مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دسورت بقره د،۲۶ ،مبارک ايت تفسيراوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم(۹)برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

---------------------------------------------------------

دراتلونکيواياتودشان نزول بيان ،پوسه چی مفسرينوپه شان نزول کښی ددغومبارکواياتو دوه قولونه ذکرکړيدي اول قول دادی چی کله چی الله پاک په تيرواياتوکښی دمنافقانودپاره دوه مثالونه بيان کړل نومنافقانو وويل چی الله پاک خو له دې څخه ډيرلوړ اولوی دۍ چی دغه ډول مثالونه ووایې له دې خبری څخه مطلب ددوی داوه چی دغه قران دالله کتاب اوکلام ندۍ ځکه چی که دالله کلام وای نوداډول مثالونه به په ده کښی نه ويل کيدلای نوپه دې سبب الله پاک دغه اياتونه ددوی په ردکښی نازل کړل ،اخرجه ابن جرير وکذاعن مجاهد،اودوهم قول دادۍ چی کله چی الله جل جلاله دمشرکانودباطلو معبودانواوددوی دبتانوذکرپه قران کريم کښی وکړاوبيایې دهمدغوبتانوپه باره کښی داسی وفرمايل چی (وَاِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَیْئًا)یعنی دغه بتان دونه بی وسه اوناتوانه دی چی که چیري یومچ له دوی څخه یوشی یوسی یعنی دهغوشیانو څخه چی کفارو دنذر په توګه یا دتبرک په وجه ددغو بتانوپه نزدا یښی دی نودغه بتان دغه شی له همدغه مچ څخه نسی راګرځولای اودارنګه الله پاک دکفارو مکراوفريب اویاددوی عبادت بوتانولره په ضعف اوکمزوری کښی دعنکبوت له بيت،کوراوځالی سره مشابه کړنوکفارو وويل چی الله پاک څنګه دغه ډول خسيس شيان په خپل کلام کښی ذکرکوی يعنی داددې دليل دۍ چی قران دالله کلام ندۍ ځکه که دالله کلام وای نودمچ اودغڼیه په شان خسيس شيان به په ده کښی نه ذکرکيدلای نوپه دې سبب الله پاک دغه مبارک اياتونه نازل کړل ،اخرجه الواحدی ،خواول قول دسند په اعتبارډيرصحيح دۍ ،مظهری

دریم قول دادۍ چی دغه آیاتونه په ردکښی دقول دیهودونازل سویدی ځکه یهودانوچی کله هغه آیاتونه واوریدل کوم چی په دوی کښی الله پاک په غڼی اوپه مچ وغیره سره مثالونه ویلی دي نودوۍ دطعن اواعتراض په ډول و ويل چی الله پاک له دی څخه ډیرعزتمند اولوی دۍ چي په دغه رازخسیسواوخوارو شیانوسره مثالونه ووائی ،روح المعانی ،اوامام رازی دقفال په حواله ويلی دي چی دغه دری سره قوله په شان نزول کښی ددغومبارکواياتوجائزاومحتمل دي اوڅلرم قول دادۍ چی دغه مبارک اياتونه مخصوص شان نزول نلری دغه قول هم امام رازی وقفال ته منسوب کړيدۍ اوعلامه آلوسی په روح المعانی کښی دوه نور قولونه هم ذکرکړيدي اول قول دادۍ چی په دغواياتوکښی الله پاک داهل دنيااود دنيامثال فرمايلی دۍ په دې ډول چی بعوضه يعنی وړوکی غوماشۍ مثال داهل دنيا دۍ ځکه چی غوماشۍ ترهغه پوری ژوندۍ وي چی دَیْ و ږۍ وي اوکله چی ديوه حيوان په وينه ئې نس ډک سی نوفی الحاله مړسی دارنګه اهل دنيا چی کله له دنياڅخه ډک سی نومړه کيږی يعنی ياپه دې معنی چی د دنياپه سبب یې زړونه مړه سی اويا په دې معنی چی کله چی هغه رزق جی ودوي ته په ازل کښی مقررسويدۍ ختم سی نودوی مړه کيږی اوهغه وينه چی غوماشه یې دحيوان له بدن څخه کښوی په مثال د دنيا ده اودوهم قول دادۍ چي داالله پاک دبنده ګانوداعمالودپاره یومثال ویلي دۍ مطلب ورڅخه دادۍ چي دبنده عمل که هرڅونه لږوی اوکه ډیروی الله هغه صرف نظرنګرځه وی لکه چی ئی داذا زلزلت په سورت کښی فرمایلي دي (فمن یعمل مثقال ذرة الآیة)دیوې غلط فهمي ازاله،پوسه چی دقران کریم دآیاتوشان نزول بیانول اویاپه هغه ځان پوهه ول ډیراهم کاردۍ خوله دي سره سره داهم يادساته چی دقران ډیرآیاتونه اوسورتونه شان نزول نلري بلکه بی له کوم سبب څخه دنزول نازل کړه سویدي دځنوخلګوپه فکر کښی دادي چی دقران کريم هرايت اوسورت شان نزول لري حتی ځموږ د دغه تفسيرابتدائی برخه چی کله دبينوا په ويب سايټ کښی نشرسوه نويوچايوليک ورليږلی ؤوچی که داياتوشان نزول هم بيانيدلای نوبه ډير ښه ؤوداخبرد دغه فکرنتيجه ده چی دټولواياتودپاره شان نزول ضروری دۍ سره له دې چی په مذکوره برخه کښی چی کومواياتوشان نزول درلودۍ نوهغه موږ بيان کړی ؤو لکه دسورت فاتحی شان نزول اود دې پرخلاف ځنی علما بیاپه دې فکر کښی دي چی هغه اياتونه چی شان نزول لری نودهغوی دشان نزول بيانول هم بې فايدې کاردۍ خودغه دواړه قسمه فکرونه صحيح ندي ، په دې اړه دي علم اسباب نزول اوعلم اسباب ورود الحديث وکتل سی

لفظی ترجمه
(إِنَّ)بيشکه (اللَّهَ) خداي پاک (لَا)نه (يَسْتَحْيِي) پريږدي (أَنْ)دا (يَضْرِبَ) چي بيان کړي (مَثَلًا) يومثال (مَا) هرمثال چي وي (بَعُوضَةً)په غوماشه سره (فَ) يا (مَا)په هغه سره (فَوْقَ)چي لوړ وي، بالاوي(هَا) تردي يعني ترغوماشه په بدن اوجسد کښي لکه مچ عنکبوت غڼي وغيره ياد (.فمافوقها) .داسی معنی وکړه ،، یاپه هغه سره چی بالا وي ترغوماشه، په حقارت اوکم والی کښی دجُثّی اودصورت لکه دغوماشی وزر (فَ )نو(أَمَّا)هرڅه چی (الَّذِينَ) هغه کسان دي (آمَنُوا)چی ايمان یې راوړی دۍ (فَ)نو(يَعْلَمُونَ)يقين کوی دوۍ (أَنَّ)په دی چی بيشکه (هُ)دايعنی دامثال (الْحَقُّ)حق دۍيعنی په خپل ځای کښی ثابت دۍ (مِنْ)له (رَبِّ)رب څخه(هِمْ)ددوۍيعنی نازل سوی دۍ له ربه ددوۍ (و)اوَ(أَمَّا)هرڅه چی (الَّذِينَ)هغه کسان دی (كَفَرُوا) چی کافران سوی دي (فَ)نو(يَقُولُونَ)وایې دوی (مَا)کوم شی دۍ(ذَا)هغه (أَرَادَ) چی اراده کړيده (اللَّهُ)خدای پاک يعنی دهغه (بِ)په (هَذَا)دغه سره (مَثَلًا)په حيث دمثال يا.مثلا.چی مثال دۍ يعنی په داسی حال کښی چی مثال دۍ (يُضِلُّ)ګمراه کوی دَی يعنی الله پاک (بِهِ) په ده يعنی په دغه مثال سره (كَثِيرًا)ډيريعنی ډيرخلق (وَ) او(يَهْدِي)هدايت کوی ( بِهِ)په ده سره يعنی په دغه مثال سره (كَثِيرًا)ډيروته(وَ) او (مَا) نه (يُضِلُّ)ګمراه کوی دَی يعنی نه ګمراه کوی الله (بِهِ) په ده سره يعنی په دغه مثال سره (إِلَّا)مګر(الْفَاسِقِينَ)هغه چی فاسقان دي يعنی بیشکه الله پاک بلا کیفه حیا اوشرم نکوی په دی سره چی ،وخلګوته دمطلب دښه واضح کولودپاره،بیان کړی

 یومثال ،له مثالوڅخه برابره خبرده چی که دغه مثال،وړوکی غوماشی وی یالوړ،پورته وی ترغوماشی په حقارت اوخساست کښی اوپه صغر دجُثّی اوصورت کښی،ځکه چي مقصودخو دمثال له بيانولوڅخه دممثل له يعني دهغه شی چي دهغه دپاره مثال راوړل کيږی واضح کول دی نو که ممثل له عظيم شي ؤ نومثال بې هم په عظيم شی سره ويل کيږي اوکه ممثل له حقيراوخوارشی ؤنومثال بې هم په حقيراوخوارشي سره ويل کيږی اوداسی نه ده چي په مثال راوړلوکښي به متکلم وخپل شان ته ګوری په دې ډول چي که متکلم دعظمت خاوندؤنوپه عظيم شی سره به مثال وايی اوکه متکلم خسيس اوحقيرؤ نوپه حقيراوخسيس شی سره به مثال وايې کوموکافرانوچي دقران کريم پرتمثيلاتوباندی يې اعتراض کاوه نودغه اعتراض ددوۍ له دؤ وجهوڅخه ددوۍ دډيرسخت حماقت اوجهالت اوياددوۍ دډيرلوۍ تعصب اوعناداوبې حيایې ښکارندويه ؤاول له دې وجی څخه چي د خالق په شان کښي يې داخبره ناسمه اونامناسبه بلله چي ديوحکمت اومصلحت په وجه په خپل کلام کښي دمخلوقاتوله جملې څخه دځينوذکروکړی اودوهم له دې وجی څخه چي مثال خوپرموافقت اوپرتناسب دممثل له راوړل کيږي اوددوۍ اعتراض پردې باندی دلالت کاوه چي مثال بايددمثال ويونکی له حال سره مناسب وی نه دممثل له له حال سره وروسته الله پاک دخپلوالهی تمثيلاتوپه باره کښی دبندګانوعکس العمل بيان کړيدۍ اوفرمايلی یې دي چی ،نوهر څه چی هغه خلګ دي چی ايمان یې راوړيدۍ نوهغوی وایې چی دغه مثال چی الله پاک ويلی دۍ حق دۍ ،له مقام اوله حکمت اوله مصلحت سره برابر دۍ، اوثابت دۍ ،نازل سویدۍ له طرفه درب ددوی

 ځکه چی له مومنانو سره خوهغه جهل اوتعصب اوعنادنسته کوم چی له کفارو سره موجود دۍ نوپه دې وجه ددوی دزړو سترګی اود دوی عقلی بصيرت هم دحق اوحقيقت درک کولای سی اوهم وهغه ته دتسليم غاړی ايږدي اوکافران د دې پرخلاف دي لکه الله پاک چی فرمايلی دي چی ، اوهرڅه چی هغه خلګ دي چی کافران سويدي نووایې دوی چی دچيشی اراده کړېده الله پاک په دغه شی سره په حيث دمثال يعنی هيڅ داسی حکمت اومصلحت تصورنسی کيدلای اونه سته چی هغه دي په دې سره مناسب وي چی الله پاک دي هغه په دغه شی سره چی دمثال په حيث راوړل سويدۍ اراده کړی وي نوالله پاک ددوی ددغه قول په ردکښی فرمائی چی،ګمرهان کوی الله پاک په دغه مثال سره ډيرخلګ يعنی کوم چي کافران دی اوهدايت کوی الله جل جلاله په دغه مثال سره يعنی کوم چي الله جل جلاله يې وايې وډيروخلګوته يعني کوم چی مومنان دی اونه ګمرهان کوي الله په دغه مثال سره مګرهغه خلګ چي فاسقان دي مطلب دادۍ چی الله پاک ګواکی ودغوکافرانوته په جواب کښی داسی وفرمايل چی داخبرستاسی دجهل يا دتعصب نتيجه ده چی تاسی واياست چی په دغومثالوکښی هيڅ يوداسی حکمت اومصلحت نسته چی هغه دي په دې سره وړوي چی دالله پاک مراد سی نولهذا دغه قران چی دغه ډول مثالونه پکښی راځی دالله پاک کلام نه سی کيدلای اوځکه داخبره دجهل يادتعصب نتيجه ده چی په دې مثالو کښی ډيرداسی حکمتونه موجود دي چی له الهی شان سره بيخی وړاولائق دي چی يوله هغوی څخه داحکمت دۍ چی په دغومثالو سره ډيرخلګ الله پاک نورهم پسی ګمراهان کوی اووډيروته په دغومثالوسره دهغوی هدايت نورهم وراضافه کوی مګرکوم خلګ چی الله پاک په دغومثالوسره ګمراهان کوی نوهغه خاص هغه خلګ دي چی فاسقان دي يعنی عادت یې فسق اوخروج دۍ له طاعت څخه دالله پاک ،تفصيل اوعلمی خبری( ان الله لایستحیی ان يضرب مثلاما)الآية، پوسه چی ددغه مبارک ايت تړون له دمخه اياتوسره له متعددو وجوڅخه ثابت دۍ چي شرحه اوبيان يې دادۍ ،اول په مخکښي اياتوکښي الله پاک دمنافقانو دپاره ددؤومثالوذکرکړيدۍاو په دغه ايت کښي الله جل جلاله دمثال تحسين ښه والۍ اودارنګه دمثال ويلوحکمت بيان کړيدۍ دوهم دغه مبارک ايت دهغوکفارو دقول اواعتراض په ردکښی فرمايل سويدۍ دکوموپه باره کښی چي د (ختم الله علی قلوبهم)اود(ومن الناس من يقول) مبارک اياتونه نازل کړه سويدیدريمد(وان کنتم في ريب)په ايت کښي دکافرانو دهغی شبهې ازاله سويده کومه چي ودوۍ ته له دې وجی پيداسويوه چي قران کريم به پررسول عليه السلام باندی ايت آيت ياسورت سورت نازليدۍ اودتيرواسمانی کتابوپه شان په يوه ځل نه دۍ نازل سوۍ اوپه دغه ايت کښي الله پاک دکافرانو دهغی شبهې ازاله کړيده کومه چی ودوۍ ته په دې سبب په قران کريم کښي پيداسويوه چي الله پاک په قران مجيدکښی په ځنودمخلوق خپل سره لکه مچ وغيره مثال ويلی دۍ اويائي پرځنوباندي مثالونه تیرکړیدي لکه پرمنافقانوباندي،د(يستحي) لفظ دجمهورودقرائت مطابق په دؤو ياګانوسره دۍ اودځنو دقرائت مطابق په يوه ياء سره دۍ اودادبني تميم عربو لغت دۍ پردغه تقديرپه دې کښي اختلاف دۍ چي ایادیستحی د لام کلمه محذوفه ده نوبه ديَستحيي وزن يستفع سی اوکه يې دعين کلمه محذوفه ده نوبيابې وزن يستفل سی په دغه فعل کښي دوه خصوصيته نورهم موجوددي اول خصوصيت دادۍ چي مجردفعل يې نه مستعمليږی بلکي په دغه مزيدفعل سره دمجردفعل له استعمال څخه استغناراغلې ده اودوهم خصوصيت دادۍ چي دغه فعل متعدي په خپله اوپه واسطه دمِن جاره سره دواړه ډوله راغلۍ دۍ نوپه دې وجه استحييته اواستحييت منه دواړه ډوله ويل کيدلاۍ سي اودځينومفسرينو له کلام څخه داسي فهميږي چي دغه فعل په خپله متعدی ندۍ بلکي دمن په واسطه متعدي کيږي البته په هغه ځاۍ کښي چي په ظاهره په خپله متعدي راغلۍ وي لکه په دغه ايت کښي نو هلته دخليل په نزدمفعول دده مجروردۍپه تقديردمن سره اودسيبويه په نزدمنصوب دی په حذف دمن سره چي ودغه قسم منصوب ته منصوب بنزع الخافض ويل کيږي او دغه فعل له استحياءڅخه جوړدۍ کوم چي مجردمصدرئې د حياءلفظ دۍ دحياء لفظ کوم چي په پښتويې معنی په شرم سره کيږي په علمي لحاظ يې دمعنی تعبيرپه دې ډول دۍ چی،انقباض النفس عن القبيح مخافة الذم، يعني حياراقبض کيدل اورابنديدل دنفس دي له داسي کارڅخه چي هغه قبيح اوبدوي له وجي دويري دذم اوبدګويي، داستحياء اودحياء دلفظونو استعمال دالله جل جلاله په شان کښي دخپلي اصلي معنی په اعتبار کومه چي ذکرسوه صحت نلري ځکه چي يوخو دحيا په مفهوم اومعنی کښي اضافت ونفس ته راغلۍدۍ اوالله پاک له نفس څخه منزه دۍ اوبل حياء دانفعال له مقولې څخه ده کومه چي ثبوت يې وخداۍ پاک ته ناجائزدۍ خوله دې سره سره په اياتواوپه احاديثوکښي دحياءاوداستحياء ثبوت والله پاک ته راغلۍ دۍ په دغه آیت کښي که څه هم له الله څخه استحیا نفي سویده خومقیده استحیا نه مطلقه اوداقانون دۍ چي نفي چي پر داسي کلام باندی داخله سي چي په هغه کښي قیدوی نومنفي په حقيقت کښي غالباهمدغه قیدوي نه هغه چي په دغه قيدسره مقیدوي نوپه دې وجه دغه آیت دلالت کوي پرثبوت دمطلقي حیا والله پاک ته اویوه وجه ددې داهم ده چي نفي دیوشي چي له یوشي څخه ؤسي نوداغالبا ددې دلیل ګرځي چي ددغه منفي شي ثبوت ومنفي عنه ته ممکن دۍ دارازپه یوه حدیث کښي چي بیهقي ئی په کتاب الزهدکښي له انس څخه اوابن ابي الدنیائې له سلمان څخه روایت کړیدۍ راغلي دي چي بيشکه الله شرمیږي حیاکوي له سپين ږري مسلمان څخه له دي څخه حیاکوي چي ودغه سپين ږري ته عذاب ورکوي اوهمدارنګه په یوه بل حدیث کښي چي ترمذي ابودؤداوبیهقي ئې روایت کړیدۍ راغلي دي چي رب ستاسي حیاناک،کریم دۍ اوحیاکوي له خپل بنده څخه چي هغه دواړه لاسونه په دعاکښي ورته پورته کړي اوالله ئی تش اوخالي بیرته ورواپس کړي نوؤس داسوال پیداکیږي چی دحیا خودخپلي اصلي معنی په اعتباروالله پاک ته نسبت نه صحیح کیږي نوپه کوموځایوکښي چي ئې والله ته نسبت راغلی دۍ نوهلته به کومه معنی ورڅخه اراده کیږي ؟په دې اړه مفسرینودوه قوله ذکرکړیدي اول قول دادۍ چي داهم له جملې څخه دمتشابهاتودۍ نوبه داسي وايې چي مرادپه دغوځایوکښي له حیاڅخه ددغه لفظ حقیقي معنی مرادنه ده بلکه يوقسم بلاکیفه حیاورڅخه مرادده کومه چي دالله صفت اودالله له بلاکیفه ذات سره لایقه ده نورنوتنها الله پاک په عالم دۍ چي څنګه حیاده اوکیفیت ئې څنګه دۍ علامه آلوسی په روح المعانی کښی همدغه قول غوره کړيدۍ اودوهم قول دادۍ چی په کومو ځايوکښی چی دحيا نسبت والله پاک ته راغلی دۍ نوهلته دغایې په اعتبار سره مراد ده توضيح د دې قول داده چی حيا اوشرم ابتداهم لري اوغایه هم لري ابتدایې عبارت ده له هغه انقباض څخه دنفس کوم چی مخکښی يې بيان وسواو غايه يې ترک اوپريښودل دي ځکه کله چی يوسړۍ ويوقبيح اوبدکار ته اراده وکړي اوبيا په ده کښی داويره پيداسی چی کچيري زه دغه بدکار وکړم نوخلګ به ځمامذمت وکړي اودالله په نزد به هم مذموم وګرځم نوپه دې وجه له دغه کارڅخه د ده نفس انقبا ض وکړي اورامات کړسی اوبياد دغه کاراراده له زړه څخه اوباسی اوترک يې کړي نوترک اوپريښول غايه اواخيردحياسو اوقاضی بيضاوي اوځنونورو مفسرنوپه دې اړه داکلی قانون ذکرکړيدۍ چی دهرشی ثبوت چی والله پاک ته په قرآن کښی اويا په حديث کښی سوۍ وي اودهغه شی حقيقی معنی والله پاک ته نسی ثابتيدلای نوله هغه شی څخه به غايه هغه شی مراده کړه کيږي نوداول قول په مطابق به په ذکرسوي ايت کښی د(ان الله لا يستحيی ) معنی داسی کړه کيږي ، بيشکه الله پاک بلاکيفه حيا اوشرم نکوي، اود دوهم قول په مطابق بې معنی داسی کړه کيږي ، بيشکه الله پاک نه پريږدي

پوسه چی حيا اوشرم دانسان له ډيرو عمده کاملو اونيکوصفتوڅخه دۍ داسلام پيغمبرپه يوه حديث کښی کوم چی بخاري وغيره يې روايت کړيدۍ فرمايلی دي چی حيا دايمان يوه لويه شعبه اوبرخه ده اودارنګه معتمدو علماؤپه خپلوکتابوکښی داحديث ذکرکړيدۍ چی بيشکه بعضی له هغوخبرو څخه چی خلګويې دانبياؤ له کلام څخه ادراک اواخذ کړيدۍ يوه داخبره ده چی هغه وخت چی شرم اوحيادي نه کوله نوبيا چی ستاخوښه وي هغه کوه ، همدارنګه پوسه چی داقانون دۍ چی هرنيک صفت دوه طرفه لري يويې دافراط دۍ اوبل طرف يې دتفريط دۍ د دې قانون له مخی دحيا صفت هم دوه طرفه لري دتفريط طرف يې وقاحت دۍ کوم چی عبارت دۍ له جرأت څخه پربدو کاروباندي پدېډول چی سړۍ په بدوکاروباک اوپروا نکوي اونه دبدکارپه کولوشرميږي اودافراط طرف يې دادۍ چی حيا اوشرم پرسړي باندي دونه غالب سی چی مباح اوشرعی کارونه هم دشرم له وجی څخه نسی کولای چی په عربې ودېته خَجْل اوپه پښتوشرمندګی ورته ويله کيږی (ان يضرب) دغه لفظ له ضَرْب څخه جوړدۍ دضرب لفظ چي په فې جاره سره مستعمل سي لکه په دې قول کښي ضرب زيدفي الارض، نوپه معنی دتللودۍ اوعموماًدغه لفظ په معنی دوهلوراځي اوکله چي ومَثل ته منسوب سي لکه دلته نوپه معنی داعتمال يعني کار ول اوتيره ول دمثل راځي مطلب دا دۍچي پريوشی باندی دمتل تيره ولوته اويا ديوشی دپاره مثال راوړلوته ضرب المثل ويل کيږي بي دغه ضرب المثل پردوه قسمه دۍ اول قسم يې دادۍ چي دغه مثل له پخوالاجوړسوۍوي او ته يې فقط ديوشي دتوضيح ذکرکړې دمثال په ډول دغه مثل چي صُلْتَ عَلَی الْاَسَدِوَبُلْتَ عَنِ النَّقَدِ،يعني حمله دي وکړه پرزمری باندي اوبولی دی وکړې له پسه څخه، له پخواڅخه لا په عربوکښي دمتل په شکل کارسويدۍ نوته چي دغه متل پريوچا باندي تيرکړې کوم چي له زوره ورسړی سره مقابله وکړی اودکمزوری سړی په مقابله کښي عاجزه سي نودا يوقسم دضرب المثل دۍاودوهم قسم يې دادۍ چي دغه مثل جوړهم ته کړې او بيايې ديوشي دپاره مثال وګرځوې خودغه قسم ته هم ضرب المَثل په دې سبب ويل کيږي چي ته يې دمثال يادمتل په ډول ذکرکړې نه په دې حيث چي جوړښت يې تاکړيدۍ، دقران کريم امثال له همدغه قسمه څخه دي، تنبيه، پوسه چي يوپريوشي باندی دمتل تيرول دي اويوديوشي دپاره مثال راوړل دی مثلاً زه يوچاته ووايم چي پرزمري دي حمله وکړه اوله شغال څخه دی بولی وکړی ودغه ته دمتل تيريدل ويل کيږي اودمتل مشهوره معنی په قول سائرسره کيږي يعني هغه قول چي له وختووختوڅخه په خلګوکښي مشهور اوددوۍ پرژبوباندی جاري وي، که زه ويوچاته داسي ووايم چي ته ياستاشان داسي دۍ لکه فلانی يادفلانی شان نوودې ته مثال تيره ول ويل کيږي او ضرب المثل ودغودواړوقسموته ورشامل دۍ قرآني امثال اودارنګه په نورواسماني کتابوکښي چي کوم امثال الله جل جلاله بيان کړيدي اوياانبياؤ بيان کړيدي ټول له همدغه دوهم قسم څخه دي مګرکه په شاذاونادرډول يومثل له اول قسم څخه راغلۍ وي( مثلاّما)پوسه چي مثل دلته په معنی دمثال دۍ نه دقول سائرکوم چي په پښتوئې متل بولي اودما لفظ یا ابهامیه دۍ کوم چي په معنی داَیّ شیء دۍ نوبه معنی دمثلاما داسي سي ،مثلااي مثل کان یعني یومثال هرمثال چي وي ،اويازئده ده دپاره ددې راوړل سوی دۍ چي دمثلاولفظ ته کوم چي نکره دۍ عام والي وروبخښي اودتخصیص اومقیدوالي لارپربنده کړي( بعوضة)پوسه چي په ترکیب کښي د[مثلامابعوضة ]متعددقولونه دي اول قول دادۍ چي د بعوضةلفظ بدل دۍ له مثلاڅخه اوکلمه دما زائده ده دوهم قول دادۍ چي عطف بیان دۍ دمثلااومازائده ده دریم قول دادۍ چي مانکره غیرموصوفه په جمله سره ده په معني دشيءده اوبدل ده له مثلا څخه اوبعوضة صفت دۍ دمااوڅلرم قول دادۍ چۍ کلمه دما په معنی داي مثل ده اوتاکید دۍ دمثلادپاره اوبعوضة دمحذوف فعل مفعول دۍ اي یبین بعوضة فمافوقهاپنځم قول دادۍ چي بعوضة مفعول دۍ دان يضرب،او مثلا حال دۍ له بعوضة څخه چي دذوالحال دتنکير په وجه مقدم سویدۍ اوشپږم قول دادۍ چي ان يضرب دتضمن له لاري دان يجعل په معني دۍاومثلا ئی مفعول ثاني اوبعوضة ئی مفعول اول دۍ اودبعوضة لفظ مفرد دۍ اوجمع ئی بعوض راځي ځيني مفسرين وائی چي بق اوبعوضة سره مترادف لفظونه دي دواړه ومطلق غوماشي ته ويل اواکثر مفسرين داوائي چي بق وغټ غوماشي ته اوبعوضة وکوچني غوما شي ته ويل کيږي پوسه چي دمیري په حیا ةا لحیوان کښي لیکلي دي چي بعوضه، غوماشي الله پاک دهاتی اودفیل په صورت اوشکل پیدا کړیدۍ خوترفیل ئی اندامونه ډیر دې ځکه چي دوېپښې دده ترفیل زیاتي دي اووزرونه هم لري اودفيل خړتم کوټلئ دۍ اودماشی خړتم ډډدۍ صاحب دتفسيرخازن لیکلي دي چي غوماشئ ،بعوضة یوعجیب اونادرمخلوق دالله پاک دۍ ځکه چي سره دډیره صغره دَیْ خپل خړتم داوښ،اوفیل اودپسه په څرمن اوپوستوکی کښ ننه باسي اوداسي هم پیښه سي چي اوښ یافیل یا پوسه دده له چیچلو څخه مړسي اوامام ابومنصورماتریدی فرمایلي دي چي مچ اوغوماشی ته الله پاک ترزمری هم دلاوري ورکړئی ده( فمافوقها) دفاء لفظ دپاره دعطف دۍ سره له فائده کو دوروستووالی بې له فصله اوکلمه دما موصوله ده اودفوق لفظ بنا پر ظرفیت منصوب دۍ مضاف دۍ اودها ضمیروبعوضة ته راجع دۍ مضاف الیه دفوق دۍ اومجمووع په اعتبار دثا بت مقدر سره خبر دمبتدأمحذوف دۍ چي لفظ د هودۍ اومجموع صله دکلمي دماده،لکه دمخه چي موبيان وکړله فوقیت څخه یامرادفوقیت په جُثه اوصورت کښي دۍ لکه مچ یاغڼی اویامرادورڅخه فوقیت په حقارت کښي دۍ لکه دغوماشي وزرداسلام پیغمبر په یوه حدیث کښي کوم چي ترمذي اوابن ماجه اواحمد ئې روایت کړیۍ فرمایلی دي لَوْکَانَتِ الدُّنْیَاتَعْدِلُ عِنْدَاللّهِ جَنَاحَ بَعُوْضَةٍمَاسَقَامِنْهُ کَافِرًاشُرْبَةً یعني که چري وای دنیا برابره برابره په نزددالله له وزرسره دیوه وړوکي غوماشي نونه بي وای څښلې له دغي دنیا څخه په کافر،نه بې وای ورکړې وکافرته له دغي دنیا څخه یوغړپ داوبو همدارنګه په يوه بل حدیث قدسي کښي چي مذکوره کتابوئې روايت کړیدۍ راغلي دي چی،وَ لَوْاَنَّ اَوَّلَکُمْ وَاخِرَکُمْ وَحَيَّکُمْ وَمَيِّتَکُمْ وَرَطبَکُمْ وَيَابِسَکُمْ اِجْتَمَعُوْعَلَی اَتْقَا قَََلْبِ عَبْدٍ مِنْ عِبَادِيْ مَازَادَذَالِکَ فِي مُلْکِيْ جَنَاحَ بَعُوْضَةٍ، يعني اوکچيري اول اواخيرستاسي اوژوندي اومړه ستاسي اووچ اولانده ستاسي سره راټول سي پر یوه ډیرپرهیز ګاره زړه باندي دیوه بنده له بنده ګانو ځما څخه نونه به کړي زیات داکارپه باچاهي زم کښي وزردیوه غوماشي مطلب دحدیث دادۍ چی الله پاک فرمایلی دي چې که له تاسي ټولوڅخه په اعلی درجه پرهیزګاران جوړسي نوپه سره زما په بادشاهی کی دغوماشی دوزرقدرزیاتوالی نه راځی بلکه نفعه ددې بیرته وتاسي ته راجع کیږی پوسه چي دمثالو بیانه ول دبشرپه تاریخ کښی په دوامداره توګه یوجاري اومستمرعمل پاته سویدۍ اوالله پاک په خپل هراسمانی کتاب کښي وبنده ګانوته دالهی مطالبو دتوضیح په خاطرمثالونه بیان کړیدي په انجیل کښي چي کوم مثالونه راغلي ؤو نودهغوی له جملې څخه ځني مثالونه په دې ډول وه،اولمثال دادۍچی،ای خلګومکیږۍ تاسی په مثل دغلبیل چي صاف وړه دباندي باسي اوسبوس په نس کښي رابنده وي دارنګه تاسي هم دخپلوخولوڅخه دحکمت اودپوهي اودپند خبري راباسۍ اوغل اوعداوت دخدای له مخلوق سره په خپلوسینوکښي باقي پریږدۍ مطلب داچي محاسن داخلاقووخلګوته بیانه وۍ اوله دی سره سره په خپلوسینوکښي ساتۍ،دوهم مثال دادۍ چي،اي خلګوزړونه ستاسی په مثل دميده ډبروګرځيدلی دي هغه ډبري چی نه يې اور پخولای سی اونه يې اوبه نرمه ولای سی ،دريم مثال دادۍ چی ،ای خلګومه را الوځوۍ ،مه راپاروۍ غالبوزی چی بياتاسی په نيښو و وهی همدارازله کم عقلانوخلګوسره خبری مه کوۍ چی بيانوښکنځل درته وکړي اوبې آبه موکړي

(انه الحق) دانه ضیریا ومثل ته راجع دۍ اویاوضرب المثل ته مرادله حقوالي څخه دلته موافق والي دمثل یادضرب المثل دۍ له ممثل له سره پوسه چي لفظ دحق په قرآن پاک کښی دوه سوه څلویښت کرته راغلی دۍ اودغه لفظ په اصل لغت کښي مصدر همراغلی دۍ په معنی دثبوت اوصفت مشبه هم راغلی دۍ په معنی دثابت اودالله پاک له نوموڅخه هم یونوم الحق دۍ په قرآن کښی دغه لفظ په ډیرومعنی ؤوکښي راغلی دۍ مثلا په دغه آیت کښی په معنی د موافق یاپه بل عبارت په معنی دواقع په خپل ځای کښی راغلی دۍ اوددغه سورت په دوه څلویشتم آیت کښی په معنی دثابت په دلیل یقینی شرعی سره چی مقابل دباطل دۍ راغلی دۍ اودارنګه ددغه سورت په ،يوشپيتم ايت کښی په دې قول دخدای کښی چی بغيرالحق دحق لفظ په معنی دجرم شرعی راغلی دۍ اوددغه سورت په يواويا يم ايت کښی په معنی دکامل اوپوره بيان دخبری راغلی دۍ اوددغه سورت په يوسلو نونسم ايت کښی دصدق په معنی راغلی دۍ اوددغه سورت په دوه سوه اودواتيا يم ايت کښی په معنی دحق دبنده اودقرضوراغلی دۍ اودارنګه ددغه سورت په يوسل اويويشتم ايت کښی په معنی دوړاولائق راغلی دۍ اوددغه سورت په دوه سوه اوشپږديرشم ايت کښی دامرواجب په معنی راغلی دۍ وهکذا( فيقولون )پوسه چی موافق له ماقبله سره خوداوه چی دفيقولون پرځای فلايعلمون فرمايل سوی وای خوداسی نه دي فرمايل سوي ځکه چی په مذکورکلام کښی اظهاردډيرقباحت اوجهالت ددغوکافرانوراغلی دۍ ځکه مذکورکلام دليل دۍ پرسخت جهالت اوحماقت ددوی باندي (ماذا) پوسه چی په دغه لفظ کښی دوه احتماله دي اول دادۍ چی مااستفهاميه په معنی دای شيئٍ سی اوذا په معنی دالذی سی اودوهم داچی مجموع په معنی دای شيئ سی ، او(داراد)لفظ له ارادة څخه جوړدۍ اوارادة دالله جل جلاله له صفاتوذاتيه وو څخه ده کوم چی عبارت دي له هغوصفاتوڅخه چی په ضد سره يې خدای پاک نه موصوف کيږي پوسه چي اراده دالله پاک عبارت ده له هغه صفت څخه چی ترجیح ورکوي ویوه له دوو مقدوروفعلوته پرابل باندی اوپه اراده کښی دخدای پاک داناممکن دۍ چي هغه کاردی کوم چی الله اراده ورته وکړي ترسره نسي (بهذامثلا) پوسه چی دهذا په لفظ سره کله کله دتحقیر دپاره ویوشي ته اشاره کړه کيږي دلته هم دکفاروتحقیر دهغه مثال مقصود وو کوم چی په قرآنی آیاتونوکښي راځی اوله دغه تحقیرڅخه ئې طلب ودې ته اشره کول ووچی قرآن دالله کتاب ندۍ اودمثلا لفظ یاحال دۍ اویاتمیز دۍ له هذاڅخه(الاالفاسقین) پوسه چي دفاسقین لفظ دفاسق جمع دۍ کوم چي له فسق څخه ماخوذ دۍ اوفسق په لغت کښی ووتلوته ویل کیږی له یوشي څخه اوپه عرف کښي ووتلوته ویل کیږي له حداواندازې څخه په ضرررسولوکښي لکه چی په همدې وجه ومار،لړم اوخروړي سپي وغیره ته په یوه حدیث کښي فواسق ویل سویدي اوپه شریعت کښي فسق وخروج اووتلوته ویل کیږي له حکمه څخه دخدای اورسول قاضی بیضاوي رحمه الله ذکرکړیدی چی په شرعه کښي فاسق وهغه ته ویل کیږی چی دکبیرې ګناه په کولوسره دالله له امره څخه خارج سي اوبیادغه فسق درې مرتبې لری اوله مرتبه ئی تغابي بلله کیږي تغابي ودیته ویل کیږي چي انسان کله کله په داسی حال کښي یوه ګناه وکړي چي دکولوپه وخت کښی دغه ګناه ډیره بده ګڼي خودنفس دغلبې په وجه ورڅخه صادره سي اودوهمه مرتبه ئي انهماک بلله کیږي انهماک ودې ته ویل کیږي چي یوسړۍ ګناه په داسي حال کښي کوي چی ګناه خوئی بولي مګرپه کولوئي هیڅ باک اوپروانکوي اودګناه کول ئې عادت وګرځي اودریمه مرتبه ئې جحودبلله کيږي جحود ودې ته ویل کيږي چي یوسړۍ العیاذبالله ګناه په داسي حال کښي کوی چی رواکارئې بولي په اولودوومرتبوکښي دفسق انسان دایمان له دائرې څخه نه خارجیږي اوپه دریمه مرتبه کښي په اتفاق سره کافرګرځي نعوذبالله من ذالک پوسه چی دفسق لفظ په قرآن کښي په څلورومعنی ؤوکښی راغلی دۍ اول دمطلق ګناه کبیره په معنی لکه ددغه سورت په یوسل اوه نویم آیت کښي دوهم دکفراوشرک په معنی لکه دالمائده په دریم آيت کښي دریم دهغی کبیرې ګناه په معنی چی له کفره څخه راکښته وي لکه دحجرات په یوولسم اودسورت نورپه څلرم آیت کښي څلرم په لغوی معنی سره لکه دسورت کهف په پنځوستم آیت کښي دلته له فاسقین څخه هغه مراددي چی دکفر په درجه کښی فاسقان وی پوسه چی الله پاک په قرآن کښی لس شیان دفسق سبب بللی دی اول له له ایمان راوړلوڅخه اوله اتباع څخه دمحمدصلیالله علیه وسلم مخ اړه ول لکه دآل عمران پهدوه اتیایم ایت کښی دوهم په ماانزل الله سره حکم اوفیصله نکول لکه دالمائده په اوه څلویشتم آیت کښی دریم نفاق لکه دتوبه په اوه شپیتم ایت کښی څلرم کفرکول لکه دنورپه پنځه پنځوستم ایت کښی مسلمان ته دزنانسبت کول لکه دنورشپږم ایت کښی شپږم وشاهد اووکاتب ته بي ځایه تکلیف ورکول لکه ددغه سورت په دوه سوه اودوه اتیایم ایت کښی اوم تبدیل دشرعی احکامو لکه ددغه سورت په نهه پنځوستم ایت کښی اتم په شرعی احکاموکښی حله اوبهانه کول لکه دسورت اعراف په يوسل اوپنځه شپيتم ايت کښی نهم وبتانوته ذبحه کول اوپه غيښو سره قسمت معلومه ول لکه دمائده په دريم ايت کښی لسم دذبحی په وخت کښی په قصدسره دالله پاک نوم پرېښودل لکه دانعام په يوسل اويويشتم ايت کښی ، تمت
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery