مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د لوی څښتن په نامه


د سر خبري


د کوچنيوالي مي له حقوقو او سياسي علومو سره مينه وه؛ خو د زمانې باد څه موده د انجينرۍ او ټيکنالوژۍ خوا ته بوتلم . د لوی څښتن په پېرزوينه تر لږ ځنډ وروسته بيرته په دې بريالی سوم، چي خپلي خوښي کړي څانګي ته لار پيدا کړم . پلار به مي تل د حقوقو او سياسي علومو پر کتابو سربېره د ګرامر، ژبپوهني، لغتپوهني، ادبياتو او تاريخي اثارو مطالعې ته هم هڅولم . هغه به ويل هر حقوقپوه بايد د ليکوالۍ په باريکييو او هونرونو هم ښه پوه وي . د کليمو صريح او ضمني، کُلي او فرعي، حقيقي او مجازي ماناوي مي لومړی ځل د پلار له خولې واروېدې، چي هره يوه به يې د ژوندييو مثالو په وړاندي کولو سره بيانوله؛ د کليمو په ډول ډول ماناوو او د هغو د استعمال په بېلابېلو مواردو ځان ښه مُلا کول، هغه سپارښتنه وه چي خدای بخښلي به همېشه په ټينګار سره تکراروله؛او د همدې مقصد له پاره يې له خپل مالي توان سره سم په کور کي، د مختلفو ژبو خورا ډېر عام او اختصاصي قاموسونه هم ايښي وه. لوی رب دې اروا ښاده لري .

په دې توګه، د زده کړي په چارو کي له رنګارنګ قاموسو څخه کار اخيستني، کرار کرار د لغتپوهني له ځينو مهمو موضوعاتو او د قاموس ليکني له مختلفو لارو او دودونو سره اشنا کړم . دا مينه سوکه سوکه زياته سوه؛او له هغې سره جوخت په دې خبره هم څه نا څه پوه سوم چي لغتونه، عبارتونه، تعبيرونه او اصـــطلاحات په واقعيت کي، د هري ژبي د مانوي او فرهـنګي زېرمو مهمه او اساسي برخه ده؛ ځکه انساني علوم، مهارتونه او تجـــربې ګرده د ژبي په مرسته له يوې ټولني څخه بلي ټولني ته لېږدول کيږي؛او د ژبي دا ټول کمال هم بېله شکه په هغو کليمو، عبارتو، تعبيرو، اصطلاحاتو او نورو ادبي - فرهنګي ارزښتو کي نغښتی دئ، چي لغتپوهنه او قاموس ليکنه يې له څېړني او شنني سره نيژدې اړېکی لري . له همدې امله اوس څوک د دې خبري له حقانيت څخه نټه نه کوي، چي په هره ژبه کي د پراخو لغتو، ترکيبو او اصطلاحاتو کاروَنه او د کليمو د شکلي او مانوي(معنوي) ظرافتو استعمال، په واقعيت کي د هغې ژبي د ويوونکو د فکري بلوغ او تخيلي عروج ښکارندوی دئ .

د لغتپوهني او قاموس ليکني په چارو کي مي تر ځينو زده کړو او پلټنو وروسته دا اړتيا وليده، چـي د قاموس ليکوونکو د لارښووني دپاره د� اصول و قواعد فرهنګ نويسی �تر سرليک لاندي، په پاړسي ژبه يوه پراخه علمي او انتقادي مقاله وکاږم . دا دئ نن له هغې ليکني څخه لږوډېر دوې نيمي لسيزي تېريږي . په دې اوږدو کلونو کي د علومو د هري څانګي په شان، په قاموس ليکنه کي هم ډېر ستر او اريانوونکي پرمختګونه منځ ته راغله . اينټرنيټ او ډيجيټل ټيکنالوژۍ په دې پرمختيايي بهير کي خورا لويه او ارزښتناکه برخه اخيستې ده؛ او په پوره ډاډ سره به په راتلونکي کي هم د دې بهير له زياتي چټکتيا او بشپړتيا سره لويه مرسته وکي. د دغو علمي او تخنيکي پرمختګو په ترڅ کي، پښتو قاموس ليکني هم تر پخوا ډېره وده وکړه . په پښتو کي د ژبي ډېر عام يو ژبيز او دوه ژبيز فرهنګونه وليکل سوه، چي ځیني يې اوس له نېکه مرغه په ټوله نړۍ کي د اينټرنيټ پر پاڼو، د پښتو ژبي د مينه والو استفادې ته ايښوول سوي دي .

د قاموس ليکني په برخه کي وروستييو بدلونو او پرمختګو ته په پام سره مي وپتېيل، چي د دې علمي څانګي د مېتودولوژۍ په اړه خپله پخوانۍ ليکنه دا پلا له هراړخيزو زياتونو او بشپړونو سره، په پښتو ژبه لوستونکو ته وړاندي کړم؛ ځکه د قاموس ليکني پر تيوريکو بنسټونو علمي او انتقادي بحثونه هغه څه دي، چي په پخوانۍ قاموس ليکنه يې چندان څرک نه ليدل کېده؛ او تر اوسه پوري هم په دې اړه ډېر لږ څه ليکل سوي يا ژباړل سوي دي . د قاموس ليکني د تنوع او پراخوالي په دې بې ساري عصر کي، د دې څانګي د مېتودولوژۍ سم او دقيق رعايت، د قاموسو د تأليف او ژباړي له خورا مهمو او ضروري شرايطو څخه ګڼل کيږي . نن سبا هغه قاموسونه ګرسره رانيوونکي نه لري، چي په ليکنه يا ژباړه کي يې د دې علمي څانګي نوو اصولو او موازينو ته ټينګ پام نه وي سوی . د همدې اړتياوو له مخي مو په دې ليکنه کي، د قاموس ليکني په اړه د ځينو افغانو او بهرنييو لغتپوهانو د نظريو تر څنګ، د مقايسه يي ليکسيکوګرافۍ پر بنسټ ځيني نوري نظريې او قواعد هم وړاندي کړي دي، چي په پښتو قاموس ليکنه کي يې رعايت ډېر ضروري او په زړه پوري بلل کيږي . د دغو نظريو، اصولو او قواعدو په بشپړ تطبيق سره، د ژبي عام او هر اړخیز فرهنګونه د محتوا او شکل له پلوه علمي اساس مومي؛او هر لوستونکی يې د يوې باوري سرچيني په توګه، له کار اخيستني سره مينه پيدا کوي .

د دې له پاره چي پر پښتنو سربېره د نورو ژبو ويونکي او لوستونکي هم له دې ماتي ګوډي ليکني څخه پوره ګټه واخلي، د قاموس ليکني د بېلابېلو اصولو او قواعدو په اړه مو د پښتو ژبي تر څنګ د نورو ژبو، په تېره بيا انګرېزي ژبي ځيني قواعد او مثالونه هم، په لنډه بڼه بيان کړي دي .

هېره دي نه وي، چي د دې ليکني په ځينو برخو کي، ځای ځای د قاموس ليکني د بېلابېلو اصولو او قواعدو په ارتباط د ځينو قاموسونو يادونه سوې ده؛ خو دا کار په هيڅ ډول د قاموسو د کره کتني او شنني په مانا نه دئ؛ ځکه په پښتو کي د بېلابېلو قاموسو او لغتنامو تاريخ او کره کتنه ژوره څېړنه غواړي، چي په دې لنډه رساله کي يې هيڅکله حق نسي ادا کېدای .

د ګډوډو مالوماتو او پلټنو دا کوچنۍ او نيمګړې مجموعه مي دمګړی تر دې ځايه را ورسوله . باور لرم چي پښتانه ژبپوهان، لغتپوهان او قاموس ليکوونکي به د خپلو ګټورو نظريو او نوښتونو په رڼا کي، د هغې د بشپړتيا او پرمختيا ډګر ته را و دانګي؛او په دې توګه به د ګران هیـواد د قاموس ليکني ځوان پښت ته، د فرهنګونو د تأليف يا ترجمې لاره نوره هم روښانه او اسانه کړي .

محمد هارون خپل شعشعي
لندن، ۲۰۰۹ ميلادي کال
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery