1. په وينډوز كې څه نوښت راغلى دى؟
2. د وينډوز پيلول (پرانيستل) او ختمول (بندول)
3. په وينډوز كې كار كول او د هغې كنټرولول
4. د مرستې تر لاسه كول
5. د وينډوز پر چاپيريال يو ځغلنده نظر
په وينډوز98 كې څه نوښت راغلى
(WHAT�S NEW IN WINDOWS98)
په دې څپركي كې:
ګړندۍ، هوښياره، آسانه: په وينډوز98 كې جوړښتي
بدلونونه 7
وينډوز او ويب څرنګه يوځاى كار كوي 8
د انټرنيټ د سپړلو نوى لاره 9
هغه تنظيمي سيسټم چې پخپل ځان پخپله پاملرنه كوي 10
وينډوز 98 په كور كې 10
وينډوز 98 په دفتر كې 10
چټكه، هوښياره، آسانه: په وينډوز98 كې جوړښتي پرمختياوې
(FASTER, SMARTER, EASIER: ARCHITECTURAL IMPROVEMENTS IN WINDOWS98)
د وينډوز 98 نوى خپرونه يعنى وينډوز 98 دوهمه خپرونه د اصلي وينډوز 98 نه
ډېره پرمختللى ده. د وينډوز 98 له خپرونې وروسته پكې ډېر اصلاحات راوستل
شوى دى. د بيلګې په ډول، وينډوز 98 دوهمه خپرونه ډيرې فزيكي پرزې
(Hardware) پيژني او آن لاين (online) امكانات يې هم ډير دي چې په دې كې د
انټرنيټ كتل، كانفرنس نيول او Multimedia تخنيكونه شامل دي. پر انټرنيټ
اسانه كار كولو او له هغې څخه پوره ګټې اخيستنې باندې ډيره توجه شوې ده.
وينډوز 98 دوهمه خپرونه د مايكروسوفټ مشهور لټوونكى (Browsing) پروګرام
انټرنيټ ايكسپلورر5 لري. د انټرنيټ ايكسپلورر5 خپرونه د ويب په كار،
استعمال، او نرمښت كې لوى پرمختګ دى.
هغه بدلونونه چې وينډوز 98 دوهمه خپرونه ممتازوي، په هغې كې تر ټولو مخكې د
انټرنېټ ايكسپلورر 5 ارزښت دى. دا په وينډوز 98 كې نغښتل شوى دى، يعنى د دې
اړتيا نه پريوزي چې له ايكسپلورر 4 څخه ايكسپلورر 5 ته په بيل ډول مخكې
ولاړ (Upgrade) شئ. او وينډوز 98 په اخيرو څلورو كالو كې جوړ شويو فزيكي
پرزو (Hardware) څخه په پوره ډول كار اخلي.
� وينډوز 98 د ځان د جوړښت ډير وسايل لري يعنى ډيرې نوې كيدنې (Updates)، د
خرابۍ جوړولو اسانتياوى، او نور ګټور او كاري بدلونونه لري.
� وينډوز 98 د 1200 نوو آلاتو ډرايور (Driver) لري، او نږدې دا ټول آلات د
نښليدونكي او چليدونكي (Plug and Play) ټكنالوژۍ د عادي سمبالښت (Setup) له
لارى عياريږي. په نښليدونكي او چليدونكي (Plug and Play) ټكنالوژۍ كې
تنظيمي سيسټم (Operating System) د دې واك لري چې نوى آله په اتومات ډول
وپيژني او د استعمال لپاره يې عياره كړي. په وينډوز98 كې ځيني ملاتړيدونكي
فزيكي پرزې (Hardware) د وينډوز 95 په لومړي ځل بازار ته راوتلو په وخت كې
ان بيخي جوړې شوې هم نه وې. چې تر ټولو مهم يې د Universal Serial Bus
(USB) استعمالوونكي پرزې دي.
� د USB تكنالوژي ډيرو آلاتو لكه scanner ، ليكمنو او ډيجيټال كمرو ته يو
بل سره د ځاى بدلولو توان وركوي. يعنى د نوي آله د نښلولو يا لرى كولو په
وخت كې د كمپيوټر د بندولو او بيا لګولو اړتيا نه وي يا د تنظيمي سيسټم
(Operating System) د بياچالانولو (Reboot) كولو اړتيا هم نه وي. هر ډول
پرزه يعنى موږكونه، غږلوړي (speakers) سكېنرې (Scanners) ليكمنونه
(Keyboards) موډيمونه (Modems)، ډيجيټال كمرې (Digital Cameras)، ټليفونونه
(Telephones) او همداسې نور، يوازې له USB port سره ونښلوئ نور كار پخپله
كمپيوټر كوي. دا تكنالوژي ستاسې كمپيوټر ډير نرموي او د پرله پسې (Serial)
او موازي (Parallel) پورټونو (Ports) ځاى نيسي او د IRQs او د عيارولو له
نورو جنجالونو نه مو خلاصوي.
د نوي آلاتو د ډرايورو د سمبالښت (Driver Installation) او عيارولو په
اړه د مفصل معلوماتو لپاره 21 څپركى "د فزيكي پرزو عيارول" او 22 څپركى "د
وينډوز 98 سره د نويو فزيكي پرزو يوځاى كول" ولولئ.
� كه تاسې وينډوز 95 پرمخ بيولي (Upgrade) وي يا مو وينډوز 98 په نوي
كمپيوټر ځاى په ځاى (Install) كړي وي په دواړو صورتونو كې به تاسې په راغلي
بدلونونو پوه شئ. د سمبالښت (setup) نوى پروګرام د وينډوز95 سمبالښت
(setup) پروګرام پرتله ډېر مداوم شوى دى. په پيل كې تاسې يو څو پوښتنې
ځوابوئ او څرنګه چې د كمپيوټر بيا پيلولو توان لري نو ځكه سمبالښت پخپله
پوره كيږي.
� د وينډوز 95 په پرتله وينډوز 98 عموماً ګړندۍ ده، خو بيا هم تاسې به
وګورئ چې ځينې كارونه د وينډوز 95 پرتله ډير وخت نيسي. په ځانګړي ډول د
كمپيوټر پيلول او بندول بايد تيز وي، مخصوصاً په نوو كمپيوټرونو كې. اكثره
سيسټم فايلونه (system files) د ښه كار لپاره اصلاح شوي دي چې په هغې كې د
شبكې فايلونه لكه Window Sockets services او Transmission Control
Protocol/Internet Protocol (TCP/IP) هم راځي. او په لويو شبكو كې به تاسې
نوي ډول مرستندوى مواد ووينئ چې په هغې كې Point to Point Tunneling
Protocol او NetWare Directory Services لپاره مرستندوى مواد هم شامل دي.
� د اصلي وينډوز 95 يوه بنسټيزه كمزورتيا د هغه په پخواني 16بيټ (16bit)
File Allocation Table (FAT) باندې اتكا وه. دا ستونزه هغه وخت سختيږي كله
چې تاسې له كمپيوټر سره له 2GB څخه لوى هارډډرايو (Hard Drive) يوځاى كوئ،
ځكه د FAT16 په صورت كې تاسې مجبور ياست چې هارډ ډيسك په څو برخو يعنې
Partition وويشئ پرته له دې چې ستاسې ورته اړتيا وي. مايكروسوفټ دا ستونزه
د وينډوز 95 OEM service Release 2 كې FAT16 پر FAT32 بدلولو له لارې حل
كړې ده. وينډوز 98 دا ټولې او نورې اسانتياوى لري چې په هغې كې يوه وسيله
داسې هم ده چې د upgrade په وخت كې يې پر استعمالولو خپل موجوده معلومات
نوي شكل (Format) ته ژر اړوئ.
په FAT باندې د نورې پوهېدنې لپاره، 9 نهم څپركى "د ډسك او ډرايو سره كار
كول" ولولئ.
� د ګرځنده كمپيوټر (Notebook Computer) استعمالوونكي به د بريښنا (Power)
د ادارې ښه وسايل پيدا كړي، د PC cards او نورو انفرارېډ (Infrared) وسايلو
سره د وينډوز په كار كې راغلى پرمختياوى به هم وويني.
له خپل ګرځنده كمپيوټر څخه اعظمې ګټې اخسيتنې لپاره، 25 څپركى "د ګرځنده
كمپيوټر استعمالوونكو لپاره ځانګړې بڼې" ولولئ.
� كه تاسې د انټرنټ نومره اخيستونكې (Internet Dial-Up) اړيكه لرئ، نو تاسې
به بنسټيزه پرمختيا ووينئ، چې په هغې كې د اړيكې آسان لارښود (Wizard)، او
د څواړيكيزه (multilink) پيژندنه، په كوم كې چې تاسې د معلوماتو د ګړندي
انتقال لپاره د دوو ټليفونونو سيمونه استعمالوئ، شامل دي.
كه تاسې د انټرنټ د اړيكې د تر لاسه كولو پورې صبر نه شي كولاى نو، 26
څپركى "د انټرنيټ نومره اخيستونكې اړيكې جوړونه" ولولئ.
وينډوز او ويب څرنګه يوځاى كار كوي؟
(HOW WINDOWS AND THE WEB WORK TOGETHER)
كه تاسې د وينډوز 95 له محيط سره بلد شوي ياست نو تاسې به په وينډوز 98 كې
يو څه بدلون ووينئ. د وينډوز ډيسكټاپ نوې كول(Window Desktop Update) چې
لومړى په انټرنيټ ايكسپلورر 4 كې معرفي شوى وو او په وينډوز 98 كې معيار
وګرځول شو، د وينډوز ډيسكټاپ نوې كول (Windows Desktop Update) په وينډوز
كې د فايلونو، دوسيوو، او پروګرامونو د ادارې لپاره په سلګونو نوي چلونه او
پرمختياوى لري. اكثره بدلونونه ساده ښه والى دى، خو كه تاسې د نوو ټاكنو
(options) د آزمويلو اراده لرئ، نو تاسې د وينډوز د كار طريقه هم بدلولاى
شئ.
د وينډوز په محيط كې راغلي بدلونونو او نورو ټاكنو لپاره، 5 څپركى "د
وينډوز پر محيط يو ځغلنده نظر" ولولئ.
د بيلګې په ډول، د پيل تڼۍ (Start Button) په ښي اړخ كې پروت ژر پيلوونكي
(Quick Launcher) كې تاسې د خپلې خوښې پروګرامونو ته د ژر تګ په موخه د
اړونده پروګرامونو لنډې لارې جوړوئ. د پيل مينو (Start menu) هم ښه شوې ده.
تر ټولو ښكاره بدلون دادى چې د پروګرام په مينو كې تاسې پروګرامونه د
راكاږلو له لارې هم ترتيبولاى شئ يعنې له يوځاى څخه يې راواخلئ او بل ځاى
يې وغورزوئ.
په وينډوز 95 كې د فايلونو د ادارې او انټرنيټ كتلو لپاره بيل بيل سپړونكي
(Explorers) وو، انټرنيټ سپړونكي 4 دواړه سره يوځاى كړل، او دا آسانتيا په
وينډوز 98 كې هم شته. كه تاسې خوښوئ چې ستاسې فايلونه او دوسيې د انټرنيټ
په څير په يو كليك وسپړل شي نو تاسې وينډوز همداسې عيارولاى شئ. او تاسې د
دې هدف لپاره HTML templates استعمالوئ چې ستاسې يو يا ټولې دوسيې د ويب
پاڼې په څير ښكاره او كار وكړي.
تاسې ولې بايد له خپلو فايلونو سره د ويب پاڼې غوندې سلوك وكړئ؟ د ځينو
ګټو د تشريح لپاره 8 څپركى "د ويب ليدنې له لارې د فايلونو اداره كول"
ولولئ.
كله چې وينډوز 98 استعمالوئ، نو تاسې ويب ته تياره اړيكه لرئ. د پيل په
مينو كې د خپلې خوښې موادو (Favorites) د نوې زياتونې په مرسته تاسې د خپلې
خوښې ويب پاڼې ته ژر ورتللاى شئ. او كه تاسې فعال ډيسكټاپ (Active Desktop)
عياركړئ، نو تاسې د HTML برخې (لكه خبرونه، stock tickers د Java, Active X
يا JavaScript په مرسته) يا ټوله ويب پاڼه په خيل وينډوز ډيسكټاپ باندې
راوستلاى شئ.
د فعال ډېسكټاپ پوره تشريح لپاره، 30 څپركى "ويب ګډون او فعال ډيسكټاپ"
ولولئ.
د انټرنېټ سپړلو نوى لاره
(A NEW WAY TO EXPLORE THE INTERNET)
كه تاسې د Netscape Navigator يا د انټرنېټ سپړونكي پخوانئ خپرونې استعمال
كړي وي نو د ويب كتنې له بنسټيزه خبرو سره بلد ياست. د مايكروسوفټ له خوا د
انټرنېټ ايكسپلورر 4 سره معرفي شوو پروګرامونو لپاره وينډوز 98 د انټرنېټ
عريضه يي پروګرامونو پوره برخه لري. تاسې به د ساده ويب لټوونكي (Browser)
پر ځاى نور ډېر څه پيدا كړئ.
انټرنېټ سپړونكي 400 او 500: آف لاين (OFFLINE) كتنه او ويب ګډون
(INTERNET EXPLORER 4.0 AND 5.0: OFFLINE BROWSING AND WEB SUBSCRIPTIONS)
په انټرنېټ سپړونكي باندې يواځينې لوى انتقاد (مخصوصاً د انټرنېټ عادي
نومره اخيستونكي ارتباط لرونكي له خوا) دا وو چې ډېر په كراره دى. انټرنېټ
سپړونكي 4 او نوي انټرنېټ سپړونكي 5 دې ستونزې ته د ويب اشتراك له لارې
پاملرنه كړى ده، د ويب اشتراك له لارې تاسې د ويب ځانګړى برخه يا ټوله ويب
پاڼه په متواتر ډول راكوزوئ يعنې (Download) كوئ. نو كله چې تاسې خپل ويب
سپړونكي 4 يا 5 ته وواياست چې زه Offline كار كوم نو تاسې په كمپيوټر كې
ساتل شوى ويب پاڼې كتلاى شئ پرته له دې چې د نومره اخيستونكي اړيكې د ويب
پاڼې راكوزولو ته منتظر واوسئ.
پر انټرنېټ باندې د معلوماتو لټول د پخوانيو لټوونكو (Browsers) په پرتله د
انټرنېټ سپړونكي 4 او 5 په مرسته آسان دي، او د نوو وسيلو په مرسته يې په
ښه ډول ترتيبولى هم شئ.
د كوربه پاڼې (Home Page) پر ټاكلو او د انټرنېټ اړيكې پر ګړندي كيدلو د
پوهې لپاره، 27 څپركى "د انټرنېټ سپړونكي 5 په مرسته د وېب كتل" ولولئ.
د اوټ لوك ايكسپريس د ليكونو او خبرونه په مرسته ځان باخبره وساتئ
(STAY IN TOUCH WITH OUTLOOK EXPRESS MAIL AND NEWS)
په وينډوز 98 كې مايكروسوفټ په رسمي توګه د وينډوز 95 Exchange Inbox
پروګرام د انټرنېټ په معيار برابر بريښناليك پروګرام ّاوټ لوك ايكسپريس
(Outlook Express) باندې بدل كړ. د ليك لپاره د دې مشتري پروګرام عيارول،
استعمال او ځانګړي كول په ډيره اسانه كيږي. كه تاسې ته ډېر بريښناليكونه
راځي نو تاسې به د inbox د مرستيال كار حتماً خوښ شي، د دې په مرسته تاسې
راتلونكو بريښناليكونو لپاره قوانين ټاكئ او پروګرام د دې قوانينو له مخې
ستاسې بريښناليكونه تنظيموي. اوټ لوك ايكسپريس د انټرنېټ خبرونو خدمتي
كمپيوټرونو (Internet News Servers) سره په اړيكو ټينګولو د لوستونكي په
څېر كار كوي.
د انټرنېټ په معيار برابر بريښناليك پروګرام اوټ لوك ايكسپريس (Outlook
Express) څخه د پوره ګټې اخيستنې لپاره، 31 څپركى "د اوټ لوك ايكسپريس
كارول" ولولئ.
د ويب ايډيټولو او خپرولو وسايل (WEB EDITING AND PUBLISHING TOOLS)
د وينډوز 98 په مرسته تاسې د Yahoo! غوندې ويب پاڼه خو نه شى جوړولاى، خو
بيا هم د ويب پاڼې جوړولو لپاره ځينې بنسټيز وسايل لرئ. FrontPage Express
د ويب پاڼې ګرافيك ايډيټر دى چې د مايكروسوفټ ستايل شوي FrontPage پروګرام
ځينې ځانګړتياوى پكې راغونډې شوي دي.
د خپلې ويب پاڼې جوړولو لپاره، 32 څپركى "د فرنټ پېج ايكسپريس په مرسته د
ويب پاڼې جوړول" ولولئ.
هغه تنظيمي سيسټم چې پر ځان پاملرنه كوي
(AN OPERATING SYSTEM THAT MAINTAINS ITSELF)
د خپل كمپيوټر روغتيا ساتنه لكه د غاښونو ډاكټر ته ورتګ دى. آن د كمپيوټر
ډېر پوه استعمالوونكي د كمپيوټر د پاملرنې عمليات هغومره ژر ژر نه اجرا كوي
لكه څومره ژر چې پكار وي. وينډوز 98 نور اضافي تشويقول نه شي كولاى، خو
ځينې پروګرامونه لري چې دا نه خوښيدونكي عمليات په اتوماتيك ډول سر ته رسوي.
تر ټولو زيات د يادونې وړ د برابرولو لارښود يا Tune-Up Wizard دې، كوم چې
ستاسې د كمپيوټر محلي هارډ ډيسك د غلطيو لپاره لټوي، Defragments كوي يې او
غير ضروري فايلونو ترې لرى كوي. او دا هر څه ستاسې له مرستې پرته كوي.
كه چيرې تاسې په وينډوز 95 كې د فزيكي پرزې (Hardware) يا پروګرامونو
(Software) ستونزې د حلولو كوښښ كړى وي نو ليدلي به مو وي چې د معلوماتو له
زياتوالي يا Information Overload سره مخ شوي ياست. د وينډوز 98 د سيسټم
معلومات وركوونكي وسيلې (System Information Tool) په مرسته تاسې كولاى شئ
چې په يوځاى كې د كمپيوټر ټول مهم معلومات (يعنې � د سيسټم وسايل، فزيكي
پرزې، د كمپيوټر برخې، او فعال كارونو يا running Tasks اړونده معلومات)
ترلاسه كړئ. دا منظمه وينډو د نورو ستونزو حلولو لپاره د پيل ښه نقطه كيداى
شي. لكه سيسټم فايل څارونكى (System File Checker) (چې د سيسټم فايل د
خرابيدو له كبله راغلى زيان بيرته سموي) او ثبتوونكي څارونكى (Registry
Checker) (كوم چې ستاسې د كمپيوټر مهم معلومات ملاتړوي يا (Backup) كوي او
ستونزې پروخت له دې ملاتړ څخه كار اخلي). او كله چې مايكروسوفټ Windows
Patch خپور كړي نو تاسې يې د Windows Update د لارې په اتوماتيك ډول ځاى په
ځاى كوئ.
د وينډوز 98 د سيسټم معلوماتو وسيلې (System Information Tool) په اړه د
نورو معلوماتو لپاره، 23 څپركى "پر سيسټم پاملرنه او ستونزې لرې كول" ولولئ.
وينډوز 98 په كور كې (WINDOWS98 AT HOME)
كه تاسې وينډوز 98 پخپل كور كې ځاى په ځاى كړي وي نو تاسې ترې د ښه كار او
ښو لوبو تمه لرئ. پر كمپيوټر لوبيدونكو لپاره وينډوز د DirectX5 او MMX
مرستندوى وسيلې لري، دا دوه تكنالوژئ پر كمپيوټر لوبيدل نور په زړه پورې
كوي. او له دې سره د كمپيوټر خپرندوى جوړښت تاسې ته اجازه دركوي چې د
اړونده فزيكي پرزې د لرلو په صورت كې پر كمپيوټر تلويزون وګورئ.
19 څپركى "د وينډوز 98 Multimedia عيارول" د نوي لوبيزه سوفټ وئير په ښه
كاركولو كې د Directx او MMX په رول غږيږي.
تاسې دې فكر وړي ياست چې يو كمپيوټر څرنګه د كورنۍ هر غړى د استعمال لپاره
عيار كړئ؟ د كورني ننوتل (Family Logon) ځانګړنې په مرسته تاسې د هر چا
ځانګړى ډيسكټاپ جوړوئ، او د انټرنېټ سپړونكي 5 د محتوياتو مشاور (Content
Advisor) په مرسته كولاى شئ د انټرنېټ هغه ويب ځايونو ته چې جګړه اييز،
جنسي يا داسې نور مواد چې ستاسې په فكر د ماشومانو لپاره ښه نه وي، لري،
هلته د ماشومانو د ورتګ مخه نيسئ.
د ويب د غير ضروري موادو د مخنيوي لپاره، 475 مخ "د غيرضروري موادو سره د
ارتباط مخنيوى" ولولئ.
وينډوز 98 په دفتر كې (WINDOWS98 AT OFFICE)
په اشتراكي چاپيريال كې ممكن ستاسې لپاره تر ټولو مهمه موضوع پر شته شبكه د
وينډوز 98 ښه ډول كار كول وي. د سمبالوونكي (Administrator) له نقطې نظره
وينډوز 98 له وينډوز 95 سره دومره لوى توپير نه لري - خو عمليات يې ګړندي
وي.
خو، تاسې به د ډېرو شبكې كارډونو (Network Cards) لپاره مرسته پيدا كړئ.
لكه تاسې به پوه شئ چې د وينډوز اين ټي (Windows NT) يا نېټ وئېر (NetWare)
شبكو سره نښلېدل نسبتاً آسانه دي. او وينډوز98 د ټي سي اى پي (TCP/IP)
پروټوكول (د وينډوز98 عمومي يا له مخكې ټاكل شوې (Default) پروټوكول) له
لارې د اړيكې عيارول هم اسانه كړي دي.
كه د وينډوز98 شبكې اړوند نور معلومات غواړئ نو، 34 څپركى "د وينډوز
شبكوي برخې عيارول" او 26 څپركى "د وينډوز په مرسته د ساده شبكې جوړول"