيو كي يو څو اروپائي هيوادونو ته خپره كړه ، چي ورو ورو ئې نږدې ټوله اروپا د صهيونيستي نظريې څخه خبر كړل.
په ختيځه اروپا كي د ( 1800) مو كلونو په پاى كي د يهودو تسلط و فلسطين ته د يهودو مهاجرت ته لار پرانيستله.
لومړنى صهيونيستي حركت په ( 1897) عيسوي كال كي په يوه رسمي ټولنه و منل سو، او دا په ( Basle) كي لومړنى صهيونيستي كانګرس وو چي مشري يې ( Theodo Re Herzl) كوله، داسي ويل كيږي چي د هرزل نيكه د ( Alcalay سره چي لومړنى صهيونيستي ليكوال وو، له اثارو سره اشنايي درلوده، او هرزل هم ددې اثارو تر پوره اغيزي لاندي راغلى وو.
صهيونيستانو هيله او اميد درلود چي د يهودو كورګى يا كور ځمكه په فلسطين كي د جرمني او يا هم تركي واكمنۍ په ملاتړ جوړه كړي. او هڅه ئې كوله چي په فلسطين كي مېشت عرب به و خپلو عربي هيوادونو ته ستنوي، او په فلسطين كي يې ددوى د قانوني موجوديت څخه سترګي پټولې. او دا يې ګڼله چي د فلسطين نفوس به ميليونونو اروپائي يهودو ته رسيږي، چي دا به په سيمه كي يو بشپړ اكثريت وي.
صهيونيستانو لومړى د كروندګرو ټولني په ( Petahtikva), Zechron Jacob او ( Rishon Letzion) كي جوړي كړې، و دې ټولنو ته اروپائي هيوادونو ورځ تر ورځي پراختېا وركوله.
صهيونيستانو وروسته د جافا و شمال لوري ته د تلابيب يا ( Tal Aviv) په نامه نوى ښار ګوټى تاسيس كړ، چي د زمان په تېرېدو يې ستر استراتيژيك اهميت غوره كړ، خو ددوى دا هيله چي په نوموړې سيمه كي به زيات يهوديان پر ځاى كيږي او عرب فلسطينيان به و عربي هيوادونو ته ستنوي، حقيقت و نه موند، بلكي عرب نفوس ورځ تر ورځي زېاتېدى.
يوې څېړني په هغه مهال كي ښودلې وه چي په ( 1914) عيسوي كال كي د ټول فلسطين نفوس د اووه سوه زره( 700000)په شاوخوا كي وو، چي له هغې جملې څخه يې ( 615000) تنه عرب او د ( 85000) پنځه اتېا زرو تنو په شاوخوا كي يهود وو.