For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
د کتاب دپیل خبري
د ژباړن سريزه
دا كتاب چې ستاسې په لاس كې دى، له انګليسي كتاب Mastering Windows98, second edition څخه ژباړل شوې دى، دا ما له سي ډي څخه ژباړلى دى، يعنې ما سره يې كتاب نه وو، نو لدې كبله د ژباړې كار لږ ډېر وخت ونيو، ځكه چې د ژباړې كار هر وخت بريښنا او كمپيوټر ته اړتيا لرله.
دا ژباړه اساساً ما د خپلو دوه كشرانو ورونو له پاره په نظر كې نيولې وه، خو څرنګه چې زه پخپله د كمپيوټر مسلك پورې اړه لرم، ډېر ژر پدې پوه شوم چې موږ په پښتو كې د كمپيوټر په باره كې د ګوتو په شمېر كتابونه لرو، نو ځكه مې د ژباړې كار لږ كره او د ټولو افغانانو له پاره په نظر كې ونيو.
داسې ګڼل كيږي كه تاسې په وينډوز98 دويمه خپرونه پوره حاكميت ولرئ، نو لدې تنظيمي سيسټم وروسته راغلي پر ټولو تنظيمي سيسټمونو 70 يا 80 په سلو كې پوهيږئ، ځكه چې په وينډوز98 كې هر څه كره شكل ونيو، او هماغه توكي په راتلونكي وينډوز كې ډېر وكارول شول.
د تخنيكي كتابونو ژباړه كه څه هم اسانه ګڼل كيږي، ځكه چې لوستونكي يې معلوم وي، خو د هغې تر څنګ يو څه ستونزې هم لري، د دې ستونزو او غلطيو راكمولو له پاره په ژباړه كې دا ټكي په نظر كې نيول شوي دي:

• كتاب ټكي په ټكي نه دې ژباړل شوى، ځيني څپركي چې مهم نه وو ترېنه صرفنظر شوى دى.
• تخنيكي لغتونه كوښښ شوى چې صحيح معنا شي، يعنې ممكن ځيني لغتونه خپله ټكي په ټكي معنا ونلري، خو په كمپيوټر كې د هغې د كار پر بنسټ معنا شوي دي.
• ځيني برخې چې يوازې د امريكا متحده ايالتو له پاره وې، لكه د ټليفون له لارې له مايكروسوفټ څخه مرستې تر لاسه كول، نه دي ژباړل شوي.
• څرنګه چې د كمپيوټر په نړۍ كې هره ورځ ډېر لوى بدلونونه راځي او دا كتاب په 1999 كې ليكل شوى دى، نو اكثره بيلګې او ويناوې يې د هماغه نيټې پر بنسټ دي، نو ممكن د ننني كمپيوټري ټكنالوژئ سره يې لږ توپير وي، خو اساس يې هماغه دى، ډېر توپيرونه د انټرنېټ په پتو او د فزيكي پرزو ځاى په ځاى كولو ميتود كې راغلي دي.
• كوښښ شوى چې د اصلي كتاب ډيزاين وساتل شي، خو په ځينو ځايونو كې چې بدلون ضروري وو، هلته پكې ګوتې وهل شوي دي.
• د كتاب په پاى كې د تخنيكي لغتونو معنا او تشريح شته ده، چې د كتاب په اصل كې نه وه، خو څرنګه چې دې تخنيكي لغتونو تشريح غوښته، نو ځكه لدې كبله دا ټول تخنيكي لغتونه د كتاب په پاى كې معنا او تشريح شوي دي.
• د كتاب اكثره پروسې يا تخنيكونه هم زاړه شوي دي، د بيلګې په ډول د سمبالښت په ځينو پروسو كې د پورټونو معلومول يا داسې نور د ټيټي سويې يا فزيكي سويو معلوماتو لټول. نن سبا اكثره نوې پرزې دا هر څه پخپله كشفوي او پخپله يې كوي. خو بيا هم پردې معلوماتو پوهيدل تاسې له ډېر څه خبروي.
دې ژباړې نږدې څلور كاله وخت ونيو، نو ممكن تاسې د ژبې او ژباړنې پر اساس ممكن ځيني بدلونونه ووينئ.
دا زما په كمپيوټر كې لومړۍ ژباړه ده، سره لدې چې ما پر كمپيوټر يو بل كتاب هم ليكلى دى، خو هغه كتاب ډېر ساده او بسيط وو، نو لدې كبله ممكن پدې كتاب كې يو څه غلطۍ ووينئ، هم تخنيكي او هم ژباړيزه، پدې اړه ستاسې هرډول نظر ما ته د احترام او منلو وړ دى. لدې پرته، د دې كتاب په پاى كې وييپانګه ده، چې په اصل كې نه وه، پدې وييپانګه كې يوازې د دې كتاب تخنيكي لغتونه معنا شوي دي، نو ځكه ممكن ډېره جامع ونه اوسي. او همداسې دا لغتونه يوازې تشريح شوي دي، او كه پښتو معنا وه هم لري، نو ضروري نه ده چې هغه لغت دې هماغه معنا ولري، يعنې دا لغتونه د هغې د استعمال او كار پر بنسټ معنا شوي دي، نه د انګليسي لغت د پښتو بديل په توګه.
په پاى كې له خپل ګران ماما، ښوونكي او رهنما آاكټر محمد فريد بزګر څخه مننه كوم، چې تل يې زما په شخصي او فرهنګي ژوند كې مشوره او رهنمايي له ما سره مل وي.
ما ته خپل نظرونه، انتقادونه او وړانديزونه د ختيځ بيارغونې ادارې پر ادرسونو يا زما پر بريښنا ليك راواستوئ.


قدرت الله هېوادپال
q_hiwadpal@hotmail.com
نعمت محل، بورډ، پيښور
اګسټ 2004
 

ډالۍ:
زما ګرانې، سپيڅلې او محترمې مور ته:

چې په مسلماني، افغاني او پښتني وياړ او مينه يې پاللى يم،
لومړۍ ښوونكى مې ده،
د ژوند په هر ډګر كې مې ترې ډېر څه زده كړي دي،
تل مې په نېك كار كې ملاتړې او هڅوونكې ده،
او
تل زما د برياليتوب او كاميابۍ لپاره د لوى الله دربار ته يې لاس په دعا وي

ژباړن