مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شرح فضل الباری (۷)برخه، دبخاری شريف داول حديث لفظي ترجمه اودهغه په اړه مهم تحقيقات،

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته ،
--------------------------------------------------------------------

محترمووروڼوپه دغه (۷) برخه کښي وتاسي ته دبخاري شريف داول حديث کوم چي د(انماالاعمال بالنيات) حديث دۍ معنی اولفظي ترجمه په داسي ډول درته کوم چي عالِم اوبې علمه هريو کامله فايده ورڅخه اخستلاۍ سی اودارنګه په دي برخه کښي دمذکورحديث په اړه ځيني مهم اوضروری تحقيقات درته کوم اوددغه مبارک حديث دالفاظوتحليل اوتشريح اودارنګه له دغه حديث څخه مستنبطي سوی مسئلې اوځيني سوالونه اودهغوۍ جوابونه به په اتمه برخه کښي انشاء الله درته راسي،


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ الحد يث الاول

لفظي ترجمه :
(عن علقمه) له علقمه څخه (ابن وقاص اللَّيثي)چي ځوی دوقاص ليثي دۍ روايت دۍ (يقول)چي ويل به ده ( سمعت) چي اوريدلي دی ما (عمر) له عمرڅخه (ابن خطاب)چي ځوی دخطاب دئ (رضي)راضي دي سي (الله)خداۍ پاک (عنه)له ده څخه يعني له عمرڅخه (علی المنبر)پرمنبرباندي يعني پرمنبرباندي دمسجدنبوي (قال) چي وويل ده يعني عمر : (سمعتُ) واوريدل ما یااوریدلی دی ما ( رَسُولُ )له رسول څخه( الله)دخدای پاک( صَلَّي) رحمت دی وکړی ( اللهُ) خدی پاک( عَلَيْهِ)پرده باندی( و)او(َسَلَّم)سالم دی کړی الله پاک دَیْ یعنی دین ا وامت دده له هرقسم افاتو څخه (يَقُوْلُ)چي ويل ده يعني په داسي حال کښي چي ويل رسول عليه السلام: (اِنَّمَا)خاص داخبرده يا(اِنَّمَا)بيشکه،په تحقيق سره (الْاَعْمَالُ)عملونه يعني ثواب دنيکوعملو ( بِالنِّيَّاتِ)په نيتوپوري يعني ثواب دنيکوعملودنيستي اودهستۍ يا په بل تعبير دوجوداو دعد م په اعتبارپه نيتوپوري مربوط اوتړلی دۍ په دي ډول چي که نيت سم اوصحيح ؤنوبيادنيک عمل ثواب سته اوکه نيت خراب ؤنوبيادنيک عمل ثواب نسته ، (وَاِنَّما) اوخاص داخبرده ( لِکُلِّ اَمْرِئٍ) هرسړی لره يعني سته هرسړی لره ( مَا) هغه شي، هغه حاصل يعني له عمل څخه دده (نَوَی) چي نيت کړيوی ده يعني دهغه شي په عمل خپل کښي، (فَمَنْ) نوهرڅوک که ( کَانَت) ؤو (هِجْرَتْهُ) هجرت دده يعني له دارڅخه دکفرودارته داسلام ياله مکي مکرمي څخه ومديني منورې ته (اِلَی دُنْيَا) ودنياته يعني دپاره ددنيا (يُصِيْبُهَا) چي حاصله کړی هغه دنيايعني ددي پاره هجرت وکړي چي دنيا حاصله کړي (اَوْ) يا (اِلَی اِمْرَأَةٍ) ويوې ښځي ته يعني يا وو هجرت دده دپاره ديوي ښځي( يَنْکِحُهَا)چي په نکاح کړي هغه ښځه (فهِجْرَتُهُ) نوهجرت دده (اِلَی مَا) وهغه ته يعني ثابت دۍ وهغه ته (هَا جَر) چي هجرت کړيدۍ ده (اِلَيْه ِ) وهغه ته يعني لکه څرنګه چي ده په خپل نيت کښي په هجرت کولوکښي ددنياحاصلول ياله يوې ښځي سره نکاح کول خپل اصلي هدف ګرځولۍ دۍنودارنګه دخدای اودرسول په نزدهم دغه هجرت دده ددنيايادښځي دپاره بلل کيږي اوپه اخرت کښي به بې نتېجې اوغيرمقبول وی)

علمی څیړنی :

 د (رضی الله عنه) بیان

،، پوسه چی دلته دری قسمه لفظونه دی اول( صلاة اوسلام) دوهم( رضی الله عنه) دريم( رحمة الله عليه)علماؤ ،په دی باره کښی اختلاف دۍ چی دغه دری سره لفظونه دهرچاله نامه سره ويل کيدلای سی يعنی که نبی او رسول وی او که تابعی وغيره وی اوکه په دی کښی تفصيل اوتقسيم دۍ، دامام احمدبن حنبل رحمه الله مسلک دادۍ چی دغه دری سره لفظونه دهرچاله نامه سره ويل کيدلای سی اودامام اعظم اودامام مالک اودامام شافعی رحمهم الله مسلک دادۍ چی دلغوی معناګانو په اعتبارکه څه هم ددغودروسرو لفظوويل دهرچا په باره کښی صحيح کيدلای سی مګرپه عرف کښی دشرعی صلاة اوسلام تررسول الله صلی الله عليه وسلم پوری خاص دۍ اورضی الله عنه ويل ترصحابه ؤ پوری خاص دۍ اورحمة الله عليه له ماسوی دصحابه ؤسره لکه تابعين وغيره ويل کيږی،، انظرتقرير بخاری،،

 له ترجمة الباب سره ددغه حدیث مناسبت

 پوسه چی ددغه حديث دمناسبت په اړه له ترجمة الباب سره علماؤمتعددقولونه ذکرکړيدی چی بيان یې په دی شرحه دۍ اول قول دادۍ چیدغه مبارک حديث داسلام پيغمبر په مدينه کښی دوحی دظهوراودنصرت په ابتداکښی فرمايلی دۍ نوله ترجمة الباب سره یی مناسبت دادۍ چی باب خودبدءالوحی دۍ اوحديث دبدءظهورالوحی په موقع کښی ويل سوی دۍ دوهم قول دادۍ چی دغه حدیث پرهجرت باندی مشتمل دۍ کوم چی مقدمه دوحی ؤوځکه چی دوحی ترشروع دمخه به داسلام پيغمبر وغارحراته داعتکاف دپاره هجرت کاوه دريم قول دادۍ چی دغه حديث امام بخاری په قصددخطبی ويلی دۍ اوپه دی مقصد یې نه دۍ ويلی چی دترجمة الباب اثبات په وکړی دغه دری سره قولونه صاحب دعينی ذکرکړیدی خوځماپه فکريوهم په زړه پوری قول نه دی څلرم قول دادۍ چی دغه مبارک حديث امام بخاری ددی دپاره راوړی دۍ چی عالمانوا وطالبانوته په تعليم اوتعلم کښی دحسن نيت تعليم ورکړی اوپنځم قول دادۍ چی

شرعی عملونه لکه روژه لمونځ وغيره دوه طرفه لری يوطرف یې دادۍ چی الله جل جلاله په دغو کاروسره بندګان مکلف کړيدی اودوهم طرف یې دادۍ چی دغه کارونه بندګان کوی اوورڅخه صادريږی نوداول طرف مبدأ یې وحی ده اوددوهم طرف مبدأیې حسن نيت دۍ شپږم قول دادۍ چی ددغه حديث دترجمة الباب ددوهم جزء سره کوم جی مذکوره ايت دۍ مناسبت موجوددۍ هغه دادۍ چی په دغه حديث سره امام بخاری ديوداسی قسم وحی مثال پيش کړیدۍ کوم چی هغه دټولوانبياؤپه منځ کښی مشترک ؤ ځکه چی ټول انبيا په اخلاص اوپه حسن نيت سره مامور وه دغه راز نورقولونه هم سته خوځماحقيرپه فکرکښی يوهم په کامل ډول په زړه پوری نه راځی دغه راز اکثرځايونه په بخاری شریف کښی دحديث اودترجمة الباب دمناسبت پيداکول دنس خوږ وی البته ځما به ناچیز فکرکښی داخبره راګرځی چی دامام بخاری رحمه الله ددغه حدیث له راوړلو څخه مقصد دادۍ چی دغه وحیی چی زه اوس دهغی اودهغی دبدء کیفیت درته بیانه وم دایوداسی امر دۍ چی په هغه سره چی هرڅه ثابت سویدی نو په هغوۍ سره عمل کول هلته دخدای اودرسول پ نزد داعتباروړدۍ چی په حسن نیت سره وی اوطرز دراوړلوددغه حدیث دلته طرزدجملی معترضی دۍ، ددغه مبارک،

حديث دشان ورودبيان ، پوسه چی دقران کريم کوم ايت ياسورت چی دکوم خاص سبب په وجه نازل کړسوی وی نووهغه سبب ته په عرف کښی شان نزول ويل کيږی اورسول الله صلی الله عليه وسلم چی کوم حديث ديوه خاص سبب په وجه فرمايلی وی نو وهغه سبب ته شان ورودالحديث يا موردالحديث ياسبب دورودالحديث ويل کيږی اولکه څرنګه چی دقران کريم د اياتواودسورتو دپاره شان نزول ضرورندۍ بلکه ډيراياتونه له الهی لوری څخه په داسی حال کښی نازل سوی دی چی کوم خاص سبب دنزول نلری اوداسی نده لکه چی دځينو علماؤچی فکر اوګمان دۍ چی دقران کريم هرايت اوسورت شان نزول لری حتی يوه عالم ويوه ويب سائټ ته کوم چی زموږ تفسير فضل الرحيم پکښی خپريږی ليکلی وه چی کشکی داياتوشان نزول هم پکښی بيانيدلای دغه خبره ده دهمدغه فکر په سبب کړيوه ورنه موږ په تفسيرکښی دشان نزول مکمل رعايت په نظرکښی نيولی دۍبهر حال دنبی عليه السلام حديثونه هم په همدغه ډول دی چی ځنی يی خاص سبب دورودلری اوځنی يی نلری اودغه مبارک حديث دهغواحاديثوله جملی څخه دۍ کوم چی سبب دوروديی سته چي بيان يی دادۍ چي عينی ذکرکړيدي چی له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دۍ چی ده فرمايلی دي چي په موږکښي يوه نفرله يوي ښځي ځخه کومه چي دام قيس په نامه سره ياديدله دنکاح مطالبه وکړه نوهغي له ده سره په نکاح کولو کښي داقيد ولګا وه چي دَیْ به ومديني ته هجرت کوي نوبيا ده هجرت وکړاوام قيس هم له ده سره دشرط دموجوجوديت په وجه نکاح وکړه نوبيابه موږ ودغه سړي ته مها جر ام قيس وايه يعني نوپه دي سبب رسول عليه السلام دغه حديث وفرمايه ددغه سړي اصلی نوم هيچا ندۍ ذکر کړۍ البته دام قيس په باب داخبره شارحينو ذکرکړيده چي عيله نوميدله.داخودبخاری شریف دشارحینوویناوه مګرزما په فکرکښی داخبره راګرځی چی کله چی رسول علیه السلام اوځنی اصحاب ومدینی ته په هجرت ورغله نودمدینی انصاروله دوی سره داسی همکاری پیل کړه چی په خپلوجایدادوکښی ئی دوی له خپلوځانوسره ګډکړل اوچی چابه دوې ښځی درلودلی نویوه بی دمکی ویوه مهاجرته ورطلاقه کړه نوپه دغه وخت کښی داخطره پیدا سوه چی مباداداسی پیښه نسی چی ډیرخلګ په دی نیت ومدینی ته هجرتونه راپیل کړی چی دنیا اویاښځه حاصله کړی نوپه دی وجه دیوه داسی نبوی فرمان وصادره ولوته ضرورت ؤچی په هغه سره دداسی کارو مخنیوی ؤسی،

،دتعارض دفع کول،،

پوسه چی ددغه مبارک حديث اوديوه بل مبارک حديث ترمنځ يوقسم تعارض موجود دۍچی بيان یې په دی ډول دۍچی نسایې وغيره يوداسی روايت ذکرکړیدۍچی حضرت ابوطلحه رضي ا لله عنه له حضرت ام سليم څخه ددی غوښتنه وکړه چی له ده سره نکاح وکړی نوام سليم په جواب کښی ورته وويل چی قسم په خدای دۍ ای ابوطلحه چی ته داسی څوک نه یې چی غوښتنه دی قبوله نکړه سی مګر ته کافریې اوزه مسلمانه يم نوداوماته حلال اوجائز ندۍ چی له تاسره نکاح وکړم اوکچيری ته اسلام قبول کړی نوزه به له تاسره نکاح وکړم اومهر اوورول ځما به ستادغه اسلام قبلول وی اوبل هيڅ شي نه درڅخه غواړم وروسته ابوطلحه مسلمان سواوام سليم له ده سره نکاح وکړه نودلته خوابوطلحه له ام سليم سره دنکاح کولوپه وجه اسلام قبول کړاودغه مسلمانیدل دده دام سلیم ورول سو،سره له دی چی دغه اسلام قبلول دده دخدای اودرسول په نزدهم معتبرکړسواوحال دادۍ چی دانماالاعمال دحديث په مقتضی بايد دده اسلام نه وای صحيح سوی ځکه چی هجرت کول خوپه درجه کښی تراسلام راوړلوډيرکښته دۍ نوچی هجرت دفاسدنيت په وجه باطل ګرځی نو اسلام قبلول په فاسدنيت سره خوبيخی بايد صحت ونلری علامه بدرالدين عينی ددی سوال متعددجوابونه کړیدی اول په دی ډول چی دابوطلحه په حديث کښی داخبره نسته چی ده له ام سليم سره دنکاح په وجه اسلام قبول کړچی دهجرت له حديث سره معارض سی بلکه صرف دغه خبرپکښی راغلی ده چی ام سليم ترهغه پوری دده له نکاح څخه منعه وکړه چی ودته الله پاک هدايت کاوه او واسلام راوړلوته یې بی له کوم دنيوی مطلب څخه رغبت پيداسواواسلام یې قبول کړنووروسته ام سليم له ده سره نکاح وکړه اودوهم په دی ډول چی ابوطلحه دنورواصحابوپه شان په خپل شوق اورغبت سره اسلام قبول کړ البته په تبعی ډول یې دغه خبره هم په خیال کښی وه چی مسلمان سم نوبيابه له ام سليم سره نکاح کوم او دريم په دی ډول چی دغه حديث دابوطلحه صحت نلری ځکه چی دمسلمانو ښځودنکاح حرام والی له کافرانوسره دحدیبیې دصلحی له واقعی څخه وروسته اودمکی شريفی ترفتحی دمخه نازل سویدۍ اودام سليم اودابوطلحه دنکاح واقعه خوډيره پخواپه مکه کښی رامنځ ته سویوه اوپه هغه وخت کښی دمسلمانی ښځی نکاح کول له کافرسړی سره رواوه نوبیاڅنګه ام سلیم ودته ویل چی ځما نکاح له تاسره نده جائزه ځکه چی ته کافریی اوزه مسلمانه یم

له دي ځايه پرته په بخاري شريف کښی څوځايه ددغه حديث روايت سويدۍ ؟
پوسه چي دغه مبارک حديث په بخاري شريف کښي شپږځايه نور ذکرسويدۍ سره له اختلافه دشيوخو اول په کتاب الايمان کښي دوهم په کتاب العتق کښي دريم په باب دهجرت دنبی عليه السلام کښي څلورم په باب دنکاح کښي پنځم په کتاب الْاَيمان والنذور کښي شپږم په باب دترک دحيلوکښي،

له بخاري څخه ماسوی په نورو کوموکتابوکښي ددغه مبارک حديث روايت سويدۍ؟
جواب، په دغوکتابو کښي ئي ذکر راغلي دي، اول په مسلم شريف کښي په اخيردکتاب الجهادکښي اودارنګه ابوداودبيهقي دارقطني او داسي په نوروټولومعتبروکتابودحديثوکښي دغه مبارک حديث مذکوردۍ البته امام مالک صاحب يی په موطا کښي روايت ندۍ کړۍ ،،بيان داختلاف دالفا ظوددغه حديث،،پوسه چي دغه مبارک حديث په څلور قسمه الفاظوسره روايت کړسويدۍ په دي شرحه اول انما الاعمال باالنیات دوهم الاعمال بالنیة دریم العمل بالنیة څلرم الاعمال بالنیة،

د دغه مبارک حدیث نوعه څه ده؟ پوسه چي دغه مبارک حديث دابتداء دسندپه اعتبارفردغريب دۍاودسندداخيرپه اعتبار مشهوردئ اوځينوعلماؤمتواتربللۍ دۍ خوداقول صحيح نه دۍ ځکه ددغه حديث دسندبيان په دي ډول دۍ چي په صحابه ؤ کښي تنهاعمررضي الله عنه له رسول عليه السلام څخه ددغه حديث روايت کړيدۍ اوله حضرت عمرڅخه بياتنهاعلقمه ددغه حديث روايت کړيدۍ اوله علقمه څخه بياتنهامحمدبن ابراهيم ددي حديث روايت کړيدۍاوله محمدبن ابراهيم څخه يې بيا تنهايحي بن سعيدانصاري روايت کړيدۍله يحي څخه بياله دؤسووڅخه زياتوانسانانوددغه حديث روايت کړيدۍنوځکه متواترخوبيخي نسي کيدلاۍ البته نسبت واول دسندته غريب اونسبت واخيرته مشهوردۍ،،

ددغه حديث دعظمت دشان په باره کښي علماؤڅه ويلي دي،پوسه چي ابوبکربن داسه ويلي دی چي له ابوداودڅخه مي واوريدل چي دانسان دپاره دده ددين په باره کښي دغه څلورحدیثونه کافي اوشافی دی،اول حديث د(الاعمال بالنيات)دوهم حدیث د(الحلال بین والحرام بین)اخرجه البخاری ومسلم في کتاب المساقاة والنسائې وترمذي کلاهما في کتاب البيوع وابن ماجه في کتاب الفتن، دریم حدیث د(ومن حسن اسلام المرءترکه مالایعنیه) اخرجه الترمذی في کتاب الزهد وابن ماجه فی کتاب الفتن، څلرم حدیث د(لایکون المؤمن مؤمنا حتي یرضی لاخیه ما یرضی لنفسه )داخيري حديث په بدل کښی صاحب دفتوحات ربانيه دغه حديث ذکر کړيدۍ (ازهد في الدنيا يحبک الله ) اخرجه ابن ماجه في کتاب الزهد، داول حديث معني خوپه مختصرډول تيره سوه اوتحقيق يې انشاءالله راروان دۍاوددوهم حديث خلاصه مطلب دادۍ چي داسلام پيغمبرفرمايلي دي چي قطعي اومشهورحلال اوحرام خووهرچاته ښکاره دی خودحلالواودحراموپه منځ کښي داسي مشتبه اوپوشيده شيان سته چي وانسان ته يې په ښکاره ډول بدوالۍ نه معلوميږی نوهرڅوک چی له دغه رازپوشيده شيانوڅخه ځان وساتي نوپه تحقيق سره ده برائت اوپاکوالۍ خپل دين اوخپلی آبرولره حاصل کړاوددريم حديث مطلب دادۍ چي داسلام پيغمبرفرمايلي دي چي که يوڅوک غواړی چي دده اسلام حسن ،نيک اوښائسته وګرځي نودَيْ دي له هرهغه کارڅخه ځان ساتي اوپريږدي دې کوم چي له ده سره مناسب نه وي او بې فايدې اوعبث کاروی اودڅلورم حديث مطلب دادۍ چي ترهغه پوری هيڅ يوسړی کامل مومن نسي جوړيدلاۍ ترڅوچي په ده کښي دغه صفت موجوديږی چی دخپل مسلمان وروردپاره هغه شي خوښوي کوم چي دخپل ځان دپاره يې خوښوي اودپنځم حديث مطلب دادئ چي له دنياڅخه بې رغبته سه نو به الله جل جلاله له تاسره محبت وکړی اوتابه دخپل ځان دوست وګرځوی،،اوقاضی عیاض رحمه الله فرمایلی دی چی دحدیثوامامانودانماالاعما ل الخ حدیث داسلام پوره دریمه برخه بللې ده ځکه چی په دغه حدیث کښی دنیت ذکر راغلی دۍ اواسلام جوړله دریوشیانو څخه دۍ قول اوفعل اونیت اوامام شافعی فرمایلی دی،، ان هذاالحدیث یدخل فیه نصف العلم ،،یعنی په دغه حدیث کښی نیمَی برخه دعلم دین داخله ده توجیه دقول دامام شافعی رحمه الله داده چی عملونه دوه قسمه دی اول هغه دی چی ترظاهری انداموپوری تعلق لری اودوهم قسم ئی دادۍ چی ترزړه پوری تعلق لری او نیت له دوهم قسم عملو څخه دۍامام عبدالرحمن بن مهدی فرمایلی دی چی هرڅوک چی اراده دجوړه ولودیوه کتاب وکړی نودی باید ابتدادکتاب په دغه حدیث وکړی امام خطابی فرمایلی دی چې زموږ متقدمینومشائخوبه دامستحب ګڼله چی دغه حدیث دهرشی په سرکښی راوړل کیږی ،،انظر عینی وکتاب الاذکار واعلام الحدیث وفتوحاتربانیه،، اوامام احمدرحمه الله فرمايلي دي چي اصول داسلام دري حديثونه دی اول حديث د(انماالاعمال بالنيات) دوهم حديث د(الحلال بين والحرام بين) اودريم داحديث (من احدث في امرنا هذا ماليس منه فهورد)اخرجه البخاری فی کتاب الصلح ومسلم في کتاب الاقضية وابوداودفي کتاب السنة وابن ماجه في المقدمة دذکرسوی حدیث دالفاظو ترتحقيق دمخه کوم چي په اتمه برخه کښي به انشاءالله درته راسي ويوڅونورومهمو خبروته متوجه سۍ اوله خبرداده چي مقدسي په شروط الائمة الستة کښي صـفحـ۷۱ـــه ، اوحازمی په شروط الائمة الخمسة کښي صـفحـ۷۳ـــه، ذکرکړيدي چي امام حاکم فرمايلي دي چي امام بخاري په بخاري شريف کښي داسي حديث نه دي راوړۍ چي هغه دي غريب وي يعني په يوه مرحله له مرحلوکښي دي دده راويان تردووکم وی مګردحاکم دغه قول علماؤردکړيدۍ

اول په دغه ذکرسوي حديث سره دوهم په هغه حديث سره چي دبخاري د ټولواحاديثوپه اخرکښي راغلۍ دۍچی الفاظ ئی دادی کلمتان حبیبتان الی الرحمن ثقیلتان فی المیزان خفیفتان علی اللسان سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم ځکه چي دغه دواړه حديثونه غريب دی داول حديث دغرابت بيان مخکي تيرسواوددوهم حديث دغرابت بيان دادۍ چي له رسول عليه السلام څخه تنهاابوهريره رضي الله عنه دهغه روايت کړيدۍ اوله ابوهريره څخه تنهاابوزرعه اوله ابوزرعه څخه بياعماره بن قعقاع اوله عماره څخه بياتنها محمدبن فضيل ددغه حديث روايت کړيدي اوله محمدبن فضيل څخه وروسته يې بياراويان ډيرسويدی اوحازمي په خپل کتاب شروط الائمة کښي دپاره دابطال ددغه قول ځان ته باب ايښۍ دۍ اوحافظ ضياء مقدسي په دي باره کښي یو کتاب جوړکړيدۍ کوم چي غرائب الصحيحين يې نوم دۍ اوتردؤسوو(۲۰۰)زيات غريب اوفردحديثونه کوم چي په صحيحين کښي راغلي دي په دغه کتاب کښي ذکرکړيدي اوودغه قسم معلوماتوته ددي دپاره ضرورت سته چي داحاديثودتعارض اودترجيح په وخت کښي په نفعه تمامیږی دوهمه خبره داده چي د (انماالاعمال ...الخ)د حديث په اړه يوه تعجبی پيښه داده چي سره له دي چي حضرت عمردغه مبارک حديث پرمنبرباندی په عامه مجمع کښي ويلۍ دۍ مګرله علقمه څخه پرته بل هيچا ددغه حديث روايت له ده څخه نه دۍ کړۍ اودارنګه رسول عليه السلام هم دغه مبارک حديث په عامه مجمع کښي فرمايلۍ دۍ ځکه چي په بخاري شريف کښي ددغه حديث اوه ځايه روايت سويدۍ چي اخري روایت يې په باب ترک الحيل کښي کړيدۍ کوم چي دسرالفاظ يې په دي ډول دي(ياايهالناس انماالاعمال باالنيات..الخ)اوسره له دی چی له عمررضی الله عنه څخه پرته ئی بل هیچاله رسول علیه السلام څخه روایت ندی کړې دريمه خبره داده چي امام بخاري په خپل دغه کتاب کښي دهغه روايت اوحديث ذکرترټولو احاديثوړومبی کړیدۍکوم چي ده يې له حمیدی څخه روايت کړيدۍ داپه دې وجه چي حميدی په نسب کښي قريشي دۍ اورسول عليه السلام فرمايلي دي(قدمواقريشاً ولاتقدموها)يعني قريش دمخه کوۍ اوتاسي پرقريشوباندی مه دمخه کيږی اودارنګه حميدی دمکې دۍ اودوحی ابتداءپه مکه شريفه کښي سويده همداسبب دۍ چي دوهم يې هغه حديث راوړيدۍکوم چی له امام مالک څخه يې روايت سويدۍ اوامام مالک دمديني منوري دۍ اودوحي دوهم مهبط هم مدينه منوره وه ،، ومن الله توفيق
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery