1. په وينډوز كې څه نوښت راغلى دى؟
2. د وينډوز پيلول (پرانيستل) او ختمول (بندول)
3. په وينډوز كې كار كول او د هغې كنټرولول
4. د مرستې تر لاسه كول
5. د وينډوز پر چاپيريال يو ځغلنده نظر
په وينډوز كې كار او د هغې كنټرولول
(NAVIGATING AND CONTROLLING WINDOWS)
په دې څپركي كې:
د وينډوز98 د چاپيريال اساسي توكي 25
د موږك كارول 27
د ليكمن كارول 30
د مينو او مكالمه بكسو كارول 31
د كړكيو د اندازې او ځاى كنټرولول 34
د جوړونو او ځانګړنو بدلول 35
د پيل مينو كارول 35
د كاردندې كارول 36
د وسيله كرښې كارول 37
د عريضه يي پروګرامونو كارول 38
د فعال ډيسكټاپ كارول 40
ستونزې لرى كول 41
د وينډوز په چاپيريال كې استاذيدو رازونه: د وينډوز بدلوونكي كارول 41
د وينډوز98 د چاپيريال اساسي توكي
(BASIC ELEMENTS OF THE WINDOWS98 INTERFACE)
د وينډوز د سكرين هر ګرافيك توكى له كلېكولو وروسته يو نه يو عكس العمل ښيي.
په وينډوز كې د ښه كار لپاره، تاسې بايد د هر توكي پر نوم او دنده پوه شئ.
د وينډوز ډېسكټاپ 3،1 شكل د څو عريضه يي پروګرامونو كړكئ (application
windows) هم لري. دا شكل د وينډوز98 د سكرين مهمې برخې راپيژني.
د پروګرام او سند د لنډې لار نښانونه
(PROGRAM AND DOCUMENT SHORTCUT ICONS)
تاسې په ډېسكټاپ لنډې لارى (shortcuts) نښانونه (icons) جوړولى شئ، چې
پروګرام يا سند ته لارښوونه كوي. پر نښان باندې كلېكول پروګرام پيلوي يا په
مناسب پروګرام كې سند پرانيزي. د لنډې لارې (shortcut) په ځانګړنو كې د
لاسوهنو له لارې تاسې د پروګرام د پرانيستلو ډول هم كنټرولولاى شئ.
د خپلو فايلونو پر ترتيبولو د وخت سپمولو په باره كې د پوهې لپاره، 78 مخ
"د لنډې لارې كارول" ولولئ.
د دوسيو نښانونه (FOLDER ICONS)
دوسيې ته لار ښوونكى لنډه لار (shortcut) كلېكول هغه دوسيه په كړكئ
(window) كې پرانيزي. د دوسيې لنډه لار (shortcut) اصلي دوسيې ته د لار يا
رابطې كار وركوي. د بيلګې په ډول، له وينډوز سپړونكي (Windows Explorer)
څخه فايل په راكاږلو او د دوسيې په لنډې لار (shortcut) كې پر غورځولو فايل
په هغه دوسيه كې پريوزې كومې ته چې دا لنډې لار رهنمايي كوي.
د لنډې لارو د جوړولو، بيانومولو، او ورانولو په باره كې د معلوماتو
لپاره، 78 مخ "د لنډو لارو جوړول" ولولئ.
ډېسكټاپ (DESKTOP)
د وينډوز ډېسكټاپ ټول سكرين پوښولى او د ټولو نښانونو، كړكيو، او شيانو
لاندې غځيدلى دى. دا د لنډو لارو نښانونو، دنده كرښه، ډېسكټاپ وسيله كرښه
(desktop toolbar) او پروګرامونو كړكيو لپاره د لوښي كار وركوي. كله چې
ډېسكټاپ فعال محتويات لكه ويبپاڼه يا كانال كرښه (Channel bar) ښيي، نو د
فعال ډسكټاپ په نوم پيژندل كيږي.
له خپل كار سره برابر ډېسكټاپ برابرولو لپاره، 104 مخ "د ځانګړو ويب
ښودونو جوړول" او 252 مخ "په وسيله كرښه كې د تڼيو اداره" ولولئ.
فعال ډسكټاپ (ACTIVE DESKTOP)
د وينډوز ډېسكټاپ هغه مهال په فعال ډسكټاپ بدليږي كله چې فعال محتويات لكه
د ويب تركيبوونكي توكي (Web components) يا اړيكې (links) يا ويب ډېټا (Web
data) يا فعال كانال (Active Channel) ښيي. فعال ډېسكټاپ د پروګرامونو،
اسنادو يا ويبپاڼو د پرانيستلو لپاره هايپراړيكې (Hyperlinks) لرلى شي. دا
هغه معلومات هم ښودلى شي چې د انټرنېټ يا دفتري شبكې (Intranet) له لارې
نوي كيږي.
د خپلې اړتيا له مخې تر ټولو ښه ډېسكټاپ جوړولو اړونده معلوماتو لپاره،
52 مخ "پخوانى يا ويب؟ د ګرځيدو ډول خوښول" ولولئ. په خپل ډېسكټاپ كې د
ځينو ذوقي توكو يوځاى كولو لپاره، تاسې ويب پاڼه جوړولى او هغه د ډسكټاپ په
توګه كارولى شئ؛ 478مخ "فعال ډسكټاپ سره د ويب محتويات يوځاى كول" ولولئ.
زما كمپيوټر (MY COMPUTER)
د زماكمپيوټر لنډه لار (shortcut) ستاسې د كمپيوټر ټولو منابعو، هارډډرايو،
سي ډي روم، كنټرول پېنل، چاپوونكو، او همداسې نورو ته لار لري. د زما
كمپيوټر كړكئ او د وينډوز سپړونكي (Window Explorer) كيڼ اړخ دواړه يوشان
زېرمې ښيي.
د زماكمپيوټر د استعمال او د سيسټم د زيرمو ساده او بسيطې ښودنې لپاره،
59مخ "د وينډوز سپړونكي دوه ښودنې" ولولئ.
مشوره # 5
كه تاسې زما كمپيوټر د خپل كمپيوټر د زېرمو كتلو لپاره نه كاروئ، او خپل
ډسكټاپ د ويب پاڼې په توګه ګورئ، نو دا مشوره ستاسې لپاره ده. د وينډوز98
پر ډسكټاپ پراته نښانونه تاسې بدلولى او ان پټولاى هم شئ. يوازې دا ګامونه
پلي كړئ:
1. د پيل په مينو كې، جوړونې (settings) په نښه او بيا په كنټرول پېنل
(Control Panel) كلېك كړئ.
2. د څرګندونې (Display) پر نښان غبرګ كلېك (Double-click) كړئ.
3. د اغېزو (Effects) پر نومليك كلېك كړئ.
4. د ډېسكټاپ په برخه كې، هغه نښان كلېك كړئ كوم چې بدلول غواړئ، او بيا پر
نښان بدلول (Change Icon) كلېك كړئ.
5. د خپلې خوښې بل نښان خوښ كړئ يا په لټونه (Browse) كلېك كړئ چې په بل
ځاى كې نښانونه ولټوي.
6. له ډېسكټاپ څخه د نښانونو لرى كولو لپاره، "كله چې ډسكټاپ د ويب پاڼى په
توګه څرګنديږي نو نښانونه پټ كړه Hide Icons When the Desktop Is Viewed as
a Web Page" بكس په نښه كړئ.
شبكوي ګاونډيتوب (NETWORK NEIGHORHOOD)
كه تاسې له شبكې (Network) سره نښتي ياست، نو پر شبكوي ګاونډيتوب غبرګ كلېك
كړئ چې شبكي زېرمې په سپړونكى كړكئ (Explorer Window) كې وښيي. تاسې له
شبكوي ډرايو سره نښتلى (connect) يا قطع كيدلى (disconnect)، په شبكه
كمپيوټر موندلى، يا په شبكه ګډ (shared) فايل او دوسيه كارولى شئ.
د سپړونكى ښودنى (Explorer view) د نورو نښانونو په څېر، د شبكوي
ګاونډيتوب (Network Neighborhood) او د هغې ګډې زېرمې هم د ليسټ ته غځول
كيږي. 94 مخ "د شبكې د ګډو زيرمو سره د سپړونكي كارول" ولولئ.
پيل (START)
پر پيل (Start) كلېك كړئ چې د پروګرامونو، اسنادو او وينډوز پرزو مينو
څرګنده شي. د وينډوز ټولې بڼې (features) د پيل يا د هغې د فرعي مينوګانو
(submenus) له لارې كارېدلى شي. پيل د افقي دنده كرښې (Taskbar) په كيڼ اړخ
كې يا د عمودي دنده كرښې (Taskbar) په سر كې ښكاري.
په پيل مينو كې د شيانو يوځاى كولو پر دوو طريقو زده كړى لپاره، 253مخ "په
پيل مينو كې د پروګرامونو يوځاى كول او لرى كول" ولولئ.
دنده كرښه (TASKBAR)
كاربار په آسانه كتل كيږي ځكه چې ټول پرانيستى او چليدونكي پروګرامونه پرې
پراته وي. په دنده كرښه كې د پروګرام پر تڼۍ كلېك كړئ چې د هغه پروګرام
كړكئ فعاله كړي. دنده كرښه خوځيدونكى دى او د سكرين هرې برخې ته وړونكى او
بيااندازه كيدونكى(resize) دى. تاسې دنده كرښه پټولاى هم شئ، نو كله چې د
موږك نښه كوونكى د سكرين د دندې كرښې څنډې سره ولګيږي نو دنده كرښه
راڅرګنديږي.
د كانال لارښود (CHANNEL GUIDE)
د كانال لارښود په فعال ډسكټاپ (Active Desktop) او انټرنېټ سپړونكي
(Internet Explorer) دواړو كې ښكاري. دا هغو ويبپاڼو ته چې له مخكې ټاكل
شوي وخت پر بنسټ ستاسې سپړونكي ته معلومات ليږي، آسانه لار برابروي. هغه
ويبپاڼى چې كانال استعمالوي د ګرځيدو نخچه (Navigation map) هم لري چې دهغې
په مرسته معلومات ژر موندلى شئ.
په فعال كانال كې اشتراك بيه او د كانال كرښې د ادارې په اړه تشريحي
معلوماتو لپاره، 247مخ "د كانال كرښه اداره كول" ولولئ.
د ډسكټاپ وسيله كرښې (DESKTOP TOOLBARS)
د ډسكټاپ وسيله كرښه (Desktop toolbar) كاريدونكو پروګرامونو، اسنادو،
دوسيو او هايپرلينكو (Hyperlinks) ته د تګ چټكه لار برابروي؛ په وسيله كرښه
كې د تڼۍ پر كلېكولو پروګرام، سند، دوسيه يا ويب پاڼه پرانيستل كيږي. وسيله
كرښه د ډېسكټاپ لنډو لارو (Desktop shortcuts) په پرتله په آسانه موندل
كيږي ځكه چې تاسې دوسيه خوځولى او بيااندازه كولى شئ او هم يې د سكرين كوم
اړخ كې پټولى هم شئ. كله چې تاسې د موږك په نښه كوونكى د سكرين په هغه اړخ
كې وخوځوئ، وسيله كرښه راڅرګنديږي، او د استعمال لپاره تياره وي.
كه فكر كوئ چې ډېر زيات وسيله كرښې لرئ يا ډېر لوى دي، 252 مخ "په وسيله
كرښه كې د تڼيو اداره" ولولئ.
د لنډې لار مينوګانى (SHORTCUT MENUS)
كله چې موږ كوم توكى ښي كلېك كړو، نو دا مينوګانې راښكاريږي. دا مينو ګانې
په هغه توكي تر ټولو مناسب اجراكيدونكى عمليات ښيي. دا مينو ګانى په ريښتيا
هم ډېر مهال سپموي.
د ځانګړنو پاڼى (PROPERTY SHEETS)
په وينډوز كې زيرمې لكه ډېسكټاپ، چاپوونكي (Printers)، د لنډې لار نښانونه
(Shortcut Icons)، ډېسكونه، دوسيې (Folders)، او همداسې نور خپل د ځانګړنو
پاڼى هم لري. دا د ځانګړنې پاڼې د توكي نه بدليدونكى او بدليدونكى مشخصات (ځانګړنې)
څرګندوي. د ځانګړنو پاڼه د مينو د خوښونې يا پر توكي ښي كلېكولو او بيا
ځانګړنو (Properties) د خوښولو له لارې پرانيزئ.
د موږك كارول (USING THE MOUSE)
د وينډوز او وينډوز د پروګرامونو نږدى ټول عمليات د موږك له لارى
كنټروليداى شي. اكثره خلك چې د وينډوز سره بلد شي، نو د موږك څو عملونه
يوځاى كوي، او ډېر تكراريدونكو امرونو (commands) لپاره د تڼيو ټولګې
(keystroke combinations) كاروي.
مشوره # 6
وينډوز98 د غبرګ كلېك پر ځاى د ويب په ډول د يوكلېك لپاره عياريدى شي، چې
ټول كارونه د موږك پر يو كلېك اجرا كړي. د دې دوو ډولونو باندې به په
راروانه برخه كې پوه شئ.
د موږك په مرسته د توكو راكاږل (DRAGGING ITEMS WITH
A MOUSE)
د موږك په مرسته راكاږل څو خطي ټكي (text characters) خوښوي يا ګرافيكي
توكي لكه كړكئ (windows) له يو ځاى څخه بل ځاى ته انتقالوي. راكاږل په
دواړو ډولونو، يو كلېك يا غبرګ كلېك، كې يو شان دي. د موږك په نښه كوونكى د
خوځيدونكي توكي، لكه د فايل نښان، باندې راولئ؛ بيا د موږك كيڼه تكمه
كيمنډئ او همداسې يې ونيسئ. د موږك تكمه كيمنډلې نيولو سره موږك ته حركت
وركړئ. هغه توكى د موږك په نښه كوونكى سره سم حركت كوي. كله چې توكى هغه
ځاى ته راورسيد چېرې چې مو راوړل غوښتل، د موږك تكمه پريږدئ توكى هلته
راوغورځيږي.
مشوره # 7
په ډسكټاپ د كلېك كولو او بيا د خوښونې مستطيل (selection rectangle) كوم
چې پخپله راڅرګنديږي، پر راكاږلو په ډېسكټاپ څو توكي خوښ كړئ. تكمه پريږدئ
چې د مستطيل په منځ كې ټول توكي خوښ شي.
د لنډې لار مينو څرګندولو لپاره ښي كلېك كول
(RIGHT CLICK TO DISPLAY SHORTCUT MENUS)
وينډوز او د وينډوز اكثرو پروګرامونو توكي له هغوى سره تړلى لنډې لار مينو
لري. دا لنډه لار مينو (shortcut menu) د هغه توكي لپاره مناسب او ډېر
استعماليدونكې قوماندې (command) لري. د بيلګې په ډول، پر ليك (text) باندې
د ښي كليك كولو وروسته د هغې لنډې لار مينو په قوماندو كې دا قوماندې،
پريكول (cut)، نقلول (copy) او نښلول (Paste) هم شامل وي.
په ځينو حالاتو كې، لكه ډېسكټاپ ته د فايل راكاږل، دا راكاږل د موږك د ښي
تكمې په مرسته هم كولاى شئ. كله چې د موږك تڼۍ پريږدئ، د لنډې لار مينو
(shortcut menu) تاسې ته د "دلته راوړه (Move Here)، دلته راكاپي كړه (Copy
Here) او دلته لنډه لار جوړه كړه (Create Shortcut(s) Here)" امكانات دركوي.
تاسې په فايل يا دوسيه باندې د ښي كلېك كولو پر مهال د شفټ كلي هم نيولى شئ
تر څو تاسې ته ټول شته امرونه راښكاره شي.
د پخواني ډول فعالول (د غبرګ كلېك ميتود)
(ACTIVATING WITH CLASSIC STYLE (DOUBLE-CLICK METHODS))
كله چې وينډوز په پخواني ډول عياره شوي وي، نو پر توكي، لكه فايل، دوسيه يا
لنډه لار، يو كلېك هغه خوښوي او غبرګ كلېك يې فعالوي. تاسې خوا تر خوا
پراته فايلونه هم خوښولى شئ، پر لومړني فايل كلېك كړئ د شفټ كلي ونيسئ او
بيا په ليسټ كې په اخيري فايل كلېك كړئ. د لومړنئ كلېك او شفټ+كلېك تر منځ
ټول فايلونه خوښيږي. د لرى پرتو فايلونو خوښولو لپاره، پر لومړني فايل كلېك
كړئ، د ctrl كلي ونيسئ او پر هماغه دوسيه كې همداسې پر نورو فايلونو كلېك
كوئ. فايل بيا Ctrl+كلېك كړئ چې ناخوښ شي.
په ويب ډول كې فعالول (يو كلېك ميتود)
(ACTIVATING WITH WEB STYLE (SINGLE-CLICK METHOD))
وينډوز98 د ويب ډول ګرځيدنې ته عيارولو سره موږك په ډسكټاپ يا په وينډوز او
انټرنېټ سپړونكي كې داسې كار كوي لكه چې په ويب پاڼه كې چې لګيا وي. يو
كلېك توكى فعالوي. د بيلګې په ډول، پر ډسكټاپ پروت نښان باندې يو كلېك هغه
پروګرام يا سند پرانيزي.
كه تاسې په دې لنډ وخت كې ويب ډول ته راوړيدلي ياست، نو ممكن تاسې به كله
كله له اړتيا ډېر فايلونه او دوسيې پرانيزئ. د بيلګې په ډول، تاسې ممكن د
سپړونكي په ښي اړخ كې دوسيه په پخواني ډول د غبرګ كلېك په مرسته پرانيزى،
خو وروسته پوه شوئ چې پروګرام يا سند مو پرانيستى دى. هغه داسې كيږي چې
لومړى كلېك دوسيه پرانيزي او دوېم كلېك فايل يا پروګرام فعالوي.
د ډېسكټاپ توكي يا په سپړونكي كې د فايل يا دوسيې خوښولو لپاره د موږك په
نښه كوونكى پر توكي راولئ او لږ ځنډ وكړئ. خوښونه او توجه دى توكي ته
راانتقاليږي.
په ډېسكټاپ يا سپړونكي كې د څو خوا تر خوا پرتو نښانونو خوښولو لپاره په
نښه كوونكى په لومړي توكي راوړئ او ځنډ وكړئ چې خوښ شي. مه يې كلېك كوئ. د
شفټ كلي ونيسئ او په نښه كوونكى په كرار د خوښونې اخيري توكي په سر راولئ،
او ځنډ وكړئ. د لومړي او اخيري تر منځ ټول توكي خوښيږي.
په ډسكټاپ يا سپړونكي لرى پرتو نښانونو خوښولو لپاره، په نښه كوونكى لومړي
توكي باندې راولئ او ځنډ وكړئ چې خوښ شي. كلېك يې نه كړئ. د كنټرول (ctrl)
كلي ونيسئ او په نښه كوونكى د بل خوښيدونكي توكي پر سر راولئ او ځنډ وكړئ
چې خوښ شي (3،2 شكل وګورئ). د ctrl كلي همداسې ونيسئ، او د هر لرى پروت
خوښيدونكى توكي پر سر يې راولئ او ځنډ كوئ چې خوښ شي. دا پروسه د ټولو توكو
تر خوښولو پورى جاري وساتئ.
څو توكي د ښي كلېك پواسطه د خوښولو وروسته د لنډې لار د مينو له لارى
پرانيزئ او يا بل كوم مناسب عمل پرې اجرا كړئ.
د مايكروسوفټ هوښيار موږك كارول (USING MICROSOFT
INTELLIMOUSE)
مايكروسوفټ له آفس97 (Office 97) سره سم هوښيار موږك (IntelliMouse) هم
راوويسته. دا نوى موږك د ښي او كيڼې تڼۍ تر منځ كوچنئ غونډسكه لري. د شهادت
په ګوته د غونډسكې ګرځول تاسې ته د ښوييدونكي كرښې (Scrollbar) له مرستې
پرته لټولو او هر اړخ ته تګ راتګ، په بيلابيلو فيصديو كې سندونو نژدى (Zoom
In) او لرى (Zoom Out) كول، د بيروني كرښې (Outline) كوچني/لوى كول، او د
worksheet په معلوماتو كې ښكته يا پورته تللو واك دركوي. دا بڼې (feature)
د پروګرامونو له مخې توپير كوي.
مشوره # 8
پخواني عريضه يي پروګرامونه هم د هوښيار موږك له غونډسكې څخه ګټه اخيستلاى
شي. تاسې يوازې هوښيار موږك (IntelliMouse) ډرايور بارولو (load) ته اړتيا
لرئ.
د هوښيار موږك په تڼيو كې د غونډسكې تڼۍ سره يوځاى د ctrl يا شفټ كلي پر
نيولو تاسې په 3،1 جدول كې ليسټ شوو بڼو (features) او قوماندو (commands)
ته لار پيدا كوئ:
3،1 جدول د هوښيار موږك كارونه
د غونډسكې تاوول
(Roll wheel) د غونډسكې پورته تاوولو سره په وينډو كې مخكې ځئ. په وينډو كې
ښكته راتګ لپاره غونډسكه لاندې اړخ ته تاوول كيږي.
د غونډسكې راكاږل
(Drag wheel) د غونډسكې تكمې په كيمنډلې نيولو سره چې موږك هر اړخ ته
وخوځول شي وينډو هماغې اړخ ته حركت كوي. ټول سند هر اړخ ته حركت كولى شي.
Ctrl + د غونډسكې تاوول د Ctrl كلې نيولو پر مهال د غونډسكې مخكې يا وروسته
تاوولو سره سند نژدى (zoom in) يا لرى (zoon out) كيږي.
Shift + غونډسكې تاوول د شفټ كلي نيولو سره د غونډسكې مخكې يا وروسته
تاوولو سره معلومات جوړښت لكه outlines يا worksheet پراخيږي يا كوچنى كيږي.
مشوره # 9
كه د هوښيار موږك غونډسكې پواسطه د زمينه يي مينو (context) له بندولو
وروسته بيا هم مينو په سكرين پاتى كيږي، نو ستونزه په موږك كې نه ده.
تنظيموونكى سيسټم (Operating system) د محتوياتو مينو د پرانيستلو او
بندولو مسئوليت لري، خو داسې د مخكې ټاكل شوو موږك او كيبورډ د پيژندل شوو
فعاليتو پر بنسټ كوي. تنظيموونكى سيستم د هوښيار موږك د غونډسكې خوځيدل د
زمينه يي مينو د بنديدو لپاره د فعل په توګه نه پيژني. كه تاسې له دې
ستونزې سره مخ شئ، تاسې په كيبورډ كې د تيښتې (Esc) كلي پر وهلو يا د موږك
د كيڼې تكمې په واسطه د بل څه خوښولو له لارى زمينه يي مينو بندولاى شئ.
د ليكمن كارول (USING THE KEYBOARD)
3،2 جدول د ليكمن لنډې لارې ښيي چې په وينډوز كې له پيليدو وروسته د دې په
مرسته خپل وخت سپمولى شئ. د ځينى تڼۍ لكه F1 د مرستې لپاره، Alt + Tab د
عريضه پروګرامونو تر منځ تګ راتګ لپاره، او F2 د خوښ شوي ليك د ايډيټ كولو
لپاره، لنډه دا چې د هر چا بايد لږ تر لږه د تڼيو يو څه مجموعې يادې وي.
ځينى ليكمنونه لكه د Microsoft Natural Keyboard د وينډو كلي (Windows key)
او د عريضه اى پروګرام كلي (Application key) هم لري چې ځينى يې له مخكې
تشريح شوو بڼو ته ژر لاره پيدا كوي.
2،3 جدول د وينډوز د لنډې لار نړيوالى كليانې
عنوان (Topic) تشريح (Description) د تڼيو ټولګه (Key combination)
د پروګرام بندول (Close Program) له فعال پروګرام څخه ووځي Alt+F4
د سند كړكئ بندول
(Close Document Window) د سند فعاله كړكئ بندوي. Ctrl + F4
مرسته (Help) د مرستې كړكئ پرانيزي. Windows + F1
مرسته (Help) د ټاكل شوي توكي (selected item) لپاره په مكالمه بكس كې
مرسته څرګندوي. F1
د سند سيسټم مينو
(Menu Document's System) د پروګرام كړكئ (program window) كنټرولولو لپاره
د سند سيسټم مينو (document system menu) څرګندوي. Alt + hyphen
د پروګرام مينو
(Menu Program) د مينو كرښه فعالوي F10
د پروګرام سيسټم مينو
(Menu Program's System) د پروګرام كړكئ كنټرولولو لپاره د پروګرام سيسټم
مينو څرګندوي Alt + Spacebar
د مينو خوښول
(Menu Select Menu) له فعالې مينو كرښې څخه د لاندي خط ايستل شوي حرف
لرونكى مينو خوښوي. Alt + underlined letter
د مينو لنډه لار (Menu Shortcut) د خوښ شوي توكي لپاره د لنډې لار مينو
څرګندوي. Shift + F10 يا Application key
پيل مينو (Start Menu) د پيل مينو څرګندوي Ctrl+Esc يا Windows
پرې كولو امر (Cut Command) خوښ شوى توكى پريكوي Ctrl+X
نقل (Copy) د خوښ شوي توكي نقل اخلي. Ctrl+C
نښلول (Paste) له Clipboard څخه توكى موجوده اخيستونكى ټكي (insertion
point) سره نښلوي. Ctrl+V
ورانول (Delete) خوښ شوى توكى ورانوي Delete key
ورانول (Delete) خوښ شوى توكى پرته له دى چې Recycle Bin ته واستوي، ورانوي.
Shift+Delete
موندل: ټول فايلونه (Find: All Files) كله چې ډېسكټاپ فعال وي نو د موندل:
ټول فايلونه (Find: All Files) مكالمه بكس څرګندوي. F3 يا Windows+F
موندل: كمپيوټر(Find: Computer) كله چې ډېسكټاپ فعال وي نو د موندل:
كمپيوټر (Find: Computer) مكالمه بكس څرګندوي. Ctrl+Windows+F
كوچني كول (Minimize) ټولې كړكئ (windows) كوچنئ كوي Windows+M
كوچني يا په ځاى كول
(Minimize or Restore) ټولې كړكئ كوچني يا په ځاى كوي Windows+D
ځانګړنې (Properties) پر ډېسكټاپ پروت د خوښ شوي توكي ځانګړنې څرګندوي.
Alt+Enter
بياتازه كول (Refresh) د وينډوز ټول محتويات بياتازه كوي F5
بيانومول (Rename) خوښ شوى توكى بيانوموي F2
چالانول (Run) د چالانولو مكالمه بكس څرګندوي Windows +R
ټول خوښول (Select All) كله چې ډېسكټاپ فعال وي نو ټول توكي خوښوي. Ctrl+A
سيسټم ځانګړنې (System Properties) د سيسټم د ځانګړنو مكالمه بكس څرګندوي
Windows+Break
لومړني حالت ته راتلل (Undo) د اخيري امر اغېزې له منځه وړي. Ctrl+Z
د كوچني كولو له مينځه وړل
(Undo Minimize) د ټولو كړكيو كوچني كول له مينځه وړي. Shift+Windows+M
د سند كړكئ ته بدليدل
(Switch Document Window) د سند بله كړكئ فعالوي Ctrl+F6
د پروګرام كړكئ ته بدليدل
(Switch Program Window) بل عريضه يي پروګرام ته تلل Alt+Tab
پروګرام ته بدليدل
(Switch to Program) ټاسك بار فعالوي او د بټن تر منځ دايروي ګرځي Windows
+ Tab
د مينو او مكالمه بكسو كارول (USING MENUS AND DIALOG BOXES)
د وينډوز سيستم ګرافيكي مينو او مكالمه بكسونه د زده كولو زور كموي او د
هنر يا پوهې امكان ډيروي. مينو په ټولو پرګرامونو كې په يوځاى كې ښودل كيږي
او د كتګوريو له مخې امرونه (commands) څرګندوي. مكالمه بكسونه د توكي د
ځانګړنو مشخصولو يا د امر (command) په عمل كې د بدلون لپاره يوه متحده شكل
لري. د مينو او مكالمه بكسونو د كارولو طريقې د وينډوز په ټولو عريضه يي
پروګرامونو كې يوشان دي.
د مينو او امرونو خوښول (CHOOSING MENUS AND COMMANDS)
د مينو كرښې (menu bar) چې د پروګرام نوم كرښې لاندې ښكاري د مينو نومونه
څرګندوي. د عمومي دندو لپاره د وينډوز پروګرامونه يوشان مينو نومونه [لكه
فايل (File)، ايډيټ (Edit)، وينډوز (Window) او مرسته (Help)] كاروي، چې
لدې كبله د نوي عريضه يي پروګرام زده كول آسانيږي. د مينو پرانيستلو لپاره
د هغه نوم د موږك د كيڼې تڼۍ په واسطه كلېك كړئ، يا د Alt كلي كيمنډئ او
بيا د مينو په نوم كې لاندې كرښه ايستل شوى حرف په ليكمن كې كيمنډئ.)
د مينو توكي چې د قوماندې (Command) په نامه هم ياديږي، په هره مينو كې
ښكاري. د مينو هر توكى (Item) په نښه كړئ او خوښ يې كړئ. د مينو توكى كلېك
كړئ چې فعال شي يا په فرعي مينو كې د قوماندې لاندې كرښه ايستل شوى حرف
ټايپ كړئ. كه د مينو توكي په اړخ كې تير ښكاري، نو فرعي مينو پرانيستل كيږي.
د مينو پر توكي كلېك كړئ چې فرعي مينو پرانيستل شي يا فرعي مينو ته لاړ شئ
او پر قوماندې (command) كلېك كړئ چې فعال شي. هغه د مينو توكي چې وروسته
ترې درى نقطې وي مكالمه بكس څرګندوي چې نورې اضافي ټاكنې لري.
د اسنادو پرانيستلو او خوندي كولو لپاره د عمومي ډائيلاګ بكسونو كارول
(USING COMMON DIALOG BOXES TO OPEN AND SAVE DOCUMENTS)
د وينډوز95 او وينډوز98 لپاره جوړ شوي اكثره پروګرامونه ځينى عمومي يا
يوشان مكالمه بكسونه لري. ډېر زيات استعماليدونكي دوه عمومي مكالمه بكسونه
د پرانيستلو (Open)او خوندي كولو (Save as) دي. د 3،3 شكل له WordPad څخه د
پرانيستلو مكالمه بكس ښيي. د خوندي كولو مكالمه بكس هم دې ته ډېر ورته دى.
د پرانيستلو او خوندي كولو د مكالمه بكس په كار ځاى كې د فايلونو او دوسيو
د كتلو او اداره كولو طريقه د سپړونكي په كړكئ كې كار كولو ته ورته ده. د
بيلګې په ډول، تاسې فايلونه يا دوسيې راكاږلى (drag) او غورځولى (drop) شئ،
د Ctrl راكاږلو (drag) له لارې فايل يا دوسيه نقل او بيانومولى شئ، د
مناسبې لنډې لار مينو لپاره ښي كلېك كړئ، او همداسې نور.
په دوسيو كې د ګرځيدلو يا له يوې دوسيې څخه بلې دوسيې ته د فايلونو نقل يا
وړلو لپاره د پرانيستلو او خوندي كولو مكالمه بكسونه او سپړونكى وينډو
يوشان تخنيكونه كاروي. 3،3 جدول په دوسيو كې د كار كولو ميتودونه ښيي:
3،3 جدول په عمومي ډائيلاګ بكسونو كې ګرځيدل، وړل او نقل كول
د (To) لپاره دا وكړئ (Do this)
د ډرايو يا دوسيو بدلولو لپاره د لټونې پر ليسټ (Look In) كلېك كړئ.
د دوسيې پرانيستلو لپاره دوسيه فعاله كړئ.
پورتنى دوسيې ته د تګ لپاره د يو درجه پورته (Up One Level) پر تڼۍ كلېك
كړئ يا د وروسته تګ (Backspace) كلي ووهئ.
د نوى دوسيې جوړولو لپاره د نوي دوسيې جوړولو (Create New Folder) پر تڼۍ
كلېك كړئ
د فايل يا دوسيې بيا نومول خوښ يې كړئ (select)، او بيا F2 كيمنډئ.
د فايل يا دوسيې وړل رايې كاږئ (Drag)
د فايل يا دوسيې كاپي كول Ctrl + رايې كاږئ (Ctrl+Drag)
د لنډې لار جوړول د موږك د ښي كلېك له لارى راكاږل (Right Drag)، بيا د "دلته
لنډه لار(ې) جوړه كړه Create Shortcut(s) Here" خوښول.
مشوره # 10
د خوندي كول او پرانيستلو په عمومي مكالمه بكسونو كې، F4 كيمنډئ چې د "دلته
خوندي كړه (Save In) يا "دلته ولټوه (Look In)" لسيټونه پرانيزي. د F5 كلي
ووهئ چې د فايل يا دوسيې د مكالمه بكس محتويات بيا تازه كړي.
د پرانيستلو (Open) او خوندي كولو (Save as) په عمومي مكالمه بكس كې، تاسې
د مكالمه بكس په سر كې د نوى دوسيه جوړولو (Create New Folder) پر تڼۍ
كلېكولو سره په اوسنئ (پرانيستى) دوسيه كې نوى دوسيه جوړولاى شئ. دوسيه د
خوښ شوي نوم سره راڅرګنديږي. د خوښونې (selection) پر سر نوى نوم ټايپ كړئ
او انټر (Enter) كيمنډئ.
د فايل يا دوسيې په خوښولو او بيا د F2 پر كيمنډلو هغه بياونوموئ. نوم يې
ايډيټ كړئ، او انټر كيمنډئ. د فايل يا دوسيې ورانولو (Delete) لپاره لومړى
يې خوښ كړئ؛ او بيا د Delete كلي ووهئ. كله چې وپوښتل شي چې غواړئ دا فايل
يا دوسيه Recycle Bin ته واستوئ نو هو (Yes) خوښ كړئ.
په مكالمه بكس كې د ټاكنو خوښول (SELECTING OPTIONS FROM DIALOG BOXES)
په مكالمه بكس كې د كنټرول په مرسته د ځانګړنو يا د قوماندې اغېزه بدله كړئ.
د 3،4 شكل له WordPad څخه د ليك (Font) مكالمه بكس ښيي. د 3،5 شكل د
WordPad له ټاكنو څخه د Word شپږ نومليك ښيي.
په مكالمه بكسونو كې موږك كارول (USING THE MOUSE IN DIALOG BOXES)
په اكثره حالاتو كې يو يا دوه توكي په مكالمه بكسونو كې بدل وي، او موږك د
كنټرول خوښولو او د OK د كلېك كولو لپاره ښه دى. 3،4 جدول په مكالمه بكس كې
د موږك كارونه ښيي.
3،4 جدول په مكالمه بكس كې د موږك كارول
د كنټرول ډول (Control Type) اغېزه (Effect) د موږك فعاليت (Mouse Action)
د خوښولو خانه (Check Box) د صحيح خانه بدلول كلېك (Click)
د ټاكنو تڼۍ (Option Buttons) له ډلې څخه يوه خوښه كړئ كلېك چې يوه خوښه او
نورې پاكې شي
د ايډيټ خانه (Edit Box) په ليك يا نومرو كې ګوتې وهل كلېك او د خوښولو
لپاره يې راكاږئ او بيا يې ټايپ كړئ
ښوييدونكىليسټ (Scrolling List) ليسټ وښويوئ او بيا يې خوښ كړئ كلېك يا
ښوييدونكى ليسټ وښويوئ، په ليسټ كې توكى خوښ كړئ.
لاندې غورځيدونكى ليسټ
(Drop-Down List) لاندې غورځيدونكى ليسټ خوښ كړئ.
لاندى ته اشاره كوونكى ويكټور كلېك، او له ليسټ څخه توكى خوښ كړئ.
د قوماندې تڼۍ (Command Button) د قوماندې تڼۍ خوښه كړئ. كلېك (Click)
په مكالمه بكس كې د ليكمن كارول (USING KEYBOARD IN DIALOG BOXES)
كه غواړئ په مكالمه بكس كې ډېر څه بدل كړئ يا د موږك كارول ناشونى وي، د
ليكمن له دې ميتودونو څخه يو وكاروئ. كه د دومره ډېرو كليانو وهلو د هدف
زده كړه ستونزمنه وي، نو يوازې Ctrl+Tab په مكالمه بكس كې د نومليكو تر منځ
د حركت لپاره او Alt+ لاندې كرښه ايستل شوى حرف د كنټرول خوښولو يا پاكولو
لپاره كاريږي. 3،5 جدول په مكالمه بكس كې د كاركولو لپاره د كليانو د
فعاليت هدف ښيي:
3،5 جدول د مكالمه بكس تڼۍ
اغېزه (Effect) د كلي وهل (Keystroke)
بل كنټرول ته د حركت لپاره Tab
مخكېني كنټرول ته تګ لپاره Shift+Tab
د بل نومليك خوښولو لپاره Ctrl+Tab
د مخكيني نومليك خوښولو لپاره Shift+Ctrl+Tab
په اوسني كنټرول باندې د كلېك په شان اغېزه لري Spacebar
د فعالې تڼۍ خوښولو لپاره Enter
له مكالمه بكس څخه تيريدل Esc
د كنټرول خوښولو يا پاكولو لپاره Alt+ underlined letter
مشوره # 11
تاسې د مكالمه بكسو تر منځ يا د مكالمه بكس او عريضه يي پروګرام تر منځ
پريكول (Cut)، كاپي (Copy) او نښلول (Paste) اجرا كولاى شئ. ليك (text) خوښ
كړئ؛ بيا Ctrl+X د پريكولو يا Ctrl+C د نقلولو لپاره كيمنډئ. له Clipboard
څخه د ليك نښلولو لپاره Ctrl+V ووهئ.
د كړكيو د اندازې او ځاى كنټرولول
(CONTROLLING THE SIZE AND POSITION OF WINDOWS)
د دنده كرښې (Task bar) د لنډې لار د مينو په مرسته تاسې كړكئ ډېر ژر
ترتيبولى شئ. د دنده كرښې خړ ځاى باندې ښي كلېك كړئ، بيا له لاندينيو
قوماندو څخه يوه خوښه كړئ چې ټولې پرانيستى كړكئ (windows) ترتيب كړي:
كړكيو جړوبى ډوله جوړول
(Cascade Windows) ټولې كړكئ له پاس څخه د لاندې او كيڼ څخه د ښي په لورى د
يو د بل دپاسه د جړوبي (آبشار) په ډول جوړوي.
د كړكيو كاشي ډوله افقي جوړښت
(Tile Windows Horizontally) كړكئ په افقي ډول د ټول سكرين په امتداد د
افقي پټو په ډول ترتيبوي. د سكرين اوچتوالى په برابره توګه د ټولو كړكيو تر
منځ ويشل كيږي.
د كړكيو كاشي ډوله عمودي جوړښت
(Tile Windows Vertically) كړكئ په عمودي ډول د سكرين له سر څخه تر بيخه د
عمودي پټو په ډول ترتيبوي. د سكرين پراخوالى په مساوي ډول د ټولو پرانيستو
كړكيو تر منځ ويشل كيږي.
د كاشي ډول جوړښت له منځه وړل
(Undo Tile) ټولې كړكئ خپل پخواني حالت ته راوړي.
د دنده كرښې په خړ ځاى كې د ښي كلېك د لنډې لار په مينو كې د "ټولې وينډوز
كوچنئ كړه Minimize All Windows" په مرسته له ټولو كړكيو څخه ډېسكټاپ پاك
كړئ.
د خپل ډېسكټاپ ژر ترتيبولو لپاره تر څو تاسې په دوه پروګرام كړكيو كې په يو
وخت كې كار وكړاى شئ، د دندې كرښې په خړ ځاى ښي كلېك كړئ؛ او بيا پر ټولې
وينډوز كوچنئ كړه (Minimize All Windows) كلېك كړئ. اوس يوازې هغه دوه
پروګرامونه په كوم كې چې تاسې كار كول غواړئ په دنده كرښه د هغوى پر تڼيو د
كلېكولو له لارې يې راڅرګند كړئ. په پاى كې، د دنده كرښې (Taskbar) په خړ
ځاى ښي كلېك كړئ؛ او بيا پر د كړكيو كاشي ډوله افقي جوړښت (Tile Windows
Horizontally) يا د كړكيو كاشي ډوله عمودي جوړښت(Tile Windows) Vertically)
كلېك كړئ.
د كړكئ د عنوان كرښې د راكاږلو له لارې كړكئ وخوځوئ. د كړكئ د څنډو يا
ګوډونو د راكاږلو په مرسته د وينډوز اندازه بدله كړئ.
د ډېسكټاپ نښان پر راكاږلو پر ډېسكټاپ پروت نښان وخوځوئ. كه تاسې د ډېسكټاپ
نښانونه يو په يو وخوځوئ، نو ممكن هغو بيرته سم په كتار نه شي. كه غواړئ چې
نښانونه د سكرين په كيڼ اړخ كې د عمودي كرښې په ډول ځانونو پخپله ترتيب كړي،
د نښانونه په ترتيب كړه (Arrange Icons) په فرعي مينو كې خوښونه اجرا كړئ.
كه غواړئ نښانونه ځانونه په هماغه ځاى كې ترتيب كړي چېرې چې مو غورځولي وي
نو نښانونو قطارول (Line Up Icons) خوښ كړئ. كه غواړئ چې نښانو تل د خوځيدو
يا نوي نښان د جوړيدو په صورت كې ځانونه په كيڼ اړخ كې ترتيب كړي نو اتومات
ترتيب (Auto Arrange) خوښ كړئ. د اتومات ترتيب لرى كولو لپاره تاسې بايد د
مينو پر دې خوښونه بيا كلېك كړئ. كه غواړي چې نښانونه ترتيب كړئ، پر
ډېسكټاپ ښي كلېك او نښانونه ترتيبول (Arrange Icons) خوښ كړئ. په فرعي مينو
كې د خپلې خوښې ترتيبول خوښ وكړئ: د نوم له مخې (by Name)، د ډول له مخې
(by Type)، د اندازې له مخې (by Size)، يا د نېټې له مخې (by Date). كه
غواړئ چې د ډېسكټاپ نښانونه په اتومات ډول د خوځيدو وروسته ځانونو په ترتيب
كړي، نو په فرعي مينو كې اتومات ترتيبيدل (Auto Arrange) خوښ كړئ.
د جوړونو او ځانګړنو بدلول (CHANGING SETTINGS AND PROPERTIES)
د وينډوز پر ډېسكټاپ يا د پروګرام په محتوياتو كې نږدى هر توكى خپلې
ځانګړنې (properties) لري. ځانګړنې د هغه توكي ميراثي پيژندنې
(characteristics) دي. د هر توكي د ځانګړنو پاڼه (properties sheet) تاسې
ته واك دركوي چې د هغه توكي ځانګړنې وګورئ او بدلى يې كړئ. د توكي د
ځانګړنو پاڼې كتلو لپاره، پر توكي ښي كلېك او د لنډې لار له مينو څخه
ځانګړنې (Properties) خوښې كړئ. د ځانګړنو پاڼه، چې 3،6 شكل كې ښودل شوى د
ځانګړنو پاڼې ته ورته وي، راڅرګنديږي. د خوښولو، ايډيټولو، يا پاكولو له
لارې ځانګړنې بدلې كړئ او بيا پر OK كلېك كړئ.
د پيل مينو كارول (USING THE START MENU)
د پيل مينو د وينډوز د اكثرو اجرآتو د پيل ځاى دى. تاسې د پيل مينو هر وخت
له هر پروګرام څخه د موږك پر يو كلېك پرانيستلى شئ. د پيل له مينو څخه تاسې
پروګرامونه پيلولى، نژدې وخت كې كارول شوي اسناد پرانيستلى، د وينډوز ښود
او ډول بدلولى، فايلونه او دوسيې لټولى، مرسته ترلاسه كولى او كمپيوټر
بندولاى شئ.
د پروګرام پيلول (STARTING A PROGRAM)
د پيل له مينو څخه د پروګرام پيلولو لپاره، پر پيل (Start) كلېك او
پروګرامونه (Programs) په نښه كړئ. د پروګرامونو فرعي مينو ښي اړخ ته
راڅرګنديږي. د خپلې خوښې پروګرام په نښه كړئ، لكه څرنګه چې په 3،7 شكل كې
ښودل شوي، او كلېك يې كړئ. تاسې په دې مينو كې هره فرعي مينو د يو كلېك له
لارې پرانيستلى شئ. كه تاسې يې كلېك نه كړئ، نو د موږك په نښه كوونكي له
لرى كيدو سره مينو بنديږي.
كوم پروګرام چې غواړئ پرانيزئ او د پيل په مينو كې يې نه وينئ، نو د پيل په
مينو كې مناسبه دوسيه په نښه كړئ چې د هغې دوسيې پروګرامونه راڅرګند شي. كه
تاسې دنده كرښه خوځولى وي، نو ممكن د سكرين په بيخ كې دنده كرښه ونه وينئ.
كه تاسې د سكرين په كوم ګوډ كې خړه كرښه وينئ، نو په نښه كوونكى هلته يوسئ
چې دنده كرښه (Taskbar) راڅرګنديږي.
مشوره # 12
كه غواړئ دنده كرښه په ډېسكټاپ كې نور اسان ځاى ته يوسئ، نو د دنده كرښې په
خړ ځاى كلېك كړئ، د موږك كيڼه تڼۍ همداسې ونيسئ او دنده كرښه د سكرين د
پاسني يا څنډو هر اړخ ته چې وغواړئ، راكاږئ.
كله چې تاسې پروګرام پرانيزئ، د هغه پروګرام لپاره تكمه (button) پر كاربار
راښكاره شي. دا تكمې تاسې ته وايي چې كوم پروګرامونه پرانيستي دي. پر دې
تكمو د كلېك كولو له لارې د هغه پروګرام كړكئ ژر فعاله كړئ.
كه د پيل په مينو پراته توكي ځانګړي كول غواړئ، نو 253مخ "د پيل په مينو
كې د پروګرامونو يوځاى كول او لرى كول" ولولئ.
په نژدى وخت كې كارول شوي سند پرانيستل
(OPENING A RECENTLY USED DOCUMENT)
د پيل په مينو كې د اسنادو (Documents) پر قومانده كلېكول په نژدې وخت كې د
پرانيستل شوو سندونو مينو راڅرګندوي. كله چې تاسې دا قومانده خوښه كړئ، د
اسنادو (Documents) فرعي مينو راڅرګنديږي، چې د هغه فايلونو ليسټ ښيي په
كومو كې چې تاسې په دې نژدى وخت كې كار كړى وي. په دې ليسټ كې د سند
پرانيستو لپاره پر هغې كلېك كړئ. وينډوز په اتومات ډول د هغې سره تړلى
پروګرام پرانيزي، كه چيرې له مخكې پرانيستى نه وي، او سند پرانيزي.
له يو څه وخت وروسته د اسنادو مينو ډيره اوږديږي او هغه اسناد هم لري، په
كومو چې اوس كار نه كوئ. د دې ليسټ پاكولو لپاره، د دنده كرښې (Taskbar) پر
خالي خړځاى ښي كلېك او ځانګړنې (Properties) خوښې كړئ. د دنده كرښې د
ځانګړنو په مكالمه بكس كې د پيل مينو پروګرامونو (Start Menu Programs)
نومليك خوښ كړئ، او بيا پر پاك (Clear) تڼۍ كلېك كړئ.
د دندې كرښې كارول (USING THE TASKBAR)
دنده كرښه د سكرين په څنډه كې پرته ده، عموماً په لاندينئ څنډه كې، او ټول
پرانيستى (Open) او چالان (Running) پروګرامونه ښيي. په دنده كرښه كې د
پروګرام پر تڼۍ د كلېكولو له لارې د پروګرامونو تر منځ تګ راتګ وكړئ.
مشوره # 13
كه تاسې له ليكمن سره مينه لرئ او د وينډوز 3.x استعمالوونكي ياست، تاسې
اوس هم د Alt+Tab په مرسته د پروګرامونو تر منځ دايروي سفر كولاى شئ پرته
له دې چې د موږك يا دنده كرښې اړتيا پريوزي.
د وسيله كرښې كارول (USING TOOLBARS)
وسيله كرښه (Toolbar) پر دنده كرښه (taskbar) پرته وي او عريضه يي
پروګرامونو او نورو زيرمو ته د ژر ورتګ لپاره كاريږي. له مخكې جوړو شوو
څلورو وسيله كرښو نه پرته تاسې نور ځانګړې وسيله كرښې هم جوړولاى شئ، چې په
هغې كې د پروګرامونه، فايلونو، دوسيو او هايپرلينكو (Hyperlinks) لپاره تڼۍ
جوړولى شئ. په 3،8 شكل كې له مخكې جوړې شوى څلور وسيله كرښې ښودل شويدي:
د تيارو جوړو وسيله كرښو (Toolbar) ليدو لپاره، د دنده كرښې پر خړځاى يا پر
وسيله كرښې (Toolbar) ښي كلېك كړئ، او وسيله كرښه كلېك، او بيا د وسيله
كرښې پر نوم كلېك كړئ. د وسيله كرښې (Toolbar) لرى كولو لپاره، د وسيله
كرښې (Toolbar) پر عنوان كلېك او بيا بند (close) كلېك كړئ. تاسې د دنده
كرښې بندولو واك نه لرئ. وسيله كرښې په 3،6 جدول كې تشريح شوي دي.
3،6 جدول د تيارو جوړو وسيله كرښو تشريح
وسيله كرښه (Toolbar) تشريح (Description)
پته (Address) وېب يا محلي توكو لپاره وركړل شوي ويب آدرسونه (hyperlinks)
ښيي.
اړيكې (Links) د دې ويب پاڼو ويب آدرس (hyperlinks) ښيي: Best of the Web,
Microsoft, Product News, Today�s Links او Web Gallery
ډېسكټاپ (Desktop) پر ډسكټاپ د هر توكي لپاره يوه تكمه ښيي.
ژر پيلوونكى
(Quick Launcher) ډېسكټاپ، كانالونه (channels)، انټرنېټ سپړونكى، او
بريښناليك پروګرام لپاره تڼۍ لري. چې د دې په مرسته دا پروګرامونه ژر
پيلولاى شئ.
د وسيله كرښې (Toolbar) د كيڼ اړخ د خوځوونكي لاستې (move handler) په
مرسته وسيله كرښه (Toolbar) خوځولى شئ. وسيله كرښه (Toolbar) د سكرين منځ
ته پر راكاږلو د وسيله كرښې كړكۍ (toolbar window) جوړيږي. د وسيله كرښې د
كړكۍ د بيااندازه (resize) او اداره كولو لپاره د وينډوز عادي تخنيكونه
استعمال كړئ.
مشوره # 14
كه غواړئ چې د آفس لنډې لار كرښې (office shortcut bar) څخه ځان خلاص كړئ
او د كار لپاره له هغې ښه وسيله ولرئ، د وينډوز98 ژر پيلوونكى د هغې
ارتجاعي او ګټور بديل دى. دا د پيل تڼۍ ښي اړخ ته پر دنده كرښه (Taskbar)
پروت دى. تاسې په دې باندې په هر ترتيب تنۍ جوړولى شئ او پر ډېسكټاپ كې يې
هر چيرې په ځاى كولى شئ.
د عريضه يي پروګرامونو كارول (WORKING WITH
APPLICATIONS)
وينډوز تاسې ته واك دركوي چې په يو وخت كې له يو څخه ډېر پروګرامونه وچلوئ.
هر پروګرام په خپله كړكۍ كې څرګنديږي يا د توكي په څېر پر دنده كرښه
(Taskbar) ښكاري. د فعال (Active) لغت د هغې كړكئ لپاره كاريږي په كوم كې
چې تاسې اوس كار كوئ. فعاله كړكۍ عموماً د ټولو دپاسه وي. د فعالې كړكئ د
عنوان كرښه(Title bar) عموماً د غير فعالې كړكيو عنوانو نه بدل وي.
د 3،9 شكل دوه پروګرام كړكۍ ښيي. فعاله كړكئ څو اسناد لري. د سكرين په تل (بيخ)
كې دنده كرښه (taskbar) چالان پروګرامونه ښيي. د فعال پروګرام تڼۍ روښانه
ده.
د وينډوز عريضه يي پروګرامونه، د پخوانيو 16 بيټه عريضه يي پروګرامونه په
شمول، د ځاى په ځاى كولو په باره كې معلوماتو لپاره، 150 مخ "د وينډوز
عريضه يي پروګرامونو سمبالول" ولولئ.
په سند كې ګرځيدل (SCROLLING IN A DOCUMENT)
د سند كړكۍ (document window) د لويو محتوياتو ښودلو لپاره ښوييدونكي كرښې
(scrolling bars) ښيي. عمودي ښوييدونكي كرښې ښي څنډې ته او افقي ښوييدونكي
كرښې لاندينۍ څنډه كې ښكاري.
په اكثره پروګرامونو كې تاسې په 3،7 جدول كې ښودل شوو د موږك عملياتو پر
كارولو د سند په محتوياتو كې كار كوئ.
3،7 جدول د موږك د عملياتو په مرسته ښوييدل
حركت (Movement) د موږك عمل (Mouse Action)
په لږه اندازه يا فاصله ښوييدل د ښوييدونكي كرښې (scrollbar) په اخيره كې د
تيرونو سرونه كلېك كړئ.
د سكرين په اندازه ښوييدل په ښوييدونكي كرښې (scrollbar) كې دننه كلېك كړئ.
د سند څنډې ته ښوييدل د ښوييدونكي كرښې غټه ګوته (scrollbar thumb) د
ښوييدونكي كرښې برابرې څنډې ته راكاږئ.
په اكثره پروګرامونو كې تاسې په 3،8 جدول كې د ليكمن د ښودل شوو عملياتو په
مرسته د سند په محتوياتو كې كار كولى شئ.
3،8 جدول د كيبورډ د كليانو په مرسته ښوييدل
حركت (Movement) كليانې (Keystrokes)
يوه كرښه ښكته/پورته تلل ښكته/پورته ويكټوري كليانى
يو ټكى ښي/كيڼ اړخ ته تلل ښي/كيڼې ويكټوري كليانې
يو لغت په اندازه ښي/كيڼ اړخ ته تلل Ctrl + ښي/كيڼې ويكټوري كليانې
د كرښې پيل ته تلل Home كلي
د كرښي پاى ته تلل End كلي
د سكرين په اندازه ښكته/پورته تلل Page Up/Page Down كليانې
د ليكنو او توكو خوښول (SELECTING TEXT AND OBJECTS)
پر ليكنه د موږك د راكاږلو له لارې ليكنه خوښه كړئ. په راكاږلو يا
غبرګ-كلېك باندې لغت خوښ كړئ. تاسې پر پراګراف باندې د درې-كلېك له لارې
هغه هم خوښولى شئ.
پر جسم د كلېك كولو له لارى هغه خوښ كړئ. د وينډوز پر ډېسكټاپ او اكثره
پروګرامونو كې، تاسې څو توكي خوښولى شئ پر لومړني توكي كلېك كړئ بيا shift
يا ctrl كلي ونيسئ او پر نورو توكو كلېك كړئ.
پر ډېسكټاپ خوا تر خوا پراته جسمونه د موږك تڼۍ كيمنډلو سره د راكاږلو له
لارى هم خوښولى شئ. د خوښونى مستطيل ستاسې د راكاږلو سره سم راڅرګنديږي. د
خوښونى په مستطيل كې دننه او د هغې سره لګيدونكي توكي د موږك تڼۍ د
پريښودلو پر مهال خوښ شوي وي.
په ليكنه كې له حركت سره سم د shift كلي پر نيولو د كيبورډ په مرسته ليكنه
خوښه كړئ. د ويكتوري كليانو سره د shift او ctrl پر نيولو لغت خوښ كړئ.
د ايډيټولو ساده تخنيكونه (USING SIMPLE EDITING TECHNIQUES)
د موږك په مرسته ايډيټ وكړئ د ليكنې په منځ كې كلېك كړئ چې د ننه ويستنې
نښه (insertion point) پكې په ځاى شي او ټايپ پيل كړئ. لومړى د ليكنې
خوښولو او بيا ټايپولو له لارى هغه بدل كړئ.
د ليكمن په مرسته ليكنه ايډيټ كړئ د ننه اييستنى نښه (insertion point) ځاى
كړئ، او هلته يې يوسئ چيرې ليكنه اضافه كول غواړئ او بيا ټايپ پيل كړئ. د
ليكنې د خوښولو او بيا د ټايپولو له لارې ليكنه بدله كړئ. خوښه شوى ليكنه د
Delete كلي پر وهلو وران (Delete) كړئ.
كاپي او لېږدول (COPYING AND MOVING)
د مينو قوماندو يا موږك د عملياتو پر كارولو خوښ شوى توكى كاپي (copy) يا
وليږدوئ (move). خوښ شوى توكى د ايډيټ (Edit) او پريكولو (Cut) (Ctrl+X)
پركارولو له فعلي ځاى څخه پرى (Cut) كړئ. خوښ شوى توكى د ايډيټ (Edit) او
نقل(Copy) (Ctul+C) پر كارولو كاپي (Copy) كړئ. د ننه ايستنې نښې
(Insertion point) د خپلې خوښې ځاى ته پر وړلو او بيا د ايډيټ (Edit) او
نښلول (Paste) (Ctrl+V) له لارې پرى شوى يا كاپي شوى توكى ونښلوئ.
د موږك په مرسته د خوښ شوي توكي د ليږدولو (move) لپاره، خوښ شوى توكى د
هغه نوي ځاى ته راكاږئ؛ او بيا د موږك تڼۍ پريږدئ. د خوښ شوي توكي د كاپي
(Copy) لپاره د راكاږلو (drag) پر مهال د ctrl كلي هم ونيسئ.
مشوره # 15
ستاسې د وسلو په زيرمه كې Ctrl+C او Ctrl+V تر ټولو ګټور امرونه (commands)
دي. د ليكي چاپيريال په نظر كې نيولو نه پرته، تاسې ليكنه كاپي او هر چيرې
يې په كوم سند يا نور كار كې نښلولى شئ. دا امرونه په ځانګړي ډول له سي ډي
روم څخه ورډ (word) ته د معلوماتو نقلولو لپاره ډېر ګټور دي.
د پروګرامونو تر منځ د معلوماتو ګډولو، او په دې پروسه كې د clipboard د
كار په باره كې د نورو معلوماتو لپاره، 170مخ "د وينډوز98 د معلوماتو ګډولو
پر توان پوهيدل" ولولئ.
د سندونو كړكيو تر منځ تګ راتګ (SWITCHING BETWEEN DOCUMENT WINDOWS)
د كړكئ پر څنډه كلېكول هغه فعالوي. كه غيرفعاله كړكئ نه وينئ تر څو پرې
كلېك كړئ، نو پر وينډو مينو (Window) كلېك، او بيا د هغه سند پر نامه كلېك
كړئ كوم چې فعالول غواړئ. په ځينې پروګرامونو كې تاسې د Ctrl+F6 په مرسته د
سندونو د كړكيو تر منځ دايروي ګرځيدنه كولى شئ.
د سند كړكئ بندول (CLOSING A DOCUMENT WINDOW)
د سند كړكئ بندولو لپاره لومړى هغه فعاله كړئ او بيا د فايل (File) په مينو
كې د بندول (Close) يا د سند كړكئ د بندولو پر تكمې د كلېك كولو له لارې يې
بنده كړئ. كه د اخيري خوندي كولو وروسته په سند كې ګوتې وهل شوي وي، نو
تاسې څخه د خوندي كولو يا نه كولو لپاره پوښتنه كيږي. كه تاسې پر هو (Yes)
كلېك كړئ، نو سند په اوسني نوم خوندي كيږي.
د وينډوز عريضه اى پروګرامونو پرېښودل (QUITING WINDOWS APPLICATIONS)
د وينډوز اكثره عريضه اى پروګرامونه د پريښودلو يوشان پروسه لري. د وينډوز
عريضه اى پروګرام پريښودلو لپاره دا ګامونه پلي كړئ:
1. د عريضه اى پروګرام پر كړكئ د كلېك كولو يا د Alt+Tab د كيمنډلو له لارې
د عريضه اى پروګرام كړكئ فعاله كړئ.
2. پر فايل (File) او وتلو (Exit) كلېك كړئ؛ Alt+F4 كيمنډئ؛ يا د پروګرام د
كړكئ بندولو (Close) تڼۍ كلېك كړئ.
كه په پروګرام كې داسې سندونه وي چې له اخيري خوندي كيدلو وروسته پكې ګوتې
وهل شوي وي، نو پروګرام له تاسې څخه پوښتي چې له پروګرام پريښودو مخكې سند
خوندي كړئ.
د فعال ډېسكټاپ كارول (WORKING WITH THE ACTIVE DESKTOP)
د وينډوز98 فعال ډېسكټاپ ستاسې د كار او فكر ډول بدلولى شي. د ثابتو دوسيو
او نښانونو لرونكي ډسكټاپ څخه د كار پر ځاى، تاسې په ويب ډوله چاپيريال كې
كار كوئ. دا ډېسكټاپ چې خوځنده (dynamic) وي او ستاسې د اړتياوو له مخې
بدليږي. فعال ډسكټاپ تاسې ته ستاسې د محلي كمپوټر ثابت او بدليدونكو
معلوماتو تر څنګ د شبكې (Network) يا وېب معلومات هم ښودلى شي.
فعال ډېسكټاپ د وېب ډوله چاپيريال يوه مهمه نښه ده. په وينډوز95 كې، ډسكټاپ
ثابت معلومات لكه د پروګرامونو يا دوسيو پرانيستلو لپاره لنډې لارې او په
پس منظر كې ثابت تصوير يا نقش ښوده. په وينډوز98 كې فعال ډسكټاپ په متواتر
ډول بدليدونكي معلومات ښيي. د بيلګې په ډول، ستاسې فعال ډسكټاپ ژوندئ
ويبپاڼې (Live web pages)، Active X تركيبوونكي توكي او Java applets لرلى
شي. دا بڼه تاسې ته واك دركوي چې خپل ژوند او كار لپاره مهم معلومات وكتلى
شئ، لكه صرافي، محلي موسم يا خبرونه او داسې نور په زړه پورې معلومات.
تاسې د خپل كار له مخې فعال ډسكټاپ وړ (on) او ناتوانولى (off) شئ. تاسې د
Active Desktop لپاره هر ډول HTML پاڼه استعمالولى شئ. هغه داسې چې ستاسې
فعال ډسكټاپ لاندې ډول معلومات ښودلى شي:
په ويب پاڼه كې ښكاره كيدونكى ګرافيك يا ليكنه
د خپلې خوښې ويبپاڼو لكه مالي، سپورتي، ژوند ډول يا موسم ته ويب ارتباط (weblink).
د خپلې خوښې ويبپاڼو متواتر نوي (update) كول
له كانال خرڅوونكو څخه ستاسې ډسكټاپ ته راتلونكى معلومات
Active X تركيبوونكي توكي يا Java applets چې په فعال ډسكټاپ كې د عريضه
اى پروګرام په توګه چالان وي.
مرستې معلومات يا د كمپنئ معلومات چې په متواتر ډول بدليږي.
مشوره # 16
د فعال ډسكټاپ د استعمالولو پر مهال ممكن ځينى كوچنيو پيښو سره مخ شئ.
لومړى، كله چې تاسې د څرګندونو (Display) ځانګړنو (Properties) مكالمه بكس
پرانيزئ د ويب نومليك (tab) ورك وي. دوېم، كله چې پر ډسكټاپ ښي كلېك كړئ، د
فعال ډېسكټاپ امر (Command) ورك وي. له داسې پيښو سره هغه وخت مخ كيږئ كه
تاسې TweakUI پروګرام استعمالوئ او په دې پروګرام كې د فعال ډسكټاپ وړ
كيدونكى بڼه (feature) وړ (enable) نه وي.
كه تاسې له دې پروګرام سره بلد نه ياست، Tweak UI د مايكروسوفټ وينډوز98
Power Toys سره راځي او د وينډوز د سي ډي روم په Tools\Reskit\Powertoy
دوسيه كې پروت وي.
TweakUI د پرمختللي استعمالوونكو لپاره يوه پيداواري وسيله ده چې هغوى ته
واك وركوي تر څو د وينډوز استعمالوونكي چاپيريال (Windows User Interface)
ځينې جوړونې بدلې كړي. د TweakUI ځينې ټاكنې د عيارونو په نورو سكرينونو كې
هم موجودې وي، او ځينې ټاكنې يوازې په TweakUI كې پيدا كيږي.
TweakUI د ډېرو توكو لپاره د عيارونو ټاكنې (Configuration options) لري،
چې په هغې كې د موږك پرزې، سپړونكى، ډسكټاپ، زما كمپيوټر، او شبكه شامل دي.
د نورو معلوماتو لپاره د پروګرام د مرستې فايل ولولئ.
په ډېسكټاپ كې د بدلون اړوند نورو معلوماتو لپاره، اوولسم څپركى "د
وينډوز څرګندونو ځانګړي كول" او 480مخ "په فعال ډسكټاپ كې د توكو څرګندول"
ولولئ.
خپل ډېسكټاپ څخه د پوره ګټې اخيستنې لپاره، هغه ويبپاڼې ته بدل كړئ، 479
مخ "د HTML پاڼه د ډسكټاپ په توګه كارول" ولولئ.
ستونزو لرې كول (TROUBLESHOOTING)
د دنده كرښې پټول يا تتول (OBSCURING THE TASKBAR)
د زړو وينډوز (وينډوز پخوانئ خپرونې) لپاره ليكل شوي پروګرامونو كړكئ دنده
كرښه (Taskbar) هم پټوي، نو لدې كبله د پروګرامونو تر منځ بدليدل يا د پيل
پر تڼۍ كلېكول ستونزمن دي.
آن كه تاسې دنده كرښه (Taskbar) هم نه وينئ، خو بيا هم د Alt او Tab تڼۍ پر
نيولو د پروګرامونو تر منځ تګ راتګ كولاى شئ. يوه كرښه راڅرګنديږي چې د
عريضه يي پروګرام لپاره تڼۍ لري. د Alt كلي همداسې كيمنډلې ونيسئ او د Tab
كلي همداسې بيابيا كيمنډئ تر څو د خپلې خوښې پروګرام ته ورسيږئ او بيا
دواړه تڼۍ پريږدئ.
په يو وخت كې د دنده كرښې (taskbar) او پيل مينو پرانيستلو لپاره، Ctrl+Esc
كليانې كيمنډئ.
د وينډوز98 په چاپيريال كې د استاذيدو رازونه: د كړكيو تر منځ بدلوونكي
كارول
(SECRETS OF MASTERING THE WINDOWS 98 ENVIRONMENT: USING WINDOWS
SWITCHER)
د كړكيو تر منځ بدلوونكى (WindowSwitcher) يوه كوچنۍ سوتره وسيله ده چې
تاسې ته د ټولو پرانيستو اسنادو، كاركتابونو(Workbooks)، او د وينډوز نورو
عريضه اى پروګرامونو تر منځ د مخكې وروسته تګ راتګ واك دركوي. كله چې له يو
څخه ډېر سند، كاركتاب يا Presentation پرانيستى وي، نو وينډوز تر منځ
بدلوونكى غير فعالې كړكئ د يو كتار په ډول په دنده كرښه ځاى كوي. دا ګټورې
لنډې لارې ډېر وخت سپموي، ځكه كاروونكى هر ځل نه مجبوريږي چې ټاكلي عريضه
اى پروګرام د كړكئ مينو ته ولاړ شي او له هغه ځايه غير فعال (خو پرانيستى)
كړكئ فعاله كړي؛ يوازې په دنده كرښه (Taskbar) كې د كړكئ پر تڼۍ كلېك يا
Alt+Tab كيمنډئ. د كړكيو تر منځ بدلوونكى (WindowSwitcher) كړكئ پخپله
فعالوي. د كړكيو تر منځ بدلوونكى (WindowSwitcher) په دنده كرښه د غير
فعالې كړكئ نوم (Caption) او مناسب نښان څرګندوي او د هر عريضه يي پروګرام
لس كړكئ يادې ساتي. كه د دنده كرښه (taskbar) لپاره د كړكئ نوم ډېر لوى وي،
نو د موږك په نښه كوونكى د هغې كړكي د تكمې په سر ونيسئ ToolTip د هغه پوره
نوم راڅرګندوي.