مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قبرونودپردواوپوښونواچول

سوال :- په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی ایادابه دقران شریف بی ادبې نه وی
ځواب :-په قبرونوپردی پوښونه اچول بدعت اوحرام دی مخته دامسئله په تفصیل سره ذکرشوه چی په قبروله خپلوخــــاورونه ماســـواء نورڅه زیادت کول جائزندی اوسـره له دی چی دااضـــــاعت دی مــــال ده دادقبراحترام نده بیاخاصــــکرهــــغه پوښــــونـــه چی په هغوباندی قرانی ایاتونه نویشته وی دداسی پوښواچولـوپه قبرولالویـــه ګــــناه ده چی په دی کښـــی دی قران بی قدری ده اودقران بی قدری سبب دهلاکت ده . یوعالم شهیدجمعه محمدپه خوب لیدلی ووچی په خوب کی ورته وايي چی زماترپښوقران پـــروت دی دادرلری کړه هغه فرمايي چی زه کله دده قبرته ورغلم دده ترپښوقران نه ووالبته په ده یوپوښ پروت ووچی څلورطرفه پکښی قرانی ایاتونه سورة اخـلاص او ایات الــــکرســـی لیـــکلی وه نوماوویـــل چی بس همدغه قران ده � فقهاووددی عمــل پـــه حـــرامـــوالی تصریح کړی لکه چی علامه شامی (رح)لیکې وفی الاحکام عن الحـــجته تکره الستورعلی القبورج۱ص ۶۶۲په احکام کښی دی له حجت نه چی مکروه دی پردی اچول په قبروباندی دحضرت مولاناعبدالـحی صاحب نـــه سوال وشو قدتعارف فی بــــــلادناانهــــم یلقــون علی قــــــبورالصلحاء ثوبامـــــکتو بافیه ســــــــــــورة الاخلاص هل فیه بـأس قــــال هواستهـــــــانه بالقران ویصر مستعملا متبذلاوابتــــــذال کتاب الله من اسباب عـذاب الله کذافی نصاب الانصــاب نفع المفتی والسائل زمـــونـــــږ په ښـاروکی عــــادت ده چی په قبرونود اولــیأووباندی پوښونـــه اچوی چی په هغه سورت اخلاص هـــم نویشــته وی ایاددی پرواشته اوکه نه ؟ په ځـواب کـــــی لیــــکې دادې قران اهانـــت ده اودا مستعـمل ګرځی او ضایع کیږی اوضایع کــــــول دقران سبــــــــــــب دی عــــــــــــذاب دی الله تـعالی ﷻ ده همدارنــګه په نصاب الانــصاب کی هم دی له دینه علاوه پردی په قبروباندی اچول اضاعت دمال ده اواضاعت دمال حرام ده اوپه دی خبره کی دهیچااختلاف نشته والله اعلم

په قبــــرونـــوبانــــدب دطــــواف حــــکم
سوال :-بعضی خلګ قبرونوته ورځی اوطواف پری کوی (پـری راګرزی)په شــریعت کی ددی عمل څه حکم ده ؟
ځواب په قبرونوطواف کول ډیرسخت نارواعمل ده طواف دکعبی شــریفی نه ماسوء بل هیڅ ځای ثابت نده اوداپه حقیقت کی دیهودونصراي ووعمل دی حضرت نبی ﷺ په دی هــــــکله داســـی فرمايي لعن الله الیهودو النصاری اتخذواقبورانبیائهم مساجد مشـــکوة ص۶۹ لعنت کړی الله تعالی ﷻپه یهودو اونصاری ووچی دپیغمبرانولــــه قبروڅخه يي مسجدونه جوړکړی یــهودو
اونصاری وودقبروسره ډیرزیاتي کاوه هغه ته يي سجدی لګولی اوپه هـغه به يـــــي طوافونه کول چی ددوی په هکله حضرت پیغمبر ﷺ پورتنی حــدیث ذکرکړخوبدبختانــه چی نــــن دکفارومشرکانوډیرعادتونه مسلمانوخپــــل کړی دی اوکه څوک ورته وايي چی داخـلاف دشریــعت ده نوورته وايي چی موږته تراوسه چاندی ویلی چی دی زیارتومتعلق دااعــمال ناجائزدی نوته نه يي مګروهابی يي چی داجهل مرکب ده . حضرت قاضی ثناءالله حنیفی ددی عمل په هکله داسی لیکی ولایجوزمایفعـــــــــله الجهال بقـبورالاولیـاوالشـــهداء من السجودو الـــــــــطواف حولها واتخاذالـــسرج والمـــــساجد الیهاومن الاجتــــــماع بعـــــد الحول کالاعــــیادویســــمون عرساً تفسیرمظهرج۲ ص۶۵هـــکذفی ارشادالطالبین ص ۸۱ومالابدمنه ص۸۸ ندې جائزهغه فعلونه چی جاهـــلان يي کـوی په قــــبرو داولـــیاوواو شـــهداوو باندی چی هغه سجده کـــول دی اودی هغـه اردګرددطـواف کـول او چراغونه لګول ا ومسجدونه جوړول اوهـــرکال بعدهلته دمیلودپاره جمع کــــیدل چی عرس يي بولې داهــرڅـــه نــاجــــائزدی

قبروته دزانګواچول اومیخونه ټک وهلوحکم
سوال :-ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګوی اچوی په دی نیت چی زمابــچی پیـداشی اویامیخونه ټــکوهی په دی نیت چی زمامرادحـاصل شی داعمل ترکومه حده نــاجائــزده ؟
ځواب :-داهغه جـــاهلانه اومشـــرکانه اعمال دی چی حضرت نبیﷺ په داسی ناوړه اعمالو ویریدواومسلمانان يي په ابتدا داسلام کی له زیارت کولونه منع کړل خوبدبختانه چی دغـــه دجاهلانواعـــمال په څورلسم صدی کی مسلمانانوتکرارکړل دټولوحـاجاتوپوره کونکی په حـــقیقت کی الله تعالی ده لکه حضرت قاضی ثناءالله لیکی مددخواستن ازغیرخداجائزنیست � له الله تعالی ﷻ نه ماسواء دبل چانه مددغوښتل جائـــزندی خاصـکرپه تکو ینی اموروکی له الله تعالی ﷻ نه پرته بل څوک تبدلی نشـی کولای بـــالاخره که چیری ددغه عمــــل کوونکی خپل مــــرادونه له مړونه پورته کول غواړی اوهغه په دی کی موثرحقیقی بولی لکه چی ددوی له دی قول نه معلومیږی � درمی وړوغنم زیارت ته راکړه سره زمن زیارته-نوبـــیا شرک ده ځکه چی مړی دهیڅ خیراوشر مالکان نــدی اوکه مـــړی پــه خپلومراد ونو پوره کولو کی موثرنه بولې نوبیاشرک نـده البـــته له ګناه نه خـــالی نده ځکه چی شائبه دی شرک پکښی شته ځکه خوعلمألــــیکې چی دی اولیاوو قبروته په دعا کی لاس پوره کـــول صحح نــدی چی شـائبه ددی پیداکیږی چی ګویا کی له مړی نه څه غواړی له دینـــه علاوه خلاصـــة الفقـــه والعـــــقایدهم ص۵۷ دی اعمالوته شرک ویلی که څه هم دغه اعمال دجـهل له وجی نه لـــه دی خلـــګو څخه صادریږی خوداکثروعلمأوپه نزدبـاندی جهـــل عـذرنده لکه چی شرح عقایدپه دی خبره تصریح کړی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery