مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د کليمو د پېژندني يا تعريف ځانګړتياوي


د نوي قاموس ليکني بل مهم اصل دا دئ، چي قاموس ليکوونکی بايد د کليمو، ترکيبو، محارو، اصطلاحاتو او نورو راغونډو سوو ټکو داسي ماناوي او تعريفونه غوره کړي، چي له هـــــره اړخه مانع او جامع وي . په بله وينا، وړاندي سوي ماناوي بايد له خپل ټول لـــنډوالي ســــره ســــره داسي بڼه ولري، چي هر لوستونکی يې په اسانۍ سره وپېژني؛ د مثال په توګه کــه قاموس ليکوونکی د�زردالو�د پېژندني دپاره وليکي: زردالو هغــه مېوه ده، چي ژړ رنګ، بيضوي شکل، خوږ خوند لري؛ او د افغانستان پرځينو سيمو سربېره د نړۍ په ځينو نورو هيـــوادو کـي هم پيداکيږي . داسي تعريف يا پېژندنه چندان په دردنه خوري؛ ځکه ډېري داســـي مېوې سته چي ژړ رنګ، بيضوي شکل او خوږ خوند لري؛ خو زردالو نه دي . له بله پلوه د افغانستان په ځينو سيمو او د نړۍ په ځينو هيوادو کي ډېري داسي مېوې پيدا کيږي، چي له زردالو سره په ځينو خصوصياتو کي ګـډوالی لري؛ اما سره له هغه هم هر يو زردالو نه دئ . قاموس ليکوونکی بايد د زردالو د خـوند، فزيـکي جوړښت، کيمياوي او طبي ځانګړتياوو،د مېوې پخېدو د موسم او ځينو مهـمو ډولـونو لـکه چارمغز، سرده يي، نري، شکرپاره او داسي نورو په اړه هم څه نا څه توضيحات او مالومات وړاندي کړي .که فرهنګ ليکوونکی د�کوني کبر�په پېژندنه کي وکاږي : �کونی کبر�هغه حيوان دئ، چي اوږدې منګولي لري؛او په اوبو او لندو مځکو کي ژوند کوي . دا پېژندنه بشپړه او ګـټوره نه ده؛ ځکه ډېر حيوانات سته، چي ښايي د�کوني کبر�په شان اوږدې منـګولي ولـري؛ او پـه همداسي اقليمي او جوي چاپېر کي ژوند وکي. د داسي تعريف په ليدو سره د قــاموس لوستونکي په ذهن کي د بېلابېــلو ورتو حيواناتو تصويرونه تداعي کيږي . د دې ګـډوډۍ او التباس په نتيجـه کي لوستونکی د�کوني کبر�شکل او جوړښت په دقيقه توګه نسي پېژنــــدلای . په داسي حالاتـو او مواردو کي که د دغه حيوان له مخکني تعريف سره د چـونګاښ/چنـــګاښ ټکی هم وکښل سي، بيا نو هرلوستونــکي ته په اسانۍ سره دپوهېــــدو وړ دئ؛ او په دې ډول لوستونکي ته د پــام وړ حيوان د پېژندني ژوندی او عملي انځور په لاس ورکول کيږي . په دې ډول ګورو، چي مترادف ټکي د پېچلو او نا اشنا تعريفو د اسانه پېژندني په کار کي مرسته کوي . البته مترادف ټکي په ټولو حالاتو کي نسي کولای د يوه اسانه، ساده او هر اړخيز تعريف ځای ونيسي. پروفيسر آټکينز او پروفيسر رنډيل د تعريف پر عمومي ځانګړتياوو سربېره، د ښه او ناوړه تعريف ځيني اړخونه داسي بيانوي :
�تعريفونه هغه مهال د منلو وړ وي، چي دغه دوې لويي ځانګړتياوي ولري :

- د محتوا سموالی .

- د شکل سموالی .

که يوتعريف هغه مالومات وړاندي نه کړي، چي لوستونکي يې اړتيا لري؛ او وړانـدي سوي مالومات هم په داسي بڼه نه وي وړاندي سوي، چي هغوی يې په اسانۍ سره هضم کړای سي،نــو داسي تعريف په حقيقت کي نه يوازي کمزوری، بلکي بې ګټي او ناکامه تعريف دئ؛ مثلاً هغـــه تعريف چي يوازي د مترادفو ټکو په مرسته سوی وي، ښايي د لوستلو دپاره اسانه وي؛ خو په زياتره حالاتو کي د تعريف د محتوياتو او خصوصياتو په اړه پوره توضيحات وړاندي نه کړي . له بله پلوه هغـــــــه تعريف، چــي په دقيقه تخنیــــکي ژبـــه د ديوه ټــــــکي د محتـــوياتو په باره کي مالــــومات ورکوي، تر هغـــــه مهـــاله چندان ارزښت نه لري، چـــــي د قاموس د استفاده پروفيسر آټکينز (Atkins and Rundell 450) کـــــوونــــــکو خاصي ډلــــــي تــــه د پــــــــوهـــېدو وړ نـــه وي . �
او پروفيسر رنډيل په همدې اړه د ځينو قاموس ليکوونکو د نظريو په وړاندي کولو سره، زياتوي :� مه يې تعريفوئ، توضيح او تشريح ورکئ.� قاموس ليکوونکی بايد لـوستونکو ته په روښانه ټکو و وایي:کله چي خلګ يوه کليمه استعمالوي، د هغوی مقصد او مفـــــهوم څه دئ؟ په دې برخه کي د قاموس ليکوونکو عامه تېروتنه دا ده، چي د مانا د شنني او سپړني پر ځای د لغت ريښه پېژندني ته پام اړوي . ډېرو کسانو ته ښايي تعريف سوی مفهوم مخکي لا اشنا وي، نو ځکه يې په ډېري اسانۍ سره، په کره او دقيقه پېژندنه سر خلاصيږي . په بل عبارت لوستونکي بايد په اسانۍ سره وکړای سي، چي تعريف سوی ټکی له خپلي تصــوري يا اِدرکي حافظې څخه تر لاسه کي. دا اصل د هغو عامو مفاهيمو دپاره کاريږي، چي د بالِغو زده کوونکو په قاموسو کي ثبت سوي وي؛ مثلاً: بايسکل يا پاراشوټ چي غټان يې په مـانا ښه پوهېږي؛ خو يوازي يې د هغو انګرېزي لغتونه پر ژبه نه ورځي . پروفيسر آټکينز او پروفيسر رنډيل وروسته د يوه ښه او معقول تعريف د ځينو خصوصيتــــو او اړتياوو په اړه داسي کاږي :
�- يو تعريف بايد تر اړتيا زياتي کليمې ونه لري . په بله ژبه بايد د سادګۍ يا افهام او تفهــيم له غوښتنو سره سم، ليکل سوی وي .
- بايد په ياد ولرو، چي د يوه ټکي د تعريف ليکلو د وخت او د لوستونکو له خوا د هغه د عملي استفادې تر منځ نسبتاً اوږد واټن پروت دئ . له دې امله، هر څونه چي قاموس ليکــــوونکی د دغه راز واټن د لنډولو کوښښ وکي، په هغونه اندازه د قاموسو د استعمالونکو ربړونه او کړاونه لږيږي . د دې استدلال له مخي بايد تعريفونه د محتوا او شکل دواړو له پلوه تل د نوو اړتياوو او غوښتنو پر بنسټ جوړ سوي وي .
- که کوچنۍ يا لنډه کليمه د پام وړ مفهوم ادا کولای سي، هيڅکله اوږد لغت يا کلیـــــمه مه کاروئ . تل هڅه وکئ، چي له امکاناتو سره سم، اوږده لغتونه يا ترکيبونه په خپــــل منځ کي سره بېل کړئ .
- هيڅکله د مالومي جوملې پر ځای نامالومه (مجهوله)جومله مه کاروئ . ښه تعريفونه هغـــه دي، چي د لنډوالي، بشپړتيا اوسادګۍ ځانګړتياوي ولري . واضح او روښانه فکر کول د ژبي ماهرانه او محتاط استعمال
ته اړتيا لري . په پای کي د دې خبري يــــادونه ډېــــره ضروري ده، چي د تعريفونو ليـــکل په قاموس ليکنه کي، لـوی هــــونر او کمـال دئ . �
- کوښښ مه کوئ، چي په تعريف کي د يوه ټکي، ترکيب يا اصطلاح په اړه د هر فکـر کېدونکي شي يا موضوع يادونه وکئ. د دې خبري مانا دا ده، چي اوږده تعريفونه د لوستونکو پر اوږو دروند پېټی ږدي . له دې سببه قاموس ليکوونکي مسووليت لري، چــــي د يوه ټکي د پېژندني په اړه اساسي او محوري خبري، له حاشيو او فروعاتو څخه بېلي کړي .
- که د راغونډ سوو ټکو تعريفونه پېچلي او مبهم وي، لوستونکو ته هيــــڅ ګــټه نـــه رسوي .
- بايد د يوه ټکي د پېژندني په باره کي تر ټولو ضروري او اساسي مالومات وړاندي سي؛ خو تعريف بايد په راغونډو سوو مالوماتو کي رامنځ ته سوې تنوع او رنګارنګي په ښه ډول بيـــان کړای سي .
،(Pragmatics) - بايد تعــــــريف پر ژبنييو مسألو سربــــــېره ځيــــني نور پيغــامـــــونه؛ لکـه پراګمــاټيکــــس
هـم په څرګــنده منعــــــــکس کـــړي .(Connotation) او کــانــــــوټېشن (Sensitivities) حســـاسيتونــــــه
- په پای کي بايد د بېلابېلو ټکو په تعريف او پېژندنه کي، د لــــوستونکو اړتيا وي دقيقاً په پـــام کـــي ونيولي (Atkins and Rundell 452) سي، چي هغوی څه غــــواړي او څـــه ته اړتيا لري؟
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery