مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

قضايي، نفل او سنت لمونځونه

 دقـضائي لـمونـځـونـوقـضاء راوړول
كه له چانه لمونځ فوت (قضاء) شونوكله چه ورپيادشى دهغه لما نځه قضاء دى راوړى، قول دعليه السلام دى ﴿من نام عن صلوة اونسيهافليقضهااذاذكرها﴾ يعنى كه څوك ويده شوله لمانځه څخه يائې هيرشونوكله چه ورپيادشى قضاء دى راوړى، قضائي لمونځ دى دوخت دلمانځه ترمخه وكړى، كه ويره وه چه د قضائي لمونځ په كولودوخت لمونځ قضاء كيږى نودوخت لمونځ دى تر مخه كړى بيادى قضائي لمونځ وكړى، كه له چانه ډيرلمونځونه قضاء شويوه نوپه ترتيب سره دى قضاء راوړى لكه څنګه چه په اصل كښى واجب شويدى، دبخارى اودحديثونوپه نوروكتابو كښى ذكرشوى دى چه دخندق په مشهوره غزاكښى له رسول الله (ص) او اصحابانو(رض) څخه څلورلمونځونه قضاء شول نوعليه السلام په ترتيب سره راوګرځول بيائې داسى وويل ﴿صلو كما رايتمونى اصلى﴾ يعنى لمونځ وكړۍ لكه څنګه چه زه مو وليدم چه لمونځ مى وكړ، څرنګه چه هغه لمونځونه په ترتيب وه نوپه امر د عليه السلام ترتيب واجب شو، كه له چانه ترپنځه لمونځو ډيرقضاء شول نودقضاء راوړلودپاره ئې ترتيب ساقط شو مګر قضاء به ئې راوړى .
په كومووختو كښى لمونځ مكروه دى
سهاردلمرراختلوپروخت، غرمه دلمردزوال پروخت، اومازديګر د لمرلويدوپروخت هيڅ لمونځ روانه دى مګردهغى ورځى دماز ديګرلمونځ يادمازديګرقضائي لمونځ دلمرلويدو پروخت روادى . د لمر لويدو پروخت دى ومړى ته لمونځ نه وركوى اوهم دى دتلاوت سجده نه كوى، وروسته له سهارله لمانځه نه دلمرختومخ كښى نفل لمونځ مكروه دى، همدارنګه دمازديګردلمانځه نه وروسته ترلمر لويدوپورى نفل لمونځ مكروه دى مګركه په دغودواړو وختو كښى دهغه وخت قضائي لمونځ را وګرځوى يادتلاوت سجده وكړى يادمړى لمونځ وكړى نوڅه حرج نشته مګرپه مازديګركښى چه لمرضعيف شى دغه دى هم نه كوى، سهارله سپيدونه وروسته بيله دسهاردوه ركعته سنت نورنفل دى نه كوى همدارنګه دماښام دلمانځه نه مخ كښى دى نفل نه كوى .
دنـفل اوسـنت لـمونـځـونوبـيـان
په حواله د٣٣صفحى دكوكب درى نفل دفرض اوواجب نه وروسته زائددى چه سنت هم پكښى شامل دى نوهرسنت نفل دى او هرنفل سنت نه دى، په ترمذى اونسائى كښى ليكلى دى چه رسول (ص) فرمايى كه چاپه شپه اوورځ كښى پردوولس ركعتو هميشه توب وكړالله (ج) به په جنت كښى كور ورته جوړكړى، دوه ركعته دسهاردلمانځه ترمخه، څلورركعته دماپښين دلمانځه تر مخه اودوه ركعته وروسته، دوه ركعته دماښام ترلمانځه وروسته دوه ركعته دماخستن دلمانځه وروسته .
سهارپسله سپيدونه دوه ركعته لمونځ سنت دى، څلورركعته سنت دماپښين ترلمانځه ترمخه اودوه ركعته وروسته، څلورركعته نفل دمازديګردلمانځه ترمخه مستحب دى كه څوك وغواړى دوه ركعته دى وكړى، دوه ركعته سنت دماښام دلمانځه وروسته او څلورركعته نفل دماخستن دلمانځه ترمخه مستحب دى كه څوك وغواړى دوه ركعته دى وكړى اودوه ركعته سنت دماخستن دلما نځه وروسته، كه څوك غواړى چه نفل لمونځ دورځى دوه ركعته په يوه سلام وكړى اوكه ئې خوښه وى څلورركعته دى په يوه سلام وكړى خوترڅلورركعته اضافه په يوه سلام مكروه دى، امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى نفل لمونځ په شپه كښى اته (٨) ركعته په يوه سلام روادى مګراضافه تراته ركعته په يوه سلام مكروه دى، امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه په شپه كښى اضافه تردوه ركعته نفل لمونځ په يوه سلام روانه دى يعنى دوه ركعته افضل دى، دامام اعظم (رح) په نيزڅلورركعته نفل دى دورځى او دشپى اوپه نيزديارانو(رح) دورځى څلورركعته نفل په يوه سلام دى اودشپى دوه ركعته نفل په يوه سلام دى، قرائت ويل د فرض لمانځه په اول دوه ركعتوكښى واجب دى اوپه آخردوه ركعتو كښى لمونځ كونكۍ اختيارلرى كه غواړى قرائت دى ووايى كه غواړى تسبيح دى ووايى اوكه ئې خوښه وى خاموش دى ودريږى مګر قرائت ويل افضل دى ، قرائت ويل په ټولونفل او وترلمونځو كښى واجب دى، كه چاپه نفلى لمونځ شروع وكړه اولمونځ ئې فاسدكړ نوبيرته دى قـضاء راوړى، مګرامام شافعى (رح) وايى چه قضاء ئې نشته، داحكم هله دى چه په قصدسره داخل شى كه په سهوه سره داخل شى بيائې قضاء نشته لكه چه څلورركعته نفل پوره كړى په سهوه سره پنځم ركعت ته ولاړشى وروسته ورپيادشى هغه فاسدكړى نوقضاء ئې نشته، كه چادڅلورركعتونفل لمونځ نيت كړی وو اوله ناسته ئې وكړه وروسته لمونځ ورنه فاسدشونو د دوو ركعتوقضاء دى راوړى ځكه چه اول دوه ركعته ئې داولى ناستى په تكميل سره صحيح شوه، كه څوك په ولاړه سره دنفل لمانځه پركولوقادروى ولى بيله عذره ئې په ناسته وكړى څه حرج نشته مګرثواب ئې نيم دى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى كه چاپه ولاړى دنفل لمونځ شروع وكړه اوبيابيله عذره كښينستى لمونځ ئې صحيح دى ځكه چه ولاړه په نفل لمانځه كښى فرض نه ده نو كول اونه كول ئې برابردى، كه څوك دښاردباندى وى يعنى تر آباديووتلى وى پربوده (حيوان) باندى نفل لمونځ كول روادى هر طرف ته چه دبوده مخ وى وهغه طرف ته دى په اشاره لمونځ وكړى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery