مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دښځوسره ظالمانه سلوک اودهغوئ په حقوق تیری کول

دپښتنوعام رواجونه

سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی پــه شریعت کی ددوی حق څومره ده اوددی خلګوحکم څه ده ؟ بینوابعون الله
ځواب :-دی خوراولورحق په میراث کـی شتـــه اوپـــه شریعت کی معلوم ده چی خوردې ورورپه مقابـــل کی یوچــــندحصه ده اودی وروردوه چـــــنده او کومه چی لورده که يي وروڼه نه وی اولوریوه وی نودپلاریامورپه مـــیراث کی حق نصف ده (نیمي)مال اوکه دوه اویاتردووزیاتی وی بیايي په میـراث کی حق اوحصه ثلثین ده . ددی په هکله الله تعالی ﷻ فرمايي یوصیکم الله فـــــــــــی او لادکم للذکر مـــــــثل حظ الانثیین فان کـــن نساء فوق اثنتین فلهـــــن ثلثا ماترک والکانت واحدة فلها النصـــــف سورة النسا حکــــــــم کوی الله تعالی ﷻ تــــــــاسوته دی تاسودی اولادوپــــــه حــــق کی چی دسړی حصــــــه ده دووښــــځو دی حصی برابره ده اوکه صـرف ښځی وی اوتر دووزیاتی وی نوددوی حـــــــصه ثلثین ده اوکــــه یوه وی بیانصـــــــف ده یعنی نیــمايـــــــي اوکوم چی ددی خلګوحکم ده چی خورلــورته په میراث کی حـــق نه ورکوی ددوی حـــکم ډیر خطرنــــاک ده الله تعالی ﷻ دی میراث بیـــان کوی دهغه نـه ورسته بیان کوی من یعص الله ورسوله و یتعدحدوده یدخله نارا حالداًفیهاوله عــــذاب مهین سورة النساء ایــــــات ۱۴څوک چی نافرمانی کوی دی الله تعالیﷻ اودی رسول دی الله تعالیﷻ اوتجاوزکوی له قوانینو دی الله تعالیﷻ داخل به شی اوورته همیشه به وی کی اودده دپــــــــــــاره بـه دزلت عــــــذاب وی
دیادونـــی وړده چـــی په ایات مـــذکورکی دی خــالدلفظ راغلی چه همیشه معنی يي کیږی اودا حکم دی کافرده لهذادادی هغوخلــــګوپه بـــاره کی ده چی داتجاوزونه جائزبولې اویاپه داسی ځایودی امام صاحب (رح)په نـــــــزد ډیر ځنډمــرادده خــــلاصه داده چی څوک دخوریا لورپه حق تیری کوی هغه دجهنم مستحق ده اوهمدارنګه په حدیث کی دی چی مشکوة ذکرکړی چی کوم واریث له میراث نه محروم کړل شی نوهغه خلګ چی وارث يي محروم کړی په ورځ دقیامت به له جنته محروم کړل شی رواه ابن ماجه بالاخیره دلوریا خورحق نه ورکول ډیرخــطرناک عمل ده اوکبیره ګنــاه ده په داسی عمل کوونکی دی خداي ﷻ دسخت غذاب ویـــره ده الله دی مونـــږور څخه وساتې

 سوال :-ځنـــی خلـــګ وايي خورته پلاردودیدوپه وخت ډیرسامانونه پسې ورکوی لهذا نورحق يي دپلارپه مال کی نشته ؟
ځـواب :- یوخــوهــغه ســــامان دی دلوردمهرپه روپو اخستل شوی وی چی هغه ددی خپلی روپودی اوکه داسامان ددی په مهرنوې اخیست شوی هـــم داعطیه ده له میراث نه مانع نشې ګرزیدای اوسره له دی چی داپه ژونـدکی ده اومیراث له مرګ نه وروسته وی .
سوال : لور دی پلارپه کوم مال کی حق شــــته ؟
ځواب :-دلورحق دپلارنه پاتې په نغدوروپـوکی اوپه زمکه کی اوپه ټـــولو هغوشیـــانوکی چی ترمرګ مخته دپلارپه ملـــــکیت کی ووددی حـــق شته
سوال :- کــــه چیری دی ناعلمی له وجه ورته دپلارپه میراث کی حق نـه وی ورکړل شوی نودالله ﷻ دعذاب نه دخلاصون لاره څه ده ؟
ځواب :-هغی محرومی خورته دې وویل شی چی دپلارپه میراثی مــال کی ستاهم دومره حق شته ایاته يي ماته پخښې که هغه ښځه په طیب نفس سره بی له اجبــــارنه داخپل حق ورتــه وبخښې نوامیدده چی الله تعالی به يي هم وبخښی اوله عــــذاب نه به خـــلاص شی اوکه هــــغه ښــــځه خپل حق ضرور غواړی نوورکول يي لازمی دی

په شریعت کی دکونډی حکم
سوال :-ډیرخلګ کونډې ته هم خپــل حـــق نــــه ورکوی اوهغه بـــی دهغی له رضایتـــه خپـــل قریب ته دمیراث په شکل کی په نکاح کوی ګویاکی ده ته دامیراث پــاته ده اوله دنه ماسواء بل څـوک داحـــق نلری چی داکونــډه پــــه نکاح کړی اونـــه داکونـــډه اختــیارلری چی په خپله خوښه له چاســره نکاح وکړی داعمل دی پښتنوترکومه حده ناجائزده ؟
ځواب :- دی یوومســـلمان نـــروی اوکــه ښـځه حق خوړل هغه که میراث وی اوکه غیـــردمیراث وی په اصــل کی دی اورخوراک ده اوداوعیدونه مخته
تـــیرشواوکـــوم چی داعمل ده چی یوه کونـــډه بی له رضایته دی میراث په شکل کی په نـــکاح کول دی داهغه ظلم ده کـــوم چی دی جاهلیت په دورکی مشرکانوله ښځوسره کول الله تعالی ﷻ په دی هکله داسی فرمايي لایحل ان ترثواالنساءکرها نده حلال تاسولره داچی په میراث باندی وړی ښځی په زبردستی اوزورسره �ددی ایات په نفسیرکی تفاسیرلیکی چی دجاهلیت په زمانه کی دی حضرت نبی کریم ﷺ تربعثت مخته چی شرک اووهشت و چی کله به دی یو ښځی میړه (خاوند)مړشودهغه د مرده واریثانو به دده دغه کونډه ښځه که بی زړه غوښته ورسره به يي په خپله نکاح کــوله اوکه به يي په خپله نکاح نه ورسره کړه بل ته به يي په نکاح ورکـــوله اوپـــه دی کښی به ددی رضایت اوخوښــی ته اعتــــبارنه وواوکــله چی به يي نه په خپله زړه غوښــــت چی ورسره نــــکاح وکړی اونـــه به يي بل چاتـــه په نکاح ورکوله نوپه خپل کورکی به يي بنده ساتله اودهغه کونډی په مال وسامان به يي خیټه اچوله چی کله دعدل اوانصاف قانون اسلام راغی نوالله تعالی ﷻ مسلمانانودی جاهلانواومشرکانو له هغووهشیانه اعمالونه رامنع کړل خوافسوس چی نن صبامسلمانانوخاصکرپښتنو قران پریښی ده اوصـرف ددنیاحاصلولوته يي مخه کړی چی ددنیالاس ته راوړلو تعلیمواودســیسو ته يي خپل ټول قیمتې وخت ورکړیده چی په نتیجه کی دی داسی مــظالمو خاوندان ګرځیدلی چی په اسلامی نړی کی ساری نه لیدل کیږی

دخپلې خوراویالورنه دهغې خپل مهراخستل
سوال دډیروخلګوخاصـکردپښتنوداعادت ده چی خپله خوریالورپه ډیـرو زیاتوروپو ورکوی او دهغی مهرپه خپل جیب کې اچـوی اوهغې تـــه هیـــڅ برخه نه ځنی ورکوی بلکی بعضی سخت دله انسانان خوداسې هم کوی چی څــــــوک ډیــــری روپۍ ورکوی نودي خپله لوریاخور ورکوی ولـــوکه هـــغه ګوډیاړونداویاډیرسپین ږیری هم وی دقران اوحدیث په رڼا کی ددې عمل څه حکم ده ؟
ځواب :-اول خوداچی یوه ښـــځه دکـــم مـــهرپه بـــدل کـــی پـــه نکاح ورکول مستحب ده لکه چی حضرت عمر(رض)فرمايي الالاتغالوابصدقات النــــــــــساء فانـهالوکانت مکرمة فی الدنیا وتقــــوای عنـــــدالله لــــــــــــــکان اولئکم بهاالنــــــبی مــــــاعلمت رسول الله ﷺ نــکح شیــــــــــــــأ من نسائه ولاانـکح شیــــــــــــــــــــأمن بناته عـــــلی اکــــثرمن اثناعشرة اوقیة مشـکوة ص ۲۷۷ خبردارزیـــادت مــــکوۍ په مهرودی ښـځوکی ځکه که داعزتمـــندواي په دنیاکی اوتقوی وای په نــــزد داللهﷻ نوحضرت نبی ﷺ په دې ډیـراولې ووزه نیم خبر چـې هغـــه یوه بې بـــې له بـې بیانونه په نکاح کـــــړی وی اویـــایوه لـورلـه لورانونه په نکاح ورکـړی وی زیات تردولوسـواوقیو
حضرت ملاعلی قاری (رح)ددی حدیث په شرحه کی لیکی
فان قلت نهیه عـــــــــــــــــــن المـغلات مخالــــــــــف لقو له تعالی واتیتـــــــــــــم احد اهن قنطاراقـــلت النـــــص یدل علی الجوازلاعلی الا فضلیت والـکلام فـــــیها لافیه حاشیه ۴ مشــــکوة ص ۲۷۷ که څوک ووايي چی دی حضرت عمر(رض)منع له زیات مهرنه دی الله تعالی ﷻ له قول ســـــره مخالف ده هغه داچې ورکړی یودی دوی تـــه زیات مال زه وایم چی ایات دلالت په جــــواز بانـــدی کـــوی نــــه پــــه افــضیلت اوخبره پـه افضلیت دی کم مهرکی ده نــــه پــــه جوازکــی مطلب داچی په زیات مهرښځه ورکول جائــــزدی اوپـــه کــــم مهرورکول يي مستحب دی او همدارنګه دی حضرت ابن عباس (رض)نه روایت ده قـال قال رسوالله خیرالنساءایسر هن صداقا- حضرت نبی ﷺ فرمايي چی بـهــــــتر دی ښځوهغه ښځه ده چی مهريي کم وی اوداسی نور ډیرحدیثونه شتـه دی کم مـهر په افضلیت کې پاته شوه داخبره چی دښځوخپل مهرونه هغوی تــه نه ورکول کیږی اوددوی له رضایته پرته چی ولی يي چاته وغواړې ورکوی يي داعمل دقران اوحدیث خلاف ده اوپه اصل کی دادې مشرکانو عمـل ده الله تعالی فرمايي وأتواالنساءصدقاتهن نحلة یعنی ورکړۍ ښځوته ددوی مهرونه په طیب نفس خوښه سره ددی ایات لاندی تفسیرمظهری لیکی
قال الکلبی وجمـــــاعت هذاخــــــــطـاب للاولــیا واخرج ابن ابی حاتــــــــم عن ابی صالح قال کـــان الرجل اذزوج ابنته اخـذ صدقهادونـــهافنــهاهــــم عن ذالـــــــــک فانـــزل الله تعالی ﷻ هــذه الایـــــــات وکذ قال البــــــغــوی کان اذزوج غریباحــمـلوهــــــا الیه علی بعیر ولم یعــطو هامـن مـــــــــــــــــــــــــــهرهـا تفسیرمظهری ج۲ ص ۱۰حضرت کلبی اویـــوډلی دعلماوویـــلی دی چی په دی ایات کی خـــــطاب اولـــیأوته ده اوابن ابی حتیم له صالح نه روایــــــت کوی چی دجاهلیت په زمانه کی دا رواج ووچــی یــوه لوربه يــي په نـــــکاح ورکوله نودهغی مهـــــــربــــه يي له هــــغې نــــه واخیست الله تعالیﷻ مســـــلمانان ددی عــــمل نــه منع کړل اودایات رانازل شوهمــــــــدارنــــــــګه نفسیربغـــــــوی لیــــکلی چی دجاهلیت په زمانه کی دارســــم ووچی یوه پــردی سړی ته به يي کله کومه ښــــځه په نـــکاح ورکړه نوپه اوښ به يي ورسپره کړه اوهـــغه ددی مهربه يي هغی ښځی ته نه ورکاوه معارف القران دمذکورایات په تفسیرکې لیــکې دجهالیــــت په زمانـــه کی ښځې لره دکورنی استعمال دیوشی حیثیت ورکړی وو دڅاروپه شان به يي خرڅولې دخپل واده په خوښه کی ددی هیڅ اختیـــارنه وواوددوی اختـــیار منوولیانوچی چاته ورکولی بس دهغوی به وی ولوکه به ددوی رضا نــــه وه هم دخپلوانوپه میراث کی ددوی هیڅ حق نه وو بلکــی دنورشیانوپه شــان به دوی هم دسړوپه ملکیت کی راتلی اودهغوی دولت به کڼل کیـده اوددی ښځوپه ملکیت اوقبضه کی به هیڅ نه وو شریعت محمدی داناوړه اعمـــال ختم کړل اوښځوته يي خپل انسانیت وباښه معارف القران ج ۲ ص ۲۲۳
که دتفا سیرودغه مذکورعبــــارات زمونږدخلـګوله دغــه ناوړه اعمالوسره مقایسه کړو چی دښـــځومتـــعلق يي کــــوی نوبلکل دادبې رحـــمه جاهلانو مشرکانو اعمال نن زمان په مسلمانانووکی مجوددی الله تعالی ﷻ دی رحم وکړی که چیرې داښځه بالغه وی اوداسی ځاي ورکړل شــــوی وی چی هغه ځای ددی خوښ نه وی نودحنفی مذهب مطابق ددی ښځې په شــــریعت کی داحق شته چی دانکاح فسخ (ختمه)کړی اوبل ځــــــای په خپله خوښه نکاح وکړی خوکه دورکیدوپه وخت کی يي سکوت نـه وی اختیار کړی خوله بده مرغه چی دپښتــــنوعزتمنې اوحیاءناکی ښځې دشرم اوحیاء له وجه داسې عمل ته جرائــــت نشی کولای چی په خپــــله خوښه نکاح وکړی الله تعالیﷻ دی دابې رحمـه اوسخت دله مسلمانان پــوه کړی چـی له داســې خطرنــــاکو اعمالواوظلمونونه لاس واخلې خاصکرله خپل اولادسره داسی ظـــلم کول دانسانیت هم خلاف دی

په شریعت کی ددوهم واده حکم
سوال :-ځنی خلګ یوه ښځه لری خوبیابــله ښځه کوی چی په نتیـــجه کښی دې مختنی ښـځی ژوندډیرخـــراب شی له هغې ســره خپل میړه صحی وضع نکوی دهغی په مــال اونفقه اوتقــسیم کی کــمی کوی دشریعت محمدی له نظره دغه عمل څه حکم لری ؟
ځواب :-الله تعالی ﷻ فرمايي چی کـــه تاسوعدل اوانصاف دښځوپه مابین کی نشی کولای نوبیایوه ښځه وکــــړی اویامینځه وکړی چی ځکه چی هغه دومره زیات حقوق نلری لکه چی الله تعالی ﷻ فرمايي وان لاتعدلوافوا حدة اوماملکت ایمانـکم الخ اوهمدارنګه دی ابوهـریره (رض) صـــــحح حدیـــــث شریـــف ده چی رسـوال الله ﷺ فرمايي چـی کوم شخص چی دوه ښځی ولری اودده میـــــــــــلان یوطرف ته وی نودی بـــه راشی پـه ورځ دقیامت اوپه یوه خوابـه کوږوی اګرکه دزړه په مـــحبت چــی دیــوی سره زیات اوله بلی سره کم وی پـــه شریعت کی يي کومه ګـــناه اوماخذه نشته خـــــوالبتــــــه دهـــــغی په نفقه اوپه تقـسیم کـــی کـــمی کول ظلم ده لهذاله مسـلماننوسره ظـــلم کول بیاخاصـــکرله خپلی ښــځی ســـره چـی هغـــه دمیـــړه ډیرخـــــدمـــت کــــړی ډیربــــداونارواعمل اوظــــلم ده الله تعالی ﷻ فرمايي انااعتدناللظالمین نارا یعــنی مونــــږظالمـــانوتـــه اوربـرابـــرکړی ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery