مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

داودس سنتونه

ويمنځل ددواړولاسودی مخكی له هغه نه چه په كوم لوښی كښی لاسونه غوټه كړی لكه څنګه چه نبی (ص) فرمايلی دی هرڅوك چه ستاسونه له خوب نه راويښ شی ترڅوچه دری(٣) ځلی ئې خپل لاسونه وينځلی نه وی لاس دی په لوښی كښی نه غوټه كوی ځكه چه دغه انسان خبرنه دی چه دخوب په حال كښی ئې لاس دبدن دكومی حصی سره پروت وو.
بل سنت په شروع كښى داوداسه د بسم الله الرحمن الر حيم ويل دی، بل سنت دمسواك استعمالول دی، بل سنت په خوله اوپه پوزه اوبه لغړول دی، بل سنت دغوږومسح كول دی، بل سنت دږيری خلا لول دی، بل سنت خلالول د لاسونواودپښودګوتو دی، بل سنت دری(٣) ځله وينځل داندامودی .
يادونه : سنت هغه عمل دی چه رسول (ص) هميشه توب پركړى وی مګريويادوه ځلی ئې پری ايښی هم وی، دسنت كول ثواب دی اوپرنه كولو ئې جزاشته .

داودس مستحبـات

داودس په شروع كښى نيت كول مستحب دی، بل مستحب دټول سرمسح كول دی، بل مستحب په ترتيب سره اودس كول دی پس شروع دی كوی په هغه اندام چه خدای پاك ئې په ذكرشروع كړيده او په ښی طرف، يعنی اول دمخ وينځل بيادښی لاس وينځل بيا دكيڼ لاس وينځل بيادسرمسح كول بيا راسته پښه وينځل اوبيا چپه پښه وينځل مستحب دی.

داودس مـاتـونكـو بيـان

هرهغه شی چه د انسان د هری يوی لاری څه ددوو لارو راووزى (د مخ يادشالار) لكـه باد ( ګـوز يا پسكۍ)، بولی، غول وينه، منی، ودی چنجئ، همدارنګه كه دبدن دهرځای نه وينه زوی ياژړی اوبه راووزی اودراوتلی ځای نه تجاوزوكړى اوداسی حصی ته ورسيږى چه پرهغه باندی حكم دپاكــيــدو وی اودس ئې مات شو بل لمانځه ته به اودس نوی كوی، په بل عبارت كه دغه وينه يازوی ياژړی اوبه دبدن له هرځای نه راووزی اوله راوتلی ځای نه بلی خواته تيری ونكړی نواودس نه ماتيږی، په ډكه خوله قی وهل هم اودس ماتوی، په خوب سره هم اودس ماتيږی يعنی كه چاپريوه شى څنګ اچولی وو يائې شا ويوشی ته تكيه كړيوه اوويده وو كه د څنګ يادشاتكيه ورنه ليری شى اودغه شخص غوزارشى نواودس ئې مات دی بل لمانځه ته به اودس نوی كوی، كه ويده نه وو محضی ئې سترګی پټی كړيوی چورت ئې وهی نواودس ئې مات ندی، كه دغه شخص په پټوسترګو ياروڼوسترګوله خوب سره عادت درلودی اوويده شوی وو نوبيائې هم اودس مات دی بل لمانځه ته به اودس نوی كوی همدارنګه غلبه پرعقل په سبب دبيهوښۍ اوليونتوب اودس ماتوی يعنی كه څوك دنيشی يا كومی ضربی په وجه داسی بيهوښه شى چه دنراوښځى توپيرنشى كولای ياليونی وی دنراوښځی توپيرنشی كولای نوبی اودسه دی داغه رنګه په هرهغه لمانځه كښی چه ركوع اوسجده ولری قهقه خندا(په لوړآوازخندا) كول اودس په ماتيږى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery