مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دتـيـمـم بـيـان اواحـكام

تيمم دپاكۍ اوطهارت لوى ركن دى چه په آيت اوحديث سره ثابت دى دقرآن كريم دسورت المـآئدة په شپږم آيت مبارك كښى الله (ج) فرمايى﴿فلم تجدوامآء فتيموا صعيداطيبا﴾ يعنى كه مو اوبه پيدانه كړى نوپرپاكه ځمكه تيمم وكړى، رسول الله (ص) فرما يى﴿التيمم طهورالمسلم مالم يجد الماء﴾ يعنى تيمم مسلمان لره پاكى ده ترڅوچه اوبه ئې نه وى پيداكړى، كه يوڅوك مسافروو يادښاراوكلى نه دباندى وتلى وو داودس تازه كولودپاره ئې اوبه پيدانه كړى اومسافه په مابين كښى دده او دښار(مسافه په ما بين كښ دده اوداوبو) يو(١) ميل ياتريوميل هم اضافه وه يائې اوبه وموندلى خودغه شخص ناروغه وو ويريدى چه استعمال د اوبوبه ناروغى ورزياده كړى ياويريدى كه دجنابت غسل په اوبو وكړى يخنى به ئې مړكړى يابه ئې ناروغى ورزياده كړى نوپه پاكه خاوره دى تيمم وكړى، په تيمم كښى نيت فرض دى اوپه اوداسه كښى نيت مستحب دى، په خوله نيت كول داسى دى (نيت كوم له زړه داخلاصه تيمم وهم په پاكه خاوره چه بى اودسى رانه ليرى شى اولمونځ راته رواشى) كه تيمم دقرآن دتلاوت دپاره وى نو داسى دى ووائى(نيت كوم له زړه داخلاصه تيمم وهم په پاكه خاوره چه بى اودسى رانه ليرى شى اوتلاوت دقرآنكريم راته رواشى)، تيمم دوه وارى د دواړو لاسونوخپړى اوګوتى پرپاكه خاوره وهل دى چه په اول ځل به په دواړولاسونومخ مسح كوى اوپه دوهم ځل به ښى لاس دكڼ لاس په خپړه اوګوتو اوكيڼ لاس دښى لاس په خپړه اوګوتوسره مسح كوى خو د دواړولاسوڅنګلى په مسح كښى شامل دى، تيمم كه دبىاودسۍ دليرى كولودپاره وى اوكه دجنابت دليرى كولودپاره وى فرق ئې نشته ددواړودپاره دغه تيمم دى، په نظردامام اعظم ابوحنيفه (رح) اوامام محمد(رح) تيمم په هرهغه شى سره روادى چه دځمكى له جنس نه وى لكه خاوره، ريګ، ډبره، ګچ، اهاك رانجه، زرنيخ او داسى نور، مګر امام ابى يوسف (رح) وايى چه تيمم بيله خاورى اوريګ نه په بل شى روانه دى، همدارنګه امام شافعى(رح) وايى چه يواځى او يواځى په خاوره روا دى ځكه چه الله (ج) فرمايلى دى ﴿صعيدا طيبا﴾ دطيب معنى پـاكه اوامام شافعى(رح) وايى چه د صعيد معنى شنه كونكى دوښو نوپرښرنه اوترخه ځمكه تيمم روانه دى .
دتيمم ماتونكى : ټول هغه څه چه اودس په ماتيږى تيمم هم په ماتيږى، برسيره پرهغه كه چااوبه وليدلى اوپراستعمال داوبو ئې قدرت ومونده تيمم ئې مات (ضايع) شو .
هغه څوك چه دلمانځه په اول وخت كښى داودس اوبه نشى موند لاى اواميدكوى چه ترآخروخت پورى به اوبه پيداكړم نومستحب ده چه لمونځ ترآخروخت پورى وځنډوى، كه ئې اوبه وموندلى نو اودس دى وكړى اولمونځ دى وكړى كه ئې اوبه ونه موندلى نو تيمم دى وكړى، ترڅو چه اوبه ئې نه وى موندلى ټول لمونځونه دى په دغه تيمم وكړى كه فرضى وى اوكه نفلى وى، مګرامام شافعى(رح) وايى چه هرفرضى لمونځ ته به عليحده تيمم كوی . تيمم روادى وجوړاوروغ ته كه څه هم مقيم اوپه ښاركښى وى، كه يوه جنازه دلمانځه دپاره حاضره شى اومتصرف دجنازى بل څوك وى كه لمونځ كونكۍ ويريدى كه دجنازى دلمونځ دپاره داودس په كولومشغول شى دجنازى لمونځ ورنه تيريږى نودتيمم كول ورته روادى، همدارنګه كه څوك داخترونوولمانځه ته حاضرشوبىاودسه وو او ويريدى كه په اودس كولومشغول شى ټول لمونځ ورنه تير يږى نوتيمم دى وكړى اوپه لمونځ كښى دى شريك شى، هرهغه لمونځ چه عوض نلرى اوپرپاته كيدوئې ويره وى تيمم ورته روادى لكه د جنازى اواخترونولمونځ، هرهغه لمونځ چه عوض لرى كه څه هم قضاء كيږى تيمم ورته روانه دى، همدارنګه كه څوك د جمعى لمانځه ته حاضرشواوويريدى كه په اودس كولومشغول شى لمونځ ورنه تيريږى، تيمم دى نه كوى خپل اودس دى تازه كړى كه ئې دجمعى په لمانځه كښى ګډون كولى شوپه لمانځه كښى دى ګډون وكړى كه ئې ګډون نشواى كولاى نودماپښين څلورركعته فرض دى وكړى، همدارنګه كه دوخت تنګى وه او د اودس په مشغولادلمانځه وخت تيريدى نوتيمم دى نه كوى بلكه اودس دى وكړى اودلمانځه قضاء دى راوړى .
دامام اوبوحنيفه (رح) اوامام محمد(رح) په نظرمسافرچه په بار كښى ئې اوبه هيرى شويوى تيمم ئې وكړاولمونځ ئې په وكړ د لمانځه وخت لانه وو تيرشوى چه اوبه ورپياد شوى نولمونځ دى نه راګر ځوى مګرامام ابى يوسف (رح) وايى چه لمونځ دى راوګرځوى پرتيمم كونكى غوښتنه داوبونشته ترڅو غالب ګمان ئې نه وى چه اوبه وده ته نژدى دى بلكه تييم دى وكړى اولمونځ دى وكړى كه څه هم ورو سته له لمانځه نه په وخت كښى اوبه پيداكړى دلما نځه راګرځيده ورباندى نشته، داحكم په صحرا كښى دى ولى چه غالبه په صحراكښى اوبه نه وى مګرپه آبادوځايوكښى طلب داوبو واجب دى، كه ئې ګمان غالب شوچه دلته اوبه شته يعنى په يوه علامه سره لكه شنى ونى نوتيمم ورته روانه دى، تر څوچه طلب د اوبوبه كوى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery