مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دویم : تأریخي مخینه

 
د اتحاد د ډلې سړي تښتونې :
 
مخکې مو هم ورته نغوته وکړه چې د اتحاد ډلې هم سړي تښتونې کولې. يوه پښتون توکمه تښتول شوي سړي د بشري حقونو د څار ټولنې ته وویل سره له دې چې دی پښتون وو خو بیا هم نوموړی د ۱۹۹۲ زکال په دوبي کې د اتحاد ځواکونو نیولی وو ځکه د اتحاد له جنگیالیو سره یې شخړه کړې وه. هغه وویل چې د اتحاد په زندان کې له ده سره څه دباندې دیرش تنه هزاره توکمه بندیان ول او دده په وینا یوازې په دې گناه نیول شوي ول چې هزاره گان ول. [1] هغه د خپلو سترگو لیدلی حال داسې وايي :
 
" د سیاف یو شمیر پغمانیو جنگیالیو ونیولم . هغوی زما له اوښي سره یوه مالي شخړه درلودله او د هغه پر ځای یې زه د یرغمل په توگه و نیولم . زه یې سیلو ته نیږدې د خوشالخان مېنې د بریښنا کوټ  اډې ته بوتلم . زه یې په یوه خونه کې واچولم ، او راته یې وویل چې نن شپه به همدلته تیروم او سبا به مې خوشې کړي. د هغوی د بولندوی نوم تورگل وو. خو په سبا ورځ یې د اتحاد او وحدت ترمنځ جگړه ونښتله. "
 
دا سړی وایي په هماغه شپه کله چې د کلکو جگړو لمنه پراخه شوه ، د اتحاد جنگیالیو نور هزاره گان راوستل : " د سیاف ځواکونو دیرش یا څلویښت تنه هزاره گان راوستل..... هغوی جنگیالیان نه ول ، ټول بې گناه ملکي وگړي ول ، په هغوی کې ځوانان او بوډاگان ول." دغه سړی زیاتوي چې د اتحاد جنگیالیو په هماغه شپه  له ده سره ناست بندیان په اتوماتیکو وسلو ووژل :
 
"  کلکه جگړه روانه وه. موږ د توپونو ډزې اوریدلې. ډیرې زیاتې ډزې وې . ما د سیاف د جنگیالیو غږ اوریده چې ورو ورو په شا کیږي. په دې لړ کې یو تن په بولندوی تورگل غږ وکړ : " له بندیانو سره څه وکړو؟ " هغوی په پښتو خبرې کولې ، هزاره بندیان په پښتو نه پوهېدل. زه په پښتو پوهیدم. یو یې وویل : " ورسه او بندیان ووژنه!"
 
زه د دروازې څنگ ته وم. کله مې چې دا واوریدل د دروازې له خولې لیرې شوم او ځان مې یوې گوښې ته کړ.یو سړی راغی او دروازه یې پرانسیتله ، توپک یې په ټولو را تاو کړ او د کلاشنیکوف اتوماتیک ډزې یې پیل کړې. هغه د کوټې هرې خواته ړندې ډزې کولې. لس تنه ووژل شول ، او څلور تنه ټپیان شول. هېڅ څوک نه ښوریدل. موږ چې ژوندي پاتې وو ، په ویره کې ترهیدلي وو ، واښې واڼې مو تښتېدلې وې. د باندې ډیره بده او کلکه جگړه روانه وه ، بولندوی د خونې کړکې ته راغی او پر ډزې کوونکي سړي یې غږ وکړ چې له دوی سره جگړې ته ولاړ شي او په دې توگه هغه ووت."
 
بندیان ویریدل چې وژل شوي کسان و ښوروي. خو کله چې جگړه و درېدله بندیانو په ډیرو ننواتو  او زاریو له جنگیالیو وغوښتل چې هغوی خوشې کړې. " دا ځل چې جنگیالي راغلل ، ما ورته وویل چې واورﺉ ! زه پښتون یم او زه له دغو کسانو سره نه یم نیول شوی."  یو تن جنگیالي وویل چې ما دې بلې خونې ته بوزي ځکه چې زه هزاره نه وم. دا سړی وایي چې " زه د نورو بندیانو له برخه لیکه خبر نه شوم."
 
ددغه سړي خپلوانو چې د اتحاد د ډلې بولندویان پيژندل او له سیاف سره یې په پغمان کې لیدلي ول ، و شو کولای چې د سیاف د جنگیالیو له منگولو څخه ځان خوشي کړي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې ته ددغه سړي خپلوانو وویل چې سیاف  [ .......... ] وزیر ته وویل چې دا سړی دې خوشې کړي.[2] [ د وزیر نوم د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې لیرې کړی دی]. ددغه بندي خپلوانو وویل چې له هغه وروسته وزیر ، بولندوی تورگل ته لیکلی امر ورکړ او دی ېې خوشې کړ. په څو پيښو کې دا په زباد رسېدلې چې سیاف په خپله خبر وو چې د اتحاد ډله هر وخت ملکي بې گناه وگړي نیسي او هغوی بندي کوي او سیاف پر خپلو ټولو بولندویانو ولکه او کنترول درلود.
 
د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې له بې شمیرو هزاره گانو سره مرکې کړي دي چې په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ ز کال کې د اتحاد ځواکونو نیولي ول او له هغوی څخه یې په اجباري کارونو کې کار اخیست ( د دغو خلکو کیسې  " پر افشار " د برید په برخه کې راغلې دي. )
[1] The quotes and descriptions of this case are taken from a Human Rights Watch interview with
F.R.G., Kabul resident, Kabul, July 3, 2003.
[2] Human Rights Watch interview with L.R.G., relative of the prisoner, Kabul, July 3, 2003.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery