مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غوره نثرونه



 
نوى كال
 
مونږ حسابي خلك يو او له ځان سره يو حساب لرو.
زمونږ حسابي زوړ كال ختم شو او د نوي كال په سر باندې مو قدم كېښود.
مونږ پوهيږو، چې زمونږ حساب نورو غوندې نه دى.
د هغوى نوى كال د شلم قرن شپږپينځوسم كال دى او مونږ د څوارلسم قرن پنځه دېرشم كال ته نوى وايو.
په رښتيا، چې مونږ په خپل حساب ډېر ښه پوهېدلي يو او پوهيږو، چې په كومه زمانه كې ژوند كوو او څومره بېرته پاتي يو.
مونږ هم د زمانې په ګړندۍ ګاډۍ كې سپاره يو او چېرته ځو، دا ګاډۍ لكه د وزيرانو موټر كال په كال نوى كېږي، مګر په زړو او خرابو لارو روان يو، ځكه ګړندي نه شو تللى.
مونږ په كال، كاله او كالو كې ژوند كوو او ډېر خوشحالېږو، چې له زاړه كوره نوي كاله ته او له زاړه كال نه نوي كال ته لاړ شو.
هو! مونږ نوي كال ته خوشحاليږو او هر كله غواړو، چې نوي لوښي پيدا كړو او په نوي پياله خوله كېږدو كه څه هم د زړې زماني د قرمز او چاپان لوښي د دې وخت له لوښو نه ډېر ښه دي.
زمان او مكان هم دوه ظرفه (لوښي) دي، چې زمونږ ژوند ورپورې تړلى دى او په دواړو كې مو نويتوب خوښ دى، مګر د امكان په ساحه كې زوړ او نوى ښه پېژنو او پوهيږو، چې دغه ښار نوى او هغه زوړ دى، دا ودانۍ زړه او دا بله نوې ده، خو د زمانې په زړښت او ځوانۍ كې، لكه چې تېر وتلي غوندې يو.
د زمانې ظرف، چې هر څومره زړېږي زمونږ په حساب همدغومره نوي كېږي.
مونږ د زمانې اغاز ته نږدې وختونه زړه زمانه بولو او د زمانې وروستيو پيړيو ته نوى عصراو نوې زمانه وايو.
نوى كال هم په همدغه حساب بنا دى.
د اتيا كالو بوډا خپلو وروستى كال نوى ګڼي او د خپل ماشومتوب زمانه ورته زړه معلومېږي، هر كال چې نوى كېږي له ځان سره څه نوي شيان راوړي، ځكه يې نوى ګڼو، له نوي كال سره نوي خيالونه، نوي فكرونه، نوي كارونه ملګري وي؟
كه نوى كال خپل ټول كالي نوي نه كړي، يو څه نوي كوي او ځينې زړې جامې له ځانه لرې غور ځوي.
مونږ هيله لرو، چې نوى كال په ډېرو نوو جامو كې ووينو او ډېر نوي شيان ورسره وي، مونږ له نوي كال نه په رښتيا نوي څه غواړو او په دې پوهېږو، چې زوړ بوډا په نوي جامه كې هم زوړ دى او نوى ځلمى په زړو جامو كې زوړ نه دى.
كه نوى كال زړو ښكاريانو ته نوې مرغۍ راولي، نوى كال ورته نه شو ويلى، د نوي كال د لومړۍ ورځې مېله هم څه نويتوب نه لري، ځكه چې زمونږ په هېواد كې د هر نوي كال شروع په مېلو او ساعت تېريو كېږي او قلبه كشي، يعنې د كار اغاز رسماً يوه نمايشي لوبه وي.
مونږ بايد په دې پوه شو، چې نوى كال له مونږ نه څه غواړي او په خپله څه كوي.
نوى كال سمدلاسه د ورځو په اوږدولو او د شپو په لنډولو پيل كوي، يعنې د خوبونو وخت كموي او د بېدارۍ وخت د كار فعاليت دپاره زياتوي. د تيارې او تورتم عمر لنډوي او د رڼا عمر اوږدوي.
كه مونږ د نوي كال په رمز او اشاره پوه شو او د پسرلي برېښناګانې همدغه مطلب ته اشاره كوي، چې د نوي ژوند اساس په برق او برښنا اېښودل شوى دى او هغه زمانه تېره شوه، چې د حيات اوبه په په تور تم كې وې او ژوند په تيارو كې و.
د نوي كال له شروع كېدو سره سم په هوا كې اعتدال پيدا كېږي او د ژمي سوړوالى ور كېږي.
د نوي كال لومړى درس همدغه دى او ساړه زړونه يې نه دي خوښ.
 راشئ، چې د زمانې په تقاضاء ځان پوه كړو  او پيروي يې وكړو.

زما د لاس نيالګيه!
 
زه نه وم خبر، چې ته چېرته وې او له كوم ځايه راغلې؟
دومره پوهېږم، چې له نورو ګڼو نيالګيو سره په يوه تنګ ځاى كې ولاړ وې، هلته ستا دلوېدو او غټېدو دپاره زمينه مساعده نه وه، ځكه ستا تعلق له هغه ځايه قطع شو او دلته راغلې، زه ستا په راتلو ډېر خوشحاله يم او تا ته په خپل انګړكې ځاى دركوم.
زه غواړم، چې ستا تعلق او ارتباط له دغه كاله سره ښه ټينګ شي، ستا نيلې او ريښې هرې خواته وغځېږي، ستا څانكې او ښاخونه په دغه هوا او فضاكې ډېره وده وكړي او له تانه غټه ونه جوړه شي، زه به ستا د ترقۍ او لوېدو دپاره زيار كاږم، ته دلته زماله اولادونو سره په دغه كاله كې او سېږه! دا ځاى په تا باندې نه تنګېږي، دا ستا كور دى، ته د دغه كاله له ماشومان يو ماشوم يې.
زه هيله لرم، چې ستا له سيورې لاندې ډېر خلك كښېني.
ستا شګوفه او خوږه ميوه هر څوك وويني، ستا له څانګو او ښاخونو نه د مرغانو خوږې نغمې واورم.
زما نيالګيه! كه زه تا شين او سمسور ووينم څومره به ښه وي، ستا ښايسته شګوفه ستا سيورى او ستا ميوه به زما دپاره ډېر لوى نعمت وي، كه دغسې ښه اثر او دغه شان نېك عمل له ما نه يادګار پاته شي، دا به زما نېكبختي وي. زه دغه د ګلابو بوټى او دغه د عكاسۍ نيالګى هم ستا له څنګه ږدم او تا ته درښيم، چې زما زيار يوازې د ميوې دپاره نه دى، زه ستا له شګوفې او شنو پاڼو سره هم ډېره مينه لرم.
كه له ما سره ګېډه شته او بې خوراكه ژوند نه شم كولى له ما سره سترګې هم شته او په مخ باندې پوزه هم لرم.
څومره به ښه وي، چې سبا يې ستا له څانګو د مرغيو خواږه اوازونه واورم او په خوږو نغمو يې را ويښ شم.
زما نيالګيه! ته په دغه هوا كې وده كوې بايد خپله خوشبويې هوا ته وسپارې او د هوا مرغان له تانه استفاده وكړي.
هغه وږمه، چې ستا كاله ته راځي بايد له ځان سره يو څه يوسي، د شاتو مچۍ بايد ستا له كوره بېنوا لاړې نه شي.
كاشكې زما دوستان او ملګري ستا له سيوري لاندې خوشحاله كښېني او دلته د خوشحالۍ خندا واورم.
يوه خوله خندا او يوه شېبه خوشحالي په دې ارزي، چې زه څو كاله ستا خدمت وكړم او له لرې ځايه اوبه درته راوړم.
 
 
د فكر پالونكى
 
پير او فقير نه يې، چې خلكو ته دعا وكړې او د هر چا دپاره د تسلۍ زيارت شې.
 فيلسوف او عالم نه يې، چې خلك درنه علم او پوهه يوسي.
طبيب نه يې، چې د رنځورانو علاج وكړې.
پيسې نه لرې، چې حاتم طايې شې او وږي ماړه كړي.
قاضي يا حاكم نه يې، چې عدالت وچلوې او د حق ملګرې شې.
دغه راز افتخارات ستا په برخه يو هم ونه رسيده.
ته يو شاعر او ليكونكى يې، مګر له تا نه ښه شاعران او ښه ليكوالان ډېر پيدا كېږي، سره له دې زه تا ته په ډېر قدر ګورم او په ډېر لوى حق قايل يم.
دلته د فكر او قلم خاوندان ډېر دي، مګر د فكر او قلم د ازادۍ علمبرداران ډېر لږ دي، ځكه ستا مقام له نورو نه هسك ګڼمه.
كه څوك تا ته د فكر خاوند ونه وايي زه ورسره كار نه لرم، مګر  كه د فكر خاوند تا خپل حقدار ونه ګڼي، زه به ورته بې انصافه ووايم.
هغه څوك، چې په وطن كې هېڅ نه لري او د وطن د ازادۍ دپاره سر وركوي په وطن باندې حق لري.
همدغه وجه ده، چې د فكر پالونكي مقام له فكر لرونكي څخه ډېر اوچت دى او زه هم دواړو ته په يوه نظر نه ګورم.
 
 
د ژوند نغمه
 
ټول غلي دي، هېڅوك څه نه وايي، د ژوندانه نغمه غلې ده.
په دغسې چوپه چوپتيا كې ذوقونه مري، فكرونه محوه كېږي نشاط او خوښي، لكه وحشي مرغه له انسانانو نه تښتي.
زه غواړم د دغه سكوت طلسم مات كړم او خپله سرينده وغږوم.
د اسرينده ما د عشق له هېواده او د بلبلو له كوره راوړې ده.
زما د سريندې اواز ډېر خوږ دى.
راشئ! كښېنئ زما نغمې واورئ، زه نه غواړم، چې ارزوګانې مړې او زړونه ساړه وي.
زه د احساساتو او جذباتو د ښودولو دپاره راغلى يم.
دغه ده ما خپله سرينده را واخيستله او خپلې نغمې شروع كوم.
آه، داڅه وشه؟ له دې سريندې نه خو هېڅ اواز نه پورته كېږي.
سرينده خو نه ده، ما ته تارونه يې هم په ځاى دي دا ولې نه غږيږي؟
ولې بې سره ده؟ له دېنه لويه ضايعه بله نشته.
پوه شوم او پوهېدم دا سرينده د بلبلو له كوره ده او بې د ګلونو له خوا بل چېرته نه غږېږي.
دا سرينده له عشق سره ارتباط لري او تارونه يې په هماغه مقام پورې تړلي دي.
زه بايد ګلزاروته ننوزم او د ګلونو په حرم كې د خپلې سريندې اواز واورم.
زه بايد د نرګس سترګې د غوټۍ خندا، د چندړو لښتې، د سنبلو پرېشانه زلفې وګورم او د حسن ګلزار كې خپله سرېنده وغږوم.
بې له دېنه دا خاموشي نه وركېږي او خوشحالي نه پيدا كېږي.
دا تورې ورېځې بايد د لمر او سپوږمۍ له مخې لرې شي.
د بلبلو پنجرې او قفسونه بايد مات شي.
د باغ تړلى ور بايد بېرته شي، چې خوشحالي راشي او ذوق و شعور سترګې وغوړوي، د ژوند نغمه دغه تقاضا لري او بې له دېنه په ژوندانه كې نشاط او سرور نه پيدا كېږي.

 
نوى فكر
 
هر چېرته لاړم، هر چا ته ورغلم ښكته پورته ډېر وګرځيدم.
ښارونه مې ولټول په هېخ ځاى كې يې له هېچا سره پته نه وه.
هغه څه، چې زه غواړم دلته نه پيدا كېږي، چا چې غټه څوكۍ غوښتله پيدا يې كړه، څوك چې په نوي موټر پسې ګرځېده هغه دى پكې ناست دى، هغه چې په پيسو پسې لالهانده و بانكونه يې ډك كړه.
يوازې زه خپلې ارزو ته ونه رسېدم، په رښتيا چې زه په ډېر نادار او ناياب څيز پسې ګرځم او زما حرص له ټولو نه زيات دى.
هو! زه نوى فكر، نوى خيال او نوى جهان غواړم.
دلته نوې راډيو ګاڼې، نوي فلمونه، نوي ساعتونه، نوي فېشنونه پيدا كېږي، مګر نوى فكر او مضمون نه شي پيدا كېدى.
دلته شاعرانو ډېرې سندرې وويلې، خو نوى فكر پكې نه و.
پسرلي بيا هماغه ګلونه راوړل، چې مونږ څو ځله ليدلي او بوي كړي دي، مونږ په قرنو قرنو د ګل او بلبل زوړ مضمون اړوو را اړوو، مګر نوي څه نه شو پيدا كولى، مونږ نوي مضمونونه په زړو موضوع ګانو كې لټوو او د زړې بوډۍ په سر نوې دړۍ ږدو.
دلته ميندې نوي اولادونه راوړي، مګر دماغونه نوي فكرونه نشي راوړى.
دلته ښځې له كورونو نه وتلې شي، خو نوى مضمون له دماغونو څخه نه راوزي، دلته دا عادت دى، چې پېغله د پلار په كاله كې زړېږي او بيا ودېږي، دلته اوس هم د زړو فكرونو كاله ته ريباران ځي راځي او له نوو نه زړې خبرې ښې خرڅېږي.
دلته دبوډۍ په ټال كې زړې ارزو ګانې زانګي او زاړه سرودونه غږېږي.
دلته به خيرات خواره مليونران شي، بيسواده به رئيسان شي.
زمونږ كوچنيان، چې پيدا شي، نو سپين ږيري وي او په ډېره زړه ځانګو كې څملي او زمونږ للو ډېره زړه ده او زړه دايۍ زمونږ د ماشومانو تربيت كوي، زمونږ ځوانان كه ږيرې ونه خريي، نو سپين ږيري ورته ويلى شو.
مونږ نوې خولۍ په سر كړې، مګر نوى فكر مو رد كړ، نوي ښارونه مو جوړكړه، مګر زاړه بوډاګان پكې ناست دي زړې كيسې كوي.
مونږ د زړو بوډاګانو په محفل كې زوړ راګ غږوو او له سپين ږيرو نه د ځوانانو اتڼ غواړو.
دا ارزو بېهوده ده. زه بايد په نوي فكر پسې بل چېرته لاړشم.
دا شى له زړو شاجانيانو سره نه شته.
كه د اتيا كالو بوډا نوى واده وكړي هم زوړ دى. كه زړو سړى نوى پوستين واغوندي بيا هم زوړ دى. كه له زاړه ښاره نوي ښار ته راشي هم زوړ والى ورسره دى.
هو! كور يې نوى دى، مګر فكر يې زوړ دى، دغسې نوي كور كې نوى فكر او نوى مضمون نه پيدا كېږي.
 
 
زوړ فكر
 
سترګې يې مه خلاصوئ! كوم ښكلى مخ به وويني ليوني به شي.
ميخانه به وګوري مست به شي، ځان به وويني خودبين به شي.
د بل عيب به وويني بدبين به شي.
پريږدئ، چې سترګې يې پټې وي او څه نه ويني.
كوښښ وكړئ! چې په ښو او بدو پوه شئ او څه زده كړئ.
كه دى د سواد او علم خاوند شو، كه دى په سمه لاره روان شو.
كه ده د ښو او بدو تميز وكړ، بيا به يې سترګې پرانيزو.
د سترګو پردې به يې غوڅې كړو، د سترګو غړولو اجازه به وركړو.
پخوا له وخته د ده سترګې مه خلاصوئ.
دى بايد هر څه په پټو سترګو قبول كړي او سپين ږيى نشي.
دى بايد هر څه د زړه په سترګو وويني او د سر سترګې يې تړلي وي.
 
 
ناداني او ناداري
 
په كور كې غله نه وه، جامې يې هم زړې اوشكېدلې وې.
پور چا نه وركاوه، مزدوري نه پيدا كېده حيران و، چې څه وكړي او ډوډئ ځانته څنګه پيدا كړي. وروسته له ډېرو اندېښنو له كوره راووت او شپه ډېره تياره.
پخوا تردې يې كله غلانه وه كړې، ځكه زړه نازړه په يوه كاله ننوت او پس له  ډېره تردد نه يې غلا ته زړه ښه كړ.
په دغه شپه د ده بخت بيدار و، ځكه چې دكاله خاوند ويده و.
ده په بيړه يو څه مال راټول كړ او په ويره ويره يې كورته راوړ.
وايي چې د غله په غره كې ځاى نه شته، نو په كاله كې به يې څه حال وي.
له ده سره دا سودا ډېره زياته وه، چې كه سبا ته يې خلك كور ولټوي او د غلا مال ترينه راوزي څوكاله به په جېل كې پروت وي او له دېنه به هم بدبخته وي.
ده بله چاره ونه ليده د كوټې په يوه كنج كې يې د ځمكې په كيندلو شروع وكړه، چې د غلا مال خوندي كړي، مګر يو ساعت وروسته له خاورو لاندې يو داسې ګنج راښكاره شو، چې د سرو او سپينو زرو دولت پكې پروت و.
كله چې دا پټه خزانه راښكاره شوه غل و پوهېده، چې په ټول كلي كې د ده غوندې بل بډاى نه و او ده غوندې د ذلت شپې هم بل چا نه دي تېرې كړي.
هو! ده د خزانې د پاسه په لوږه شپې تېرولې، د ده په كاله كې هر څه وه، مګر دى ناخبره و او خپل شته ورته نه ومعلوم.
دى نه پوهېده، چې زه لوى بډاى يم او زما په كور كې هر څه شته.
د ده ناداري په حقيقت كې ناداني وه نور څه نه و.
د دغسې سړي په حال افسوس په كار دى او كه د يوه ملت دغه حال وي له دېنه لويه بد بختې او د افسوس خبره بله نشته.
د ناپوهانو فطري او معنوي استعداد همدغسې له خاورو لاندې پټ پاته كېږي، لكه چې د ناپوهه ولس معدنونه پټ پاته وي او څه كار ترينه نه اخيستل كېږي.
 


سيند
 
د وچو ډاګونو د دښتو او مېرو له څنګه لوى سيند بهيږي، مګر دغې وچې بيديا ته اوبه نه وركوي. په دغسې وچكالۍ كې، چې په اوبو باندې سرونه ماتېږي سيند، لكه شوم بخيل په شتاب درومي او زمونږ تندى نه ګوري.
كله چې سيند په چپو راشي كورونه او اباد پټي هم له ځان سره يوسي.
همدغه سيند له مونږ هغه خوا بل راز روان دى او له نورو سره يې رويه بل راز ده، هلته دغسې ورانى نه كوي. دومره بخل نه لري. دغه راز بې رحمي پكې نه شته. هلته د سيند په غاړه زرشويان د سيند له شګوفو زر راباسي.
ماهيګران پكې په خروارو كبان نيسي او ښكاريان يې په لوى او ستر ډنډ كې هيلۍ ولي، هلته له سيند نه ډېرې لويې ويالې بيلې شوې دي، ډېر لوى لوى ډاګونه له اوبو لاندې شو، كلي او ښارونه اباد شوه. شاړې ځمكې په ثمر راغلې، د غلو او ميوو پكې څه كمى نه شته. هلته د سيند په مخكې لوى لوى بندونه جوړ شوه. د برېښنا ماشينونه ودرېده، فابريكې او كارخانې په كار ولوېدې، خلك اباد او ماړه شوه.
دا سيند ولې دلته دغسې او هلته هغسې دى.
مونږ ته په قهر دى او په هغوى پيرزوينه لري، دلته ډېر تند او په څپو روان دى، هلته غلى او ارام بهيږي.
دلته سيند كوږ وږ ځي او خپله مجرا بدلوي هلته په خپله ټاكلي لاره روان دى او بې لارې نه ځي په رښتيا، چې سيند دلته ډېر ورانى كوي او هلته ديوه نظام او قانون تابع دى، چې رواني ته بې نه پريږدي.
زمونږ ګناه د سيند په غاړه ده. سيند له مونږ نه ډېر څه وړي دي او ډېر يې رانه وژلي دي. دا سيند خوني سيند دى او له مونږ سره يې زړه دښمني ده، څو ځله يې زمونږ كورونه وران كړي او اباد پټي يې رانه په وار وارو وړي دي.
زمونږ ټوله ګناه د سيند په غاړه ده. سيند زورور دى او په مونږ باندې هر وخت ظلم او تيرى كوي.
اه! مونږ څومره ناپوه يو، چې دغه راز فكر كوو او په خپله ګناه نه پوهيږو، مونږ خپله ګناه د سيند په غاړه اچوو، د سيند په غاړه خو مونږ پراته يو، په رښتيا چې دا زمونږ ګناه ده د سيند نه ده.
سيند له چاسره دښمني نه لري، سيند هر تږي ته اوبه وركوي او د هر چا خيرنې جامې پاكوي. سيند پوخ كار غواړي او پاخه بندونه ورته په كار دي.
كه زمونږ كار پوخ واى او زمونږ بندونه پاخه واى زمونږ ويالې نه وچېدى او زمونږ پټي اوبو نه وړل.
مونږ د سيند په بندوبست پوه نه شو او له سيند نه مو كار وانخيست،
دا سيند د ژوند او حيات سيند دى په ده كې د ورانۍ او ودانۍ دواړه قوتونه موجود دي.
سيند د هر چا ظرف او استعداد ته ګوري هغومره اوبه وركوي.
د منګي خاوند او د منګوټي خاوند ته سيند برابره برخه نه وركوي او نه وړو لښتو ته د لويو ويالو په اندازه څه وركولى شي.
سيند د هر چا كار ته ګوري او هغسې ورسره كوي، يعنې خام بندونه ورانوي او پاخه بند ته ځان تسليموي.
هغه څوك، چې د ژوندانه سيند په خپل سر پرېږدي او يوه معينه مجرا ورته نه شي ټاكلى له ژوند نه استفاده نه شي كولى.
 

عقيده
 
په سترګو يې څه ليدل، مګر د خداى كتاب يې ترڅنګه و او مسجد ته راغى.
ده هغه اسماني كتاب په تاخچه كېښود او په لمانځه ودرېده. كله چې له عبادت نه فارغ شو او له مسجد نه روانيده هغه كتاب پاته شو او يو بل كتاب لاس ته ورغى. دى ړوند و كتاب يې نه ليده او په كتاب نه پوهيده، مګر ډېر ټينګ يې په غيږكې نيولى و. ده ته دا نه وه معلومه، چې په كتاب كې څه دي او د چا كتاب دى؟ له ده سره ټينګه عقيده وه، مګر پوهه او بينايي ورسره نه وه.
ده د خداى دپاره دغه كتاب ښكلاوه او لكه تعويذ له ځان سره يې ګرځاوه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery