For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
مایکروسافټ وینډوز ۹۸
وينډوز 98، دوهمه خپرونه (Windows 98, second edition)
په تاريخ كې ترټولو ښه خرڅيدونكي سوفټ وئير ګيډۍ (Software package) د پرمختګ (Upgrade) په صفت راتګ د وينډوز 98 لپاره لاره ګرانه كړې وه. وينډوز95 (Windows95) راتګ د كمپيوټر نړۍ بيخي بدله كړه، او نن وينډوز د شخصي كمپيوټرونو (Personal Computing) په نړۍ كې د اصل په توګه منل شوى ده. د وينډوز پرته د كمپيوټر اخيستل نږدى ناشوني دي، او نور په زرګونو پيداواري پروګرامونه، آسانتيا وركوونكي پروګرامونه (utilities)، او لوبى (games) فكر كوي چې ستاسې كمپيوټر وينډوز استعمالوي.
وينډوز 98 او وينډوز 98 دوهمه خپرونه په ښكاره له وينډوز 95 سره كوم لوى توپير نه لري، خو په پټه د محاسبې (computing) او مفاهمې (communication) آسانتيا لپاره ډير توپيرونه لري. او همدا خبره د دې كتاب وينډوز98 دوهمه خپرونه كارول(Using windows98, second edition) په باره كې هم صدق كوي، دا هم د دې سلسلې د پخوانيو كتابونو غوندې له ګټورې محتوا ډك دى، او د مايكروسوفټ (Microsoft) له خوا په "وينډوز98، دوهمه خپرونه" كې د ټولو نوو زياتونو يادونه پكې شوى ده. د مايكروسوفټ لخوا په "وينډوز98، دوهمه خپرونه" ګيډئ كې د انټرنېټ سپړونكي 5 (Internet Explorer 5) زياتونه شوى ده، او موږ پدې كتاب كې دا نوى زياتونه په پوره ډول تشريح كړى ده.
دا مهمه نه ده چې تاسې "وينډوز98، او انټرنيټ ايكسپلورر" څرنګه استعمالوئ. كه ستاسې كورنۍ، كمپيوټر د لوبو او كار دواړو لپاره استعمالوي نو تاسې به په دې كتاب كې ډير مرستندوى مواد پيدا كړئ. كه تاسې خپل سيمه ايز انټرنيټ اسانتيا برابروونكي (Internet Service Provider (ISP)) ته ټليفون وكړئ نو موږ تاسې سره مرسته كولاى شو چې څرنګه په آسانه تيز انټرنيټ ارتباط (Connection) تر لاسه كړئ. موږ د كمپيوټر شبكې (Network) لپاره د خپل كمپيوټر عيارولو په باره كې هم مفصل معلومات راغونډ كړي دي.
دا كتاب بايد څرنګه استعمال شي؟
دا كتاب د وينډوز منځګړي او پرمختللي استعمالوونكي لپاره دى. په دې كتاب كې د وينډوز 98 او وينډوز 98، دوهمې خپرونې د هر اړخ په باره كې تشريحي معلومات شته، له دې پرته د سمبالښت (Setup)، ځانګړى كولو (Customization)، ستونزې لرې كولو (Troubleshooting) او شبكه كولو (Networking) په باره كې هم معلومات لري. تاسې به په دې كتاب كې د انټرنېټ سپړونكي 5 (Internet Explorer 5 (IE5)) د ساده ويب لټولو (web browsing) نه نيولى تر پرمختللي امنيتي (Security) موضوعاتو په باره كې هم معلومات پيدا كړئ. وينډوز98، دوهمه خپرونه تاسې سره د انټرنيټ له لارې نوى كولو (online updates) په لټولو او ځاى په ځاى كولو (install) كې ګام په ګام (step by step) لارښوونه كوي.
وينډوز98، دوهمه خپرونه يوه جامع مرجع ده، چې د هر كار په ژر او ښه سرته رسولو كې له تاسې سره مرسته كوي. د دې لويې موضوع د ښه تشريح لپاره موږ دا كتاب په اووه "7" برخو ويشلى دى، چې له آسانه موضوعاتو څخه پيل او تخصصي يا پرمختللي موضوعاتو پر لور درومي.
لومړۍ برخه، "پيل�
دا برخه د وينډوز 98 او انټرنيټ ايكسپلورر 4 او 5 پر مهمو ځانګړتياوو بحث كوي. څرنګه چې په لومړي څپركي كې د وينډوز98 دوهمې خپرونې او انټرنيټ ايكسپلورر5 پر نوو زياتونو بحث شوى نو ځكه بايد لومړنى څپركى "په وينډوز كې څه نوښت راغلى؟" په ځانګړى پاملرنه ولوستل شي. تاسې به د وينډوز پيلولو او خوشى كولو او د خپلو كارونو سرته رسولو لپاره د تنظيمي سيسټم (Operating System) د كنټرولولو پر طريقه پوه شئ. وينډوز 98، دوهمه خپرونه د مرستې HTML فايل هم لري، څلورم څپركي "د مرستې تر لاسه كول Getting Help" كې پر دې موضوع تفصيلي بحث شوى دى.
دوهمه برخه، "پر فايلونو او دوسيو كار كول"
وينډوز 98 پخوانى وينډوز سپړونكې (Windows Explorer) په پوره ډول پر نوي يوازيني لټوونكي (Browser) بدل كړى دى چيرې چې تاسې خپل فايلونه (Files)، دوسيې او ويب پاڼې (Web Pages) په يوى وينډوز كې ايښودلى شئ. د ګام پر ګام لارښوونو لپاره پنځم څپركى "د وينډوز پر چاپيريال يو ځغلنده نظر An overview of the windows interface" ولولئ. په دې برخه كې به تاسې د وينډوز 98 د فايل (File) تنظيمولو د نوو آسانتياوو سره هم بلد شئ. تاسې به په ډيسك (Disk) يا شبكه (Network) باندې پرتو پروګرامونو، فايلونو او دوسيو بنسټيز او پرمختللي تخنيكونه زده كړئ. په دې څپركي كې به تاسې به د سپړونكي (Explorer) د ځانګړي كولو او د مفروضاتو فايلونو (Data Files) او پروګرامونو تر منځ د تړون په باره كې تشريحي معلومات بيامومئ. تاسې بايد خپل شته ډرايوونه FAT32 ته واړوئ او كه نه؟ نهم څپركى "پر ډيسكونو (Disks) او ډرايوونو (Drives) كار كول" په دې نوي زياتونه بحث كوي.
دريېمه برخه، " عريضه يي پروګرامونو كې كار كول"
د وينډوز لپاره په زرګونو عريضه يي پروګرامونه (Applications) شته دي. دا پروګرامونه مو په شريكه پدې توانمنوي چې خپل افكار سره راغونډ كړئ، نورو وګړو سره اړيكى ونيسئ، خپل تجارت پرمخ بوځئ او حتى خپل ځانګړي عريضه يي پروګرامونه (Applications) جوړ كړئ. دا برخه د ځاى په ځاى كولو (Installing)، چلولو (Running) او د عريضه يي پروګرامونو د تنظيمولو په بنسټيزو ځانګړتياوو بحث كوي چې په هغې كې د وينډوز نوي 32-bit او زاړه 16-bit دواړه پروګرامونه شامل دي. تاسې به د وينډوز سره راتلونكى applets په باره كې هم معلومات تر لاسه كړئ. او دا به هم زده كړئ چې يو عريضه يي پروګرام څرنګه ستاسې يا د شبكې له چاپوونكي (Printer) سره ښه كار كوي.
څلورمه برخه، "د وينډوز عيارول او ځانګړي كول Configuring and Customizing Windows"
وينډوز د شهرت يوه اساسي وجه د هغې ارتجاعيت دى. په دې برخه كې موږ د خپل شخصي اړتياوو له مخې د وينډوز 98 په ځانګړي كولو غږيږو. د نوې فزيكي پرزې (Hardware) يوځاى كول، د شته پرزو عيارول، د ملټي ميډيا (Multimedia) عيارول، او د سيسټم د ستونزو حلولو په باره كې هم غږيږو. د پيل مينو (Start Menu)، فعال ډيسكټاپ (Active Desktop) او دندې كرښې (Taskbar) پر ځانګړي كولو هم بحث كوو. د وينډوز ښكارندوى برخې ښكلي كولو لپاره موږ د رنګ، ليك ډلونو (Fonts)، او شاتني عكسونو (Background images) بدلول زده كوو. د شخصي اړتياوو له مخې د سيسټم سويې (System-Level) ځينى ځانګړتياوى بدلول لكه د كومې ژبې ليكمن (Keyboard) خوښوئ، او د سيسټم پيښې (system event) سره كوم اواز وشي او داسې نور هم زده كوو.
پنځمه برخه، "د وينډوز انټرنېټ خدمتونه Windows Internet Services"
يوازې په څو لنډو كلونو كې انټرنېټ د ميليونونو وګړو لپاره د معلوماتو د يوې مهمې مرجع په توګه رامخكې شو، او همداسې په بانكي سيسټم، تجارت او stock trading كې مخ پر زياتيدونكى قوه ده. دا جامع برخه د انټرنېټ اړونده د وينډوز 98 ټولې مهمې ځانګړتياوى څيړي. دا برخه د انټرنېټ اړيكې اړونده هره موضوع څيړي چې په هغې كې د نومره اخيستونكي اړيكې (Dial-up connection) جوړول، د ټي سي پي/اى پي (TCP/IP) عيارول، او د ايف ټي پي خدمتي كمپيوټرونو (FTP servers) نه د فايلونو راكوزول (Download) شامل دي. كه تاسې د ويب نړېوالې شبكې (World Wide Web "www")، بريښناليك (E-mail)، خبري ټولنې (Newsgroup)، يا د انټرنېټ امنيت (Internet Security) په باره كې پوښتنې لرئ نو دلته به يې ځوابونه ومومئ.
شپږمه برخه، "د وينډوز شبكوي خدمتونه Windows Network Services"
آن د دوه وګړو دفتر هم د وينډوز د شبكوي آسانتياوو څخه په ګټه اخيستنه پر شبكه خپل فايلونه سره شريكولى شي. دا برخه د شبكې اړونده موضوعات د ساده كارډلې (Workgroup) جوړول، پر كوچنى شبكې د وسايلو ګډ استعمالول، په لوى ناول نېټ وئېر (Novel NetWare) او پر وينډوز اين ټي خدمتي كمپيوټرونو (Windows NT servers) د مشتري (Client) په توګه د وينډوز 98 عيارول په پوره ډول تشريح كوي. دا برخه د شخصي ويب خدمتي كمپيوټر (Personal Web Server "PWS") چې د هغې پر مرسته تاسې خپل وينډوز 98 كمپيوټر په پوره ويب كوربه (Web-Host) بدلولى شئ، هم غږيږي، پر انټرنېټ خدمت برابرونكي (ISP) د ويب پاڼې بارولو (Upload) نه مخكې (PWS) د ويب پاڼې د كتلو لپاره ډېر ښه دى.
اوومه برخه، "ضميمه Appendixes"
كه تاسې له وينډوز 95 څخه وړاندې راځئ يعنې (Upgrading) كوئ، نو د معلوماتو لپاره دا برخه وګورئ چې ستاسې سيسټم نوي Patches او نوې كيدنې (Updates) لري يا نه.
د دې كتاب ځانګړتېاوى
Que د كمپيوټر كتابونو د ليكلو او خپرولو څو كلنه تجربه لري. له دې تجربې څخه موږ پوه شوي يو چې په كتاب كې كومې ځانګړتياوى د لوستونكي لپاره ډيرې مرستندوى دي. دا ځانګړتياوى په كتاب كې وګورئ تر څو ستاسې پوهه نوره هم ښه شي.
يادونې (NOTES)
"يادونې" په زړه پورې يا ګټور معلومات لري خو د مبحث لپاره مهم نه وي. داسې دوهم ډوله معلومات ستاسې د وينډوز اړونده معلومات نور هم غني كوي، خو تاسې كولاى شئ چې د مهمو معلوماتو پريښودلو له وېرې پرته د يادونو له لوستلو څخه تېر شئ. يادونې داسې بريښي:

په دنده كرښه (Taskbar) كې ډير څه مه غورځوئ. كه نه، نو ممكن په Taskbar كې د فايل لټول به د نورو لارو (عريضه يي پروګرام يا لنډې لارې (shortcut)) څخه ډير وخت ونيسي.
د وسيله كرښو (Toolbars) او ګړندي پيلوونكي (Quick Launch) څخه ډيرې ګټې اخيستنې لپاره دا يوازې په ډېرو استعماليدونكو پروګرامونو عملي كړئ. كه تاسې كوم فايل يا پروګرام په اوونۍ كې يو يا دوه ځل كاروئ نو په وسيله يا ګړندي پيلوونكي كې د هغې نښې (icon) له جوړولو نه مخكې دوه ځل فكر وكړئ.
مشورې (TIPS)
د ګړنديو يا سپك ګڼل شوو پروسو (Procedure) په باره كې مشوره وركوي. چې په هغې كې ستاسې د وخت ضياع د مخنيوي لپاره لنډې لارې (shortcuts) هم راځي. اشاره داسې بريښي:چ

مشوره # 1 د ډېرو شيانو په نښه كولو (select) لپاره پر ډيسكټاپ (Desktop) كليك (Click) كړئ او بيا د په نښه كولو مستطيل (Selection Rectangle) راكاږئ، تر څو ستاسې د خوښې شيان په مستطيل كې راشي او بيا تڼۍ (Button) پريږدئ.
احتياط (CAUTIONS)
احتياط تاسې د عمليې Procedure د احتمالي ستونزو، غيرمتوقع نتايجو په باره كې خبروي، او تاسې له هغو غلطيو څخه هم خبروي چې ونه شي.

كله چې د دندې مهالويشونكى (Task Scheduler) د ملاتړ اسانتيا وركوونكي پروګرام (Backup Utility) مخې ته راوړي نو تاسې بايد صحيح ملاتړ(Backup) خوښ كړئ. د دندې مهالويشونكى (Task Scheduler) د ملاتړ پروګرام يوازې چلوي هغه اصلي ملاتړ(Backup) نه جوړوي.
ستونزې لرې كول (TROUBLESHOOTING)
كه تاسې هر څومره په احتياط دا كتاب عملي كړئ، خو بيا به هم له داسې څه سره مخ شئ چې ستاسې له فكر سره به سم كار نه كوي. د ستونزې لرې كولو برخه په همداسې عمومي غلطيو او پټو ستونزو باندې غږيږي او حل وړاندې كوي. د ستونزې لرې كولو برخه داسې بريښي:
كه تاسې د وينډوز سمبالښت (Setup) د نوي تركيبوونكي توكي (Component) ځاى په ځاى كولو لپاره كاروئ، خو وينئ چې هغه نورې برخې لرې كوي، نو د مرستې لپاره د دې څپركي په پاى كې د "ستونزې لرې كول" په برخه كې "د تركيبوونكي لرې كول (Uninstalling Components)� ولولئ.
هر څپركى په پاى كې د ستونزې لرې كولو برخه لري، چې په اړونده څپركي كې د ستونزې لرې كولو اړونده پوښتنې ځوابوي.
مرستندوى ماْخذونه (CROSS REFERENCES)
په دې كتاب كې به تاسې داسې ماْخذونو سره مخ شئ (لكه د دې پراګراف پسې راتلونكي ماْخذ) چې د كتاب بلې برخې يا مخ ته يې اشاره كړي وي. دا ماْخذونه په كتاب كې د موضوع اړونده نورو معلوماتو ته اشاره كوي. دوى د انټرنيټ پتې هم وركوي چيرې چې تاسې اضافي معلومات تر لاسه كولاى شئ.
 وګورئ: "د ځانګړي web كتنې جوړونه" 104 مخ
 وګورئ: "په وسيله كرښه (Toolbar) كې د تڼيو اداره " 252 مخ
تړونونه (CONVENTIONS)
د كتاب لوستنې او پوهنې د اسانۍ لپاره د پورته ذكر شوو ځانګړتياوو پرته نور تړونونه هم استعمال شوي دي، چې په لاندې ډول دي:
لاندې كرښه ايستل شوي مهمې تڼۍ(HOTKEYS)
په دې كتاب كې د مهمو تڼيو (hotkeys) لاندې كرښه ايستل شوي وي لكه څرنګه چې په پرده (screen) ښكاري. په وينډوز كې اكثره قوماندې (command)، مينو (menu)، تڼۍ او نورې ټاكنې (Options) داسې مهمې تڼۍ (Hotkeys) لري. د مهمو تڼيو لنډو لارو (Hotkey Shortcut) استعمالولو لپاره لومړى Alt ونيسئ او بيا لاندې كرښه ايستل حرف كيمنډئ. لكه، د Properties خوښولو لپاره Alt ونيسئ او R كيمنډئ.
د لنډې لارې تڼۍ (Shortcut Key) جوړښت
په دې كتاب كې د لنډې لارې تڼۍ (Shortcut Keys) د جمع (+) په نښه سره يوځاى شوي دي. لكه، د Ctrl+V معنى ده چې لومړى د Ctrl كلي ونيسي او بيا د V كلي كيمنډئ.
د مينو قوماندې (MENU COMMANDS)
د مينو قوماندو خوښونه داسې شكل لري:
File, New خوښ كړئ
دا بيلګه داسې معنى لري چې د File menu پرانيزئ او بيا نوى New خوښ كړئ، چې د نوي فايل پرانيستلو يوه طريقه ده.
د وينډوز 98 د پيل مينو (Start menu) اسثنايي حالت لري. كله چې تاسې په پيل مينو كې يو څه خوښوئ نو داسې شكل به ولري.
د پيل مينو Start menu پرانيزئ او بيا Program, Accessories, WordPad خوښ كړئ.
په دې بيلګه كې تاسې د Wordpad چې پر ويي د كاركولو (word processing) آسانتيا ده پرانيزئ. د پيل په مينو كې موږ د خپلې خوښې ټاكنې (Option) يا قوماندې (Command) خوښولو لپاره يوازې د موږك (Mouse) په نښه كوونكى (Pointer) پر خوښيدونكي توكي راولو (ان په فرقي مينو (submenu) كې هم)، تاسې ته په هيڅ څه باندې د موږك د تكمې كيمنډلو اړتيا نه پريوزي.
دا كتاب د ځانګړو ليكنو د ښودلو لپاره دا لانديني ليكي ځانګړتياوى هم لري:

ليكي ځانګړتيا تشريح
Underline لاندې كرښه ايستل شوي حروف د ليكمن مهمې كليانې (keyboard hotkeys) ښيي. لكه، د Properties تكمې خوښولو لپاره لومړى د Alt او بيا د R كلي كيمنډئ.