مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دلـمـانـځـه صفـتـونـه

اول دلمانځه په ننه كښى دغه شپږعملونه فرض دى (١) لومړى الله اكبرويل چه دتكبير اولى، تكبير تحريمه اودتكبيرافتتاح په نومونوسره هم ياديږى (٢) قيامه (ولاړه) (٣)په ولاړه كښى قرائت ويل (۴) وروسته له ولاړى نه ركوع كول (۵) سجده كول (۶) آخره ناسته كول، كه يوله دغوشپږوفرضونه په قصدياپه هيره سره پاتى شى لمونځ په فاسديږى لمونځ كونكۍ به بيرته لمونځ راګرځوى .
دوهم دلمانځـه په دننه كښى دغـه يوولس عمـلونه واجب دى (١) دالحمدلله سورت (سورة الفاتحه ) ترآخره پورى ويل (٢) د فرضوپه لومړى دوو ركعتو، دسنت په ټولوركعتو، دوتراونفلوپه ټولو ركعتوكښى دالحمدلله دسورت دقرائت وروسته متصل د قرآنكريم درى آيتونه يااضافه لوستل (٣) په څلورركعتيز يادرى ركعتيزلمانځه كښى اوله ناسته (۴) دڅلورركعتيزلمانځه په اوله ناسته كښى التحيات ترتشهدپورى ويل (۵) دسهار، ماښام، ما خستن، جمعى اواخترونوپه لمونځوكښى دامام په لوړآوازسره قرا ئت ويل (۶)دماپښين اومازديګرپه لمونځونوكښى په خفيه (قراره) سره قرائت ويل (٧) د وترو په آخرركعت كښى له الحمد لله اوسورت نه وروسته دعاى قنوت ويل (٨) داخترونو په لمونځو كښى تكبيرونه ويل (٩) دالسلام عليكم ورحمة الله په ويلو سره سلام ګرځول (١٠) د لمانځه ټول احكام په آرامى سره اداكول (١١) دالبحرالرائق شرح كنزالدقائق په حواله دركوع نه وروسته مستقيم دريدل او د دووسجدوپه منځ كښى لږترلږه ديوه تسبيح ويلوپه اندازه آرام كول چه دغه ته طمانيه وايى، كه يوله دغو واجباتونه په سهوه سره پاتى شى نودسهوى سجده واجب شوه او كه په قصد سره پريښودل شى لمونځ نقصانى شوبيرته به لمونځ له سره كوى كه ئې ونه كړى نو ګنهګا ر شو.
دريم دلمانځه په دننه كښى دغـه اوه لس عمـلونه سنـت دى (١) دصف برابرول په بشپړه برابرى سره چه نه داړخ له ملګرى نه مخكى ولاړوى اونه شاته (٢) دلومړى تكبيرسره ددواړولاسو پورته كول چه نارينه به دبټوګوتوسرونه دغوږودنرمۍ سره برابروى اوښځه بـه دبټوګـوتوسرونه داوږوسـره برابروى (٣) مقتدئ به متصل په امام پسى نيت كوى اولومړى الله اكبربه وايى (۴) امام به تكبيرونه په لوړ آوازسره وايى چه ورپسى ولاړقوم ئې واورى (۵) دتكبيرتحريمه په وخت كښى بيله سركږولومستقيم دريدل (۶) د نارينه دپاره په قيامه كښى ښى لاس پرچپ لاس باندى ترنامه لاندى نيول، دښځى دپاره ښى لاس پرچپ لاس باندى پرځګر(سينه) باندى نيول (٧) په اول ركعت كښى له تكبيرتحريمه وروسته سبحانك اللهم ترآخره پورى ويل (٨) په اول ركعت كښى اعوذباالله ترآخره پورى ويل (٩) بسم الله تر آخره پورى ويل (١٠) په آخركښى دالحمدلله آمين ويل (١١) په لوړآوازسره به امام سمع الله لمن حمده وايى اومقتدئ به ربناولك الحمد په قراره سره وايى، مګرپه ځانى لمانځه كښى سمع الله لمن حمده او ربنالك الحمد دواړه په قراره سره ويل (١٢) په ركوع اوسجده په دواړوكښى درى ځله ياپنځه ځله يااوه ځله تسبيح ويل (١٣) مستقيم دريدل پسله ركوع څه اونيغ كښينستل د دووسجدوترمابين (١۴) په خلاصو ګوتو سره ددواړو لاسوايښودل پرورنوباندى په مابين كښى د دوو سجدو لكه د التحيات په حالت كښى سره د غوړولودچپه پښى اوجګه درول دراسته پښى دنارينه دپاره، پرادمو(كناټو) كښينستل د ښځى دپاره (١۵) دفرضوپه آخردووركعاتوكښى يوازى الحمدلله ترآخره پورى ويل يعنى بل سورت دقرآنكريم به نه ورسره وايى (١۶) ټوله تكبيرونه د لمانځه ويل بيله تكبيرتحريمه نه، ځكه چه تكبيرتحريمه فرض عين دى (١٧) درودونه داللهم صل اواللهم بارك ترآخره پورى اودعاداللهم ربناترآخره پورى ويل، كه يوله دغوسنتو څخه پاته شى كوم څه نه لازميږى بلكه سنت ئې پريښودل چه دسنتوپريښونكۍ ګنهګاردى .
امام اعظم ابوحنيفه (رح) له لمانځه نه وتل په فعل سره دلمونځ كونكى فرض ګڼى مګرياران (رح) ئې فرض نه ګڼی . مصنف (رح) ذكركړيدى چه بيله شپږ فرضونودلمانځه نورټول عملونه په لمانځه كښى سنت دى يعنى واجب عملونه ئې هم پكښى شميرلى دى چه په واقعيت كښى ثبوت د واجباتو اوسنتو ټول په سنت (حديث) نبوى (ص) سره شويدى .
كله چه څوك اراده دلمانځه وكړى وروسته له نيت نه دى لاسونه پورته كړى دلاسوورغوى دى له اوږو سره برابركړى اودلاسوبټى ګوتى دى دغوږو د نرميوسره برابرى كړى تكبيرتحريمه (الله اكبر) دى و وايى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) اوامام محمد (رح) وايى كه څوك په تكبير تحريمه كښى د الله اكبر په عوض كښى الله جل، اعظم، الرحمن اكبر ووايى روادى يعنى لمونځ كونكۍ دى ذكر د خپل خداى دنوم وكړى بيادى لمونځ وكړى، مګرامام ابى يوسف (رح) وايى بيله الله اكبر يا الله كبير يا الله الكبير په بل نوم سره تكبيرتحريمه روانه دى، ځكه چه (الله) هم اسم ذات دى او هم اسم خاص دى بل څوك په دغه نوم سره نه شى بلل كيدلاى او اكبر او كبير دواړه صفتونه دالله (ج) دى، بيادى نارينه دراسته لاس خپړه اودمابين درى ګوتى دچپ لاس پرمړوندباندى كښيږ دى اودراسته لاس بټه ګوته اوخمچه ګوته دى دچپ لاس پرمړوند راوګرځوى اودواړه لاسونه دی ترنامه لاندى ونيسى، ښځه دى هم په عين ترتيب سره راسته لاس پرچپ لاس كښيږدى اودواړه لاسونه دى پرځګر (سينه) باندى ونيسى ﴿سبحانك اللهم وبحمدك وتبا رك اسمك وتعالىجدك ولااله غـيرك﴾ دى ووايى بيادى ﴿اعوذ بالله من الشيطن الرجيم او بسم الله الرحمن الرحيم﴾ يوپه بل پسى په خفيه سره ووائى، بيادى سورت د الحمدالله اوورپسى دخپل خوښى دقرآنكريم يوسورت يا دسورت درى آيتونه يا د سورت يواوږد آيت چه د درو(٣) وړوآيتوپه اندازه وى ووايى ځكه چه ويل دالحمدلله اودسورت واجب دى، امام شافعى (رح) دالحمدلله ويل فرض ګڼى اوامام مالك (رح) دواړه فرض ګڼى، زموږ دليل دقرآن كريم په (٢٩) جزدالمزمل دسورت شلم (٢٠) آيت مبارك دى ﴿فـاقـرءو ماتيسر من القـرآن﴾ يعنى تاسوله قرآن نه هغه څه وواياست چه تاسوته آسان وى ددغه آيت په حكم قرائت فرض دى اوالحمدلله اوضم د الحمدلله بل سورت په احاديثو سره ثابت دى نوځكه واجب دى، كله چه امام لفظ د ولاالضالين ووايى ورپسى دى آمين په خفيه سره ووايى همدارنګه مقتدى دى هم آمين په خفيه سره ووايى، دماپښين اومازديګرلمونځونه چه په خفيه سره دى نومقتدى ته د امين ويلودرك نه معلو ميږى سكون دى وكړى اوامام ياځانګړى لمونځ كونكۍ دى په ټولو لمونځو كښى له الحمدلله نه ورو سته آمين وايى، بيادى تكبير ووايى ركوع دى وكړى اولاسونه دى په خلاصو ګوتوسره پر زنګونو تكيه كړى ملادى وغوړوى اوسردى تر ملانه لوړوى اونه دى كښته كوى، په ركوع كښى دى سبحان ربى العظيم چه كم شميرئې درى ځلى دى ووايى، بيادى سر او ملاراپورته كړى فقط سمع الله لمن حمده دى ووايى مقتدى دى ربنالك الحمد ووايى په ځانګړى لمانځه كښى به دواړه وايى، كله چه امام دسمع الله لمن حمده په ويلوسره اومقتدئ دربنالك الحمد په ويلو سره سم سيده ودريږى نوتكبيردى ووايى اوسجده دى وكړى، كه عذرونلرى اول دى دواړه زنګنونه پرځمكه كښيږدى بيادى دواړه لاسونه چه ګوتى ئې سره مښتى وى پرځمكه كښيږ دى، بيادى مخ دغوږوپه برابرى د دواړو لاسودخپړوپه مابين كښى كښيږدى سجده دى پر پوزه اوپرتندى وكړى، امام ابوحنيفه (رح) وايى چه يوازى پرپوزه يا يوازى پرتندى سجده رواده مګرياران (رح) وايى كه عذرنه وى يوازى پرپوزه سجده روانه ده، نارينه دى په سجده كښى ګيډه له ورونوپورته څنګلى له ځمكى پورته او مټى له بغلو (تخرګو) څه ليرى ونيسى، ښځه دى ګيډه دورنوسره څنګلى دځمكى سره اومټى له تخرګوسره ومښلوى دواړه نراو ښځه دى دپښوګوتى وقبلى ته مخامخ كړى، په سجده كښى دى سبحان ربى الاعلى چه كم شميرئې درى ځلى دى ووايى بيادى سرراپورته كړى اوتكبيردى ووايى، د تشهد كولو په توګه دى كښينى كله چه ئې په دغه ناسته (جلسه) كښى ديوه تسبيح ويلو په اندازه آرام وكړ بيادى تكبيرووايى اودوهمه سجده دى وكړى سبحان ربى الاعلى دى درى ځله ووايى اوبل تكبيردى ووايى د پښوپرسينودى ددوهم ركعت وولاړى (قيامى) ته راپورته شى، د دوهمى سجدى نه و ولاړى ته د راپورته كيدوپه وخت كښى دى پرځمكه نه كښينى اونه دى لاس په ځمكه تكيه كوى، دوهم ركعت دى هم د اول ركعت پشان اداكړى، تكبيرتحريمه سبحانك اللهم اواعوذبالله دى په دوهم ركعت كښى نه وايى، كله چه د دوهم ركعت له دوهمى سجدى نه راپورته شى نارينه دى چپه پښه وغوړوى او پردغه پښه دى كښينى اوراسته پښه دى جګه ودروى دپښوګوتى دى وقبلى ته برابرى كړى (حضرت بی بى عائشى (رض) د رسول (ص) دلمانځه دغه روايت كړيدى)، ښځه دى دواړى پښى راسته لورى ته وباسى لاسونه دى په خلاصو ګوتوسره پر ورنوكښيږدى نودى ووايى :
﴿التحيات لله والصلوات والطيبات السلام عليك ايهاالنبى ورحمة الله وبركاته السلام عليناوعلى عبادالله الصالحين اشهدان لااله الا الله واشهد ان محمد عبده ورسوله﴾ په اوله ناسته كښى دى له دغه الفاظونه زيادت نه كوى، كه دومره زيادت وكړى چه اللهم صل على محمد دسهوى سجده پر لازمه شوه، په آخرو دوو(٢) ركعتوكښى دى (الحمدلله) ووايى بل سورت دى نه ورسره وايى، كه په قدردالحمدلله پټه خوله ودريږى لمونځ ئې روادى خوويل دالحمدلله ډيرفضيلت لرى همدارنګه كه دفرضوپه آخرو ركعتوكښى له الحمدلله نه وروسته بل سورت ووايى نودسهوى سجده نشته لمونځ ئې صحيح دی . كله چه په آخركښى دلمانځه جلسه (ناسته) وكړى داناسته هم د اولى ناستى په ترتيب ده يعنى التحيات دى ترعبده ورسوله پورى ووايى بيادى درود﴿اللهم صل على محمد وعلى ال محمدكماصليت على ابراهيم وعلى ال ابـراهيم انـك حميدمجيد﴾ اوبل درود ﴿اللهم بارك على محمد و على ال محـمـد كما باركت على ابراهيم وعلى ال ابراهيم انك حميدمجيد﴾ او ورپسی دى دغه دعا ﴿اللهم ربنااتنافى الدنيا حسنة وفى الاخرة حسنة وقناعذابنار﴾ ووايى يادى په مثال ددغه په قرآنى الفاظو بله دعاووايى بيادى اول ښى خواته بيا كيڼ خواته په دغه كلماتو سره سلام وګرځوى ﴿السلام عليكم ورحمة الله﴾، په سلام ګرځو لوسره دهغه طرف دباړخوسپينوالى بايد ووينى، كه دعاداللهم ربنا ونه وايى لمونځ ئې صحيح دى .
كه څوك دقميص پرلمن، دلنګوټئ پرول، شمله، دپوړنى پرپلو او داسى نورچه دلمونځ كونكى جامه وى سجده وكړى رواده، پسله ركوع څخه په ولاړه (قومه) كښى بيله كوږوالى مستقيم دريدل، د دوو سجدوپه مابين كښى ناسته كول اوپه ركوع اوسجده كښى آرام كول دامام اعظم اوبوحنيفه (رح) او امام محمد (رح) په مذهب سره فرض نه دى بلكه مؤكدسنت دى، امام ابى يوسف (رح) او امام محمد بن ادريس الشافعى (رح) ئې فرض ګڼى .
امام دى دسهارپه لمانځه، دماښام دلمانځه په اول دوو ركعاتو او دماخستن دلمانځه په اول دوو ركعتوكښى قرآئت په لوړآواز وايى اودماښام دلمانځه په آخر ركعت اودماخستن دلمانځه په آخردوو ركعتوكښى دى په قراره (خفيه) سره قرآئت وايى، كه لمونځ ځانته وو نولمونځ كونكۍ اختيارلرى چه دخپل قرائت داوريدلودپاره قرائت په لوړآوازوايى كه ئې په خفيه سره وايى، همدارنګه امام دى دماپښين اومازديګرپه لمونځوكښى قرائت خفيه وايى خو تصحيح دحروفوحتمى ده يعنىكه څوك پټه خوله ولاړوى او قرائت په زړه كښى وايى لمونځ ئى صحيح نه دى .
وترلمونځ په مذهب دامام اعظم اوبوحنيفه (رح) درى ركعته په يوه نيت اوپه يوه سـلام ګرځولوسره واجب دى چه په دريم ركعت كښى وروسته له سورت فاتحى اوسورت څخه اومخكى له ركوع څخه به دعاى قنوت وايى:
﴿اللهم انانستعينك ونستغفرك ونؤمن بك ونتوكل عليك ونثنى عليك الخيرونشكرك ولا نكفرك ونخلع ونترك من يفجرك اللهم اياك نعبدولك نصلى ونسجد واليك نسعى و نحفد ونرجو رحمتك ونخشى عذابك ان عذابك باالكفار ملحق﴾، امام شافعى (رح) وتريوركعت، درى ركعته، پنځه ركعته اواوه ركعته روابولى ليكن درى ركعته افضل ګڼى، زموږ دليل د حضرت عباس (رض) نه روايت دى چه رسول (ص) د وتر په اول ركعت كښى دسبح اسم ربك الاعلى سورت ووايه په دوم ركعت كښى ئې قل ياايهاالكفرون اوپه دريم ركعت كښى ئې دقل هوالله احد سورت ووايه، وتر ديارانو(رح) په نيزسنت دى كه پاته شى قضاء ئې په اتفاق دټولوامامانوشته، دوترپه درو واړو ركعتونو كښى دى سورت فاتحه اويوبل سورت ووايى كله چه ددريم ركعت په آخركښى د دعاى قنوت اراده وكړى الله اكبردى ووايى او لاسونه دى ترغوږوپورى پورته كړى بيرته دى لاسونه ترنامه لاندى ونيسى دعاى قنوت دى شروع كړى، په نورولمونځوكښى دى دعاى قنوت نه وايى . امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايىچه په لمانځه كښى تعين دقرائت نشته چه حتمى دى دسهاردلمانځه په اول ركعت كښى دغه سورت اوپه دوهم ركعت كښى دغه سورت يادماپښين دلمانځه په اول ركعت كښى دغه سورت اوپه دوهم ركعت كښى دغه سورت وويل شى كه قرائت تعين كړى لمونځ ئې مكروه دى، د قرآنكريم سورتونه يادسورتونوآيتونه لكه څنګه چه په قرآن كښى ليكل شيويدى په هغه ترتيب سره به ئې وايى يعنى كه په اول ركعت كښى يوسورت ووايى اوپه دوهم ركعت كښى بياپه سهوه ياپه عذرسره هغه سورت ووايى څه حرج نشته كه ئې په قصد سره ئې ووايى لمونځ مكروه شو، همدارنګه كه په اول ركعت كښى دقرآن يوسورت ووايى اوپه دوهم ركعت كښى له هغه نه مخكنى سورت ووايى هم لمونځ مكروه شو، كمه اندازه دقرائت هغه ده چه له قرآنكريم نه شميرل كيږى مګرياران (رح) وايى قرائت به تر درى كوچنى آيتو يايواوږدآيت چه د درى كوچنى آيتوپه اندازه وى كم نه وى لكه آيت دمدائنة اوآيت كرسى . څوك چه اراده وكړى چه په بل چاپسى په جماعت لمونځ وكړى و دوه نيتوته احتياج لرى يعنى يونيت دلمانځه اوبل نيت دمتابعت د امام چه وايى به اقتدامى ده پدغه حاضرامام پسى، مقتدئ چه په امام پسى لمونځ كوى هيڅ قرائت دى نه وايى مګرامام شافعى (رح) وايى كه خفيه لمونځ وى كه جهرى لمونځ وى الحمد لله به حتمى وايى، زموږ دليل دغه حديث مبارك دى ﴿من كان له امام فقرائة الامام قرائة﴾ يعنىكه چالره امام وى دامام قرائت دده قرائت دى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery