مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دجـنـازى لـمـونـځ

كله چه چاته مرګ حاضرشى ياكله چه چاته دمرګ ملائكه حاضره شى نودهغه مخ دى پرښى اړخ دقبلى ولورى ته وګرځول شى، قدوري (رح) مخ پرقبله پرښى اړخ څملول قياس پرحالت د قبركړيدى مګرپه حواله دكوكب درى او ردمختار دغه انسان دى ستونى ستخ (دشاپرتخته) دى څملول شى ځكه چه په داسى څملو لوسره دانسان روح خيژى، حاضرين دى كلمى دشهادت په لوړ آواز ورته وايى ﴿اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمد رسول الله﴾ او ﴿اشهد ان لااله الا الله وحده لا شريك له واشهد ان محمد عبده و رسوله﴾ دغه انسـان دى دكلموپه ويلونه امركوى ځكه چه دزكندن حال ډيرسخت دى نه چه د كلمى له ويلونه انكار وكړى، كله چه مړشى حاضرين دى سترګى ورپټى كړى اوزنى دى په يوه ټكرى ور وتړى ځكه چه مړى په خلاصه خوله اوخلاصو سترګوښه نه معلوميږى هغه څوك چه دمړى زنى ور تړى داسى دى وايى ﴿بسم الله وعلى ملة رسول الله اللهم يسرعليه امره وسهل عليه مابعده و اسعده بـلقـائك واجعل ماخـرج اليه خـيرامماخرج عنه﴾ همدارنګه دزكندن پروخت ديس شريف ويل مستحب دى، د غسل وركولو په وخت كښى دى مړى پريوه تخته كښيږدى دمړى عورت دى په يوه پاك ټكرى ورپټ كړى اوټولى جامى دى ورنه وكاږى اودس دى ورتازه كړى مګرپه خوله اوپوزه كښى دى اوبه نه وراچوى، په طاق شميرسره دى اوبه پرتوى كړى يعنى يوځل يادرى ځلى ياپنځه ځلى، اوهغه لوښئ چه عودپكښى دوديږى يوځل يادرى ځلى پرمړى اودمړى پرتخته شااوخوا راوګر ځوى، كه عود نه وه نورى عادى خوشبويى موجودى وى نويوځل يادرى ځلى دى يويوڅاڅكى د تختى پرشا او خوا وكړى، سدر چه يو قسم ميوه ده په پاكستان اوهندوستان كښى د (بيره) په نوم سره ياديږى ددغه سدر(بيرى) د ونى برګونه يا بروځه چه دخاشوپه شكل ميده ميده لرګى دى چه د مسكنت په دوره كښى دجامو د وينځلو دپاره استعماليدل په اوبوكښى جوش كړى اوپه هغه اوبو دى مړى ومينځى، كه دا دواړه نه وه په ساده اوبودى ووينځى خطمى چه يومشهورګل دى دغه ګل دى هم په اوبوكښى جوش شى اوپه هغه اوبوسره دى دمړى سراوږيره ور ووينځى، بيادى مړى پركيڼ اړخ څملوى اودسدر(بيرې) يا بروځى په اوبو دى ووينځى ترڅوچه معلومه شى چه اوبه دمړى وهغه ځاى ته رسيدلى دى چه پرتخته پروت دى، بيادى مړى پرښى اړخ واړوى په دغه اوبودى ووينځى ترڅوچه معلومه شى چه اوبه دمړى وهغه ځاى ته رسيدلى دى چه پرتخته پروت دى، بيادى غسل كونكۍ مړى كښينوى پرنس دى په نرمى سره لاس ورتيركړى كه دمړى له نس نه مردارى راووتل هغه دى پريولى، بيادى غسل نه وركوى، نارينه به ونارينه ته او ښځه به وښځى ته غسل وركوى ځكه چه دښځى غسل ونارينه ته او دنارينه غسل وښځى ته روا نه دى، كه نارينه مړى كوچنى وودشهوت اشتهاء نه ورته كيدل ښځه غسل وركولاى شى، همدارنګه كه مړى وړه نجلكۍ وه د شهوت اشتهاء نه ورته كيدل نارينه غسل وركولاى شى، كه ضرورت وى ماينه وميړه ته غسل وركولاى شى خوميړه وماينى ته غسل نشى وركولاى اوهم ميړه ته دماينى مسح كول روانه دى، مګردكوكب درى په روايت دميړه كتل وماينى ته روادى بيادى مړى په يوه ټكرى سره وچ كړى چه دمړى كفنونه لانده نه شى په كفنو كښى دى ونغړى دحنوط خوشبويى دى په سر او ږيره ورپورى كړى همدارنګه دكافورخوشبويى دى دسجدى پرځايو ورپورى كړى، دسجدى ځايونه تندى، پوزه زنګنونه او دلاسو ورغوى دى، د نارينه د كفن درى جامى دى چه لنګ، قميص اوپټه ده ځكه چه په بخارى شريف او د احاديثوپه نورو كتابوكښى ذكرشويدى چه د رسول (ص) كفن دپنبه درى سپينى جامى وى. دنيستۍ په وخت كښى يوه جامه هم بس ده ولى چه دمصعب بن عمر(رض) يوه شړۍ وه چه پرسراوپښونه رسيدل، عليه السلام امر وكړچه سرئې ورپټ كړى اوپرپښوئې د انخر واښه واچوى، كله چه مړى كفن كوى اول دى پرځاى پټه (لفافه) وغوړوى بيادى ازار (لنګ) وغوړوى بيادى په مړى قميص واغوندى او ازار (لنګ) دى كښيږدى اول دى دلنګ كيڼ پلوبيادى دلنګ ښى پلو پر را واړوى بيادى لفافه (پټه) په همدغه ترتيب پرراواړوى، كه ويره وه چه كفن به له مړى نه واوړى اومړى به لوڅ شى نوپه يوه رښكۍ دى وتړى. د ښځى د كفن پنځه (۵) جامى دى ازار(لنګ)، قميص، پوړنى، يوټكرى چه په هغه تيان ورتړى اولفافه (پټه)، دښځى كفن په درو(٣) جاموسره هم روادى لكه لنګ، قميص اوپوړنى .
دښځى دكفنوترتيب داسى دى اول لنګ دوهم خرقه دريم قميص څلورم پوړنى اوپنځم پټه، پوړنى به پرقميص بـرسيره اوترپټى به لاندى وى، د ښځى ويښتان دى پرځګرور واچوى، مړى كه نروى او كه ښځه ويښتان دى نه ور ږمونځوى، دنارينه ږيره دى هم نه ږمونځوى همدارنګه دمړى ويښتان او نوكان دى هم نه غوڅوى ځكه چه پسله مرګ نه دانسان داجزا غوڅول روانه دى، مخكى ترهغه چه مړى په كفن كښى ونغړى كفنونه دى په طاق شمير ورخوشبويه كړى ځكه چه رسول كريم (ص) دخپلى مړى لوردكفن كولو پروخت دغسى امروكړ، چه غسل اوتكفين خلاص شو نو د جنازى لمونځ دى ور كړى، ښه به وى چه دجنازى دلمانځه ترمخه د دين وړونه د دغه لمانځه په حكمونواوركنونوخبروى چه دجنازى لمونځ فرض كفايى دى يعنى كه څوكسانومړى ته لمونځ وركړنو دغيرحاضرخلګوغاړى هم خـلاصى شوى، منكرئې كافردى، دغه لمونځ شپږ شرطونه لرى :
١. مړى بـه مسلمان وى ٢. مـړى تـه به غسل وركـول شويـوى ٣. مړى به حاضروى ۴. مړى به پرځمكه يا پرټيټه چهارپايي پروت وى ۵. مړى به دامام ومخ ته پروت وى ۶. مړى به دقبلى لورى ته پروت وى . دجنازى په لمانځه كښى څلورتكبيرونه فرض دى اوهم به لمونځ بيله عذره په ولاړه اداكوى .
دجنازى په لمانځه كښى اذان، اقامت، ركوع اوسجده نشته كله چه دخلګونه يوصف يادرى صفونه ياپنځه صفونه برابرشول امام داسى ږغ كوى (نيت كوى) نيت داسى دى (نيت كوم دزړه داخلا صه لمونځ كوم دجنازى په څلورتكبيره ثناوايم الله ته درود وايم پررسول عليه السلام دعاكوم دغه حاضر مړى ته اقتدامى ده په دغه حاضرامام پسى مخ مى دى پرلورى دكعبى شريفى) كله چه امام تكبير تحريمه (لومړى الله اكبر) ووايى مقتديان به هم لاسو نه غوږوته پورته كړى تكبيربه ووايى لاسونه به ترنامه لاندى ونيسى او دخداى پاك دغه ثنادى ووايى ﴿سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك وجل ثناءك ولااله غيرك﴾ امام بيله لاسوپورته كيدونه دوهم تكبيروايى نومقتديان دى هم لاسونه نه پورته كوى تكبيردى ووايى او درودونه د اللهم صل اواللهم بارك دى ووايى، امام بيابيله لاسوپورته كيدونه دريم تكبيروايى نو مقتديان دى هم لاسونه نه پورته كوى تكبيردى ووايى او د مړى دغه دعادى ووايى ﴿اللهم اغفـرلحيناوميتنا وشاهدنا وغائبنا وصغيرنا وكبيرنا وذكرنا و انثانا اللهم من احييته منافاحيه على الاسـلام ومن توفيته منافتوفه عـلى الايمان﴾، امام بيا څلورم تكبيروايى اوسلام ګرځوى نومقتديان دى هم تكبير ووايى اوسلام دى وګرځوى لمونځ پوره شو، كه د چاپورتنۍ دعاپيادنه وه اللهم ربنادى ترآخره پورى ووايى . كه مړى نابالغه هلك وو نو د دريم تكبير وروسته دپورته دعاپه عوض كښى دى دغه دعا ووايى ﴿اللهم اجعله لنا فرطا واجعله لنا اجرا وذخرا واجعله لنا شافعا ومشفعا﴾، كه مړى نابالغه نجلكۍ وه نوددريم تكبير وروسته دى دغه دعا ووايى ﴿اللهـم اجعلهالنا فرطا واجعلهالنا اجـرا وذخر اواجعلهالناشافعة ومشفعة﴾ ښه امام دجنازى د لمونځ دامامت دپاره پاچايااميردوخت دى، كه پاچايااميرحاضر نه وو دكلى دمسجدامام دى لمونځ وركړى كه دكلى امام حاضر نه وو د مړى دوست (قريب) دى لمونځ وركړى، كه بيله پاچايا قريب نه بل چالمونځ وركړصحيح دى مګركه ئې دوست وغواړى چه بيرته مړى ته لمونځ وركړى حرج نشته، كه مړى بيله لمانځه ښخ شوى وو تر درو ورځو پورى دى وقبرته لمونځ وركړى وروسته له درو ورځو روانه دى، دجنازى په لمانځه كښى به امام دمړى د ځګرپربرابردريږى، امام شافعى (رح) وايى چه امام دى دنارينه مړى دځګرپربرابراودښځى دفرج پربرابر ودريږى، موږ وايوچه په ځګركښى زړه دى اوپه زړه كښى دايمان نوردى او د جنازى لمونځ دايمان دشفاعت دپاره دى، مړى ته دى لمونځ په هغه مسجد كښى نه وركوى چه پنځه وخته لمونځ پكښى كيږى، كله چه خلګ دمړى جنازه پورته كړى دچهارپايى څلورپښى دى ونيسى دجنا زى وړل دى دهديرى خواته په ځغاسته نه كوى بلكه ترعادى تګ دى ليږ څه چابك وى، په بخارى شريف كښى حديث دى چه رسول كريم (ص) فرمايى ﴿عجلو موتاكم فان يك خيراقدمتموه اليه وان يك شراالقيتموه عن اعناقكم﴾ كه خلګو د مړى جنازه وهديرى ته پياده (پلى) وړل سواره خلګ دى څه قدر وروسته شى ولى چه دسواره خلګومتصل تګ په جنازه پسى مكروه دى، كله چه جنازه وهديرى ته ورسيږى مخكى دجنازى ايښودلودخلګو كښينستل پرځمكه مكروه دى، بيادى قبر وكندل شى اولحددى پكښى جوړكړى ځكه چه لحد سنت دى رسول كريم (ص) وايى ﴿اللحدلنا والشق لغيرنا﴾ يعنى لحد زموږ مسلمانا نو دى اوشق دنورو خلګو دى .
مګرامام شافعى (رح) اونورامامان مړى پرتخته ږدى اوقبرته ئې دپښوله خواورشوه كوى موږ وايو چه دغه عمل دمسلمان اهانت اوسپكاوى دى، وروسته دى مړى دقبلى له طرف نه ور داخل كړى هغه څوك چه مړى په قبركښى ږدى داسى دى وايى ﴿ بسم الله وعلى ملة رسول الله ﴾ يعنى شروع كوم په نوم سره دالله اوتاپه قبركښى پرشريعت دعليه السلام ږدم، دمړى مخ دى دقبلى پرلور واړوى دكفن غوټى دى ورخلاصى كړى او اومى خښتى دى ورته برابرى كړى، د پخوخښتوايښودل مكروه دى كه اومى خښتى نه وى نو بيادى تختى استعمال كړى پرخښتوياتختو برسيره دنلانو اچول هم روا كاردى، بيا دى په آرامى سره وقبرته خاورى ور واچوى اوقبردى دماهى دشاپه شكل جوړكړى دقبر ډير جګوالى مكروه دى، سنت طريقه داده چه دقبرلمن دى ديوى لويشتى په اندازه جوړه كړى اومابين دى دماهى دشاپه شكل جوړكړى، ددوستانو دپيژندنى دپاره دقبرسرته لويه ډبره يادډبرى شنخته رواده خو په اجماع د مرحومه امت دعلماوو دقرآنكريم آيت پرليكل ناروادى، دابراهيم نخعى (رح) نه روايت دى هغه چا چه دنبى عليه السلام او د ابوبكرصديق (رض) او دحضرت عمر (رض) قبرونه ليدلى وه ماتـه وويل چـه ددوى قبـرونه مسنم (دماهى دشاپه شكل)وه .
كه يوماشوم پسله زيږيدونه وژاړى يا لاس ياپښه وښوروى ياداسى بل عمل وكړى بيامړشى نوپرهغه دى نوم كښيښودل شى غسل دى وركول شى او دجنازى لمونځ دى وركړه شى، كه مړ وزيږى يعنى ژړا ونكړى يالاس اوپښه ونه ښوروى نولمونځ دى نه وركوى په يوه ټكرى كښى دى ونغړى اوښخ دى كړى مګر په غسل وركو لوكښى دوه روايته دى په صحيح روايت سره دى غسل وركړى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery