مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت دڅلورديرشم مبارک آيت لفظي ترجمه اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم ،
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
---------------------------------------------------------


لفظي ترجمه :
(وَ)او(إِذْ)هغه وخت يعني درپيادکړه اې محمده هغه وخت ياورپيادکه وخلګوته اې محمده هغه وخت(قُلْ)چي وويل(نَا)موږ(لِلْمَلَائِكَةِ)ټولوملايکولره (اسْجُدُوا)چي سجده وکړئ تاسي (لِ)له وجي(آدم)دآدم يعني له وجي د دې چي دآدم وجود الله پاک ستاسي دپاره يولوي رحمت وګرځاوه نوپدې وجه والله پاک ته دشکرسجده وکړئ اويا يي داسي معناوکړئ چي سجده وکړئ تاسي(لِ)وطرفته (آدم ) دآدم يعني سجده خوخداي پاک ته وکړئ خوآدم دخپلي سجدې قبله وګرځوئ ،،نورتفصيل به په علمي خبروکښي بيادرته راسي (فَ)نو(سَجَدُوا)سجده وکړه دوئ يعني ټولوفرشتودالله جل جلاله له حکمه سره متصل دآدم وطرفته والله جل جلاله ته پرسجده باندي سول (أِِلَّا)ماسوا(إِبْلِيسَ)له ابليسه يعني ماسواله شيطان ملعونه چي ده ملعون سجده ونکړه(أَبَى)منعه يي وکړه ده يعني له سجدې کولوڅخه وآدم ته (وَ)او(اسْتَكْبَرَ)لويي ئي وکړه يعني ځان ئي لوي اوغټ وبالوله دې څخه چي وطرف دآدم ته سجده وکړي (وَ)او(كَانَ)وګرځېدواويائي داسي معني وکړئ چي (و)او(کان )وودۍ يعني ابليس ملعون له پخوا لا په علم دخداي کښي (مِنَ)له(الْكَافِرِينَ) (34)کافرانو څخه يعني الله جل جلاله ته په ازل کښي دامعلومه وه چي ابليس ملعون دخاتمې په اعتبار العياذبالله له جملې څخه دکافرانو دۍ .

پوسه چي هرکله چي حضرت آدم عليه السلاموملايکه ووته له نوموڅخه دشيانوخبرورکړ او ودوئ ته يي هغه څه وروښودل چي ودوئ ته نه وومعلوم نو وروسته له دې څخه الله جل جلاله ملائکه په دې سره امر کړل چي دحضرت آدم عليه السلام وطرفته سجده وکړي د دې کارپه ظاهر کښي درې سببونه موجود وو

 اول دا چي پدغه سجده کولوسره دملائکه وو وحضرت آدم ته په عملي ډول سره اعتراف را سي دفرشتو له طرفه په فضيلت اوپه بهتري دآدم عليه السلام

دوهم دا چي پدغه سجده کولو سره دآدم عليه السلام داستاذي حق اداکړسي

 دريم داچي پدغه سجده کولو سره دفرشتودهغي خبري جبران اواعتذار راسي کومه چي دآدم عليه السلام دتخليق په وخت کښي يي د ده مبارک په وخت کښي کړې وه چي ، اتجعل فيها من يفسد فيها الاية ، اوځنوعلماوو ويلي دي چي وفرشتو ته چي الله پاک امرپدې سره وکړ چي وآدم ته سجده وکړئ داله مخه تردې وو چي دآدم عليه السلام دپيدايښت اودده دخلقت تسويه کيدله په دليل د دې قول دخداي پاک چي ،فاذاسويته ونفخت فيه من روحي فقعوله ساجدين ،فوائد،پوسه چي له دغه مبارک آيت څخه دمختلفو فائدواستنباط کيږي،اوله فائده داده چي تکبرډيرنروا اوبرباده وونکي عمل دۍ،دوهمه فائده داده چي دتکبرپه وجه کله انسان وکفرته هم رسيږي ،ديمه فائده داده چي دالله پاک دحکم په عملي کولوکښي تلوار پکار دۍ لکه ملائکوچي وکړ

څلرمه فائده داده چي دالله پاک داحکاموداسرارودمعلومه ولوپه لټه کښي بايدتوغل ونکړسي

پنځمه فائده داده چي دامرصيغه چي له قرائنوڅخه مطلقه وي نودپاره دوجوب ده،شپږمه فائده داده چي اعتبار وخاتمې ته دۍ حقيقي مومن هغه دۍ چي دده خاتمه پرايمان باندي وي،بيضاوي،

 تفصيل اوعلمي خبرې
 ( واذقلنا)
پوسه چي کلمه دواو عاطفه ده اودغه ظرف عطف دۍ پرظرف سابق باندي پدې شرط چي ظرف سابق منصوب په اذکر مقدرسره سي اوعلامه يي الوسي دغه عطف له قبېلې دعطف دقصې پرقصې بللي دۍ په داسي حال کښي چي قاضي بيضاوي عطف دقصې پر قصې يواحتمال له احتمالاتو دقصې پرقصې بللي دۍ ،دلته داسوال کيږي چي په مخکښي آيت کښي واذقال ربک فرمايل سويدۍ اودلته اذقلنا فرمايل سويدۍ نوددغه بدلون وجه څه ده؟

جواب ددې دادۍ چي دمخه دآدم عليه السلام دخليفه کيدواودده دتعليم بيان وووملائکوته کوم جي ترتربيې پوري تعلق لري اودلته دالهي امرذکردۍ وملائکوته دسجدې کولووآدم ته کوم چي مناسب ورسره دآمرتعظيم اوتکلم دۍ نوځکه دلته دقلنا لفظ چي دمتکلم صيغه ده اوجمعوالئ ئې دتعظيم دپاره دۍ فرمايل سويدۍ

( للملائکة)
په دې مسأله کښي اختلاف دۍ چي ماموربه په سجده سره کوم ملائکه ؤظاهرله دې څخه چي دملائکه لفظ مطلق ذکردۍ اوسره له دې چي جمع محلي په لام سره عامه اومستغرقه وي،دادۍ چي ټولي فرښتې په سجده سره امرسوي وې اودسورت حجرديرشم آيت هم پردې باندي دلالت کوي ،اوداکثروعلماؤقول هم دادۍ،اوځينوعلماؤويلي دي چي خاص هغه فرشتې په سجده سره ماموري وې چي په ځمکه کښي اوسيدلې(،اسجدوالآدم )پوسه چي سجده په لغت کښي مطابق دقول دقاضي بيضاوي ودې ته ويله کېږي چي ويوچاته عاجزي ښکاره کړې سره له يوڅه سرکښته کولواوابن منظوروغيره ذکرکړيدي چي سجده په لغت کښي درې معني وي لري اولسرکښته کول ويوچاته دوهم خضوع اوعاجزي کول دريم اطاعت اوانقيادکول اوپه عام عرف کښي سجده ودې ته ويله کيږي چي يوسړي ويوچاته تندي په ځمکه باندي کښيږدي عام له دې څخه که دپاره دتعظيم وي اوکه دپاره دتحيې ودسلام وي اوکه دپاره دعبادت وي،اوپه شريعت کښي سجده ودې ته ويله کيږي چي تندي پرځمکه باندي کښيږدي پروجه دعبادت اودبندګۍ،تراسلام له مخه په خلګوکښي دوه قسمه سجدې رواج وې،اول سجده په صرف سرکښته کولوسره يوچاته دپاره دتحيې اوداکرام،دوهم سجده په ايښولوسره دتندي پرځمکه باندي دپاره دتعظيم دادواړه قسمه سجدې په اسماني حقوشريعتوکښي جائزي وې لکه چي شربيني اوخازن اونسفي ذکرکړيدي،کله چي اسلام راغلۍنودغه دوهم قسم سجده خوپه اتفاق منسوخه سوه اووهابي مزاجه خلګ اول قسم سجده هم منسوخه بولي البته دسلام له مخه يوبل قسم سجده هم رواج وه چي هغه ايښوول دتندي ؤو پرځمکه باندي ويوشي ته په قصددعبادت لکه مشرکانوچي به وبتانوته دغه ډول سجده کوله دغه قسم سجده په هيڅ اسماني دين کښي نه ده رواکړسوې،

وآدم عليه السلام ته الله جل جلاله ملائکه په کوم قسم سجده کولو سره امرکړل؟

جواب : قاضي بيضاوي په دې کښي مختلف احتمالات ذکرکړيدي،اول احتمال دادۍچي مرادله سجدې څخه په (اسجدوا)کښي شرعي سجده وه خومسجودله په حقيقت کښي الله جل جلاله ؤواوآدم عليه السلام دملائکودسجدې دپاره الله جل جلاله قبله وګرځاؤو نوپه دغه تقديرباندي به لام جره په معني دالي جاره سي اويابه لام جاره لپاره دتعظيم سي

، اي اسجدوالله الي آدم اولاجل آدم اي لاجل انّ تخليقه صاررحمة عليکم،دوهم احتمال دادۍ چي مرادله سجدې څخه لغوي معني ده چي عبارت ده له تواضع څخه آدم عليه السلام لره له وجي دتحيې اودتعظيم دده لکه سجده دوروڼوديوسف عليه السلام ويوسف عليه السلام ته،اي تواضعوا لآدم تحيةً وتعظيما له، اودريم احتمال دادۍ چي مرادله سجدې څخه انقياداوتابعداري دآدم عليه السلام لره په حاصلولوکښي دهغوشيانو چي دآدم عليه السلام اودده داولادې معاش اړه ترپوري لري پردغودواړواحتمالوبه لام جاره صله سي لپاره داسجدوا،اوابن انباري له فراء څخه دغه دوهم احتمال رانقل کړيدۍاوامام رازي هم غه احتمال راجح بللۍ دۍ اوصاحب دتفسيرخازن ودغه احتمال ته اصح ويلۍدۍاوصاحب دتفسيرنسفي دغه احتمال له ابن عباس رضي الله عنه څخه منقول بللۍ دۍ،

(فسَجدوااِلّااِبليس)
پوسه چي دفاءکلمه پردې باندي دلالت کوي چي ملايکوبې چون وچرا په تلوارسره دالله پاک دحکم مطابق سجده وکړه، پوسه چي دلته درې سوالونه کيږي چي جواب غواړي اوله سوال دادۍچي دغه استثنا استثنا متصله ده اوکه منقطعه ده،ددې سوال جواب دادۍچي دااستثنا متصله ده ياله دې وجي ابليس ملعون هم په اصل کښي له جنس څخه دملائکوؤو اوياله دې وجي چي دَيْ ملعون تغليباً فرشته ګڼل سويدي اوياله دې وجي چي ابليس خوله جنس څخه دپيريانووواوپيريان هم له ملائکوسره سم الله جل جلاله په سجده کولوسره وآدم عليه السلام ته امرکړيووخوددوۍ ذکريې له دې وجهي نه دۍ کړۍ چي دوۍ دملائکوتابع وو،دقاضي بيضاوي دکلام له سياق څخه ددې خبري ترجيح معلوميږي چي دغه استثنا متصله ده اوځني علماءدغه استثنامنقطعه بولي په دليل ددې چي مستثني منه ومستثني ته نه دۍ ورشامل ځکه چي ابليس دملائکوله جنس څخه نه وو،دوهم سوال دادۍ چي ابليس ملعون له جنس څخه دملائکوؤاوکه دجنياتو؟علامه آلوسي رحمه الله په روح المعاني کښي دې سوال په جواب کښي ذکرکړيدي چي په دې کښي خلګواختلاف کړيدۍ يوې ډلي داسي ويلي دي چي ابليس له جنياتو څخه دۍ اوپردې خبره دوئ متعدددليلونه پيش کړيدي اول داچي په يوه آيت کښي الله داسي فرمايلي دي چي،الاابليس کان من الجن،اودوهم داچي ملائکه استکبارنکوي اوده خواستکباروکړ،دريم داچي ملائکه خو لکه چي دمسلم په يوه روايت کښي راځي له نورڅخه پيداکړه سويدي اوابليس خوله اورڅخه پيدا سويدۍ لکه چي الله پاک دده له قوله څخه حکايت کړيدۍ چي خلقتني من نار وخلقته من طين،اوجمهوردصحابه ؤاودتابعينوداويلي دي چي دي له ملائکوڅخه ؤددوۍقوي دليل دادۍ چي الله پاک دده استثنا له ملائکوڅخه کړيده اواصل په استثنا کښي اتصال دۍ،پرجمهوروباندي بيا ځيني سوالونه کيږي اول سوال دادۍ چي الله جل جلاله په قرآن کريم کښي فرمائي چي، کان من الجن، يعني ؤابلس له جنسه دپيريانو؟بيا دوئ ددې سوال دوه جوابونه ورکړي دي ،اول جواب دادۍچي مراد له آيت څخه دادۍچي دَيْ دفعل اودکارپه اعتبارله جملې څخه دجنيانووونه داچي دحقيقت په اعتبار له دوۍڅخه وو،

دوهم جواب دادۍ چي دکان لفظ په کان من الجن کښي دصارپه معني دۍ يعني ابليس دستکباراودتمردپه وجه له ملکي حقيقت څخه دمسخي په ډول له جملې څخه جنيانووګرځيدۍلکه يهودان چي دمسخي په ډول بيزوګان ياخنزيران وګرځيدل اودريم جواب دادۍچي په دې کښي منافات نسته چي دي جن هم سي اوملک دي هم سي ځکه دجن اطلاق لکه چي مقابل دملائکوکيږي دارنګه يې دملائکوپريوخاصي نوعي باندي هم اطلاق کيږي ځکه چي په ملائکوکښي يوقسم ملائکي دي چي دجنت خازناني دي اويادجنتيانودګيڼوجوړونکي دي اوځني علماوو ويلي دي چي جن په ملائکوکښي يوداسي قسم دۍ چي ملائکي يې هم نسي ليدلاۍ لکه موږچي يې هم نسوليدلاۍ اوابن اسحاق ويلي چي وملائکوته مطلقا په دې اعتبارجن ويل کيدلاۍ سي چي زموږله سترګوڅخه پټي دي،اودوهم سوال دادۍ چي ابليس چي فرشته سي نوبيايې دالله پاک له حکمه څخه سرکښي اواستکبارڅنګه وکړځکه چي فرشتې خوله ګناووڅخه معصومي دي ددې سوال جواب يوپه دې ډول ورکړسويدۍچي په ملائکوکښي ځني داسي ملائکي سته چي معصومي نه دي داخبره چي ملائکه معصوم دي ددې مطلب دادۍچي عصمت په دوۍ کښي غالب دۍ لکه څرنګه چي عدم دعصمت په موږ کښي غالب دۍاوبل جواب په دې ډول ورکړسويدۍچي ابليس ملعون هلته سرکښي اواستکباروکړچي الله جل جلاله جامي دملکي صفتوله ده څخه وکښي اودشيطاني صفاتوجامې يې ورواغوستي دريم پرجمهوروباندي داسوال کيږي چي ابليس له اورڅخه پيداسويدۍاوملائکه له نورڅخه پيداسويدي نوبيابه څنګه ابليس له ملائکوڅخه سي ، ددې سوال جواب يوپه دې ډول ورکړسويدۍ چي اوراونورپه ماده اوپه جنس کښي متحددي صرف په عوارضوکښي اختلاف سره لري، اوبل په دې ډول چي داخبره چي ملائکه له نورڅخه پيدادي پرغلب بناده ځکه ډيرله اثاراوله رواياتڅخه پردې باندي دلالت کوي چي ځني ملائکه له اورڅخه پيداکوي اوځني له واوري څخه وغيرذالک اوپه يوه روآيت کښي داسي راغلي دي چي ترعرش عظيم لاندي يونهردۍچي کله جبرئيل عليه السلام غسل په کښي وکړي اوبياخپل وزرونه وڅنډي نوله هرڅاڅکي څخه يوه فرشته الله جل جلاله پيداکوي،

فايده: پوسه چي مخلوقات ټول که علوي دي سفلي سعيددي اوکه شقي دي له حقيقتمحمدي څخه پيداسويدي لکه چي روايات اواثارپردې باندي دلالت کوي البته علوي ملائکه له ده مبارک څخه من حيث الجمال پيداسويدي اوابليس ملعون له ده مبارک څخه من حيث الجلال پيداسويدۍ،
روح المعاني

(ابي واستکبر)
دايامستأنفه جمله ده ګواکي کله چي الله جل جلاله داسي وفرمايل چي ،الاابليس، نويوسائل داسي سوال وکړچي ابليس نوڅه وکړل نوالله پاک جواب ورکړچي ،ابي واستکبر، اوياحال دۍ له له لفظ څخه دابليس په تقديردقَد،پوسه چي داَبي لفظ له هغوبابوڅخه دۍ چي دعي کلمه يې په ماضي اومضارع کښي خلاف القياسه مفتوحه راغلې ده اودغه لفظ په کسره دعين کلمې سره هم اوريدل سويدۍ لکه رَضِيَ نوبيايې په مضارع کښي مخالفت دقياس نسته ده لفظ له اِباڅخه مأخوذدۍ چي معني يې ده اَلامتناع من الفعلِ مع التَّمکن عليه لِلاُنفة،اواستکباروتکبرته ويل کيږي اوچاويلي دي چي تکبرودې ته ويل کيږي چي يوڅوک تربل چا خپل ځان لوۍوګڼي عام له دې څخه که په واقع کښي هم لوۍ وي اوکه نه وي اواستکبارودې ته ويل کيږي چي لوۍ نه وي ځان لوۍ وګڼي، اوداِباذکردمخه راغلۍ دۍ سره له دې چي په وجودکښي تراستکباروروسته دۍ په دې سبب چي اِباله احوال ظاهره وو څخه ده اواستکبارله احوال نفسانيه وو څخه دۍ،
روح المعاني

(وکان من الکافرين)
داجمله هم يامستأنفه ده اوياحاليه ده،دکان لفظ ياپرخپل حال پاته دۍنوبه معني په دې ډول سي ،وکان في علم الله من الکافرين اوکان من القوم الکافرين الذي کانوافي الارض قبل خلق آدم٬اوچاويلي دي چي کان دلته په معني دصاردۍ اوابوالعاليه ويلي دي چي معني دوکان من الکافرين داده چي وکان من العاصين، پوسه چي دابليس کافرکيدل په دې وجه نه ؤچي ترک دواجب ئې وکړچي سجده کول ؤوآدم ته بلکه په سبب ددې ووچي دالله پاک امرئې قبيح وګاڼه داخودعلامه آلوسي خبرده ځما په فکرکه څه هم ځموږپه شريعت کښي خوحکم دادۍ چي په ترک دواجبوسره څوک نه کافرکېږي خوممکن دهغه وخت حکم دي له دي څخه جلاووسره له دې چي داخوداسي ترک دواجبوووچي دالله دبالمشافهه حکم مخالفت وواودالله په حضورکښي مخالفت وو

روح المعاني مع توضيح وزيادة پوسه چي امام رازي دلته يوعجيب تحقيق کړيدۍ چي ستاسي دنفع په وجه يې عبارة رانقل کوم ،عبارت دادې،
المسألة السادسة، للعقلاء في قوله تعالي (وکان من الکافرين)قولان احدهماان ابليس حين اشتغاله بالعبادة کان منافقاً کافرا وفي تقريرهذالقول وجهان ،احدهما،حکي محمدبن عبدالکريم الشهرستاني في اول کتابه المسمي بالملل والنحل عن ماري شارح الاناجيل الاربعة وهي مذکورفي التوراة متفقة علي شکل مناظرة بينه وبين الملائکة بعدالامربالسجود قال ابليس للملائکة اني اسلم ان لي الها هوخالقي، وموجدي،وهوخالق الخلق لکن لي عي حکمة الله تعالي اسئلة سبعة، مالحکمة في الخلق لاسيما ان کان عالما بان الکافرلايستوجب عندخلقه الآالام؟ ،الثاني، مالفائدة في التکليف مع انه لايعودمنه ضرولانفع وکل مايعودالي المکلفين فهوقادرعلي تحصيله لهم من غيرواسطة التکليف؟،الثالث،هب انه کلفني بمعرفته وطاعته فلماذاکلفني السجودلآدم؟،الرابع، ثم لماعصيته في ترک السجود لآدم فلم لعني واوجب عقابيمع انه لافائدة له ولالغيره فيه ،ولي فيه اعظم ضرر ؟،الخامس، ثم لمافعل ذالک فلم مکنني من الدخول الي الجنة ووسوسة لآدم عليه السلام؟،السادس،ثم لما فعلت ذالک فلم سلطني علي اولاده ومکنني من اغوائهم واضلالهم؟،السابع، ثم لما استمهلته المدة الطويلة في ذالک،فلم امهلني،ومعلوم ان العالم لوکان خاليا عن ا لشر لکان ذالک خيراً،قال شارح الاناجيل فاوحي الله جل جلاله اليه من سرادقات الجلال والکبرياء،ياابليس انک ماعرفتني،ولوعرفتني لعلمت انه لااعتراض علي في شئ من افعالي فاني ان الله لااله الاانالااسئل عماافعل،واعلم انه لواجتمع الأولون والاخرون من الخلائق وحکموابتحسين العقل وتقبيحه لم يجدواعن هذه الشبهات مخلصا وکان الکل لازماً،امااذا أجبنا بذالک الجواب الذي ذکره الله تعالي زالت الشبهات واندفعت الاعتراضات وکيف لا وکما انه سبحانه واجب الوجودفي ذاته واجب الوجود في صفاته فهومستغن في فاعليته عن المؤثرات والمرجحات اذلوافتقرلکان فقيراً لاغنياً فهوسبحانه مقطع الحاجات ومنتهي الرغبات ومن عنده نيل الطلبات واذاکان کذالک لم تتطرق اللمية الي افعاله ولم يتوجه الاعراض علي خالقيته ومااحسن ماقال بعضهم جل جناب الجلال عن ان يوزن بميزان الاعتزال فهذالقائل اجري قوله تعالي (وکان من الکافرين)علي ظاهره،وقال انه کان کافراً منافقا منذکان ،الوجه الثاني في تقريره انه کان کافرا ابداقول أصحاب الموافاة وذالک لأن الايمان يوجب استحقاق عقاب الدائم والجمع بين الثواب الدائم والعقاب الدائم محال فاذاصدرالايمان من في وقت ثم صدرعنه والعياذبالله بعدذالک کفرفامان يبقي الاستحقاقان معاً وهومحال علي مابيناه اويکون الطارئ مزيلاللسابق وهوايضا محال لان القول بالاحباط باطل فلم يبق الاان يقال ان هذالفرض محال وشرط حصول الايمان ان لايصدرالکفرعنه في وقت قط فاذاکانت الخاتمة علي الکفرعلمنا ان الذي صدرعنه اولاماکان ايمانا اذاثبت هذافنقول،لماکان ختم ابليس علي الکفرعلمناانه ماکان مومناًقط،القول الثاني، ان ابليس کان مومنا ثم کفر بعدذالک وهؤلاءاختلفوافي تفسيرقوله تعالي(وکان من الکافرين) فمنهم من قال معناه وکان من الکافرين في علم الله تعالي اي کان عالماً في الازل بأنه سيکفر فصيغة کان متعلقة بالعلم لابالمعلوم،والوجه الثاني،انه لماکفرفي وقت معين بعدان کان مومنا قبل ذالک فبعدمضي کفره صدق عليه في ذالک الوقت انه کان في ذالک الوقت من الکافرين ومتي صدق عليه ذالک وجب ان يصدق عليه انه کان من الکافرين جزءمن مفهوم قولناکان من الکافرين في ذالک الوقت ومتي صدق المرکب صدق المفردلامحالة،الوجه الثالث، المرآدمن کان صاراي وصارمن الکافرين،وهاابحاث،البحث الاول،اختلفوافي ان قوله تعالي(وکان من الکافرين)هل يدل علي انه وجدقبله جمع من الکافرين حتي يصدق القول بانه من الکافرين،قال قوم ان يدل عليه لان کلمة من للتبعيض،فالحکم عليه بانه بعض الکافرين وجودقوم اخرين من الکافرين حتي يون هوبعضالهم والذي يؤکدذالک ماروي عن ابي هريره انه قال(ان الله تعالي خلق خلقا من الملائکة ثم قال لهم اني خالق بشرا من طين فاذاسويته ونفخت فيه من روحي فقعواله ساجدين قالواله لانفعل ذالک فبعث الله عليهم نارافاحرقتهم وکان ابليس من اولئک الذين أبوا،وقال آخرون هذه الآية لاتدل علي ذالک ثم لهم في تفسيرالآية وجهان،احدهما،معني الاية انه صارمن الذين والقوه في الکفربعدذالک وهوقول الأصم وذکرفي مثاله قوله تعالي(والمنافقين والمنافقات بعضهم من بعض،فاضاف بعضهم الي بعض بسبب موافقة في الدين فکذاههنالما کان الکفرظاهرامن اهل العالم عندنزول هذه الآية صح قوله وکان من الکافرين،وثانيها،ان هذاضافة لفردممن افرادالماهية االي تلک الماهية وصحة هذه الاضافة لاتقتضي وجودتلک الماهية کماان الحيوان الذي خلقه الله تعالي اولايصح ان يقال انه فردمن افرادالحيوان لابمعناانه واحدمن الحيوانات الموجودة خارج الذهن بل بمعني انه فردمن افرادهذه الماهية وواحدمن آحآدمن هذه الحقيقة،واعلم انه يتفرع علي هذالبحث ان ابليس هل کان اول من کفربالله،والذي عليهاالاکثرون انه اول من کفربالله،
تمت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery