مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبخاري اودشر ح فضل الباري لړۍ (۵) برخه .

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل حفظه الله تعالي .
-------------------------------------------

بسمه تعالي . دبينوادويبپاڼي محترمو لوستونکو دهغي وعدي مطابق چي په څلورمه برخه کښي مي درسره کړي وه په دي برخه کښي دامام بخاري رحمه الله تعالي اودده دکتاب صحيح البخاري دحالاتو بيان درته کوم خو له مخه ترشروع په دغه بيان کښي يو مهم مطلب درته ذکرکوم .

هغه مطلب دادئ چي شيخ مولانامحمد زکريا ذکرکړيدي چي داحاديثوکتابونه پرپنځه قسمه مرتبوباندي ويشل سويدي ، اول قسم هغه کتابونه چي ددوۍ احاديث موږ په پټو سترګو منو اوصحيح يې بولواوکه څوک دهمدغوکتابو په يوه حديث کښي کوم تردد اوشک ښکاره کړي نوموږ له ده څخه ددليل مطالبه کوو ،دغه کتابونه عبارت دي له دغو کتابو څخه ، صحيح بخاري ، صحيح مسلم ، موطا امام مالک ،صحيح ابن حبان ،مسند ابوعوانه مستدرک حاکم ،وغيره.

البته دمستدرک د حاکم په باره کښي دااعتراض کيږي چي حافظ ذهبي دمستدرک پرډيروروايتو باندي تنقيد کړئ دئ ،خوددغه اعتراض جواب دادئ چي مستدرک چي په دغه اعلي طبقه کښي داخل دئ نودا دخول يې دهغواحاديثو په اعتبار دئ کوم چي پرهغوۍ باندي ذهبي سکوت کړئ دئ ،اودهغو احاديثو په اعتبار کوم چي ذهبي په هغوۍ باندي تنقيد کړيدئ په دريمه طبقه کښي داخل دئ کومه چي وروسته به راسي ،ځکه چي حاکم په مستدرک کښي له صحيحواحاديثو سره سره پرځني ضعيفو احاديثو باندي هم دصحت حکم کړئ دئ.

اودوهم قسم هغه کتابونه دي چي ددوۍ داحاديثو په باره کښي موږ دانه سو ويلاۍ چي داصحيح حديثونه دي البته داويلاۍ سو چي دا احديثونه داحتجاج اوداستدلال قابل دي ځکه داحتجاج اوداستلال دپاره داضروري نه ده چي حديث به صحيح وي بلکي حسن حديث هم ددي صلاحيت لري چي دليل په ونيول سي ،دغه قسم کتابونه دادي:

ابوداودشريف ، نسائی شريف ترمذي شريف طحاوي شريف ،اومسسنداحمد بن حنبل ،وغيره .
دريم قسم هغه کتابونه دي چي دهغوۍ داحاديثو په باب موږ دصحت يا دتغليط حکم علي الاطلاق نه کوو بلکي پکښي ګورو او په پلټنه سره يې داخبره معلومه ؤ چي فلان حديث يې په کومه درجه کښي دئ اوفلان يې په کومه درجه کښي دئ ،دغه کتابونه لکه مصنف دعبدالرزاق مصنف دابن ابي شيبه اوابن ماجه وغيره .

اوڅلورم قسم هغه کتابونه دي چي دهغوۍ داحاديثو په باب موږ په پټوسترګو داحکم کولاۍ سو چي دغه حديثونه ټول ضعيف دي او صرف دوعظ کتا بونه دي ،لکه مسند فردوس دديلمي اولکه نوادرالاصول دحکيم ترمذي اولکه هغه حديثونه چي په اکثرو کتابو کښي دتفسيرراوړل سويدي .

اوپنځم قسم هغه حديثونه دي چي موضوعي حديثونه يې راجمع کړيدي ددي دپاره چي مسلمانان ورڅخه خبرسي لکه اللالي المصنوعة في الاحاديث الموضوعة اولکه موضوعات کبري دملاعلي قاري رحمه الله تعالي ، خوزما په فکردلته يوشپږم قسم هم سته چي هغه هغه کتابونه دي چي په دوۍ کښي ځني هغه حديثونه چي نورو علماؤ موضوعي ګڼړلي وي په قوي دلائلوسره له موضوعيت څخه ايستلي سوي وي لکه التعقبات علي الموضوعات دامام سيوطي صاحب .

ترجمه اواوحوال دامام بخاري.
پوسه چي دامام بخاري دنسب شجره په دي ډول علماؤذکرکړي ده .
محمدبن اسماعيل بن ابراهيم بن مغيره بن بَرْدِزْ بن بَذذ به الجعفي البخاري دده مبارک پلاراسماعيل دالله جل جلاله له صالحو بندګانو څخه ؤاوله محدثينو علماؤڅخه شميرلئ سوئ دئ اوابن حبان په کتاب الثقات کښي دده ذکرکړئ دئ اوده له حماد بن زيد اوله امام مالک څخه داحاديثو روايت کړئ دئ له ده څخه بيادعراق علماؤ دحديثو روايت کړيدئ اوله عبدالله ابن مبارک سره يې په مکه مکرمه کښي مصافحه کړيده اوعبدالله ابن مبارک زموږ دامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله تعالي له شاګردانو څخه ؤ

حافظ ذهبي فرمايلي دي چي د بخاري پلار له تقوي داروعلماؤڅخه ؤ
پوسه چي دده مبارک دپلار پرتقوي باندي يولوۍ دليل داؤ چي دوفات په وخت کښي يې ډيرمال پريښودئ ،اودايې وويل چي زما په دغه ټول مال کښي يوه روپي هم حرامه يا شبه ناکه نسته
اوداسماعيل نيکه مغيره په اصل کښي اتش پرست ؤبيا دبخارَي دحاکم يمان بن اخنس جعفي پرلاس باندي په اسلام سره مشرف سو اويمان دنسب په اعتبار عرب ؤ اوپه عربو کښي دجعفي قبيلي ؤ ،او جعفي بن سعدالعشيره دمذحج دقبيلي يوښاخ ؤ په همدغه سبب ومغيره ته اووامام بخاري ته جعفي ويل کيږي .



ولادت اووفات دامام بخاري.
پوسه چي په راجح قول دده مبارک ولادت په (۱۳)دشوال په سنه (۱۹۴) هجري کښي دجمعي له لمانځه څخه وروسته پیداسوئ دئ اووفات دده مبارک دهفتي په شپه کومه چي دعيدالفطرشپه وه په سنه (۲۵۶)هجري کښی سوئ دئ ،اودکوچني ا خترپه ورځ دماشپين له لمانخه څخه وروسته په خرتنګ کښي کوم چي دسمرقندله مضافاتوڅخه دئ دفن کړ سو،

ټول عمردده مبارکديارلس ورځي کم دوشپيته کاله ؤ ځني علماؤ دده مبارک دولادت اودفات اودعمرذکر دابجدپه حساب په دي ډول کړئ دئ .

کان البخاري حافظاً ومحدثاً

 ــــــــ
جمع الصحيح مکمل التحرير
ميلاده صدق (۱۹۴)ومدة عمره
فيهاحميد(۶۲)وانقضي في نور(۲۵۶)
ـــــــــــــــــــــــــــــــ

امام بخاري رحمه الله تعالي لا بيخي وړوکي ؤ چي دده پلار له دنيا څخه انتقال وکړڼوپه دي وجه دده دپالني اودتربيې ذمه واري دده د مبارکي مور پر غاړه باندي سوه او دده په صغيرتوب کښي داواقعه هم ورپيښه سوه چي دسترګوديد اوبينايي يې ختمه سوه چي په دي وجه دده مورمبارکه ډيره زهيره اوپريشانه سوه اودده دپاره يې په ډيرعجز اواحتياج سره دعاوکړه څرنګه چي دده مور هم ډيره عابده اونيک عمله ښځه وه نوالله پاک ددي دعاقبوله کړه په دي ډول چي د دي له دعاڅخه وروسته دې يوخوب وليدئ په خوب کښي له حضرت ابراهيم عليه السلام سره مخامخ سوه ،حضرت ابراهيم عليه السلام پردي باندي دازيري وکړچي ستادعا الله پاک قبوله کړه اوستا ددعا په برکت يې ستادزوۍسترګي بينا کړي نوکله چي دا له خوب څخه رابيداره سوه دخپل ځوۍمحمد بن اسماعيل بخاري سترګي يې جوړي .اوروغي وي .

دامام بخاري تصنيفونه .
پوسه چي دامام بخاري رحمه الله تعالي مشهورتصنيفونه په دي ډول دي.

(۱) قضايا الصحابة والتابعين .
(۲) التاريخ الکبير .(۳) الادب المفرد(۴) جزءالقراءة خلف الامام .(۶) تاريخ الاوسط .(۸) تاريخ صغير.(۹) خلق افعال العباد.(۱۰) کتاب الضعفاء.(۱۱) برالوالدين(۱۲) جامع کبير .(۱۳) مسندکبير.(۱۴) تفسيرکبير.(۱۵) کتاب الاشربة (۱۶) کتاب الهبة (۱۷) اسامي الصحابة (۱۸) کتاب الوحدان (۱۹) کتاب المبسوط (۲۰) کتاب العلل (۲۱)کتاب الکُني (۲۲)کتاب الفوائد.

بخاري شريف .
پوسه چي دامام بخاري رحمه الله تعالي دتصنيفوله جملي څخه دغه مقدس کتاب ترټولو مشهور مقبول اودعظمت والا کتاب دئ چي اصح الکتب بعدکتاب الله وصف اونعت يې ګټلئ دئ ددغه مبارک کتاب مفصل نوم دامام نووي په قول دادئ. الجامع المسند الصحيح من امور رسول الله صلي الله عليه وسلم وسننه وايامه .

اودابن حجردوينا مطابق .الجامع الصحيح المسند من حديث رسول الله صلي الله عليه وسلم وسننه وايامه .
جامع په دي سبب ورته ويل کيږي چي په ده کښي امورثمانيه ټول موحود دي کوم چي مخکي ذکرسول ، اومسند په دي اعتبار ورته ويل کيږي چي امام بخاري په دغه کتاب کښي داسناد له متصل والي سره سره مرفوع حديثونه ذکرکړيدي ،اوکوم اثاروغيره چي په دغه کتاب کښي ذکرسويدي نوهغه په ضمني اوپه تبعیي توګه دي اوصحيح په دي وجه ودغه کتاب ته ويل کيږي چي امام بخاري حمه الله تعالي په دغه کتاب کښي داحاديثودصحت التزام کړئ دئ .

اومختصرپه دي اعتبار ورته ويل کيږي چي ټول صحيح حدیثونه په دغه مبارک کتاب کښي امام بخاري نه دي راوړي امام په خپله فرمايلي دي ،چي مانه دي داخل کړي په دغه کتاب کښي مګرصحيح حديثونه اوځني صحيح حديثونه مي په دغه کتاب کښي نه دي راوړي ددي دپاره چي کتاب درازنسي .

له امورو
او له لفظ دحديث څخه مراداقوال درسول عليه السلام دي اوله سنن څخه مراد اقوال اوتقريرات دده مبارک دي .
اوله ايام څخه مرادغزاګاني دده مبارک اودارنګه هغه ټول واقعات مراد دي چي دنبي عليه السلام په زمانه کښی پيښ سويدي .

سبب دتأليف دصحيح بخاري .
پوسه چي علماء کرامو دصحيح بخاري دتأليف دوه سببونه بيان کړيدي .

(۱) سبب يې دادئ چي ابراهيم بن معقل نسفي فرمايلي دي چي امام بخاري رحمة الله تعالي په خپله ويلي دي چي زه دخپل استاذ اسحاق بن راهويه په مجلس کښي ناست وم چي زموږ په ملګرو کښي يوه نفروويل چي کاشکي تاسي درسول عليه السلام په صحيح سنت يعني احاديثوکښي يومخنصر کتاب جمعه کړیواۍ دهمدغه ملګري له دغي خبري څخه زما په زړه کښي انديښنه اوداعيه دبخاري دکتاب دجوړولو پيداسوه . انظرتاريخ بغداد ج۲ ص۸ ،اوتهذيب الکمل ج۲۴ص۴۴۲ ،او سيراعلام النبلاء جلد۱۲ص۴۰۱ ،اوطبقات السبکي ج۲ص۷ ،او هدي الساري ص۷ وتهذيب الاسماء والغات ج۱ ص۷۴.

(۲) سبب يې دا ووچي محمد بن سليمان بن فارس رحمه الله تعالي فرمايلي دي چي ماله امام بخاري څخه اوريدلي دي چي ده به فرمايل چي مارسول عليه السلام په خوب وليدئ چي زه دده مبارک په مخ کي ولاړوم زما په لاس کښي يولاسي پيک ياپنکه وه له ده مبارک څخه مي مچان شړل ځنومعبرينودخوب تعبير په دي ډول راکئ چي ته به دروغ له رسول عليه السلام څخه دفع کوي ،يعني په دروغوچي کوم حديثونه ودته منسوب سويدي ،نوته به دهغوۍ دفع وکړي نوپه دي وجه زما په زړه کښي دنبي عليه السلام دصحيح احاديثودجمعه کولوشوق پیداسو .

دبخاري شريف ابتداء اوانتهاء .
پوسه چي ټول کتاب امام بخاري رحمه الله تعالي په شپاړس کاله کښي تکميل کړيدئ ،اودبعضي مشائخو په قول ابتداء دتصنيف يې په (۲۱۷) هـــ کښي کړيده اواختتام يې په (۲۳۲) هـــ کښي کړئ دئ ،اوتراجم دصحيح بخاري په رياض الجنةکښي چي داسلام دپيغمبر دمبارک ممبر اودمطهري روضي مابين دئ په دي ډول امام بخاري ليکلي دي چي دهرترجمة الباب دپاره بې دوه رکعته نفل وکړل .مقدمة اللامع الدراري ص (۱۲۴)

عمر بن محمد بن بجير البجيري ويلي ډي چي امام بخاري فرمايلي دي چي دغه کتاب ما په مسجدحرام کښي ليکلئ دئ اودهر حديث ترليکني دمخه به مي استخاره کوله اودوه رکعته لمونځ به مي کاوه اوچي پرکوم حديث باندي به مي دصحت يقين رانغلئ نوهغه به مي په بخاري کښي نه ليکئ .هدي الساري ص (۴۸۹) يعني ابتداءدتصنيف يې په مسجدحرام کښي کړيده ،اوځني علما ؤ لکه فربري فرمايلي دي چي امام بخاري فرمايلي ددي چي دهرحديث دپاره چي مابه په بخاري کښي ليکئ نومابه غسل کاوه اودوه رکعته لمونځ به مي کاوه .

مقام اومرتبه دصحيح بخاري .
پوسه چي علماؤپردي خبره باندي اتفاق کړئ دئ چي ترټولو کتابو دحديثو اصح کتابونه بخاري اومسلم دي اوبياجمهور دعلماؤ پردي خبره باندي متفق دي چي په دوې دووکښي بيا اصح کتاب بخاري دئ.



دبخاري داحاديثوشمير.
دبخاري د احديثو شمير په دي ډول دئ :
روايات مرفوعة موصولة مع مکررات ۷۳۹۷
روايات معلقة مخرجة المتون في الصحيح ۱۳۴۱
متابعات (۲۳)
ميزان ۹۰۸۲
روايات مرفوعة موصولة بدون تکرار ۲۶۰۲
روايات معلقة غيرمخرجة المتون في الصحيح ۱۵۹
ميزان کل احاديث بدون تکرار ۲۷۶۱

محترمو مطالعه کونکو مقدماتي بيانونه خو بيخي ډير دي خاص بيا دامام بخاری اودده دکتاب په اړه چي په جريان کښي دسلسلې دشرحي دبخاري شريف به بيل یيل ځايونه درته راسي خودلته مقدماتي بيانوته په همدغه ځاۍ خاتمه ورکوم او رارواني برخي به دبخاري شريف دکتاب په شرحه کښي وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery