مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت د (۴۳) آيت ترجمه او تفسير

تفسيرفضل الرحيم :
مفسر : علامه محقق محمد معين الدين أبوالفضل أفغاني (حفظه الله) .
-------------------------------------------


وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ (43) :

لفظي ترجمه :
(وَ)او(أَقِيمُوا) سم اداکوۍ ( الصَّلَاةَ )لمونځ [يعني په صحيح طريقه سره لمونځ کوۍ يعني پدې ډول چي دلمانځه فرضونه ، واجب ، مستحب اوسنت کارونه ټول په لمانځه کښي پر ځاي کوۍ] (وَ) او (آتُوا) ورکوۍ ( الزَّكَاةَ) زکاة ( وَ) او (ارْكَعُوا)رکوع کوۍ ( مَعَ)سره ( الرَّاكِعِينَ ) له رکوع کوونکيو [يا] (وارکعوا)اولمونځ کوۍ (مع الراکعين)سره له لمونځ کوونکو (43) .

پراول ډول به مطلب داسي چي اې بني اسرائيلو ! ستاسي په پخوانۍ طريقه اوس لمونځ مه کوۍ ځکه چي هغه طريقه منسوخه سوه ، دبني اسرائيلو په لمانځه کښي رکوع نه وه نو الله پاک چي ودوۍ ته فرمايلي دي چي تاسي رکوع کوۍ له دې څخه مطلب دادئ چي اضافه لمونځ داسلام پر طريقه کوۍ . له �راکعين� څخه مراد رسول عليه السلام اواصحاب د ده دي .

او پر دوهم ډول به مطلب داسي چي په جماعت سره لمونځ کوۍ .
پوه سه ! چي ترڅو پوري چي سړي ايمان نه وي راوړئ نو د ده هيڅ عبادت صحت نه لري ، نو ځکه الله (جل جلاله) اول ځل بني اسرائيل په ايمان راوړلو سره امر کړل ، وروسته يې په دغه آيت کريمه کښي په عباداتوسره امر کړيدي ، چي لمونځ ، زکات او وجماعت ته حاضرېدل دي ، اوپه دغه آيت کښي يې ودوۍ ته د دې تعليم وکړ چي تنها ايمان راوړل کافي نه دي ، بلکه نور حکمونه به هم عملي کوۍ .

پوه سه ! چي دجماعت لمونځ دځينو علماؤ په نزد (لکه داؤد ظاهري) دلمانځه رکن دئ يعني که لمونځ په جماعت سره نه وي نوصحت نه لري ، اودامام محمد رحمه الله تعالي په نزد لمونځ په جماعت سره فرض دئ ، مګر دلمانځه رکن نه دئ ، نوکه يوسړ ئ بې جماعته لمونځ وکړي نو لمونځ خوبه صحيح سي مګر په دې وجه چي يوفرض يې پرېښووئ (چي جماعت دئ) ګنهګار دئ ، اوداکثرو علماؤ په نزد د جماعت لمونځ داسي ټينګ سنت دئ چي واجبوته نژدې دئ ، په متفق عليه حديث کښي چي بخاري اومسلم يې روايت کړئ دئ راغلي دي چي دجماعت لمونځ پر بې جماعته لمانځه باندي په اوه ويشتو درجو سره فضېلت اوبهتري لري [تفسير مظهري مع توضېح ] .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery