مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دالبقره دسورت د،۲۹،مبارک آیت تفسیراوعلمی تحقیق

تفسېرفضل الرحیم (۱۲)برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
---------------------------------------------------------------------


لفظی ترجمه
(هُوَ) دَۍ يعنی الله جل جلاله ( الَّذِي)هغه دۍ یعنی هغه وتاسی ته ای انسانانودغټوغټونعمتودرکوونکئ ذات دۍ (خَلَقَ)چی پيداکړي يې دي (لَكُمْ)تاسی لره، يايې داسی معنی وکړۍ، له وجی ستاسی ،يعنی له وجی دنفعی ستاسی (مَا)هغه يعنی هغه شيان (فِي)چی دي په (الْأَرْضِ) مزکه کښی (جَمِيعًا) ټول یعنی په داسی حال کښی چی ټول دی په دې معنی چی یوشی هم پکښی داسی نسته چی الله جل جلاله دی نه وی پیداکړئ بلکه بل چادی دهغه تخلیق کړئ وی اونه یوشی له همدغوځمکنی شیانو څخه داسی سته چی ستاسی نفعه اوفايده دی په هغه کښی نه وی ملحوظه سويې(ثُمَّ) بيايې (اسْتَوَى)قصدوکړ (إِلَى) وه (السَّمَاءِ)اسمان ته يعنی قصديې وکړواسمان ته د دې چی پيدايې کړي (فَ)نويې (سَوَّا) برابرکړل، ياپيدايې کړل برابرله حکمت خپل سره (هُنَّ) دوی يعنی اسمانونه (سَبْعَ) اُوه (سَمَوَاتٍ)اسمانونه، يعنی په داسی حال کښی چی اُوه اسمانونه دي (وَ) او (هُوَ) دَۍ يعنی الله پاک (بِ) په (كُلِّ)هر (شَيْءٍ ) شی (عَلِيمٌ) ښه عالم دۍ (29)،،،

پوسه چی پدغه مبارک آيت کښی الله جل جلاله بل عظيم نعمت خپل چی پرانسانانوباندي يې کړيدۍ بيان کړيدۍ اودغه نعمت مرتب دۍ پرنعمت دوجود ورکولو وانسانانوته چی په مخکی آيت کښی يې ذکروسو ځکه چی دادهغه نعمت بيان دۍ چی انسان له پيدايښت څخه وروسته په بقااوپه زندګی کولوکښی ورته محتاج دۍ پدغه آيت کښی الله پاک داسی فرمايلی دي چی دغه الله چی تاسی په کافران سوی ياست سره له دې چی ستاسی وجود اوستاسی مرګ اوژوند دده له لوري څخه دۍ اوتاسی بېا دده ومحاسبې ته هم ورځۍ، هغه ذات دۍ چی پيداکړي يې دي ستاسی دفايدې اونفع دپاره هغه ټول شيان چی په مزکه کښی دي چی ستاسی دژوندانه چاری ټولی دهمدغی مزکی په شيانوسمباليږي اوقِسم قِسم دنيوي فايدې ورڅخه اخلۍ اودارنګه له همدغوشيانوڅخه دينی نفعی هم اخلۍ ځکه هرشئ چی په مزکه کښی دۍ دالله پاک پروجود اويووالی باندي اودارنګه دده پرکاملو صفاتوباندي لکه علم، قدرت، اراده،اوپرپاکوالی باندي دالله جل جلاله له ټولونقصاناتو اوعيبوروښانه دليل دۍ اوالله پاک په پيژندل کيږي لکه چی مولاناعبدالرحمن جامی رحمه الله فرمايلی دي
زهرزره بدوروی وراهيست براثبات وجود اوګواهيست

اويالکه شيخ سعدي شيرازی رحمه الله چی فرمايلی دي
برګ درختان سبز درنظرهوشيار هرورقش دفتريست معرفت کردګار

همدارنګه نبيان علماء مدرسی مسجدونه کتابونه کاغذان قلمان اوداسی نور بيشماره مزکنی شيان چی دينی ګټی ورڅخه اخيستلي کيدلای سی همدارنګه دغه اُوه اسمانونه چی وانسانانوته دنيوي اودينی فايدي پکښی موجودي دي همدغه الله جل جلاله پيداکړيدي اودغه ټول کارونه چی ده کړيدي ددې خبری کامل دليلونه دي چی الله جل جلاله دزبردست اوکامل ترين علم خاوند دۍ اوپه هرشی ښه عالم دۍ ،،،

تفصیل اوعلمی خبری

،(هوالذی)
پوسه چی دلته مبتداچی دهولفظ دۍ اوخبرچی الذی سره له صلې دۍ دواړه معرفه دی نوپه دې وجه داکلام مفید دحصر دخبر دۍ په مبتدا کښی خوڅرنګه چی دغه خبرپه اصل کښی دلیل دۍ پر استحقاق دالله پاک عبادت لره دبندګانونوحصر دهمدغی خبری په الله کښی مفید دۍ دحصر داستحقاق دعبادت په الله کښی ، اودغه جمله په تقدیردعاطف سره عطف ده پر جمله دوکنتم باندی اوحرف عطف له دې وجی ترک سویدۍ چی دغه معطوف لکه نتیجه داسی دۍ معطوف علیه لره ،د،هو،په لفظ کښی مختلف لغتونه دی ،اول په ضمه دهاء اوپه تخفیف اوفتحه دواوسره لکه چی مشهورهم دادۍ دوهم په حذف دواوسره خوپه شعرکښی فقط،دریم په ضمه دهاء اوپه تشدیداوفتحه دواوسره خوپه لغت دهمدان کښی څلرم په سکون دواوسره خو په لغت کښی دقیس اوداسد اودغه لفظ دهوداهل الله په نزددالله پاک دذات بحت نوم دۍ اوپه دغه لفظ کښۍ اصلی حرف یواځی دهاء لفظ دۍ اوواوپکښی زائد دۍ په دلیل ددې چی په تثنیه اوپه جمع کښی حذف کړکېږی نوداپه اصل کښی یوحرف دۍ اوپریوه ذات فرددالله باندی دلالت کوی اودغه مبارک لفظ دهو دهرانسان له تنفس سره جریان لری ـ

( خلق)
پوسه چی دخَلَقَ لفظ دخَلْق څخه جوړ دۍ خلق په اصل کښی وتقدير يعنی اندازه کولوته ويل کيږي يقال خلق النعل اذاقدرهاوسواهابالمقياس بياپه معنی کښی دايجادالشيئ علی تقدير واستواءمستعمل سویدۍ( لکم) تقدیم ددغه جار اومجرور پرصریحی مفعول باندی کوم چی دمافی الارض لفظ دۍ دپاره دتعجیل دمسرَّت دۍ اولام جاره دپاره دتعلیل اودانتفاع دۍ،ای خلق لاجلکم جمیع مافی الارض لتنتفعوابه فی اموردنیاکم بالذات اوبالواسطه وفی اموردینکم با لاستدلال والاعتبار،پوسه چی ډیروداهل سنتولکه حنفیه اوشافعیه په دغه آیت سره پر دې خبره باندی دلیل نیولی دۍ چی اصل په هغوشیانوکښی چی دانسانانودپاره نافع وی اباحت او رواوالئ دۍ البته دمخه ترراتللو دشریعت اواکثر دمعتزله ؤهم پردغه خبره باندی دی اوامام رازی په محصول کښی اوبیضاوی په منهاج کښی هم دغه خبره غوره کړیده خوځنوعلماؤپردغه استدلاال باندی دااعتراض کړیدۍ چی لام جاره خوکله کله دپاره دغیردنفع هم راځی لکه په دې قول دخدای کښی چی،ان اسأتم فلها،بیا په دې ډول جواب ورکړسویدۍ چی دغیر نفع دپاره دلام جاره راتلل دمجازپه ډول دۍ نه دحقیقت په ډول، اوځنوویلی دی چی اصل په اشیاؤکښی له مخه تروروددشرع حظراوحراموالئ دۍ اوځینوبیا په دې مسأله کښی توقف کړیدۍ،روح المعانی

(ما فی الارض)
پوسه چی لکه څرنګه چی مافی الارض یعنی هغه شیان چی په ځمکه کښی دی الله پاک دانسانانودنفع دپاره پیداکړیدی نودارنګه ئې ځمکه په خپله هم ددوئ دنفع دپاره پیداکړیده نوپه دې وجه دلته داسوال کیږی چی دلته تخصیص دمافی الارض په څه وجه سویدۍ ؟ددې سوال په مختلفووجوسره جواب سویدۍ،اول په دې ډول چی بیان دامتنان په ځمکه سره الله پاک تردغه دمخه لا په خپل دغه قول کښی کړیدۍ چی،وجعل لکم الارض فراشا ،اودوهم په دې ډول چی دالارض له لفظ څخه خپله معنی نه ده مرادبلکه دارض لفظ دلته په معنی دجهة السفل دۍ نوبه دمافی الارض معنی مافی جهة السفل سی اودریم په دې ډول چی دځمکی پرهرجزباندی دمافی الارض لفظ صادقیږی نوله دغه وجی ځمکه هم په مافی الارض کښی داخله ده دلته يوسوال داهم کيږي چی ټول مافی الارض خوپه وخت دنزول ددغه آيت کښی خدای پاک نه ؤو پيداکړي ځکه ډيرله مافی الارض څخه وروسته پيداسويدي نوبيا څنګه خلق يعنی دماضی لفظ الله جل جلاله فرمايلۍ دۍ د دې سوال هم په مختليفوډولو سره جواب کيدلاي سی اول پدې ډول چی له مافی الارض جميعاً څخه هغه مافی الارض مراد دۍ چی دهمدغه آيت دنزول په وخت کښی موجود ؤو دوهم پدې ډول چی له خلق څخه دمافی الارض جميعاً عام مراد دۍ که خلق دنفس مافی الارض وي اوکه خلق دمادې د ده وي اودريم پدې ډول چی هغه چی په وروسته کښی موجودسوی اویاموجودیږی دتغلیب په ډول مخلوق بلل سويدۍ څلرم پدې ډول چی خَلَقَ په معنی دقَدَّرَده له دغوجوابوڅخه دیوه بل سوال جواب هم وسوهغه داچی دمخه تراستواء اوقصدکولودالله پاک وپیدایښت داسمانوته خوجمیع مافی الارض نه ؤپیداسوی ځکه له مافی الارض څخه ډېرداسی شیان ؤچی وروسته ترتخلیق داسمانوالله پیداکړل اویائې اوس لاهم ندی پیداکړی بلکه له دې څخه وروسته ئی پیداکوی، ، ، پوسه چی اباحيه چی يوه ګمراه کافره ډله ده او واسلام ته اووصوفیه ؤته منسوبه ده وايې چی کله انسان خدا ی پاک وپيژنی اوله خدای پاک سره يې محبت پيداسی نوبيا په هيڅ شي مکلف نه دۍ اوهرڅه ورته روادي او په مزکه کښی چی څه دي هغه دهرچادي او ورته مباح دوئ پدغه آيت کښی دخلق لکم مافی الارض جمیعاً په جمله سره دليل نيسی اودارنګه اشتراکیه اودهریه کفارهم پرمسلمانانوباندی دالزام په ډول دغه آیت پرخپله دې خبره باندی چی ددنیا ټول شیان وهرچاته مباح دی اوزن زرزمین دټولوسره شریک دی دلیل ګرزه وی ، ددوی ددې فاسداستلال اول جواب دادۍ چی له دغه آیت څخه خوصرف دونه قدرفهمیږی چی په ځمکه کښی هرشی دانسانانودنفع دپاره دۍ اونفعه عامه ده که دنیوی وی اوکه دینی وی او دارنګه عام له دې څخه چی دغه نفعه اخیستل په مافی الارض مشروط په یوه شرط اومقید په یوه قیدسره وی او که نه وی نوپه دغه عامه معنی سره انتفاع اباحت دهرشی لره ندۍ مستلزم اودوهم جواب يې دادۍچی قاضی بيضاوی رحمه الله ددوۍ دغه استدلال په دی ډول رد کړيدۍ چی مذکوره آيت پردې باندی دلالت نه کوی چی هريودمافی الارض مباح دۍ لپاره دهريوه له انسانانوبلکی پردی باندی دلالت کوی چی مجموع دمافی الارض دمجموع انسانانودپاره دۍ نوداله دې سره منافات نلري چی ځنی شيان دي ترځنوانسانانوپوری دځنوعارضی اسبابوپه وجه لکه رانيول یا په ميراث ور پاته کيدل اختصاص پيداکړي او ونوروته دي نه وي مباح خوالبته له آيت څخه دغه مسئله معلوميږي چی اصل په مزکنی شيانوکښی اباحت دۍ اونه اباحت دعارضی اسبابو په وجه پکښی راځی لکه چی تفصیل ددې دمخه تیرسو، دلته په دې اړه ویوې بلی فائدې ته فهم وکړۍ،محب الله بهاری په مسلم الثبوت کښی ذکرکړیدی چی دغه اختلاف چی اصل په اشیاؤکښی اباحت دي اوکه حرمت دۍ اوکه په دې کښی توقف دۍ په هغه وخت کښی ممکن دۍ چی شریعت نه ؤراغلی اوکله چی شریعت راغی نوبیاخودهرشی حکم شریعت معلوم کړاوځنووېلی دی چی دشریعت له نزول څخه وروسته هم واصل ته رجوع کیدلای سی یعنی دهغه شی په باره کښی چی شریعت دهغه په باره کشی څه نه وی ویلی اوشاطبی په کتا ب الاعتصام کښی فرمایلی دی چی دغه اختلاف په عادی اموروکښی دۍ نه په عباداتوکښی اوصاحب ددرمختارویلی دی چی صحیح قول داهل سنت په دې مسأله کښی توقف دۍ اواباحت دمعتزله ؤرأیه ده پوسه چی دلته دیوې

بلی مسئلې څيړنه هم ضروري ده هغه داچی علماؤ پدې مسئله کښی اختلاف کړیدۍ چی افعال دالله جل جلاله معلول په اغراضو دي اوکه نه دي يعنی الله جل جلاله چی يوکارکوي نوديو غرض اوعلت په سبب يې کوي اوکه يا اکثرعلماء پردغه خبره باندی دی چی افعال دالله پاک معلول په اغراضو نه دي امام فخرالدين رازی رحمه الله په تفسير کبير خپل کښی ددغه آيت دتفصيل په ذيل کښی فرمايلی دي چی قال اصحابنا انه سبحانه وتعالی لايفعل فعلا لغرض لانه لوکان کذالک کان مستکملا بذالک الغرض والمستکمل بغيره ناقص بذاته ولان من فعل فعلالغرض کان عاجزاعن تحصيل ذالک الغرض الا بواسطة ذالک الفعل والعجز عليه تعالی محال انتهی باختصار په مذکور آيت کښی دغه قول الهی چی خلق لکم ظاهرا پردې خبره دلالت کوي چی الله جل جلاله فاعل للغرض دۍ ځکه چی خلق چی فعل دالله جل جلاله دي معلول په غرض ګرځيدلۍ دۍ چی دلکم لفظ دلالت باندی کوي اوله دې قسمه نوراياتونه هم سته لکه وماخلقت الجن والانس الا لیعبدون، امام رازی رحمه الله په جواب کښی د دې داسی فرمايلی دي ثم انهم تکلموافی اللام فی قوله تعالی خلق لکم مافی الارض جميعا وفی قوله الا ليعبدون فقالواانه تعالی لمافعل مالوفعله غيره لکان فعله لذالک الشئ لاجل ذالک الغرض لاجرم اطلق الله عليه لفظ الغرض بسبب هذه المشابهة اوقاضی بيضاوي په اشاره کښی وجواب ته له امثالود داسی اياتوفرمايلی دي چی خلق دمافی الارض لاجل انتفاعکم په دې معنی نه دۍ مراد چی انتفاع غرض دفعل دخلق دۍ بلکه په دې معنی مراد دۍ چی انتفاع يې لکه غرض داسی دۍ له دې حيثيته چی دغه انتفاع عاقبت دفعل دخلق دۍ اومؤدايې دۍ انتهی مافی البيضاوي،خو په حقيقت کښی دغه نزاع لفظی نزاع ده ځکه که دغرض تفسیرپدې ډول وسی چی غرض دفعل هغه دۍ چی فاعل لره باعث وي پرفعل باندی اوفاعل بې له فعله د ده پرتحصيل باندي قدرت نلري اوفاعل لره په ده کښی نفعه وي نوهيڅوک داسی نسی ويلای چی فعل دالله پاک معلول په غرض دۍ اوکه يې پدې ډول معنی وسی چی غرض هغه دۍ چی مرتب وي پر فعل دفاعل باندی عام له دې که فاعل لره باعث وي اوکه نه وي نفعه يې فاعل ته عائده وي او که وغير ته خوالبته بې نفعې به نه وي نوبيا افعال دالله پاک په اتفاق معلول په اغراضو سره کيږی ځکه پردغه تقدير حکمت اومصلحت هم په غرض کښی داخل دۍ اوافعال دالله جل جلاله حتما له مصالحواوحکمتو څخه خالی نه دي،او بله مسئله دلته دا مطرح کيږي چی ايا اول الله جل جلاله مزکه پيدا کړيده اوکه اسمانونه پدې مسئله کښی هم اختلاف دۍ څوک چی مزکه په پيدايښت کښی له مخه بو لی نوپدغه مذکوره آيت سره دليل نيسی اوهغه اياتونه چی ظاهره پردې باندی دلالت کوی چی اسمانونه له مخه پيداسويدي نو په هغوئ کښی دوئ تاويل کوي اومقابل طرف يې بيا په هغواياتوکښی تاويل کوي چی دمزکی پرتقدم باندي دلالت کوي مثلا پدغه آيت کښی داسی وايې چی دثم لفظ دلته لپاره دتراخی فی الزمان نه ده بلکه لپاره دتراخی په رتبه کښی ده ځکه اسمانونه په مرتبه کښی بهتر اولوړ دي ترمزکه

(ثم ا ستوی)پوسه چی لفظ دثم موضوع دۍ دپاره دعطف سره له تعقیب اوتراخی خوکله کله دپاره داستبعاد اوکله دپاره دتعقیب ذکری اوکله له پاره دتراخی فی الرتبه اوتفاوت بین الامرین هم راځی اوتراخی فی الرتبه بیا دوه قسمه ده اول قسم ئې دادۍ چی مابعددثم اعلی وی په رتبه کښی ترماقبل دثم لکه په دغه آیت کښی بناپریوه قول باندی اودوهم قسم يې دادۍ چی ماقبل يې اعلی وی په رتبه کښی ترمابعد لکه په دې مثال کښی زیدابوک ثم جارک دلته له استبعادڅخه پرته دنوروټولوذکرسویومعناؤدهری یوې احتمال سته ،پوسه چی داستوی فعل له استواء څخه جوړدۍ ابن جریرذکرکړیدی چی استواء په پنځومعناؤ کښی مستعملېږی،اول په معنی دکمال اوپوره والی دځوانۍ دانسان ،دوهم په معنی داستقامت اوسیده و الی چی هیڅ کږ والی نه وی ورسره ،دریم په معنی دتوجه اومخ کول ویوشی ته ،څلرم په معنی دغلبه کولوپریوشی باندی،پنځم په معنی دارتفاع اواُوچتوالی، دلته له استواء څخه کومه معنی مراد ده؟په دې اړه اختلاف موجود دۍ ابن جریراستوی دلته یاپه معنی دعلااویا په معنی دارتفع اخیستې ده اوالی جاره يا په معنی دعلی اویاپرخپله معنی پاته ده نوکه دعلا په معنی سی نوبه معنی دآیت په دې ډول سی چی وروسته ترتخلیق دمافی الارض جمیعاً بلاکیفه لوړسوالله پراسمان باندی اوکه پرخپله معنی پاته سی نوبه معنی په دې ډول سی چی وروسته بلا کیفه پورته سوالله پاک واسمان ته اوابن کثیرفرمایلی دی چی استواء دلته په معنی دقصددۍ ،کله چی قصد ویوشی ته تام سی نوپه استواءتعبیرورڅخه کېږی،په قرینه ددی په معنی دقصددۍ چی په الی سره متعدی دی ځینومفسرینوهم دغه قول راجح بللی دۍ ،سوال، استواء اوقصدواسمان ته خوفرع دوجودداسمان دۍ حال داچی په وخت داستواءکښی خواسمان موجودنه وو،جواب دسماء لفظ دلته په معنی دجهت دعلو دۍاویامرا دورڅخه ماده دخلقت داسمان ده کومه چی په مثل ددخان یعنی ددودیوشی ووچی الله پاک اسمانونه ورڅخه جوړکړل لکه دحم سجده په یوولسم آیت کښی چی راغلی دی(فسویهن سبع سماوات) دهن ضمیروچاته راجع دۍ اوله تسویه څخه مرادڅه دۍ اوایااسمانونه اُ وه دی اوکه نهه دی اوایااسمانونه مستقل اوخاص خاص جسمونه دی اوکه دهواګانومدارونه دی اویا له نمراوسپوګمۍ وغیره څخه عبارت دی؟ دایوڅوسوالونه دی چی جواب غواړی ،داول سوال جواب دادۍ چی دهن په ضمیرکښی دوه احتماله دی اول احتمال دادۍ چی دالسماء ولفظ ته راجع سی خوپه دې شرط چی له سماء څخه خپله متعارفه معنی مرادسی چی اجرام یعنی اسمانونه دی اودجمع ضمیرځکه ورته راجع سویدۍ سره له دې چی ظاهره دسماء لفظ مفرد ښکاره کیږی چی یاسماء دسماءة جمع دۍ اویادلته مؤل په جمع دۍ،اودوهم احتمال دادۍ چی دغه ضمیرضمیرمبهم دۍ اودسبع سماوات لفظ ئې تفسیرواقع سویدۍ لکه په دې قول کښی نعم رجلاً زید اوددوهم سوال جواب دادۍ چی تسویة یعنی برابره ول دیوشی دوې معنی وی لری اوله یی مشهوره معنی ده هغه داده چی یوشی موجودوی خوکوږوی بیابرابراوسیده کړسی،دوهمه معنی یې داده چی یوشی له اوله لاسیده بې کجوالی پیداکړسی دلته همدغه دوهمه معنی مراده ده ،ددریم سوال جواب دادۍ چی الله پاک په سورت ملک کښی اسمانونه په طباقاً سره اوپه سورت نبأ کښی په شدادًاسره اوپه سورت المؤمنون کښی په طرائق سره موصوف کړی دی اوداټول ددې دلائل دی چی اسمانونه مستقل جسمونه دی نه هوائې مدارونه دی اونه له لمر،سپوګمۍ اوستوروڅخه عبارت دی لکه چی دباطل پرسانوخیال دۍ،تنبیه په دې باره کښۍ به چی ایا ځمکه دمخه پیداسویده اوکه اسمان مکمل تحقیق په بل ځای کښی ان شاء الله درته راسی دسبع سماوات د لفظ په نصب کښی پنځه احتماله دی اول احتمال دادۍ چی بدل سی دهن له ضمیرڅخه دوهم احتمال دادۍ چی مفعول به سی خوفسویهن به په معنی دفسوی منهن سی دریم احتمال دادۍ چی حال مقدره سی څلرم احتمال دادی چی تمیز سی پنځم احتمال دادۍ چی مفعول ثانی سی دسوّی خوسویهن پردغه تقدیر په معنی دصیرهن دۍ،(وهوبکل شیءعلیم) پوه سه چی دغه جمله تذییل اومقرره دماقبل ده چی خلق دمافی الارض اوداسمانودۍ اودعلیم په لفظ کښی هغه قسم مبالغه موجوده ده کومه چی په لفظ دعالم کښی نسته خودغه مبالغه ونفس صفت دعلم ته دالله پاک نده راجعه ځکه چی علم دالله پاک داسی واحددۍ چی تکثراوزیاتوالی پکښی نسی راتللای بلکه دغه مبالغه يې وتعلق اومتعلقاتوته راجع ده نوپه دې وجه چی علم دالله ترکلی اوجزئی اوترمتناهی اوغیرمتناهی اوترموجوداومعدوم ترهرشی پوری تعلق نیولی دۍ ، پرخپل ذات باندی ئې دداسی لفظ اطلاق کړیدۍ کوم چی پرمبالغه باندی دلالت کوی،سوال دعلیم لفظ خوله علم څخه جوړ دۍ کوم چی بنفسه متعدی دۍ نودلته چی دعلیم لفظ ترکل شیء پوری دباءجاره په واسطه تعلق نیولی دۍ که با دتعدیت دپاره وی نوعلیم خوپه خپله متعدی دۍ اوکه دتقویت دپاره وی نوتقویت خو په لام جاره سره کیږی،جواب ددې سوال دادۍ چی څرنګه چی دعلیم لفظ دمبالغې صیغه ده اودمبالغې صیغې په دې وجه چی پرزیادت باندی دلالت کوی نوداسم تفضیل په ډول په تعدیت کښی له خپلوافعالوڅخه مخالفی دی اوپه تعدیت کښی ئې قاعده داده چه که یی فعل متعدی ؤاودغه اسم تفضیل یاصیغې دمبالغې پرعلم اویا پرجهل باندی دلالت کاوونوپه باجاره سره متعدی کیږی لکه په دغومثالوکښی اعلم به،اجهل به په اسم تفضیل کښی، اولکه علیم به اوجهول به،په صیغودمبالغې کښی اوکه یی دعلم یادجهل معنی نه ورکوله نوبیا په لام جاره سره متعدی کیږی لکه داسم تفضیل په مثال کښی داقول اضرب لزید اودمبالغې په مثا ل کښی داقول دخدای فعال لما یرید اوکه یې فعل متعدی نه ؤنوبیا په هغه حرف جارسره متعدی کیږی کوم چی د ده فعل په هغه سره متعدی کیږی خودااغلبی قاعده ده ځکه رحیم دمبالغې صیغه ده اوفعل یی متعدی دۍ سره له دې په باجاره سره متعدی کیږی لکه رحیم به،روح المعانی وغیره ،

تنبیه،ددې خبری تحقیق به چی اسمانونه څودی په بل ځای کښی ان شاء الله درته راسی،
تمت ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery