مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

يادون



...زه ساقي يم.
خو ساقي د مرګ  او ژوند زړو شرابو،
خو هرچاته په هرځاى کې او په هر وخت کې نا اشنا دى.
(شهيد مجروح)
موږ په يوه جالبه او د حيرانتيا وړ زمانه کې ژوند کوو، د دغې زمانې  هر ه خبره،  هره کتنه! بالاخره هر ډول احساس، انسان  هغه لوړو او هغه پړاو ته  لارښوونه کوي، چې هلته دې د نېکمرغۍ وزرونه  پرانيزي او سوکاله دې شي. تر اوسه په  ټوليز لحاظ  چا داسې نظام او جوړښت، چا داسې  ټولنيز تړون او قانون نه دى په ګوته کړى، چې هغه  به د دغه اواره او په ژوند بې ګودره انسان لپاره تلپاتې خندا ورپه برخه کړي. زموږ  زمانه د برلاسۍ زمانه ده، زموږ په زمانه کې  د ماشين ستم برلاسى دى او زموږ زمانه د ظاهري سترګو زمانه ده، په هغه زمانه کې يوازې هغوى ته شان وشوکت ورپه برخه دى، چې  لباسي تظاهر، لباسي ايمانداري، لباسي عبادت يې د کړو وړو او څرګندونې ځانګړتيا ده.
په داسې چاپېريال کې هغوى، چې د ((معنويت)) په سمندر کې د خپل اندوژوند بېړۍ چلوي او په هغه پراخ بهير کې يې د نېکمرغۍ ساحل ته په امن رسوي، ډېړ رنځونه ګالي او له ډېرو بدمرغيو سره مخامخ کېږي، ځکه چې د ((معنويت)) د نړۍ فتح کول تر هر څه  دمخه  يوه اوچت معنوي غرور ته  اړتيا لري، که دا ښکلې ناوې، دا ښکلى پسول  ونه لري، نو بيا يې د ښايست او ښکلا په باب خوله تڼاکې کول، د ظالم واکمن د عمر د اوږدوالي هيله ده. په هر ډول هغه انسانان، چې د خپل ژوند اوږد بهير، د معنويت په ناپايه سمندر کې،  په لويه  حوصله تېروي، هغوى لوى انسانان دي، چې  په هغو لويو کسانو کې  يو هم زموږ  د زمانې  او زموږ د معنوي اروا پر  رمز پوهېدلى انسان ، استاد الفت دى!
نن سبا زموږ  په فرهنګي چاپېريال کې د ((الفت))  کلمې  خپل  رښتينى مفهوم د کلمې په رښتينې مانا سره تر لاسه کړى دى. اوس د الفت د کلمې اړيکي د هرې ورځې  په تېرېدو سره  د هغې له ظاهري  څېرې(ګل پاچا) سره کمزورى کېږي او الفت د زړونواو فکرونو  د معنويت اوچتې څوکې ته ځان رسوي، ځکه چې ګل- پاچا ددغې اوچتې مرتبې په ارزښت ان هغه  وخت پوه و، چې  ملګرو يې ورته ويلي وو:
الفت صيب وګوره په خرو کې هم الفت شته.
 هو، لکه چې زه په تاسې کې يم.
د نظر خاوندانو پر وړاندې د الفت په باب دا ټکى  روښانه دى، چې الفت زموږ  د رنځونو د پېړۍ ليکوال  او شاعر دى. دا پېړۍ  په عمومي لحاظ  داسې راغله، چې  د هغې په زړه کې  بيا هم  په خوب ويده ملتونه قر باني شول. لويديځ په ټوله ځواکمنۍ سره په دې برخه کې  هلې ځلې وکړې، چې پر وروسته پاتې ملتونو باندې خپل فرهنګي برلاسى هم وساتي. ددغې او هغې ايډيولوژۍ تر طلسم لاندې يې ان د خوارو ملتونو فرهنګي بهير ته هم زيان  ورساوه، ددغه  څپاو پر وړاندې  له ژونديو ليکوالو او شاعرانو پرته، څوک له کښلې تورې سره ونه درېدل، ځکه چې  هر چا يوه لوري ته  د خوشبينۍ  په خاطر پر خپلو خولو لاسونه ونيول، الفت په دغه مهم پړاو کې  د افغاني ټولنې، افغاني احساس او رښتيني غرور بېلګه شو. ده وکولاى شول، چې خپله ټولنه رابيداره کړي، ده وکولاى شول، هغه دردونه په ډاګه کړي، چې انساني احساس له هغه څخه فريادونه کوي او ده وکولاى شول، چې افغانان د ملي او نړيوال فرهنګي اوسياسي ستم پر وړاندې، د يوه واحد ځواک  په توګه بيدار وساتي. دومره فريادونه، چې  ده په شلمه پېړۍ کې  د پښتنو د يووالي، ازادۍ، فرهنګي برلاسۍ او پښتني کلتور د ودې په برخه کې  کړي، هغه  له هغو فريادونو سره يو شى دي، چې ننګيالي او توريالي خوشال خان په خپل عصر کې اوچت کړي وو. ځکه نو دى زموږ د عصر خوشال خان دى. له همدې کبله  موږ دا ويلاى شو، چې الفت لوى انسان دى. شاندل وايي: (( کله چې يو لوى انسان پېژنو او په دې پوهېږو، چې هغه  پر ژوند برېمن راځلېدلى دى، د هغه روح زموږ په کالبد کې ځاى نيسي، له هغه سره ژوند کوو او دا حالت  موږ  ته د بياځلې ژوند حيثيت لري)). موږ چې الفت يادوو، دهغه تر يادون دمخه د هغه روح له موږ سره ملګرتيا کوي او زموږ معنوي لارښوونه کوي.
د الفت په باب يو ټکى بايد  له ياده ونه باسو، هغه دا چې دى ليکوال د‌ى، شاعر دى، ولې دده ليکوالي او دده شاعري تر هر څه دمخه، دده د اجتماعي  ټپ تر سيوري لاندې را ايجادېږي، په حقيقت کې  دى د خپلې ټولنې د داسې دقيق او ژور فکر خاوند دى، چې  دده په افکارو او ايجادياتو کې دده ټولنه او چاپېريال دومره دقيق مطالعه کېدى شي، چې  ډېر جزيي اړخونه يې هم په کې له پامه نه لوېږي. دى کولاى شي، چې  خپله  ټولنه  په اخلاقي  لحاظ تشريح کړي او هغه معيارونه درته په ګوته کړي، چې هغه دده لپاره دلته د اخلاقي روزنې بنسټ جوړوي. دى په رواني لحاظ کولاى شي، د خپل چاپېريال د انسان هغه غوټې، د خپلو افکارو  په ساده جادويي الفاظو کې پرانيزي، چې هغه دهېڅ  ډول جبر او فشار په وسيله طبعاً  نه پرانيستل کېږي. دى پر دې ټکي کلک باوري دى:
چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چا
هغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي


(دزړه وينا ٨٢ مخ)
که چېرې موږ الفت په لږ دقت سره مطالعه کړو، د هغه  په افکارو کې يوازې زموږ  د ادبي بهير مطالعه د بحث وړ نه ده، بلکې الفت يوې بلې څېړنې او مطالعې ته هم اړتيا لري، چې  هغه دده د اند وژوند فلسفه ده، هغه  فلسفه، چې ده ليکوالي او شاعري د هغې لپاره کارولې ده، دا کار يوازې الفت نه دى ترسره کړى، بلکې  د نړۍ ډېرو مهمو او نامتو مفکرينو  هم دا کار کړى دى، وايي چې : (( نيچه له دې سره مينه درلوده، چې  خپل نظريات په معما او داسې ډول وړاندې کړي، چې  عادي لوستونکي د حيرانتيا په سمندر ور  لاهو کړي...)) د استايفسکي  په همدې ډول شهکارونه وليکل، مارکس سره له دې چې دده نوم بايد په ادبياتو کې  څوک وانخلي، مګر د هنر او ادب  پر ارزښت ډېر ښه پوهېږي او شعر يې هم ويلى دى. دا ډول مثالونه خورا زيات دي، زموږ په عصر کې تر اوسه د الفت په باب نوموړي ټکي ته ډېر لږ کسان هم نه دي متوجه شوي. همدا وجه ده، چې  تر اوسه موږ هرڅه  د الفت په باب ليکو، په هغو کې  نوې خبرې ډېرې لږ دي.  بايد د الفت  پېژندنې تګلاره يوازې د ليکوالۍ او شاعرۍ په بازار باندې پاى ته ونه رسوو، د الفت پېژندنې مسئله  د پوهې او څېړنو پرله پسې لړۍ او هلو ځلو ته  اړتيا لري.
تفاوت لري حاصل کې هره ځمکه
ته دې خپل زړ ګي دکر دپاره ښه که
په کې وکره ښه تخم د الفت
نو به وويني له هر چا محبت.


(د زړه وينا٤٢ مخ)
نتيجه: ډېره موده وشوه، چې  د الفت صيب  نثري اثار سړي ته  په سختۍ سره لاس ته ورځي،  اوس چې  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د استاد الفت نثري کليات، د ځوان شاعر او د پښتون  د ځوان کاله د بريمن اسمعيل يون په ستړيا او زيار خپروي، دا کار به زموږ د اوسني فرهنګي بهير په ترڅ کې  يوه نه هېرېدونکې ملي او فرهنګي خاطره وي، ځکه:
خپل او پردي به په نظر د محبت ليدلم
په حقيقت کې د تمام کلي ليلا ومه زه
په ډېرو سترګو کې مې مينه د خپل ځان ليدلې
په زړه کې ګران د ډېرو خلکو په رښتيا ومه زه.
                                  په درناوي
پوهنمل عبدالخالق رشيد
کابل، ١٣٧٠ل کال د سلواغۍ لومړۍ نېټه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery